ماشومان بايد څه ډول وروزل شي؟

  • Written by:

ليکنه: ثناءالله سليم

اسلام ښځينه او نارينه  ماشوم ته يوشان د زده کړې حق ورکړی ، هر پلار او مور یې په دې مکلف کړي چې دخپلو اولادونو که نارينه وي او که ښځينه  سالمه روزنه وکړي ځکه هغه ټولنه چې تعليم يافته وګړي ولري تر هغې ټولنې چې تعليم يافته وګړي ونه لري؛ پرمختللې وی.

زده کړې دماشومانو بدني او روحي پیاوړتيا باندې زیاته اغېزه لري.

زده کړې باید ماشومانو  ته په داسې ډول ورکړل شي چې ستړې کوونکې نه وي، بلکې ماشوم پکې  وهڅول شي چې ترڅو په خپله دزده کړو سره مينه پيداکړي.

ماشومانو ته باید داسې زده کړې  ورنه کړل شي چې دماشومانو  دخوښي خلاف وي.
باید داسې ميتودونه او لارې چارې ورته غوره شي چې مناسبې وي.


که چيرې مونږ په ماشومانو باندې داسې ميتودونو تحميل کړو چې ورته دمنلو نه وي نو له ګټې یې تاوان زياتېږي او  د ماشومانو په ذهن او روحیه باندې بده اغېزه لرلی شي.
نو باید دداسې ميتودونو له کارولو په کلکه ډډه وشي.
خو زموږ په جنګ ځپلي هېواد کې چې څو لسېزي کېږي چې دامن وريځ ترې کډه کړې دزده کړو بهیر هم  يو څه پسته او ټکني حالت کې دی. کوم ماشومان چې زده کړې کوي معیاري نه دي، په داسې ډول روزل کېږي چې خورا داندېښنې وړ وي.

له ښوونځي د لرې پاتې ماشومانو په اړه خو پوښتنه مه کوه هغوی خو بېخې دجهل په تورتم کې لاهو دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي: ( چې دا مهال په ټول هېواد کې ۳.۷ میلیون ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې ۶۲-۶۵ سلنه یې نجونې دي.)

چې ۳.۷ ميلیونه له زده کړو بې برخې وي نو دداسې هېواد معارف به څه پياوړی وي.
که افغانستان په نړۍ کې د فاسدو هېوادونو د لېست په سر کې ځای لري.

نو شاید دمعارف په برخه کې دوروسته پاتې والي لومړی مقام هم وګټي.
نوبايد د تعلیم او نصیحت لپاره چې ماشومانو ته څه وایو نو ډېر په نرم انداز يې ورته ووايو چې راسره ويې مني، ترڅو مستقبل يې روښانه شي.

Loading...