پر افغان کوچنیانو د تاوتریخوالي څونامي

  • Written by:

پوهندوی آصف بهاند   

پنځمه برخه

تاو تریخوالی لکه تندر له بل ځای څخه نه را پریوزي، بلکې همدا ټولنه ده او همدا مشران دی چې له کوچنیانو او ماشومانو سره یې په پوهیدنه یا نه پوهیدنه کې، په رنگارنگ بڼو تر سره کوي.

*****

زموږ د ګلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې موږ ته وایي : موږ د ژوند په هغه پړاو کې یو چې نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ څپیړې ولگیږي، موږ نه غواړو چې د مثبتو لوستونو او موزیک د اوریدو پر ځای د ټوپک او بمونو درزا واورو.

*****

د ماشومانو او کوچنیانو په باب زما د کارونو او څیړنو په لړ کې ډیر لږ داسې پېښ شوي دي چې په میډیا کې د ماشومانو او کوچنیانو په باب ما ته څه په مخه راغلي وي، او ما هغه د سند او د راتلونکو څیړنو د لا غنا په پار نه وي خوندي کړي. د همدې ساتلو او خوندي کولو په لړ کې مې په افغان جرمن آنلاین پورتال کې، له ماشومانو او کوچنیانو سره د ورځني تاوتریخوالي په باب یو کتاب (ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻛﯥ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﺮ وړاﻧﺪى  ورځنی ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ) له نظره تیر شو او خوندي مې کړه.

اوس غواړم چې د خپلو مقالو (د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي) په لړ کې، د یاد کتاب پر محتویاتو باندې خبرې وکړم او ځینې داسې برخې یې راواخلم چې له ماشومانو سره روان تاوتریخوالي په ښه وجه معرفي کوي او د مخنیوي لارې چارې یې ښيي.

په دوه زره دویم ( ۲۰۰۲م) كال كې، د نادولتي موسسو د فعالیت په چوکاټ کې «د افغانستان د څېـړنـې او ارزونـې ادارې» هم خپل فعالیت پیل کړ. دې ادارې پـه افغانستان كې د كورنۍ ډاينامېزم د بدليدونكې طبيعت پـه هـكلـه د څېړنې يوه پراخه پروژه پيل كړه، چې «ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻛﯥ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﺮ وړاﻧﺪى  ورځنی ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ» یې یوه لاسته راوړنه ده.

دا گزارش ډوله کتاب د یوې اوږدې څیړنې په پایله کې میرمن «دﻳﺒﺮا ج . ﺳﻤﻴﺖ» د هغو رپوټونو پر بنسټ لیکلی دی چې د څیړنېزې ډلې له لوري د افغانستان په څلورو ولایتونو (باميان، هرات، كابل او ننګرهار) کې تر سره شوي وو او د «د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د څېړنې او ارزوﻧﯥ اداره» د خپرونو په لړ کې د اروپايي ټولنې په مالي لگښت د ۱۳۸۶ کال په سلواغې میاشت ګې خپور شوی دی.

لومړی د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د څېړنې او ارزوﻧﯥ ادارې په هکله:

د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره يوه خپلواكه څيړنيزه موسسه ده او مركزي دفتر يې په كابل كې دى. د دغه سازمان دنده په لوړ كيفيت سـره د څېړنو تر سره كول دي چې په پلان جوړونه او د هغه په پلي كولو كې لارښود او ګټور وي. دغه اداره د څيړنې او زده كړې كلتور ته د څيړنيز ظرفيـت د ځواكمن كولو او د نيوكو د آسانولو له لارې پرمختګوركوي.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې لرليد دا دي چـې د هـغـه فـعـالـيـتـونـه د افغانانو ژوند ښه كړي. د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره په دوه زره دویم (۲۰۰۲) كال كې د مرستندويه ټولنې پوسيله چې په افغانستان كـې یې كـار كاـوه، تـاسـيـس شـوه او د بسـپـنـه وركوونكو هيوادونو، ملګرو ملتونو او نورو څو اړخيزه نمايندګيو، نادولتي سازمانونو (NGOs) د استازو څخه یې يو مديره پلاویدرلود. د دغې ادارې د هغه وخت بودجه، د اروپا د كميسيون د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي كميشنرۍ، نړيوال بانك او د ډنـمـارك، سـويـس، نـاروې، سويډن او انګلستان هېوادونو لخوا برابريده.

اوس د دې کتاب (ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻛﯥ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﺮ وړاﻧﺪى ورځنی ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ) د لیکوالې، دﻳﺒﺮا ﺟﯥ ﺳﻤﻴﺖ ﭘﻪ ﻫﻜﻠﻪ:

ډﻳﺒﺮا ﺟﯥ ﺳﻤﻴﺖ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن د څېړﻧﯥ او ارزوﻧﯥ ﭘﻪ اداره ﻛﯥ د ﺟﻨﺪر او روﻏﺘﻴﺎ د څانگې د څېړﻧﯥ ﻟﻮړ رﺗﺒﻪ اﻣﺮه ده . د دوه زره شپږم کال (۲۰۰۶) د ﺟﻨﻮرى ﭘﻪ ﻣﻴﺎﺷـﺖ ﻛﯥ، ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮړې ﭘﻪ دﻏﻪ اداره ﻛﯥ ﻛﺎر ﭘﻴﻞ ﻛړ، ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎل څخه را ﭘﻪ دى ﺧﻮا ﻫﻐﻪ ﻳﻮه څېړﻧﻴﺰ ﻣﻘﺎم ﻛﯥ ﻛﺎر ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ دودﻳﺰه ﻗﺎﻧﻮن او د ﻣﻨﺎﻗﺸﻮ  د څېړﻧﯥ ټوﻟﻨﻴﺰى ﺣﻞ ﻻرو؛ اﺳﺘﺎزﻳﺘﻮب، ﭘﻪ وﻟﺴﻰ ﺟﺮگه ﻛﯥ د ښځو د ﺟﻨﺪر ګټو؛ ﺣﻜﻮﻣﺘﻲ وزارﺗﻮﻧﻮ ﻛﯥ د ﺟﻨﺪر ﭘﺮﻣﺨﺘګ؛ او د ﻛﻮرﻧﻴﻮ د داﻳﻨﺎﻣﻴﺰم او زور زﻳﺎﺗﯥ څېړﻧﯥ ﺷﺎﻣﻠﻰ دي.

