د کوچنیانو ادبیات د یوه ساینسپوه له نظره

  • Written by:

پوهندوی آصف بهاند   

«زمونږ نسلونو د مثبتې فکري ودې نه کولو يو ستر لامل دا هم دی چې زمونږ د ماشوم ادبيات تر اوسه له مينه ناکو کيسو، ترانو او سندرو ندي مالامال شوي. په کتابونو او کورونو کې زمونږ ماشومانو ته اوس هم د زمريانو او لېوانو د ځناورتوب، کرکې او تبعيض کيسې کېږي، زمونږ سندرې او شعرونه له جنسي لوږې بوغارې وهي، نږدې ګرده ادبي نثرونه مو پر نرواکي او ښځه ځپنه کې غوټې وهي. پداسې ادبي فقر کې له نوي نسل څخه د سړيتوب څه تمه لرې برخوداره؟

ليکوالو حضراتو؛ دا چاره بدلول غواړي!» (دوکتور محمد تنها)

دا پاسنۍ خبرې د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې د ډوکتور تنها نوی نظر دی چې ډیر تازه یې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی دی.

استاد ډوکتور محمد تنها د «هستوي فزیک» په څانگه کې پي اچ ډي (PhD) کړې ده او اوس په همدې برخه کې، د جرمني هېواد په یوه پوهنتون کې تدریس هم کوي، خو د نوي نسل د تعلیم په برخه کې په عملي او نظري بڼه داسې فعاله دی لکه چې ټول ماشومان، کوچنیان او ځوانان یې د خپلې کورنۍ غړي او یا خپل اولادونه وي.

د خپل مسلک، زدکړو، په تېره لوړو زدکړو په برخه کې یې علمي لیکنې په بي بي سي پښتو ویبسایت کې خپریـږي. د لوړو زدکړو په برخه کې یې د څو علمي لیکنو سرلیکونه دا دی:

ــ د زدکړو په بهير کې د باور بحران،

ــ له اوږده ځنډ وروسته بېرته څنگه  لوړو زدکړو ته مخه کړو؟

ــ په کومه برخه کې باید لوړې زده کړې وکړو؟

ما پخوا هم د استاد ډوکتور تنها پر ژوند، علمي شخصیت او افکارو باندې، د ده د ډوکتورا د بریالۍ دفاع د خوښۍ په پلمه یو مقاله لیکلې وه، چې تقریباُ یو کال مخکې مې خپره کړه.

په فیسبوک کې یې د سیاست په برخه کې ژبه ډیره تونده ده، خو ډیره اصلاحي او را ویښونکې بڼه لري. د ډیری پوستونو مخاطبین یې ځوانان دي چې دی یې په بورسونو خبروي، ورته هڅوي یې او د فورمو د ډکولو لارې چارې ورښيي.

ډاکتر تنها دومره د نوي نسل د روزلو لیوال دی چې بل ساری یې ما نه دی لیدلی. دا یې د نوي نسل د روزلو سره د مینې یوه بېلگه ده:

«چې نن نه وم خوشاله نو کله به خوشاله وم ؟!

د خپلوانو له ډلې مو يو ځوان کورته راغلی وو، ول په ۱۴ کلنۍ کې له کلي يوازې را روان سوی يم او په خپل سر مې خوشال خان لېسه پيدا کړې، هلته مې سبک ويلی، اوس باختر پوهنتون کې د انجينري تر څنګ په آمريکايي پوهنتون کې د ټافل آزموينې ته تياری نيسم او غواړم چې هارورډ کې لوړې زدکړې وکړم. ول پلار مې په دوبۍ کې نانوايي لري او بیسواده دی خو زما د تعليم خرڅې ته چې هر رقم وي پيسې پيدا کوي او را لېږي يې. چې داسې کيسې اورم نو د خوشالۍ تر څنګ مې دې هيواد ته مظبوطه هيله پيدا شي.

دا وګړي ډېر کړې خدايه!»

