شمس الدین مجروح او د کوچنیانو ادب|پوهندوی آصف بهاند

  • Written by:

… مګر د شاعر، د پښتون شاعر په دنيا کښې ولې د وړو برخه نه شته او دى د هغوى د پاره څه نه جوړوي؟ د پښتنو شاعران ولې دوى د پاره کله کومه لوبه، کوم غزل، کوم نظم او کومه قصه نه وايي؟ (شمس الدین مجروح)


د افغانستان په فرهنكي کړیو کې د «مجروح» نوم او کورنۍ، یو اشنا نوم، د قدر وړ نوم او پېژندل شوې کورنۍ ده. سید شمس الدین مجروح د همدې کورنۍ په سر لارو قلموالو کې شمېرل کېـږي. استاد بېنوا په خپل ډېر غنیمت اثر «اوسني لیکوال» کې د ښاغلي شمس الدین مجروح بیوگرافي او د کلام نمونې ثبت کړي دي. هلته بېنوا صاحب داسې لیکلي دي:

ښاغلی سید شمس الدین مجروح

«ښاغلي سید شمس الدین مجروح د مرحوم سید حضرت شاه زوی دی… په ۱۳۲۳ ق کال د کونړ د لوړو شنو غرونوپه لمن د «شین کوړک» په کلي کې زېږېدلی دی.»

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال (بشپړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، خپرندوی: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ ع کال، ۱۰۰۷ ام مخ)

ښاغلي سید شمس الدین مجروح د خپل ادبي عمر په اوږدو کې گـڼ شمیر منثور او منظوم تخلیقات، آثار او نظریات د میراث په توگه پریښي دي، خو په وطن کې د جگړو او ناخوالو په سبب مهاجرت ته اړ شوی دی. د ښاغلي محمد حکیم بشارت په حواله، سید شمس الدین مجروح د ۲۰۰۲ ام ع کال د جون پر ۲۴ مه نېټه په امریکا کې وفات شوی دی.

د شمس الدين مجروح د را پاتې فرهنگي میراث په ډله کې داسې مقالې او اشعار هم شته چې په کې د ماشومانو او کوچنیانو ژوند او ادبیاتو ته په کې پاملرنه شوې. یادو مقالو او اشعارو ته په کتو سره هر لوستونکی پوهېـږي چې شمس الدين مجروح له ماشومانو او کوچنیانو سره ځانگړې مینه درلودله.

ښاغلي بشارت د خپل کتاب (سيد شمس الدين مجروح، ادبي مقالې او تحليلونه) په لومړى څپرکي کې «د سيد شمس الدين مجروح ژوند ليک» په عنوان کې «له ماشومانو سره مينه» تر سرلیک لاندې ماشومانو ته د سید شمس الدین مجروح پاملرنه داسې تشریح کوي:«

له ماشومانو سره مينه:

له ماشومانو سره د مجروح مينه بې حده زياته وه دغسې به یې پر ځان راټول کړي و تا به ويل چې کلي ته ملنګ راغلى او حتما ماشومانو ته کومه جادويي ټوکه کوي خو چې کله به ورنږدې شوې نو وبه دې ليدل چې مجروح يې په منځ کې ناست دى او د هغوى په ژبه او مزاج ورسره خبرې کوي.

په اخترونو کې به له مجروح څخه هيڅ نه قضا کېدل چې ماشومانو ته دې پيسې ورنه کړي، د اختر له لمانځه وروسته به يې چې لومړى کار کاوه هغه به يې د کلي ماشومانو ته پيسې ورکولې او له هغه وروسته به بيا کور ته لاړ.

کله به چې مجروح په دنده کې و او يا به چېرته لرې تللى و نو له اختر څخه، مخکې به يې د کليوالو ماشومانو د اختر د پيسو لېست جوړ کړى و او هغوى ته به يې له مخکې پيسې راليږلې.»

(بشارت محمد حکيم ، سيد شمس الدين مجروح (ادبي مقالې او تحليلونه )، خـپرونـدی: د افغانستان ملي تحريک، فرهنګي څانګه، چــاپـکـــال:  ۱۳۹۴ ل ــ ۲۰۱۵ م، ۱۹ ام مخ)

د ښاغلي سید شمس الدین مجروح د گڼو آثارو په ډله کې د «د وړو شعر» تر سرلیک لاندې یو مضمون هم شته چې د ماشومانو او کوچنیانو ژوند، روزلو او ادبیاتو ته ځانگړې پاملرنه په کې بیان شوې ده. ده په دې مضمون کې د ماشومانو او کوچنیانو د ادبیاتو پر تخلیق ټینگار کړی او ویلي یې دي چې پښتنو شاعرانو د ماشومانو او کوچنیانو برخه بیخي هېره کړې ده او دوی یې رابللي دي چې په دې برخه کې هم تخلیقات وکړي

زه دلته د مجروح صاحب یاده مقاله کټ مټ را اخلم څو په امانتدارۍ سره، د کوچنیانو د دنیا او د کوچنیانو د ادبیاتو مهم والی د مجروح له نظره د لوستونکو مخ کې کيـږدم:«

د وړو شعر

عنوان که د وړو په نامه دى، خو خبره لويه ده. د وړو شعر يا د وړو د پاره شعر يعنې څه؟ تاسو داسې شعر کله اورېدلاى يا ويلاى دى؟ يقيناً به ځينو لوستونکو ته زما خبره ټوکه، مسخره ښکاره شي، ځکه چه له دې عنوان سره د پښتني دنيا شعر او ادب ډېر آشنا نه ښکاري، اما زه ټوکې مسخرې نه کوم، جدي ګړېږم.

