د ماشومانو روزنه بايد څنګه وکړو؟ | عبدالاول بشارت

  • Written by:

تاسو لوستونکو ته بهتره معلومه ده، چې ماشومان درلودل تر ژوند او روغتيا وروسته په نړۍ کې، يو ستر نعمت دی.

داچې، ماشومان د ګلونو په څېر نازک او لطيف دي، بناء؛ روزنه او پالنه يې هم بايد په همهغه اندازه دقيق وشي .

د ماشوم په پالنه او روزنه کې د مور او پلار نقش خورا مهم دی، چې دلته يې څو ټکو ته خلص اشاره کول غواړم ؛

اول؛ د ماشوم روغتيايي حالت،
د ماشوم روغتياته بايد تر ټولو دمخه جدی پاملرنه وشي، د هغه خوراک، څښاک، جامې، پاکوالی، نظافت او ……….حتی الوسع
(د توان په کچه) بايدصحې وي، حد اقل په اول پنځه کاله کې.

لیکوال: بشارت

دوم؛ په اوه کلنۍ کې ښوونځې ته د ماشوم شموليت، او هلته ښوونځې کې، د استاد، ښوونځې، چاپيريال، د ښوونځې لاره ، ټولګيوال او ټول موارد تر څارنې لاندي نيول .
درېيم؛ له ماشوم سره د درس او کورنۍ وظيفې په هکله کمک کول،تشويقول، او د درسي موادو ورته برابرول او…..
څلورم؛ ماشوم بايد له هر نوع تاوتريخوالي وساتل شي،
وهل، ټکول، توهينول، ښکنځل او…. بايد قطعا له ماشوم سره ونشې.

ماشومانو ته بايد ټولنيز اداب ، د خوراک ،څښاک، ستړي مشې، سلام او خبرو ټول اداب ور وښودل شي.

ماشومانو ته تر هر څه مخکې بايد په کور کې خطرناک شيان لکه؛ د برق ساکټ، د برق لاين، سويچ، د ګاز ډبه اور او… ټول شيان وروښودل شي، او له خطراتو څخه يې وپوهول شي، خو په هيڅ صورت بايد د پيريانو، بلاګانو او نورو شيانو څخه ونه ډارول شي،

همدارنګه د موټر او په سرک له تېرېدلو او د هغه له خطر څخه پوه شي، چې څنګه په لاره عبور وکړي، او ځان له خطر سره مواجه نه کړي،

له خپلو ټولګيوالو، همزولو کليوالو او همسايه ګانو سره د نيک چال چلند طريقه او رويه هم په عالي سطحه ور وښودل شي،
د ماشوم تر مخ سګريټ څکول يا نور مخدره توکې استفاده کول د ماشوم په روح او روان باندي جدي منفي تاثيرات لري او بايد ډډه ترې وشي .

او په اخيرکې دا ويل غواړم ،چې ټول هغه منفي حرکات ، چې په ټولنه کې منفور وي د ماشوم تر مخ ونشي، که چېرته موږ له ماشوم سره محتاطانه حرکت وکړو، په راتلونکې کې به ور څخه زموږ د خوښې شخصيت جوړ شي .

Loading...