زوړ او نوی سطل

  • Written by:

ژباړه: عڅ

په هندي افسانو کې راغلي چې یوه سړي به هره ورځ دوه سطله اوبه د یوه لرګي په یو او بل سر تړل او پر اوږه به یې کور ته وړل.

یو سطل زوړ او سوری و. تر کوره به د دې سطل نیمايي اوبه په لاره تویېدې.

سړي دوه کاله پر له پسې دا کار وکړ. نوی سطل مغروره و چې خپل کار سم کوي او ټولې اوبه تر ځایه رسوي خو زوړ سطل ته ځان ملامت ښکارېده ځکه چې نیمايي کار یې نه شوای کولی.

که څه هم پوهېده چې درزونه پکې د ډېر استعمال له کبله پیدا شوي. خو له دې سره سره یې طاقت ونه شو؛ یوه ورځ یې خپل خاوند ته وویل: بخښنه غواړم، په دې موده کې چې تا راڅخه کار اخیستی، نیمايي کار مې درته نه دی کړی. ستا کور ته مې نیمايي اوبه نه دي وړي.

د سطلونو خاوند وخندل، ویې ویل: کله چې په لاره ځو، لارې ته په ځیر وګوره.

د ستنېدو په وخت سطل لارې ته پام شو چې یوه خوا تکه شنه ده، ګلان او بوټي پکې شنه شوي دي.

خاوند ورته وویل: وینې چې طبیعت په هغه خوا کې څومره ښکلی شین دی چې ته هغې خوا ته وې. زه پوهېدم چې په تا کې درزونه شته خو ما قصداً ته هغې خوا ته نیولې چې دا بوټي پرې شنه کړم.

د سړک دې خوا ته مې د ګلانو او سبزیو زړي وشیندل او تا هم هره ورځ اوبه ورکړې. ستا په اوبو لوی شوي ګلان، کرم او کاهو مې کور ته وړي او ماشومان مې پرې خوشاله کړي دي. که په تا کې سوري نه وای دا کار به نه و شوی.

Loading...