خو په دې نږدې ورځو کې یې د نوي نسل د روزلو د افکارو او پلانونو د وړاندې کولو په لړ کې، د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې داسې یوه ټکي ته اشاره کړې ده چې: لکه د چا خبره «ټک او پتری» خبره یې کړېده. دا د ده د یاد پوست بشپړ متن دی:

«زمونږ نسلونو د مثبتې فکري ودې نه کولو يو ستر لامل دا هم دی چې زمونږ د ماشوم ادبيات تر اوسه له مينه ناکو کيسو، ترانو او سندرو ندي مالامال شوي. په کتابونو او کورونو کې زمونږ ماشومانو ته اوس هم د زمريانو او لېوانو د ځناورتوب، کرکې او تبعيض کيسې کېږي، زمونږ سندرې او شعرونه له جنسي لوږې بوغارې وهي، نږدې ګرده ادبي نثرونه مو پر نرواکي او ښځه ځپنه کې غوټې وهي. پداسې ادبي فقر کې له نوي نسل څخه د سړيتوب څه تمه لرې برخوداره؟

ليکوالو حضراتو؛ دا چاره بدلول غواړي!»

تنها سره له دې چې ساینتست دی، خو بیا یې هم په خپل دې پوست کې د ماشومانو او کوچنیانو د ادبیاتو د روانپېـژندنې په نظر کې نیولو سره، داسې ټکي ته اشاره کړې ده چې ډیره اساسي او ټاکونکې ده.

تر څو چې په درسي کتابونو او یا د کوچنیانو له پاره په نورو ځانگړو کتابونو کې خپلو بچو ته تشدد او دوښمني ورزده کوو، د وژلو او وینو تویولو سلسله جاري ساتو؛ نو د خپل هیواد د نوي نسل د ‌ذهن په کروندو کې به د کرکې، وینو او وژنو تخم شیندو.

د کوچنیانو ادبیاتو لیکوالو سره ښايی چې د ماشومانو له پاره مینه، وطنپالنه ، انسان او ژوند خوښونه او راتلونکې ته امید وښیو او داسې کړکۍ ورته پرانیزو چې د نوې تکنالوژۍ او د نویو زدکړو او تمدن په لوري د حرکت یوه لاره وي، تر څو به په خامو تارنو کې بند یو او د پخوانیو هغو افکارو په دایره کې ښورو چې نورو ملتونو لا پخوا خپل ځان او خپله ټولنه او خپل نوی نسل د هغو له دایرې نه را ایستلي دي او د پوهې ډیوه په لاس د نوي او متمدن ژوند په لوري روان دي.

ما  چې له ډیرو کلونو راپه دیخوا د نوي نسل د روزلو په سلسله کې د کوچنیانو پر ادبیاتو کار او پام کړی دی، د هغو د تجربو په رڼا کې د استاد ډوکتور تنها دا نظر تایدوم، خو دا یادونه هم اړینه گڼم چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره کوم آثار چې زموږ قلموالو تخلیق کړي یا ژباړلي دي، تر ډېره پورې یې دې مسالې ته پام ساتلی دی، په تېره په دې وروستیو کلونو کې رامنځ ته شوي آثار؛ خو د افغانستان د معارف وزارت د نصاب په برخه کې د ښاغلي تنها خبره صدق کوي، چې ما په خپلو ځینو اړوندو مقالو کې د هغو ځینو نیمگړتیاوو ته اشارې کړې دي. تقریبا دیارلس میاشتې مخکې مې د «د تعلیمي نصاب پښتو کتابونه» تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړه. هلته ما داسې لیکلي وو:

«پرته له شکه چې اوسنی تعلیمي نصاب بیشمیره ستونزې او نیمگړتیاوې لري چې هغه باید د سمون په نیت په نښه ٔید وړ دی، زه کوالی شم چې د هر ټولگي شي. زما د دې تورو لیکل دا مانا نه رسوي چې دا تعلیمي نصاب زما د تای د درسي کتابونو او تعلمي نصاب په باب مقاله نه،، بلکې مقالې ولیکم؛ خو د نه لیکلو یوه وجه یې دا ده چې نه یې څوک لولي او نه یې تطبیقوي.

په درسی نصاب کې د بهرنیانو په غوښتنه او السوهنې سره، د گوندنونو اوتنظیمونو په فرمایش داسې درسي نصاب جوړ، چاپ او تطبیق کړای شوی چې له گڼو تیروتنو سره یې د وږي افغانستان په ملیونونو ډالره په چاپ او خپرولو باندې ولگیدل. هر ډول چې دی، اوس خو د تعلیمي نصاب په نامه د وطن نوي نسل ته په مخ کې ایښودل شوی دی…»

د داسې یوه نیمگړي تعلیمي نصاب د سمونې په خاطر او د هغو قلموالو له پاره چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره قلم چلوي، د تنها د اصلاحي نظر او دې ته ورته نظریاتو په پام کې نیول او د هغو تطبیقول یو اړین کار دی.

Loading...