نوموړې مخكې له دې چې افغانستان ته راشى، د لندن د روغتنپالنې په ښوونځي او ټراپكل هـلـت كـې كار كاوه، چیرته چې هغې د روغتيايي پالسۍ څېړنه په مالاوياو او زمبيا كې تر سره كړه. نوموړې د لندن د اقتصاد او سياسي پوهو له ښوونځي څـخـه دوكتورا لري، چې د دغه رتبې د ترلاسه كولو لپاره يې د هندوستان په راجستان ايالت كې د جندر مسايلو په هكله سيمه ييزه څيړنه تر سره كړه.

دا کتاب (ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻛﯥ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﺮ وړاﻧﺪى ورځنی ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ) پښتو ته هم را ژباړل شوی دی. د کتاب پښتو متن  ۷۸ مخونه لري او د تاوتریخوالي په باب مستند مالومات په کې راوړل شوی دی. دغه راز د تاوتریخوالي د مخنیوي په باب ښې او گټورې لارښونې په کې راغلې دي.

د کتاب په مقدمه کې دې ته اشاره شوې ده چې څیړنیز گروپ په خپلې څیړنې کې په کورنیو کې د تاوتریخوالي افراطي بڼې یا افراطي بیلگې ثبت نه کړې. د کتاب په لنډیز کې داسې راغلي دي:

«په دغه څېړنه كې هڅه شوې چې د تاو تريخوالى افراطى او يا غير معمولې حالات راغونډ نشي، بلكې دغه څېړنه د تاو تريخوالى د ډېر نورمال او طبيعي حالت پورې چې د خلكو د ورځنيز ژوند (ورځنيز تاو تريخوالى) برخه ده، اړه لري.»

د دې پروژې مسؤلینو حتماً ځانته د څیړنې او موادو د راټولولو ځانگړي اصول لرل چې خپل کار به یې د هغو پر بنسټ پرمخ بیوه. ښايي د همدغو اصولو پر بنا د کتاب لیکوالې، په كورنیو كې د ماشومانو پر وړاندې تاو تريخوالى په دوو برخو وېشلی وي، هغه هم داسې :

«په كورنۍ كې د ماشومانو پر وړاندې تاو تريخوالى په دوو برخو وېشل كېږى: تاو تريخوالى چې د انضباط او يا سزا په ډول ترې كار اخستل كېږى او تاو تريخوالى چې د غوسې، تشويش او يا نااميدۍ له كبله د مرتكب لخوا ترسره كږي. دا څرګنده ده چې په حقيقت كې د دغه دوه ډوله تاو تريخوالى ترمنځ ښايي تداخل موجود وي، سره لدې، د تحليلي وضاحت په موخه په دوه برخو ويشل ګټور كار دى.»

ښايي دا ویش د اروپايي اصولو او تجربو پر بنسټ شوی وي، خو زما څیړنې، د سترگو لیدلی حال او شته اسناد ښيي چې د افغانستان غوندې یوې ټولنې کې چې له ډیرو اړخونو له نورو هیوادونو او ټولنو سره ورته والی نه لري، د تاوتریخوالي نور ډولونه هم موجود دي چې په نورو ټولنو کې یې بیلگې نه شته، داسې تاوتریخوالی چې نور خلک یې لا تصور او اټکل هم نه شي کولای. څو بیلگې یې ما په خپلو مقالو کې په نښه کړي دي، هغه هم په دې ډول:

زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید و ویشل شي:

۱ ــ رواني تاوتریخوالی:

ــ ژبنی تاو تریخوالی،

ــ ډارول،

ــ ښکنځلې کول،

ــ بد رد ویل،

ــ تهدیدول، او ډول، ډول نور رواني فشارونه.

۲ــ جسمي تاوتریخوالی:

ــ وهل ټکول،

ــ شاقه کارونه،

ــ جګړو ته اړ ایستل.

۳ ــ جنسي تاوتریخوالی.

له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي دغه ډولونه چې ما په نښه کړي دي، ښایي نیمگړي به وي، خو اساسي برخې یې همدا دي چې هره برخه یې بیا ښایي په څانگو هم و ویشل شي چې له بده مرغه موږ ته او زموږ ټولنې کې یې میراثي بڼه غوره کړې ده.

د عیني محسوسو تجاربو له مخې چې زموږ ټولنه مطالعه شي، دا ثابتیږي چې هر هغه مشر چې له کوم کشر سره تاوتریخوالی کوي، خامخا له هغه مشر سره د ماشومتوب او کوچنیوالي په دوران کې دې ته ورته تاوتریخوالی شوی دی، چې دی یې اوس په شعوري یا غیر شعوري توګه، په عقدوي ډول له خپلو کشرانو سره کوي.

موږ مشران باید دغې ترخې تکراریدونکې تجربې ته او دې ترخه حقیقت ته په کتو سره دې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدو، هغه داسې چې دا قرباني ورکړو چې له موږ سره په شوي تاوتریخوالي سترګې پټې کړو، ور نه تیر شو، څو دا عقده او دا ترخه تجربه چې له نسلونو، نسلونو تر موږ پورې را رسیدلې ده، بل نسل ته و نه لیږدول شي او که یې لکه د تیرو نسلونو په شان چې موږ ته یې را سپارلې ده او موږ یې راتلونکي نسل ته وسپارو، نو له راتلونکي نسلونو سره به مو له دې نه هم ستره جفا کړې وي، لکه تیرو نسلونو چې له موږ سره کړې ده.  

کله چې موږ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي له لارې عقدوي چلند کوو، نو په حقیقت کې موږ د هغوی د ذهن په کرونده کې د عقدو او ستونزو تخم کرو چې په زلمیتوب او له هغه نه وړاندې ژوند کې د هغوی هر څه په زهرو لړي.

ښه به دا وي چې ماشوم سره شوی تشدد، ماشوم بیان کړي او ویې وايي، هغه هم داسې چې د علمي تجربو له مخې داسې زمینه برابره کړای شي چې ماشوم هغه تشدد بیان کړی او وې وايي، چې له ده سره شوی دی؛ که داسې ونه شي نو له ماشوم سره شوی تاوتریخوالی په عقدو باندې بدلیـږي او عقده په هره بڼه چې وي د ماشوم راتلونکی ژوند له خطر سره مخ کوي.

