د اوښ پاچاهي | نجیب منلی

  • Written by:

د ګيدړانو په ملک کې سخته قحطي راغله.

هلته په نېږدې ځنګل کې ډول ډول واښه خواره او غوښې خواره حیوانات اوسېدل خو ګیدړانو ته اجازه نه وه چې ځنګل ته ورشي.

دا چې ولې ګیدړان له ځنګله شړل شوي وو، هغه بېله کیسه ده. یو وخت به یې درته ووایم.

ګیدړانو واښه خوړل پیل کړل خو وښو خوند نه ورکاوه. هضمول یې هم ورته ګران وو، او بل د ګیدړانو غاښونه د غوښو خوړلو له پاره جوړ شوي، واښه پرې په اسانه نه راشکول کېږي او نه ژوول کېږي.

ګیدړانو غوښه غوښته او غوښه نه پیدا کېده.

سویان او نور کوچني واښه خواره حیوانات په ځنګل کې وو. هلته یې د ځنګل پاچا کلکه ساتنه کوله.

کورني چرګان، وري او سېرلي د کلي سپیو ساتل.

د هوا مرغان په هوا کې وو.

بتې، زاڼې، مرغاوۍ او نور مرغان چې په ډنډونو کې اوسي، هغوی هم یا الوتل، یا به په اوبو کې وو او یا به یې د اوبو منځ کې په کوچنیو ټاپو ګانو کې ځای نیولی و.

ګیدړان چې له لوږې په تنګ شول، خپل مشر ته یې وویل چې یا به موږ ته خواړه پیدا کوې او یا تا او ستا کورنۍ خورو.

د ګیدړانو مشر باندې هم خپل ځان ګران و او هم پرې خپله کورنۍ ګرانه وه. د ولس ګواښ سخت و ډاراوه. په دې فکر کې شو چې خپلو خلکو ته د خوراک له پاره یو څه غوښه پیدا کړي.

د ګیدړانو مشر حیران و چې څه وکړي. سر ګردانه ګرزېده.

په غره کې یې د پسانو رمه وليده. ورو ورو یې ځان ورورساوه. فکر یې وکړ چې که یو څو نور ګیدړان هم ځان سره مله کړي نو په دې رمې کې ښه دېره غوښه پیدا کولای شي.

چې نیږدې ورغی و یې لیدل چې یوې خواته شپون ډانګ په لاس ولاړ و او بل خوا ته ښه غټ، غټ، زورور زوورو سپي ګرد چاپېره ګرزېدل.

د ګیدړانو مشر د شپون او سپیو له ډاره بېرته په شا شو.

په یو پټي کې یې دوه غټ غټ د قلبې غوایان ولیدل. خوشاله شو. ځان سره یې ویل چې لکه چې کار وشو.

غلی، غلی غوایانو ته ورنېږدې شو. د غوایانو تېره، تېره، اوږده، اوږده ښکرونه چې یې ولیدل زړه یې ورېږدېد. پر غوایانو برید کول ورته تر وس وتلی کار ښکاره شو.

په یوه دښته کې یې یو اوښ ولید. ښه غټ او څورب اوښ و. لګیا و ځوزان یې خوړل. ځوز به یې راوشکاوه، خوله به یې پرې ډکه کړه. ازغیو به یې ژبه او اورۍ ژوبل کړې. اوښ به خوله ورانه ورانه کوله او ځوزان به یې خوړل.

د ګیدړانو مشر ځان ډېر خپه ښکاره کړ، اوښ ته ورغی، په غمجن اواز یې پرې سلام واچاوه.

–       اوښ لالا څنګه یې، خیریت خو به وي؟

اوښ د ځوزانو پولۍ وژوله، په سختۍ یې له ستوني تېره کړه. ویې ویل:

–       مننه ګیدړه وروره ښه یم. درانده، درانده بارونه وړم او تېره، تېره ازغي خورم. ژوند مې په ستړیا کې تېرېږي. خو ته ولې داسې خپه یې؟

ګیدړ مخکې له مخکې ځان سره فکر کړی و، پوهېده چې د خپل ولس د غوښتنو د پوره کولو له پاره یې دلته یوه لار شته. سترګې یې سره زور کړې چې په اوښکو لمدې شي. ژړغونی غوندې شو:

–       زموږ پاچا په حق ورسېد. ګیدړانو ما ته وظیفه راکړې چې یو ښه، عادل او مهربانه پاچا ورته پیدا کړم.

