Animal behaviour – د ژوي چلند

  • Written by:

زکریا رحیمي

هر هغه څه چې یو ژوی ترسره کوي د ژوي چلند ګڼل کیږي، په دې کې هر ډول خوځښت، غږ کول شامل دي کوم چې د ذهني بهیر پر بنسټ ترسره کیږي. د ژو چلند له ماقبل تاریخ څخه مطالعه شوی او تر اوسه مطالعه کیږي. پخوانیو انسانانو د ژو چلند ځکه مطالعه کوه ځکه چې د ژو له لارې یې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې د بېلګې په توګه د سپي چلند کوم چې ډېر زېات ټولنیز چلند لري او د بل ژوي په ښکار کې مرسته او د مالک ساتنه کوي، د رمو ساتنه کوي، همداسې د پیشو چلند کوم چې د کرنې او غلې ساتنه کوي. په عصري وخت کې د انګلستان د کوچنیو بډګر خرس (badgers) مطالعې د غواګانو د تبرکلوز یا نري رنځ د خبرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړه او همداسې د ګیدړو د ټولنیز چلند د ربیز ویروس (rabies) د چټکې خپرېدا په اړه مالوماتو ترلاسه کولو کې مرسته کړې, له دې پرته په ټوله نړۍ کې د شاتو د مچیو چلند د کرنې په ښه والي او ډېروالي کې مرسته کړې. همداسې د بیولوجي له مخې انسان یو تی لرونکی ژوی ده او ډېری انسانان د نورو انسانانو پر چلند د خپلو ګټو لپاره پوهېدل غواړي.

د ژو د چلند بنسټیز مفهوم او مخینه

د ژو د چلند ساینسي مطالعه د اروپا ځینې پوهانو د ۱۷ او ۱۹ پېړۍ تر منځ پېل کړه. په دې ډله کې تر ټولو نامتو کسان د انګلستان جان رې (John Ray)، د انګلستان چارلز داروین (Charles Darwin) او د فرانسې په طبیعي فلسفه باورمند چارلز لو روی (Charles LeRoy) وو (فرانسوی تلفظ یې شغل لو غوی ده). دې درېواړو کسانو د ژو پېچلتیا او په ظاهره خوځښتونه مطالعه کړي. دوي باور لره چې د ژو چلند مطالعه کول په طبیعي ترتیب کې د اوږدې مودې کتنې ته اړتیا لري. په لمړي ګام کې اروپایانو د ژو چلند د دې لپاره مطالعه کوه تر څو د خدای تعالی د خلاقیت توانایي پرې ثابته کړي خو کله چې چارلز داروین ۱۸۵۹ کې (On the Origin of Species) کتاب خپور کړ د اروپایانو نظر ته یې تغیر ورکړ. د حشرو په اړه مقاله کې داروین خپله اندېښنه ښودلې چې د چلند ځانګړنې لکه داناتومۍ ځانګړنې له طبیعي انتخاب څخه رامنځته کیږي.

کله چې انسانان په دې وپوهېدل چې د ژو چلند له خپل چاپېریال سره په توافق کې وي نور هم د مطالعې په لور وهڅېدل. د بېلګې په توګه د مرغانو هغه واړه بچیان چې رنګ یې داسې وي کوم چې بل ژوی په اسانۍ نشي لیدلای یا پیدا کولای او کله چې مور او پلار یې ښکار کوونکي ژوي د بچیانو له ځالې سره وګوري او په خپلو بچیانو غږ وکړي نو سم د لاسه یې بچیان چپتیا اختیار کوي. چارلز داروین په دې باور وو چې د ژوندیو ژو له خپل چاپېریال سره توافق نه ختمېدونکی بهیر ده. د ژوندیو د چلند په اړه د داروین څلور تشرېح لاندې وګورئ

۱- د یو ډول د غړو ترمنځ تنوع، حتی که ډېر نږدې تړاو هم سره ولري لکه د مور او پلار او بچیان یا هم خپلوان د پام وړ له یو بل سره توپیر لري. همداسې دانسانانو بېلګه چې د سترګو رنګ، وېښته او پوستکی یې یو بل سره توپیر لري، قد او وزن یې هم له یو بل سره توپیر لري.

۲ – د دې توپیرونو ډېره برخه د ارث وړ ده – بچیانو ته د توپیرونو انتقال او لامل یې د شریک جین لرل دي.

۳- په هر ډول کې د بچیانو د پایښت شمیر کې توپیر وي، ممکن کی د یو ډول ژوي ښځینه ۲۴ هګۍ وکړي او له ۲۴ بچیانو یې یوازې شپږ ژوندي پاتې شي همداسې د بل ډول ممکن ۱۸ هګۍ وکړي او یو بچی یې وپاییږي.

۴ – د مناسب طبیعي انتخاب له لارې د خپلې جین د کاپي انتقال تر څو یې نسل دایمي شي.

Loading...