د تر بحث لاندې کتاب (ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﻮ ﻛﻮرﻧﻴﻮ ﻛﯥ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﺮ وړاﻧﺪى ورځنی ﺗﺎوﺗﺮﻳﺨﻮاﻟﻰ) په لوستنې سره لوستونکی پوهیـږي چې د څیړنې دا کاري ډله او لیکواله، له پوښتل شوو کورنیو سره په موافقت کې دا مني چې له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی د دوی په ژوند کې شته او تاوتریخوالي تر سره کونکي او عاملین یې هم همدوی دي، خو له نیکه مرغه چې دا کورنۍ خپلې تیروتنې مني او دا وايي چې دوی له خپلو کوچنیانو سره د تاوتریخوالي د نه کولو او د یو ښه چلند د ترسره کولو په برخه کې لارښونو ته اړتیا لري. د څیړنې دا کاري ډله او لیکواله، له کورنیو سره د مرستې په موخه، د کتاب په لنډیز  کې دا سپارښتنې کړې دي:«

سپارښتنې:

  • د ميندو او پلارونو لپاره د ماشومانو د روزلو د مهارتونو د نورو لارو پروګرامونه رامنځته كول، چې له كليوالو حالاتو سره مناسب وې. هر پروګرام چې د ماشومانو پر وړاندى د تاو تريخوالى د مخنيوي په برخه كې كار كوي، لومړى بايد پوه شې چې په ټولنو كې د ماشومانو پر وړاندى د تاو تريخوالى د منفى پايلو او دا چې تاوتريخوالى د ماشومانو د انضباط يا تشويق لپاره غوره لاره نده، عمومي خبر تيا موجوده ده. له دى كبله دا معلوماتي كمپاينونه بايد د مورنيو او پلرنيو مهارتونو د نورو لارو په هكله د خلكو په خبرتيا تمركز وكړي.
  •  د ميندو او پلرونو لپاره د ماشومانو د روزلو نور مهارتونه بايد د هغو موسسو لخوا طرح شى چې په دغه ساحه كې له بيلابيلو ټولنو سره په نږدى همكارۍ كې كار كو ي، تر څو ډاډه شى چې دغه شان نورى لارى د افغانستان د بېلابېلو چاپيريالو لپاره اختصاص شوي.
  •  په سيمه كې د شتو سرچينو په مرسته كار كول. د ټولنې نفوذ لرونكي خلكو په شمول د مشرانو (نارينه او هم ښځينه)، ملايانو، د روغتيايي پاملرنې سيمه ييز كاركوونكي يا ښوونكي، په ټولنو كې د ماشومانو د روزلو د نورو لارو د ښوونې او مباحثې د ليږدولو په برخه كې كېداي شي ګټور ثابت شي.

نوموړې څېړنې په ټولنه كې داسى اشخاص وپېژندل چې په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندى د تاو تريخوالى پر ضد وو . دغه اشخاص كېداي شي د هغه پروګرامونو په وسيله چې موخه يې په كورنيو كې د ماشومانو پر وړاندې د تاو تريخوالى قابو كول دي په ګوته شي او د ماشومانو د روزلو د نورو لارو د مهارت پيغامونو او د ماشومانو پر وړاندې د تاو تريخوالى له امله د ضرر پېښېدو پوهې د خپرلو لپاره وګمارل شى.

  • د ټولنې د لا زياتې بوختيا تشويقونه. پروګرامونه او كمپاينونه اړين دې چې ټولنې يو ټوليزه قضاوت ته تشويق كړي چې د ماشومانو پر وړاندى تاوتريخوالى به د هغوى په ټولنه كې و نه منل شى، او هغه خلك چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى او زورزياتې كوي هغوى وهڅوي چې دغه كار بس كړي. كه چېرې د ماشومانو توهين باندى اغماض ونشى او په ټولنه كې معمول و نه منل شى نو حتى كه خلك د روحي فشار لاندي يا د نااميدۍ احساس هم كوي نو دغه كار به ونكړى.
  • كورنيو ته ښوونه وشي چې روحي فشار له تاو تريخوالى څخه پرته اداره كړي. د تشويشونو د اداره كولو د پرمختللو مهارتونو په برابرولو او په كورنۍ كې د تشويش د اثراتو پراخه پوهه به په كورنۍ كې د ماشومانو پر وړاندىد تاو تريخوالى مخه ونيسى.»

په افغانستان کې د یادې موسسې له لوري، د ټولنې د بیلابیلو برخو د څیړنې په لړ کې، د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي موضوع څېړل یې د کار یوه فرعي برخه ده. په دې هکله د کتاب په سریزه کې داسې راغلي دي:

«په 2006 كال كې، د افغانستان د څېـړنـې او ارزونـې ادارې پـه افغانستان كې د كورنۍ ډاينامېزم د بدليدونكې طبيعت پـه هـكلـه د څېړنې يوه پراخه پروژه پيل كړه، چې په ځانګړې توګه، په كورنيو كـې د كورنيو جوړښت او د جنـدر بـدلـون او نسـلـي رولـونـه او اړيـكـې د تاوتريخوالى په كچه باندى څه ډول اغېزه كوي. كومې څېړنـې چـې تـر اوسه سرته رسېدلي دا هڅه يـې كـړې څـو اټـكـل كـړي چـې كـوم ډول كورنى تاوتريخوالى چې د ټولنې لخوا د يو ګروپ په تـوګـه، ښـځـې د يوې ډلې په ډول د نرانو په وړاندې، او د مختلفـو نسـلـونـو او افـرادو لخوا كه نارينه وي او كه ښځينه، مناسب او قـانـونـي ګـڼـل شـوى وي  

د دغې څېړنې موخـه دا ده چـې د روحـي فشـار اصـلـي عـوامـل يـا پـه تاوتريخوالى پورى اړوند انفرادي او ټولنيز خصوصيات او د كورنـۍ د غړو په منځكې د تاو تريخوالى منل درك او په ګوته يې كړي.