ښه غوږ کښېـږدئ، مخصوصا اې پښتنو اديبانو تاسې!

آبله ورځ مې د کابل مجلې په (۸) ګڼه کښې د «پښتو اولسي ادب»  تر عنوان لاندې يو مضمون ولوست، دا مضمون ښاغلي لايق ليکلى دى او د عاميانه ادب، چوپاني سندرو يا کليوالي شعرونو څخه بحث کوي. تاسو هرڅه چه ورته وايئ، منګر دا مقاله د پښتو په پخواني ساده ادب باندې بحث کوي او د داسې اشعارو څه نمونې يې هم اخستي دي. د نمونې په ترڅ کښې ده د فراهي حافظ عبدالعزيز په نامه د يو شاعر يوه چاربيته د مثال په توګه راوړې ده. په حاشيه کښې ليکي چه دا شاعر ړوند و او د فراه په خلکو کښې اوس هم ښه شهرت لري. معلومه شوه، دا هم لکه (هومر) (ابوالمعلى)  او د خپل هم وطن (ابو نصر) په شان ړوند و، زه دې شعر جلب کړم، د هغې سر دا دى:

غوږ ونيسئ يارانو دى عجب شيرين ګفتار     شروع مـې کـړ غزل

ويـنـا زمـا خـوږه ده وايـم تـاسې تــه اشعار     سورى مې سو کوګل

مـا رتــبــې نـيـولـي کشپ چـاى ورجـو شـولې

چونګښې په مستۍ کښې خپلې سترګې تورولې

ولاړه چـــرمـښکـۍ وه افـسـانــې بــه يـې ويلې

مــاهـي پـرې راولاړ شـو کـه چـپـه يې سماوار

الخ…

ما ته واړه او د وړو احساسات او د وړو دنيا ناڅاپه تر سترګو ـ سترګو شوه. ما فکر کاوه که دا مضمون واړه واوري، څومره به يې خوښ کړي او څومره دانګونه به ورته ووهي او څه اتڼ به ورته واچوي.

زه په دې فکر کښې ولوېدم چه د دنيا په ټولو ژبو کښې د وړو د پاره شعرونه، د وړو د پاره قصې شته، پرون لا د پارسي په ادب کښې د موش او ګربه غوندې کتاب ليکل کېده. د وړو ماشومانو د پاره تر هغې خوږه او دلکشه لوبه يا قصه بله نه وه، دا د پښتو په ادب کښې تر دې عنوان لاندې ولې څه نه ليدل کېږي.

مغربي عالم خو د وړو د پاره مخصوص شاعران لري، د وړو د پاره خصوصي جريدې او مجلې وباسي. د وړو د پاره مصور، ښکلي ـ ښکلي د لنډو قصو کتابونه شايع کوي. نو موږ دا کار ولې نه کوو؟ زمونږ ګوندې په خپلو صغيرانو رحم نه راځي او مينه ورسره نه لرو؟ رشتيا مونږ د خپلو مشرانو څه قدر وکړ چه پاتې

شو صغيران. د پښتنو لوى ـ لوى رجال تر پرونه د ګمنامۍ او مقيدۍ په زاويه کښې پراته وو چه نن ورته نوى نسل وروـ ورو ملتفت کېږي. څومره نور به لا تراوسه زموږ تر ياد لاندې نه وي راغلي. د دنيا د تاريخ په صحنه باندې دا د شپو او ورځو تورې او سپينې پردې راکوزې شي، د معاصرو تماشابينانو له سترګو هرڅه پناه کړي. دا د تاريخ نګار قوي لاسونه غواړي چه دا پردې پورته کوي او بيا خلک د تاريخ د ډرامې د پهلوانانو غورزې پرزې وويني. خبره اوږديږي، لوى به پرېږدو زموږ دعا په وړو کښې ده.

