Anteater – مېږی خور

  • Written by:
د ویرمیلینګوا فرعي ډله (suborder Vermilingua) ده، غاښونه نلري د حشراتو خوړونکي، تی لرونکي لرونکي دي، د ګرمو سیمو په هوارو دښتو او ځنګلونو کې پیدا کیږي. د مکسیکو له سوېل تر پراګوې او له دې سیمې تر شمالي ارجنټینا شته دي. اوږده لکۍ او اوږد اوربوز لري. اوږده لکه د چونجي په څېر ژبه لري، د خولې د لعاب مرغړي ېې هم غټ دي چې اوږده ژبه ېې تل لنده ساتي. د ژبې اوږدوالی ېې تر ۶۰ سانتي متره (۲۴ انچه) پورې رسیږي.
یوازې یا جوړه ژوند کوي، واړه بچیان ېې ډېر وخت له خپلې مور سره ګرځي، تل مېږیان خوري خو کله کله د اوبو سپی هم خوري. خپله اوږده ژبه د حشراتو ځالې ته ننباسي تر څو خپل ځان تغذیه کړي. مخکنۍ پښې د خپلې دفاع لپاره کاروي. کله چې دوه مخکنۍ پښې له ځمکې جګې کړي خپله لکۍ له دوه ورستیو پښو سره لکه پایه داسې کاروي تر څو شا خوا ته ونه غورزیږي.
 
خپل د بوي حس د مېږیو د پیدا کولو لپاره کاروي. کله چې قدم وهي خپل وزن پخپلو یوې بلې خوا چوي ځکه چې دروند ده او کله چې منډه وهي لکه داس په څېر په څلورو پښو منډه وهلای شي او ښه لامبو وهونکی هم ده. له جنسي نزدیکت وروسته په ۱۹۰ ورځو کې بچی زېږوي. د وړو بچیانو ظاهري شکل یې مور او پلار ته ورته وي. د درې اونیو له عمر نه تر یو کلنۍ پورې د مور په ملا باندې سپریږي. تر ۲۵ کالو پورې عمر کولای شي.
ډلبندي
غټ میږي خور او تامندوا د میرمیکوفاګیدای کورنۍ (family Myrmecophagidae) جوړوي دکورنۍ د نوم مانا یې په لاتیني ژبه کې (مېږی خوړل) ده. ورېښمین مېږی خور په خپله کورنۍ سیکلوپېدیدای (family Cyclopedidae) کې ډلبندي شوی. دواړه کورنۍ د مېږي خورو وېرمیلینګوا فرعي ډله (suborder Vermilingua) جوړوي.
وېرمیلینګوا په لاتیني کې د چونجي ژبې لرونکي ته وایي او د ټولو مېږي خورو ژبې نرۍ اوږدې چونجي ته ورته دي. ټول مېږي خواره او سلوت (sloth) د زېنارتران ( Xenarthra) په پیلوسا ډله (order Pilosa) کې ډلبندي شوي.
Loading...