دغه پاڼه د پورتنۍ څېړنې له يوې فرعى بـرخـې څـخـه بـحـث كـوى: په كورني واحد كې د ماشومانو پر وړاندىتاو تريخوالى (په دې څېړنه كې د ماشومانو په وړاندې تاوتريخوالي كې ټولې بدني سزاګانې او واړه ظالمانه يا د سپكاوي څخه ډك عملونه شاملدي) »

د کتاب په سریزه کې د کتاب د موضوعاتو لنډیز راغلی دی او د څیړنې د موخو او د تاوتریخوالي د ډولونو  ثبتول او په نښه کول د دې له پاره تر سره کیـږي چې د ځینو مهمو مسایلو په پوهیدو کې گټه ورنه واخستل شي چې زه یې د مهموالي او د خلکو او ټولنې په منځ کې د روان او کېدونکي تاوتریخوالي د ژوندیو او مستندو بیلگو له پاره دلته یوه د پام وړ برخه رانقلوم:

«دغه څېړنه كې هڅه شوى چې د تـاو تـريـخـوالـى افـراطـى او يـا غـيـر معمولې موارد راغونډ نشى بلكې دغه څېړنه د تاو تريخـوالـى د ډېـرو عامو عادي بڼو سره چې د خلكو د ورځني ژوند ورځنيز تاوتريخوالى يوه برخه ده، تړاو لري په داسى حال كې چې د دغه څېړنې موخه دا نـه وه چې په كورنيو كې د تاو تريخوالى اندازه څرګنده كـړي، دغـه څـېـړنـې وموندل چې په كورنۍ كې د ماشومانو پر وړاندى تاوتـريـخـوالـى پـه خپلو ټولو بڼو سره د څېړنې په ټولو سيمو كې جـاري دى. پـه حـقـيـقـت كې، د ماشومانو پر وړاندى فزيكې تاوتريخوالى په ټولو 61 موضوعاً څيړل شويو كورنيو كې په بيلابيلو كچو موجود وو. د ټولنو د خلكو د كيسو پر بنسټ او په مسؤنه توګه داسى وييلي شو چې، كه ټـولـو نـه، خو يو اندازه ماشومانو په دغو ټولو كورنيو كې اكثره په لويـو ټـولـنـو كې په كورنۍ كې په بيلابيلو كچو تاو تريخوالى زغمې.

د ماشومانو پر وړاندىتاو تريخوالى په دوو برخو وېشـل كـيـږى:

تـاو تريخوالى چې د انضباط او يا سزا په ډول ترى كار اخستل كـيـږى؛ او تاو تريخوالى چې د غوسې، روحي فشار او يـا نـاامـيـدۍ لـه كـبلـه د مرتكب لخوا ترسره كېږي.

دغه دوه كتګوري د تاوتريـخـوالـي د اداره شوى او نه اداره شوى مفهوم په نظر كې نيولو سره يو شـان دى. داسـى پوهه موجوده ده چې په حقيقت كې د دغو دوو كتګوريو تر منځ زياتۍ موجود دى: په سمه او سنجول شوى ډول تاو تريخوالى چې د انضـبـاط او يا سزا وركولو په موخه وى، او تـاو تـريـخـوالـى چـې بـنـيـاد يـې د شخص غوسه وى او خپله اداره يې له لاسه وكړى وى، د ماشومانـو پـر وړاندى د دغه دوه ډوله زور زياتۍ تر منځ توپيـر مـوجـود دى. سـره لـه دې، د تحليلي څرګندونې په موخه د دغه دوه ډوله تاوتريخوالى طبقه بندي ګټور كار دى.

سر بيره پر دى، د ماشومانو پر وړاندى زور زياتـې په ښكاره او عمومي توګه د دغه دوه كتګوريو په بـرخـه كـې د ځـواب ويونكو لخوا تر بحث لاندى راتلى.  په بيلا بيلو ولايتونو كې د ماشومانو پر وړاندى د تاو تـريـخـوالـى پـه ډول ډول بڼو كې د لږ شان توپير سره سره، د تاوتريخوالى ډېرى عامـى بڼې چې څرګنده شوى هغه، په څپيړه وهل، نـاوړه خـبـرى، پـه سـوك، لغته، لښته، كيبل او يابوټانو باندى وهل وو. په حقيقت كې، د ډېـرو كورنيو لپاره دغه راز تاوتريخوالى كېداي شي د نورمال يا د ورځـنـي تاوتريخوالى بيلګه وركړي. د بى شانه يا غير معمول تاوتريـخـوالـى د ډولونو بېلګې چې د دغه څېړنې په بهير كې موندل شوي عبارت دي له:

په ماشومانو ډزى كول، په رسۍ تړل، د ژمې په سړه هـوا كـې بـهـر پـه يخو اوبو مينځل او د خلكو پر وړاندى د هغوى سپكاوى. د ماشومانو پر وړاندى د تاو تريخوالې ډېرو كيسو بـانـدى پـه مشـرح توګه بحث وشو او د ماشومانو پر وړاندى د تاو تريـخـوالـى پـه هـكلـه بيلا بيل ليد لورى او مفكورې راغونډى شوى. دغه معلـومـات پـدى موخه تجزيه كېږي څو د دغه لاندى مسايلو په پوهيدو كـې تـرى ګـټـه واخستل شي:

  •  د ماشومانو پر وړاندى د افرادو د تاوتريخوالى او دوامـداره يـا مزمن تاو تريخوالى دلايل او عوامل؛

  •  څوك د ماشومانو پر وړاندى تاو تريخوالى كوى؛

  •  څوك د ماشومانو پر وړانـدى د تـاو تـريـخـوالـى حـق لـري او د تاوتريخوالى د دغه شان وړوالي په هكله لويان څه ډول احساس كوي؛

  •  د ماشومانو پر وړاندى تاو تريخوالى څومره معمول دى؛

  •  د ماشومانو پر وړاندى تاوتريخوالى د وخت په تيريدو سـره څـه بدلون موندلى دى.

دغه پاڼه د ماشومانو پر وړاندى د تاوتريخوالى په هكله د لويـانـو پـر ليد لورو او مفكورو متمركزه ده، هغوى خپله د ماشومتوب پـر مـهـال دغه شان تاوتريخوالى پر خپل ځان لـيـدلـى دى. د مشـرانـو لـيـدلـورو باندى په تمركز سره دغه پاڼه هغه مسايل چې ولى ميندى او پـلـورونـه په كورنۍ كې د ماشومانو پر وړاندى سخت دريځ لري، تر بحث لاندى څېړنيزه ډلو له ماشومانو سره د عملى او مـيـتـودى دلايـلـو لـه كبله مركه و نـه كـړه.  

همدا رنگه د تاوتريخوالى ځانګړى بڼي په دغه پـاڼـه كـې نـه څـيـړل كـېـږي:

لـومـړى،

د ماشومانو پر وړاندى جنسى تيری د دغـه څـېـړنـې د لـويـې پـروژې لـه مقصد او بهير څخه بهر وو.