اوښ ګیدړ ته د پاچا د مړینې په خاطر تسلي وویله بیا یې په دې اړه ښې اوږدې خبرې وکړې چې ښه پاچا څرنګه وي. ویې ویل چې پاچا باید پر ولس زړه سوی ولري، مهربانه وي خو ضعیف نه وي. پاچا باید ډېره تجربه ولري، دنیا یې باید لیدلې وي، زحمتکش وي، پراخه حوصله ولري. ښه پاچا د خپلو وګړو د خیر په فکر کې وي، د دربار د چاپلوسانو او غوړه مالانو خبرو ته غوږ نه ږدي. که څوک د بل په حق کې تېری وکړي پاچا باید سزا ورکړي او که څوک د خلکو خدمت کوي پاچا یې باید ونازوي. ښه پاچا د خپلو وګړو له حاله خبر وي او د مملکت چارو ته متوجه وي

د اوښ اوږدو خبرو ته د ګیدړ زړه تنګ شو خو د خپل پلان د عملي کولو په خاطر یې حوصله کوله او په ډېر احترام یې د اوښ خبرو ته غوږ نیولی و.

اوښ چې په خبرو ستړی شو، غلی شو. ګیدړ په ډېره عاجزۍ ورته وویل:

–       اوښ وروره زه خو ستا عقل او پوهې ته حیران یم. ته چې دومره زحمتکش یې، دومره ډېر ملکونه دې لیدلي دي، په دومره ډېرو خبرو پوهېږې، دومره پراخه تجربه لرې نو زه وایم چې دا ستا په څېر د یو غوره شخص په حق کې لوی ظلم دی چې بارونه وړې او ځوزان خورې. زما خلک ستا په څېر یو هوښیار، پوه، سنجیده، مهربان او زړه سواند مشر ته اړتیا لري. خوښه دې نه ده چې د ګیدړانو پاچا شې؟

د ګيدړانو په وطن کې شنې جلګې دي چې ټول کال په شنو، پستو، تازه وښو پوښلې وي، اوبه هم په کې ښې پرېمانه دي، که ته زموږ پاچا شې نو هغه ټول واښه به ستا وي، خکه چې ګیدړان له وښو سره چندان جوړ نه دي. شاوخوا به دې په سلګونو ګیدړان ګرزي، هېڅ دښمن به دا زړه نه کوي چې تا ته ضرر دروسوي. نه به د وحشي ځناورو وېره درپسې وي او نه به ظالم انسانان بارونه درباندې وړي.

د ګیدړانو مشر اوښ ته د داسې یو پاچاهۍ تصور وکړ چې ټول راحت و او د زحمت په کې هېڅ هم نه وو. د پاچاهۍ خیالونو د اوښ په مغزو کې ځای ونیو او له ګیدړ سره روان شو.

ګیدړ مخکې و، اوښ ورپسې و. له دښتې ووتل، له دوه دریو غرونو واووښتل. ښه شېبه مزل یې وکړ. د یوې غونډۍ سرته وختل. هلته لاندې یو لوی، ارام سین بهېده، شاوخوا سیمه په ښایسته شنو وښو پوښلئ وه. اوښ چې دومره پاسته واښه ولیدل، خولې یې ورته اوبه پرېښودې.

اوښ له ورایه اوبه او واښه لیدل او تلوسه یې وه چې څه وخت به وررسېږي او د پاچاهۍ په عیش او نوش کې به خپله د کلونو ستړیا هېروي.

اوښ نه پوهېده چې په داسې جلګو کې بوختې هم وي.

بوخته داسې ځای دی چې مخ یې په شنو وښو پوښلی وي خو چې څوک پرې پښه کښېږدي پښه یې په سریښناکو خټو کې ننوځي چې بېرته ترې راوتلای نه شي.

ګیدړ مخکې و. په احتیاط یې قدمونه ایښودل. اوښ ورپسې و، په بې تابۍ یې غوښتل چې ژر تر ژره د پاچا د ټاکنو مراسم ترسره شي او یوه شېبه ارام وکړي. په خیالونو کې ډوب و، مخې ته یې نه کتل.

چې د جلګې منځ ته ورورسېدل، د اوښ پښې د جلګې په خټو کې ونښتې. چې هر څومره یې کوښښ کاوه چې ځان راوباسي هماغومره نور هم ډوبېده. ګیدړ ته یې نارې کړې:

– ګیدړه وروره مرسته راسره وکړه، له دې ځایه مې وباسه.

ګیدړ ورته له ورایه ځواب ورکړ:

–       پاچا، قربان دې شم، ته دې ځان ته وګوره او ما ته وګوره. ته څومره غټ یې او زه څومره کوچنی یم. ته صبر وکړه چې زه دې رعیت راوغواړم ټول به دې په شریکه له خټو راوباسو.

ګیدړ څو واره و انګولل. په لسګونو ګیدړان راغلل. مشر ګیدړ ورته وویل:

–       دا دی غوښه مې درته راوړه، اوس نو ښه ځانونه ماړه کړئ.

د ګیدړانو مشر اوښ ته دروغ نه وو ویلي. د ګیدړانو لښکر په څو شېبو کې اوښ له خټو راووېست. خو اوښ ډېر غټ و او د ګیدړانونوکان او غاښونه ډېره تېره وو. په را ایستلو کې ترې اوښ ټوټې شو او ګیدړانو یې په غوښو سخې وکړې.

Loading...