انځورګران | رابرت فیشر

  • Written by:

ژباړن: عڅ

Stories for Thinking

ډېر کلونه پخوا به په یونان کې د ښه انځورګر د پېژندلو لپاره مسابقه کېده.

یونانیانو له ښکلا سره ډېره مینه لرله او هڅه یې کوله چې په هر شي کې تر ټولو ښکلی ومومي. دوی د المپیک مسابقې پیل کړې چې د هرې لوبې تکړه لوبغاړی معلوم کړي. دوی به د شعر، موسیقۍ، مجسمه سازۍ او انځورګرۍ مسابقې هم جوړولې. دا کیسه د یوې مسابقې ده.

هیچا نه شوای ویلی چې په دې دواړو انځورګرانو کې کوم یو غوره دی. ځینو یو ښه باله او ځینو بل.

بالاخره دوی له یوه بوډا څخه، چې په خپل وخت کې تر ټولو ښه انځورګر ګڼل کېده، وغوښتل چې ورسره مرسته وکړي.

بوډا انځورګرانو ته یوه دنده وسپارله؛ هر یوه ۳ میاشتې وخت درلود چې تر خپله وسه د حقیقي ژوند تصویر وباسي او بیا یې ده ته ورښکاره کړي چې د هغوی د رسمونو په اړه قضاوت وکړي.

دواړه انځورګران لاړل او ۳ میاشتې وروسته راغلل. ګڼ خلک د مسابقې په ځای کې راټول شوي وو چې وګوري څوک جایزه ګټي.

بوډا د انځورګرانو رسمونو ته، چې پردې پرې غوړېدلې وې، مخامخ ودرېد. لومړني انځورګر ته یې وویل چې رامخکې شي او له خپل انځوره پرده لېرې کړي. دې انځور نندارچیان سخت حیران کړل ځکه چې له رښتیانیو انګورو سره یې هیڅ توپیر نه کېده.

ده په یوه کاسه کې داسې انګور کښلي وو ته به وایې چې تازه له ونې راشکول شوي دي.

په دې منځ کې یو مرغه چې پاس تېرېده، ناببره راټیټ شو او انځور یې په مښوکه وواهه. نندارچیانو چکچکې وکړې ځکه چې د ده انځور دومره ښه و چې مرغه پرې غلط شو.

د دوهم انځورګر نوبت شو. بوډا ورته وویل، پرده لېرې کړي چې خلک د ده انځور وویني. ځوان انځورګر شونډې موسکې کړې او نور څه یې ونه ویل.

د مسابقې حکم (بوډا) ورته بیا وویل «ستا وار دی. انځور دې راښکاره کړه چې په اړه یې فیصله وکړم. خو انځورګر بیا هم ونه خوځېد. د ده مطلب څه و؟

بوډا بې صبره شو، په خپله مخکې ورغی چې له انځوره پرده پورته کړي. پردې ته یې لاس وراوږد کړ خو ونه ښورېده؛ لکه چې پرده یې نه شوای لېرې کولی.

خلکو ته یې مخ واړاوه، ویې ویل«دلته پرده نشته. همدا پرده پخپله انځور دی. انځورګر داسې پرده کښلې لکه د رښتیا پرده!

نندارچیان حیران ول.

بوډا ته په څو شېبو کې ورپه یاد شول چې باید د مسابقې ګټونکی اعلان کړي. خو مشکل دلته و چې څوک باید غوره کړي؟

ده لومړني انځورګر ته مخ واړاوه، ورته ویې ویل: ستا انځور دومره ښه و چې مرغه دې تېر ایست.

بیا یې دوهم انځورګر ته وویل: خو ستا رسم لا ښه و ځکه چې د انسان سترګې یې غلطې کړې! نو تا وګټله.

نندارچیانو چکچکې کړې او انځورګر راوړاندې شو چې ګټونکی غوره شي.

Loading...