دوهم،

د ماشومانو واده او اجباري ودونـه په دغه پاڼه كې تر پوښښ لاندى نه دي راغلي، خو د دغـه ادارى پـه يـوه بله پاڼه چې د ودونو د كړنلارو او پـه كـورنـۍ كـې پـه تـاوتـريـخـوالـى باندى د هغې د اغېزو اړوند پروژه كې راغلي، څيړل كـيـږى.

دريـم،

پـه دغه پاڼه كـې پـه اصـلـي تـوګـه د مـاشـومـانـو پـر وړانـدى د فـزيـكـي تاوتريخوالى او بدو ويناوو په هكله يو لړ بحثونو باندى ټينګار شوى دى. د ماشومانو پر وړاندى بى پروايې او په كورنۍ كې ماشـومـان پـه زوره شاقه كارونو ته اړول په تفصيل ندى بيان شـوى، ځـكـه چـې دغـه مسايل د پراخې څېړنې د پروژى له مقصد څخه بهر وو او هـمـدارنـګ ځواب وركوونكو په دى هكله ډېرى خبرى نكولې.

د دغه څېړنې د موندنو پر بنسټ، دغه پاڼه څو مهمه استدلالونه كـوى:

لومړي،

په هغو ټولنو كې چې څېړنـه تـر سـره شـوه، د مـاشـومـانـو پـر وړاندى تاوتريخوالى د كورنۍ د غړو له خوا منـل شـوى كـار وو، پـه زياته كچه ترى كار اخستل كېدو او خلك ور سره آشنا وو. سره له دې، د ماشومانو په وړاندى تاوتريخوالى په پراخه كچه د منلو وړ نـدى. د ماشومانو په وړاندې دا ډول كـړه وړه د مـنـلـو وړ نـدي او ښـه هـم نـه بريښي.

دوهم،

او د لومړنۍ موندنې د پايلى په توګه، ډېر خلك لېـوال دي څو د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره د تـاوتـريـخـوالـى څـخـه پـرتـه نورى لارى چارى غوره كړي، مګر د ورته لارو چارو پـه اړونـد ډېـر لـږ معلومات لري.

دريم،

ډېر تاوتريخوالى چې ماشومانـو تـه مـتـوجـه ده هغه د لويانو د احساساتو سره تړاؤ لري، كله چې د كورنۍ مشر غړې د فشار لاندې وينو ماشومانو يا خويندې او ورونه د هـغـوى د غـوسـې قربـانـې ګـرځـې.

څـلـورم،

پـه كـورنـۍ كـې د مـاشـومـانـو پـه وړانـدې تاوتريخوالى د نورمالى او عادي اړيكې د يـوى بـرخـې پـه څـيـر ګـڼـل كېږي. او د ميندو او پـلـرونـو د دغـه كـار پـه اړه كـوم خـاص ټـولـنـيـز قضاوت نه كيـږې. ځكه خو، د ماشوم په وړاندى د ظلم او سـخـت دريـځ خپلولو پر مهال د رټـلـو يـا تـورنـيـدو څـخـه لـږه ويـره لـيـدل كـېـږي.

د ماشومانو د روزلو د نورو لارو رامنځته كول، د روحـي فشـار د اداره كولو مهارتونه او په كورنۍ كې د ماشومانو په وړاندې د ډېـر لـفـظـي انتقاد (چې پخپله د ټولنې څخه رامنځته كېږي) تاوتريخوالى به د تاوتريخوالى په وړاندې د ننګونې تر ټولو ښې او اغېزمنې لارې وي.

دا لاندېنى فصل د نوموړې څېړنې ميتود تر بحث لانـدې نـيـسـي او د څېړنې هغه ميتودونه چې د معلوماتو د راټولولو او تحلـيـل لـپـاره پـه كارول شوي، په لنډ ډول ښيي. بل، دريم فصل د څېړنې اته بـيـلابـيـلـې سيمې تشريح كوي.

څلورم فصل د والدينو هغو اميدونو او هـيـلـو تـه لنډه كتنه كوي كوم چې د خپلو ماشومانو د راتلونكي لپاره يې لري او همدارنګه په كورنۍ كې د ماشومانو رول روښانوى، څو هغه شـرايـط څرګند كړي په كوم كې چې د ماشومانو پر وړاندى تاوتـريـخـوالـى او اجبار ترسره كېږي.

پنځم فصل د هغه تاوتريخوالي نمـونـې او ډولـونـه تشريح كوي چې په ټولنو كې چيرته چې دغه څېړنه ترسـره شـوه عـادي او معمولي بريښي. همدارنګه دغه فصل د هلكانو او نجونو د روزنـې ترمنځ توپير په ګوته كوي او دا هم بيانوي چې په يوې كورنۍ كې چاته او پر چاباندې د تاوتريخوالى حق وركول شوى. نوموړى فصـل دا هـم سپړي چې ټولنه د ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالى د زيـان څـخـه څه خبرتيا لري.

شپږم فصل د بدني سزا د استعمال پـه وړانـدى د كـړو وړو توپير څيړي او داسې نمونې وړاندې كوي چې د يوې كورنـۍ ګـڼ شمېر غړي بيلابيل نظرونه لـري. نـومـوړى فصـل دا هـم بـيـانـوي چـې څرنګه د خلكو معنوي نظرونه د ماشومانو سره د تـاو تـريـخـوالـى پـه مهال د هغوي د اصلي چلند سره توپير لري.

اووم فصل د بدني سـزا پـه اړه د ميندو او پلرونو مختلف دليلونه څيړي او د ماشومانو د روزنـې او تربيې ځينې نورى لارې چې د ځواب وركـوونـكـو لـخـوا تشـخـيـص شوي، وړاندى كوي. اتم فصل د ماشومانو په وړاندى د تاوتريخوالـى لا زيات عوامل بيانوي، چې د لويانو د روحـي فشـار او نـاامـيـدۍ د احساس له امله چې كېدايشي په كورنۍ كې د ماشومانو پـه وړانـدى د تاوتريخوالى لامل وګرځي، تمركز كوي.

نهم فصل د خلكو د ادراك او پوهې د څېړنې پوسيله حـالاتـو تـه د بـدلـون لـپـاره خـلاوو تـه پـام را اړوي څو جوته كـړي چـې څـنـګـه او پـه څـه ډول پـه كـورنـۍ كـې د ماشومانو په وړاندى تاو تريخوالى د وخت پـه تـيـريـدو سـره بـدلـون موندلې.

