پر ماشومانو دسړې هوا اغيزې

  • Written by:

ليکنه:  ثناءالله سليم

ماشوم ښکلې او له عجایبو ډکه نړۍ او صحت ته یې پاملرنه دطبابت يو ډېرمهم اصل دی.

ټول ماشومان د ژوندي پاتې کیدو او ښه صحت حق لري. نوبايد دمور پلار او کورنۍ لخوا ورته داسې اسانتیاوې برابرې شې؛ چې د دوی د ژوند له دوام او هوساینې سره مرسته وکړي.

د ماشومانو دناروغه کېدو څخه مخکې د هغه روغتیاته ارزښت ورکړئ !ځکه وقايه له معالجې څخه بهتره ده.

ډېری وخت د مور او پلار اندېښنه دېته وي چې ماشوم يې ناروغه نه شي خو که دژمي په موسم کې  ماشوم په سړې هواکې وګرځول شي دناروغه کېدو چانس ورته ډېر متوچې دی.


ځکه کوچني ماشومان ډېر نازک وي،  دعادي ناروغيو په مقابل کې هم  مقاومت نه لري ،اوله بلې خوا  سړې هوا سره ډېرحساس وي که پاملرنه ورته ونه شي او په نورمال حرارت کې ونه ساتل شي ښايې ډېر زر په کومه موسمي ناروغۍ لکه زکام، سینه بغل او ديته ورته په نورو ناروغيو اخته شي.

نو والدینوته پکار ده خپل ماشومان دژمې په موسم کې همېشه ګرم وساتي،اواړيڼ ګرم  لباس ورته واغوندي دغه چاره دماشومانو لپاره دناروغيوپه  مخنیوی کې یو تر ټولو ګټوره او ارزانه لاره بلل کیږی.

همېشه بايد  ماشومانو دصحت په اړه داسې اقدامات په لاره واچول شي چې ناروغيوپه مقابل کې  دماشومانود جدي گواښ پر وړاندې  مخنیوی وکړي.

ځکه  د پنځو کلونوڅخه په  کم عمره ماشومانو کې د مړینی او ناروغتیا کچه دلويانو په نسبت زياته وي .
ماشومان چې څومره صحت مند وي هومره یې مور او پلار په خوشحالۍ کې وي.

له کومو ماشومانو  سره چې صحت نه وي دهغوي دوالدينوسره حوشحالي  نه وي.

ماشومان تر لويانو ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري،ځکه دوی دخبرو کولو توانايې نه لري خپل  درد او ناروغي يواځې دژړا پواسطه اظهاروي که خدای مه کړه لازمه پاملرنه ورته ونشي شايد په مزمنو او زر نه رغېدونکو ساري ناروغيو اخته شي.

په ډېرې خواشينۍ بايد ووایم چې دافغانستان طبابت هم په هغه کچه نه دی څومره چې دنړۍ طبابت پر مختللې دی، او درمل يې هم په دومره کچه  باکيفيته نه دي چې وکارول شي او ناروغي په کلي ډول له منځه يوسي.

نوبهترا داده چې ځان او ماشومانو صحت ته زياته پاملرنه وشي ترڅو ناروغه نه شي.

مور او پلار بايد داسې وي لکه طبيب بايد دماشومانو دصحت ساتنې داساساتو په اړه پوره معلومات ولري.
ځکه ماشومانو په سالمه او نا سالمه  روزنه کې دوالدينو ذمه واري ډېره مهمه ده.

Loading...