د مور جالبه کیسه | صفي الله بهار

  • Written by:

یوه مور د خپل ناروغه زوی د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې. ملائیکه راښکته شوه, مخ يې د مور خواته کړ او ورته يې وویل: ای موري ! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، هغه ﷻ پر تا رحمت کړی, چې ستا یوه هیله پوره کړم، ووایه له هغه نه څه غواړې؟ مور ملائیکې ته مخ کړ او ورته يې وویل: له الله ﷻ څخه غواړم, چې زما زوی ته شفا ورکړي.

ملائیکې وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟

مور ځواب ورکړ: نه! ملائیکې وویل: اوس دې زوې روغ شو، خو تا کولای شو, چې دخپلو ړندو سترګو د لید غوښتنه دې کړې وای. مور مسکۍ شوه او ورته يې وویل: ته یې نشې احساسولی! کلونه تیر شول, زوی ستر او بریالی انسان ورڅخه جوړ شو او مور به هم د زوی بریالیتوبونه په مینه ونمانځل.

زوی واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره يې ډیره مینه درلوده… یوه ورځ زوی مخ مورته ور واړولو او ورته يې وویل: مورې ! نشم کولی څنګه یې درته ووایم, خو اصلي ستونزه دا ده چې زما مېرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې. مور زوې ته مخ ور واړولو او ورته يې ویل: نه زویه, زه د پخو عمر خلکو ځای ته ځمه او له خپلو همزولو سره ژوند کوم او هوسا به یمه… مور له کور څخه بهر شوه, یواځې کیناستله او پر ژړا بوخته شوه. ملائیکه بیا راښکته شوه او مور ته وويل: ودې لیدل چي ستا زوی له تاسره څه وکړل؟ اوس پښیمانه شوې؟ غواړي ورته ښیرا وکړې؟

مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښیرا ورته کوم، ته څه پوهیږي؟ ملائیکي وویل: بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی او کولای شې هیله وکړې، اوس وایه پوهیږم چې له الله ﷻ څخه دخپلو سترګو لید غواړې، صحیح ده؟ مور په ډاډ سره وویل, نه! ملائیکې په ډیره حیرانتیا سره وویل, نو څه؟ مور ځواب ورکړ: له الله ﷻ څخه غواړم ننګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چې زما زوی بختور کړي, ځکه زه نوره هلته نه یمه چې له خپل زوی څخه څارنه وکړم.

د ملائيکي له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي دمور په سترګو کې ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ.

کله چې مور دملائیکې اوښکې ولیدلې, ورڅخه ويي پوښتل: ملائیکې هم ژړا کوي؟ ملائیکي وویل: هو! خو یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي. مور پوښتنه وکړه: الله ﷻ هم ژړا کوي؟ ملائیکې ځواب ورکړ: الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا دخپل خلقت, چې نوم يې مور ده ژاړي. يعنې چې مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي. هیڅوک او هیڅ شي نشي کولای, له مور سره پرتله کړو.

Loading...