وروستې او د دغه پاڼې د پاى او بشپړيدونكې فصل تر ټولو مهمو او ارزښتناكو بحثونو باندى رڼا اچوي او د پاليسۍ او پروګـرام هغه وړانديزونه چې د دغه څېړنې څخه لاسته راځي وړاندى كوي.

لكه څرنګه چې دا مضمون په كورنۍ كې د ماشومانو په وړاندې د تاو تريخوالى اړونده مسايلو باندى تمركز كوي مګر د يادونې وړ ده چې د نوموړې څېړنې كاري ټيم د ماشومانو سره د هغوي د والدينو او نـورو مشرانو لخوا د ژورې مينې محبت او پاملرنې شاهد هم دي. هـمـدا راز والدينو د خپلو ماشومانو د راتلونكې په اړه خپلې ژورې انديښنې او پراخه هيلې او اميدونه څرګند كړل، لكه څرنګه چې پدې اړه په څلـورم فصل كې ورته اشاره شوېده».

د کتاب لیکوالې، د خلکو د نظریاتو په چوکاټ کې دا نظر وړاندې کړی دی چې بدني سرا د تادیب د یوې بڼې په توگه د دوی له پاره د منلو وړ ده، په داسې حال کې چې په پرمختللې نړۍ کې د تاوتریخوالي هیڅ ډول د منلو وړ نه دی، عاملین یې مجرم شمیرل کیږي او د قانون په چوکاټ کې سزا ورکول کیږي. د دې پروژې د پوښتنو په ځوابونو کې راغلي دي چې وهل ټکول او لا د وسلې کارول هم مجاز گڼل شوي دي. د کتاب د پنځم څپرکي په لومړۍ برخه کې د بیلابیلو سیمو د خلکو له خولې راوړل شوي دي:

«د بدني سزا بڼې، ډولونه او شدت ”چې ډب نه وي ادب نه وي“ (پښتو متل) لكه څرنګه چې په مقدمې كې په ډاګه شوه، دغې څېړنې د تاوتريخوالي ګڼ شمېر ډولونه كوم چې د شوخۍ د سلوك په صورت كې په كار وړل كېږي راپه ګوته كړلو چې ځينې يې په لاندې ډول دي : په څپيړه وهل، غوږ كشول، كنځل، په لغته يا سوك وهل، په كوتك يا د برق په كيبلو وهل او يا په بوټانو وهل او داسې نور. د يادونې وړ ده چې د برق د كيبل په واسطه وهل د كابل او هرات د ښارې او كليوالو سيمو څخه بهر ډېر كم اوريدل كيدل. په لښته او څپيړه وهل په څلورو واړو ولايتونو كې تر ټولو عامه او كاريدونكې سزا بلل كېده . د ننګرهار ولايت يواځينې استثناء وه چې د ماشومانو په وړاندې د سلاح د كارولو هم په ګوته شوي وه، او هلته د ماشومانو په څپيړه وهلو باندې ډېر ټينګار كېده. په پښو باندې د لښتې په واسطه د ماشومانو وهل هم د ځينې خلكو لخوا د سزا په توګه په ګوته كېده . د ماشومانو د په سوك او لغته او په تيګه وهلو خبرې هم ډېرې كيدې . ماشومانو ته د كنځل خبرې ډېرې نه كيدې، مګر ځواب وركونكو ته دا د ارزښت وړ نه برېښېده چې د ماشومانو د تأديب په اړوند د چا پوښتنو ته ځواب وركړي. نو كله به چې د لفظي غوسې خبره وشوه نو هغوي به په دې ټينګار كاوه چې لفظي غوسه په ښځو كې ډېره عامه خبره ده.

د راپورونو له مخې د لفظي غوسې مثالونه ډېر شديد دي. د مثال په توګه، د باميانو د ولايت په ښارې سيمه كې د منځني عمر يو سړي وويل چې خپلو ماشومانو ته داسې وايي “په ګور شى او االله مو رانه واخله”. په نورو مثالونو كې د كابل د كليوالې سيمې يوې بوډۍ ښځې د خپلې نږور په اړوند وويل چې نږور يې خپلو بچيانو ته وايي چې پلار يې ايران ته تللى او هلته مړ دى . د لفظي تيري په څير ماشومانو ته د تهديدونې تاوتريخوالي هم پكار وړل كېده، د مثال په توګه د باميانو د كليوالې سيمې يو د پوخ عمر اوسېدونكى چې ماشومانو ته فزيكي سزا نه وركوى د څېړنې ټيم ته وويل چې لور يې داسى تهديد كړه چې و به يې تړې او تر هغه به يې ووهې چې د خوځېدو څخه ولويږې، دا ځكه چې هغې د ګاونډي د لور سره جګړه كړې وه . د سزاګانو ترمنځ كوم توپير ونه موندل شو مګر يوازې د كليوالو او ښارې سيمواو همدارنګه د غريبو او شتمنو كورنيو تر منځ لږ څه توپير موجود ؤ. ترټولو عام سلوك چې ماشومان دهغو په ترسره كولو سره وهل كېږي (په ځانګړې توګه د نجونو لپاره مګر هلكان هم تر ډيره بريده پكښې راځي) د هغو لړۍ د ماشومانو د تصورشوي جنسي والي او غلا څخه پيليږي ان تر دې چې د ماشومانو د كور نامناسب دننه او يا دباندې جګړې، خپل ګټور كارونه لكه د غاليو اوبدل په صحيح ترتيب سره نه كول، شوخي كول، ګډوډي جوړول…

په ماشومانو باندې تاوتريخوالى د هغوي د تأديب او تربيې لپاره د ډېر كم عمر څخه پيليږي. لكه چې د شلو كلو په شاوخوا عمر كې يوه ښځه چې د هرات ولايت د كليوالې سيمې اوسېدونكې ده د خپلو دريو وړوكو بچيانو په اړوند وايي:  كله چې زما زوي بې ځايه اوبه ضايع كړي نو زه يې وهم ځكه چې په سختۍ سره اوبه راوړل كېږي، او يا يې هغه مهال وهم چې ګډوډي وكړي او يا خپلې جامې چټلې كړي… زما مشر زوى درې كلن دى او زما دوهم زوي وړوكى دى. د دوه يا دريو كلو په عمر ماشومانو ته د سزا وركولو ټينګار د څېړنې په لړ كې د نورو خلكو لخوا شوى ؤ. د ماشومانو په وړاندېد تاوتريخوالي شدت ته په اشارې ځينې ټولنو داسې وويل چې د سزا وركولو په مهال كېداي شي ځينې ماشومان كلك ټپي او يا له منځه ولاړ شي.