هلته په مغرب کښې (هر چرته او هرځاى)  عظيمې کارخانې لګيا دي، د وړو ماشومانو د پاره د لوبو او مشغولا سامانونه جوړوي. هغې يو خوا لوى او عظيم ټانکونه د يو پيکره بمبارډ جټونه جوړوي چه د دوى لويان پرې دنيا ورانه کړي، خو د بلې خوا د هغې وړوکي موډل د خپلو کوچنيانو په لاس کښې هم ورکوي

چه لوبې وشتې پرې وکړي، منګر مونږ په خپلو صغيرانو رحم نه کوو. ښه د صنعت څخه خو مونږ بې بهرې يو او کله موږ خپل نور ضروريات پوره کړه چه پاتې شو د وړو سامان. مګر د شاعر، د پښتون شاعر په دنيا کښې ولې د وړو برخه نشته او دى د هغوى دپاره څه نه جوړوي؟ د پښتنو شاعران ولې دوى د پاره کله کومه لوبه، کوم غزل، کوم نظم او کومه قصه نه وايي؟ ګوندې شاعران لوى خلک دي، جدي خلک دي او خپل ګران وخت د وړو سره نه ضايع کوي، مګر نه! شعر خو يوازې جديت نه دى، شعر خو يوازې لويې لويې خبرې نه دي، شعر د بشري احساساتو آئينه ده. د روحي تاثراتو اظهار دى، شعر د خيال او د تصور د جهاز سرګذشت دى چه د دې دنيا د لويو او وړو پېښو بيان کوي، نو د شاعر په عواطفو کښې د ده د خيال او د تصور په دنيا کښې کومه لمحه هم د طفل او طفوليت د يادګيرنې د پاره نشته څه؟ ولې؟ راځئ يو بل حساب وکړو. که مونږ د شاعر عمر شريف پنځوس کاله فرض کړو (که پنځوس کاله تاسو ته کم ښکاري خفه کېږئ، مه د مثال د پاره وايم) ، په دې پنځوس کاله عمر کښې اول طفوليت او بيا د ځوانۍ او بيا د پخوالي او زړښت دوره ده، په دې پنځوس کاله عمر کښې څه په لوبو او په غفلت؟ څه په عشق او په مستۍ او څه د کور او کهول په سازولو تېرېږي، په دې پنځوس کاله عمر کښې زما په ګمان که سړى د ډېرې پر شورې عشقي ماجرا سره مخامخ شي هم ګمان نه کوم تر پنځو کالو او يا تر لسو کالو زيات، دوام وکړي، دا باقي عمر خو سړى کور شي او عايله تشکيل کړي او د اطفالو ماشومانو سره تر مرګه روزګار تيرېږي او د هغوى روزنه او تربيه، ګټه وټه ده ته ورپه غاړه وي.

په لومړني عمر کښې خو دى پخپله طفل او ماشوم و او د هغې خاطرات هم تر ډېره حده، د ده په شعور او تحت الشعور کښې ژوندي دي. نو دا د شعر دنيا څرنګ يوازې د ځوانۍ او د مستۍ د دغه پنځو يا لسو کالو د وارداتو د پاره وقف شوى او د زلف او کاکل خط و خال، وصل او هجر خبرې کوي او د وړوکتوب د

خاطراتو هيڅ انعکاس پکښې نه ليدل کېږى. زه نه وايم جمال دوستي ګوندې د شعر کار نه دى او يا بېځايه خبرې دي. زما په عقيده خو شعر پيدا شوى د دې کار د پاره دى، دا نور څه خو شاعران لکه د بيکار پيټى پر ده اچوي. خو، آخر په طفل کښې ډېره ښکلا او ډېر کښښ شته او د طفوليت په دنيا کښې خو ډېر رموز او واردات شته چه د شعر د پاره د الهام ښه منبع کېداى شي او د شاعر د پاره بله لويه نه تمامېدونکې د مضمون ذخيره موجوده ده، نو دا زمونږ شاعران ولې د دې منبع نه الهام نه اخلي او ولې د دې ذخيرې څخه استفاده نه کوي؟

لکه چه مونږ او تاسو له خوږو نغمو او شعري تخيلاتو څخه خوند اخلو، لکه چه مونږ او تاسو کښې د جمال دوستۍ تنده پرته ده او دا تنده په شعر او د هنر په نورو مظاهرو ماتوو، دغسې اطفال هم شعر ته، موزون کلام ته، سور شين او بر کاڼي کالي ته د اشتياق په سترګه ګوري او هغې ته احتياج لري او له هغې نه لذت اخلي. تاسو به د وړو د لوبو ټوکو په وخت کښې د دوى له خولې ډېر مقفى (مګر بيمعنى)  جملې اورېدلې وي، دا د دوى د شعر دوستۍ ژوندى مثال دى، دوى قصې ډېرې خوښوي، دوى د نيا او د مور خولې ته چه په قصه مشغولې وي، په ډېر دقت او اشتياق ګوري. نو رشتيا مونږ او تاسې هغه وخت چه شعر ليکو، هغه وخت چې رمان جوړوو، هغه وخت چه ډرامه سازوو، آيا کله مو هم د دوى د پاره څه ليکلي دي؟ هو! ما ليکلي دي، په تمام عمر کښې دوه پارچې چه يو يې نثر او بل يې د بلبلو د زيارت په نامه باندې نظم دى، چه هغه ما دوى ته اهداء کړى دى، اوس ستاسې وار دى ملګرو، بسم الله!!»

Loading...