کوچنیان یې له تاسې زده کوي

  • Written by:

لیکنه: ښویالی محمدشفیق شرفزی

په نړۍ کې، چې د الله( ج) څومره نعمتونه دي، هر یو یې په خپل ځای ګران بها او قدرمند دی، که بنده ټول عمر الله (ج) ته په سجده شي خو بیا هم د الله( ج) د اعطاء شوو نعمتونو شکر نه شي پوره کولای. په دې ټولو نعمتونو کې له ایمان او ژوند څخه وروسته له ټولو لوی نعمت صالح اولاد دی. اولاد د انسان د زړه سکون او قرار وي او په دې سره خانداني سلسله باقي پاتې کېژږي.

د اولاد غوښتنه یو فطري خواهش دی، کوم چې الله( ج) د انبیاؤ(ع) په زړونو کې هم ایښی وو. مثالونه یې زښت ډېر دي لکه د ابراهیم( ع)، زکریا(ع) او داسې نورو انبیاؤ(ع) له خپل ربه د اولادونو خواهش کړی دی، نو له دې دا ثابته شوه، چې د اولاد خواهش د تقوا او پرهېزګارۍ خلاف نه دی، خو د بحث وړ ټکی دادی، چې ددې نعمت له لاسته راوړلو وروسته ددې نعمت حفاظت او ساتنه باید څنګه وشي؟

وایي چې (په کوچنیانو د سرو زرو مړۍ وخوروه، مګر نظر دې پرې د زمري په شان وساته).

د دې وینا څخه مطلب دا دی، چې خپلو کوچنیانو ته هر وخت او هره لحظه په یو نظر مه ګوره، کله چې د ستونزو وخت راغی نو سختي پرې راوله او کله چې د راحت وخت راغی نو ورته او لازم رویه اختیاره کړه، خو که مخالفه رویه مو غوره کړه نو په یقین سره ویلای شم، چې کوچنیان د والدینو له ګرفت او منګولو څخه ووځي.

په یاد ولرئ! والدینو لپاره د خپلو کوچنیانو پر مزاج پوهېدل خورا اړین دي، که یې درک نه کړي نو بیا له اولاد څخه د ښې راتلونکي طمع هم مکوه. که چېرې اولاد روا غوښتنې درڅخه کوي نو ضرور یې ورته په پوره کولو کې کوښښ وکړه او د خپلو سهولتونو په خاطر د هغه احساسات مه زیانمنوه، که چېرې مو داسې ونه کړل او د هرې روا غوښتنې ځواب مو ورته په( نه) سره ورکړ، نو یوه ورځ به داسې وي، چې ستاسې د احساساتو او جذباتو وړاندې به په (نه) سره ځواب درکړي او دا ځکه، چې له تا یې د (نه) ویلو کلمه زده کړې.

او که د کوچنیانو روا غوښتنو او مطالباتو د نه منلو او نه ترسره کولو هوډ لرئ، نو فوراً یې له منلو انکار مکوئ بلکه د هغه هیلې او ارزوګانې په داسې شکل سره ځواب کړئ، چې یې هیڅکله محسوس نه کړي، چې زما خبره ونه منل شوه او زما هیلې پوره نه شوې او زما څوک خیال نه ساتي.

ښه مې په یاد دي! زه په اول ټولګي کې وم د هغه وخت د پښتو په کتاب کې یو حکایت و، چې ښوونکي راته تدریس کړی وو لا تر اوسه مې هغه درس زده دی ځکه یو ستر ټولنیز درس پکې پروت وو او ښوونکي صاحب هم په ښکلي شکل تشریح کړی وو هغه کیسه څه پدې ډول وه (په یو کور کې څلور تنه اوسېدل، چې  نیکه، پلار، مور او کوچنی ماشوم و. پلار به د ورځې درې ډوډۍ ګټلې، چې یوه به یی مور بله به ماشوم او بله به یې پلار او نیکه نیمه نیمه خوړله. یوه ورځ یې مور د کوچني پلار ته ووايي چې داسې کار به وکړې چې دا پلار به دې یوسې او چیرته لرې به یې وغورځوې ځکه ته تل خپله نیمه ډوډۍ له ده سره نیموې او تل وږی پاتې کېږې. ځوان د خپلې ښځې خبره ومني او خپل پلار په کجاوۍ کې واچوي او د کوره لرې یې د یوې ونې لاندې له کجاوۍ وباسي د ونې سیوري لاندې یې کښینوي او غلی ترې روان شي، له لږ مزل وروسته چې وګوري کوچنی ځوی یې خالي کجاوۍ په شا کړي وي او د پلار پسې روان وي. پلار ورته ووایې: ته څه کوې او ماپسې ولې راغلی یې او دا کجاوۍ دې ولې را واخستله؟؟؟ نو ځوی ورته ووایې پلار جانه تا چې مې کله بابا په کجاوۍ کې واچوو او روان شوی زه هم درپسې غلی غلی راون وم او کتل مې چې ته څه کوې. او کجاوۍ مې ځکه را واخسته، چې کله ته بوډا شوی نو بیا به زه زلمی یم او تا به بیا په همدې کجاوۍ کې اچوم او د کوره به دې بیرون دلته دې ونې لاندې ږدم.

خبره داده، چې (کوچنیان یې له تاسې زده کوي) او دا کار هغه وخت شونی دی، چې کله ته هغه د یو کار ور زده کولو جوګه کړې، نو ددې لپاره ضروري خبره داده، چې ته هغه ته وخت ورکړې، ورسره کښېنې، هغه د ځان سره کښېنوې، حتی الامکان یې له خپل څنګه لرې نه کړې، که چېرې تاسې خپل کوچنیان له ځان نه لرې وساتۍ نو هغه له نورو شیانو سره د پېژندلو کوښښ کوي، ځکه د کوچنیانو فطرت داسې دی، چې د هرشي په اړه ځان پوهول غواړي او تل خوښوي چې د یو چا تر څنګ وواوسي. که چېرې د ښو سره مل نه شي نو بد خو ترې چا نه دي وړي! پدې مانا چې  د د وی طبعیت داسې دی، چې نورو سره کښېناستل غواړي هغه که بد خلک وي او که ښه. نو پدې شکل که خدای مکه له بدانو سره ناستی پاستی وکړي نو د نورو د لاس اله او د هغوی د مقاصدو ښکار کېږي.

همدا ډول کوچنیانو ته په موجوده عصر کې تلویزون، نیټ، او فیس بوک داسې مصروفیات دي، چې ددوی د عمر سره تقاضا نه کوي او د دې اصلي علت د والدینو خپلو کوچنیانو ته وخت نه ورکول او ورسره وخت نه تېرول دي، فلهذا ویلای شو چې په موجوده عصر کې د کوچنیانو په درسته تربیه کې د والدینو رول زښت ډېر دی او د هر رنګه تربیي کرېډټ یې نیغ په نیغه والدینو ته ځي.

Loading...