د كابل په ښارې سيمه كې يوې بوډۍ ښځې د نورو بوډۍ ښځو سره د يوې ګډې ناستې په ترڅ كې وويل چې خلك بايد خپل ماشومان داسې ونه وهي چې په غلطۍ ورڅخه ووژل شي. داسې نمونې وړاندې شوې چې والدينو خپل بچيان سخت ټپيان كړي ؤ. يو سړي د ځوانانو سره د يوې ګډې ناستې په ترڅ كې وويل چې خلك نجونې او ښځې د دارو درملو د لوړو بيو لپاره ډېرې نه وهي:  هيڅ څوك خپلې ښځې او لوڼې نه وهي ځكه چې لاسونه يا خپې يې ماتيږي او د دارودرملو بيې هم لوړې دي. ځكه مونږ بې وزله يو او مونږ نشو كولاي د هغوي د دارو درمل د توان څخه ووځو.

بصيرت د منځني عمر سړى چې د دريو ماشومانو پلار دى او د هرات د ښارې سيمې اوسېدونكى دى غواړي چې خلكو ته نصيحت وكړي چې څرنګه د ماشومانو د وهلو ټكولو څخه ځان وژغوري: دا نورو ته زما نصيحت دى چې: تاسو كولاي شئ خپل ماشومان په لښته ووهۍ ځكه په لښته وهل هغوي معيوب نه بلكه يوازې سخت يې دردوي. ځينې وخت د ګډو ناستو په مهال خلكو د هغه تاوتريخوالو په اړوند خبرې كړې وې چې په خپلو ماشومانو يې ترسره كړې وې.

د بېلګې په توګه د ننګرهار ولايت د ښارې سيمې يوې د پاخه عمر مېرمنې وويل چې خپله لور يې د سر په شاوخوا كې وهلې وه او د څو كلو په تيريدو سره د هغې لور د سر د خوږو څخه شكايت كاوه . هغې وويل چې اوس يې داسې پريكړه كړې چې بيا به ماشومان په سر نه وهي . د كابل په ښارې سيمه كې د غريبې كورنۍ يوې پخې ښځې د يوې ګډې ناستې په مهال د خپلې لور هغه كيسه وكړه چې څرنګه يې هغه په خوله باندې وهلې وه او خوله يې ورباندې وينې كړې وه . همدارنګه د كابل په كليواله سيمه كې د غريبې كورنۍ د پاخه عمر يو سړې چې د اتو ماشومانو پلار دى د خپل هغه ځوان زوي كيسه كوي چې په خوله باندې وهلى ؤ او خوله يې د وينو څخه ډكه وه . همغه سړي وويل چې خپل ماشومان معمولاً په لښته وهي، وروسته بيا د همدې ګډې ناستې په مهال همغه سړي پدې ټينګار وكړ چې د ماشومانو د وهلو سره موافق ندى.

دا د دې ښكاره نمونې دي چې څرنګه د ماشومانو په وړاندې تاوتريخوالي ته مخه كېږي. خلكو په لويو ناستو كې دا ومنله چې د خپلو ماشومانو په وړاندې ډېر توند دي، مګر په عين وخت كې تاوتريخوالى د منلو وړ نه بولي. دا ډول اختلاف چې د خلكو د نظر او عمل په مينځ كې موجود دى يعني په عمل كې يو څه كوي مګر په فكر كې بل څه، په شپږم فصل كې په ډاګه شوىدى. »

په کتاب کې چې نور سرلیکونه او د سرلیکونو محتویات ولوستل شي، لوستونکی پوهیـږي چې خلک تاوتریخوالی د یوه واقعیت په ډول داسې مني چې باید تاوتریخوالی ترسره شي. دغو سرلیکونو ته پام وکړئ:

ــ  د هلكانو او نجونو د بدني سزاګانو توپير،

ــ  په كورنۍ كې څوك د ماشومان د وهلو حق لرى؟

ــ  بدني سزا د وروستۍ وسيلې په توګه،

ــ  بدني سزا د يو ډول ښه تأديب په توګه،

ــ  د ماشومانو په وړاندېهرډول تاوتريخوالى د نه منلو وړ،

ــ  د ماشومانو پر وړاندېد تاوتريخوالي دلايل،

ــ  د نورو خلكو قار او غوسه پر ماشومانو ويستل،

ــ  او…

البته په کتاب کې د دې نظریاتو تر څنگ د اروپايي نظریاتو په څیر هم نظریات وړاندې شوي دي او د کتاب په ورستیو برخو کې د یوې ښې پایلې په توگه داسې ښودل شوې ده چې د خلکو نظریات دا ښيي چې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي مسآله په مثبت لوري روانه ده او د خلکو په نظریاتو کې بدلون راغلی دی. دا یې یوه بیلگه ده:

د کتاب د پايلو او وړانديزونو په برخه کې، له ماشوم سره د کيدونکي تاوتریخوالي دلایل داسې په نښه شوي دي:«

پنځه اساسى دلايل چې د ماشومانو پر وړاندىد تاوتريخوالى سبب ګرځې:

  •  لمړى، ځينې خلك جسمي سزاګانې د ماشومانو د ښې روزنې لپاره يوه ښه لاره ګڼي.

  • دوهم، بل هغه خلك چې داسې سزاوې د ماشومانو د ډېر بد سلوك په حالت كې د هغوى لپاره سزا يې ګڼي چې دا ورستى لاره ده، خو دا پداسې حال كې وي چې داسې ميندى او پلرونه د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره د دسپلين د نورو لارو چارو څخه بيخبره وي.

  • دريم، د ميندو او پلرونو هغه تشويش چې د خپلو ماشومانو د راتلونكې په باب او دا چې دوى به په راتلونكى كې د ټولنې سالم غړي نه شي، او د دسپلين د نورو لارو چارو څخه د بيخبرى په صورت كې هغوى ته د جسمي سزاګانو د وركولو باعث ګرځي، پداسې حال كي چې دوى پدې پو هيږي چې ددوى وهل ټكول ښه كار ندى او يوه موثره طريقه نده.

  • څلورم، كله نا كله ذهني فشار او خواشينيتوب ميندي او پلرونه پر ماشومانو باندي تاوتريخوالى ته اړ باسي. په كورنيو كې د لويانو تر منځ د ترخو اړيكو موجوديت او اقتصادي ضعف د ذهني فشار او خواشيني احتمالي عوامل ګڼل كېږي.

  • پنځم: د ماشومانو په وړاندې تاوتريخوالى په ټولنه كى په پراخه پيمانه رواج لري او خلكو ته د يو عام كار په شان ښكاري، او پدې اړه د ټولنې په عام ډول د منفى قضاوت تغيرول آسانه كار ندى.»

ریښتیا هم له ماشوم سره د تاوتریخوالي د تر سره کیدو عمده دلایل همدا دي، خو د مخنیوي لارې یې باید وښودل شي او دې ستونزو ته حللارې هم پیدا کړل شي. د دې کتاب په پای کې د «د پاليسۍ او پروګرامونو لپاره وړانديزونه» تر سر لیک لاندې، د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالى د مخنيوي لپاره یو شمیر وړاندیزونه شوي دي، هغه دا دي:«

د پاليسۍ او پروګرامونو لپاره وړانديزونه:

  • هر هغه پروګرام چې د ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالى د مخنيوي لپاره كار كوى بايد له دى خبرى اګاه وي چې په ټولنه كې د ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالى د منفي نتايجو يو عمومى درك موجود دى او خلك په دې پوهيږى چې تاوتريخوالى د ماشومانو د روزنى او هڅولو لپاره ښه لاره نده . ځكه خو د عام پوهاوي پروګرامونه بايد خلك د ماشومانو د روزلو په نورو مهارتونو او لارو چارو باندې سمبال كړى.

  • د روزنې نور مهارتونه او لارې چارې بايد د هغو موسساتو له خوا د مختلفو ټولنو په مرسته طرح شي چې په دې اړه كار كوي تر څو ډاډه شى چې دغه لارى د افغانستان د بيلابيلو چاپيريالو سره مناسبې دى، او د افغانستان ډيرو راز راز كورنيو او ټولنو لخوا به اختيار شى. او ځكه بايد ډاډه شى چې له تاوتريخوالى څخه پرته د ماشومانو د روزلو دغه لارې د افغانستان په چاپيريال كې د پلى كيدو وړ دى.

  • د روزنې نور مهارتونه او لارې چارې بايد په ټولنه كې په مستقيمه توګه تدريس او پرى بحث وشي . دا كار د رسوخ د خاوندانو لكه سپينږيرو ( نارينه او ښځو)، ملا امامانو، نرسانو او ښونكو له خوا په ټولنه كې په ښه توګه تر سره كېداي شي.

  • څېړنې داسى خلك هم په ټولنو كې په ګوته كړل چې د ماشومانو په وړاندېد تاوتريخوالي كاملآ مخالف و. د داسې خلكو څخه په ټولنه كې د عام پوهاوي په تبليغ او روزنيزو كارونو كې د موثرو پروګرامونو په لاره اچولو سره د تاو تريخوالي د مخنيوي لپاره ښه ګټه اخيستل كېداي شي.

  • دا پروګرامونه بايد د ټولنې د هڅولو لپاره په كار واچـول شـي تـر څو پورې د هغه كسانو سره چې د ماشومانو سره تاو تـريـخـوالـى كوى مرسته وكړي چې د هغوى په وړانـدې تـاوتـريـخـوالـى بـس كړي.
  • دا پروګرام او كمپاين بايد د ټولنې د هڅولو لپاره پكار واچول شي تر څو خلك په دې باندې قانع شي چې د ماشومانو په وړاندې تاوتريخوالي په ټولنو كې د منلو وړ كار ندى . (حتى د فكري فشار او خواشينيتوب په حال كې هم د ماشومانو په وړاندې تاوتريخوالي په ټولنو كې د يو نورمال او قبول شوي سلوك په حيث نه پيژندل كېږي.)
  • د فكري فشار او خواشينيتوب د اداره كولو مهارتونو ته وده وركول او په كورنيو باندې د هغو د تاثيراتو په اړه پوهاوى به هم د ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي كې  مرسته وكړي»

زه دا پاسني وړاندیزونه د لیکوالې د لیدنو او تجاربو پایله گڼم چې ټول پر ځای هم دي؛ خو دا باید هیره نه شي چې څرنگه چې زموږ په ټولنه کې د تاوتریخوالي ډولونه ډیر دي، همداسې یې د مخنیوي له پاره د وړاندیزونو لست اوږد او لارې چارې یې هم باید ډیرې وي، د قانون د یوې برخې په توگه ومنل شي او دا قانون د یوه قوي حکومت له لوري په جدي ډول تطبیق کړای شي او سر غړونکو ته یې داسې سزا ورکړل شي لکه په قزافستان کې چې پر کوچنیانو باندې د جنسي تیري مرتکبینو ته ورکول کیږي، یعنې د تل لپاره، له نارینتوب څخه محرومول.

په افغانستان کې د دې او دې ته ورته څیړنو، ارزونو او وړاندیزونو پایلې، د فانون د نشتوالي او تنظیمي ټوپکي انارشۍ د موجویت په پار؛ ناکامې او بې نتیجې دي او تر څو چې همدا ټوپک او ټوپکوال حاکم وي او د «جهاد؟ او مقاومت؟» تومار په چلش کې وي، همدا حال به راون وي. په داسې حالت کې د متخصصینو رالیږل، څیړنې کول او د علمي معیارونو له مخې وړاندیـزونه کول، هسې په هوا کې د تورې ښورول دي او حللاره یې دا ده چې لومړی د ټوپکي له لاسه ټوپک واخستل شي، نوی مدرن قوانین حاکم کړای شي او د دې قوانینو په چوکاټ کې د نوي نسل په روزلو باندې په نوې بڼه پیل وشي؛ بیا به نه تاوتریخوالی وي او نه به …

په افغانستان کې له ټولو خلکو، په تیره له ماشومانو سره د روان تاوتریخوالي په اړوند د یو شاعر دوست دا بیت را په زړه شو:

زما د ژوند پر سیمه مالي څه کرې گلونه

پـر دې شگلنه دښته بهارونه ستړي شوي

دا خبرې د نا امیدۍ په پار نه کوم، بلکې په دې خاطر یې وایم او لیکم چې: تر څو زموږ په ټولنه کې د ټوپک او ټوپکوال امر او قانون وي او د دوی افکار د خلکو پر دهنیتونو باندې حاکم وي؛ له گردو خلکو، ټولنې او په تیره له ماشومانو او کوچنیانو سره به د تاوتریخوالي دا لړۍ روانه وي او لکه سیوري په هر لوري به یې تعقیبوي.

Loading...