زه ولې ملګری غواړم؟ | ذاکر یار 

  • Written by:

ښه دوست د یو انسان په ژوند کې کلیدي رول لوبوي، ښه ملګری د ژوند مالګه بلل کیږي چې زمونږ ژوند له خوښیو غني کوي. ښه ملګری هغه څوک دی چې په ښو کارونو کې ستاسو ملاتړ کوي او له بدو مو راګرځوي.

که چیرې غواړئ تاسو یو ښه لیکوال شئ نو ښه ملګری تاسو حمایه کوي. که چیرې غواړئ تاسو یو ښه شخصیت ولرئ ښه ملګری به حتماً تاسو حمایه کوي ترڅو دروند، سنګین او نېک شخصیت وه اوسئ.

هغه د ډیرو کوچنیو اشتباهاتو په تکرارولو سره ستاسو په اړه قضاوت نکوي. ښه ملګری همیشه ستاسو خوشحالي غواړی او تل تلاش کوی چې ستاسو ژوند له خوښیو ډک کړي. ښه ملګری تاسو په ژوند کې له هر قسم خطرونو، موانعو او بدبختیو څخه ژغوري. هغه ستاسو د وجود داخلي افکار منظموي ترڅو یو ښه مثبت فکر لرونکی شخص جوړ شې.

ښه ملګرې نسبت ظرفیت ته ستاسو په خاطر هر راز قرباني ته تیار وي که هغه هر وخت وي، هغه ستاسو لپاره ژوند کې وخت باسي ترڅو ستاسو څنګ کې د ژوند څو لحظې په خندا تیرې کړي. هغه هر وخت حاضر ده چې ستاسو مشکلات په ورین تندي واوري او د مشکلاتو لپاره یوه مناسبه حل لاره پیداکړي. ښ ملګری تاسو ته اطمینان درکوي چې هغه هر وخت ستاسو لپاره حاضر ده چې کله تاسو ضرورت ورته ولری.

زه ولې ښه ملګری غواړم؟

هو زه ښه ملګري ته ضرورت لرم ځکه چې په انفرادي ډول زه یو نامکمل شخص یم.

زه ښه ملګری غواړم چې کله زه ناخوښ یم او هغه مې د ژوند څو غمجنې لحظې په خوښیو تبدیلې کړي.
هو زه ښه ملګری غواړم چې زما لاس نیوی وکړي ترڅو زه خپلو اهدافو ته ورسیږم.

زه غواړم چې ملګری مې سمو لارو ته برابر کړي کله چې ما پل د ژوند په غلطو لارو ایښی وي.

زه ښه ملګری غواړم چې ماته دا احساس راکړي چې زه په ژوند کې داسې یو شخص لرم چې ورباندې حساب کوی شم.
زه ښه ملګری غواړم چې کله هم د یواځیتوب احساس ونکړم.

نوټ: اوسنیو حالاتو ته په کتو سره زمونږ په ټولنه کې بې اعتباري اوج ته رسیدلې، دلته ښه او بد، سپک او دروند ټول مونږ ته په یو انداز کې معلومیږي. که څه هم مونږ د ډیرو کړنو شاهدان یو چې ددوستی نه په غلطې استفادې سره تر سره شوي. نو ځکه مونږ ته هر شخص د انسان په شکل کې وحشي ښکاري. خو نه داسې هم نده، که له یو خوا مونږ دداسې بدو کړنو شاهدان یو بیا هم مونږ باید داسې فکر ولرو چې ټول دوستان بد ندي. مونږ نشو کولای چې ټول په یوه تله کې وتلو. دلته ښه خلک شته چې مونږ کولای شو هغه د ښو ملګرو په حیث خپل ژوند کې ومنو او د ژوند شیبې ورسره په خوشحالیو تیرې کړو.

نو تاسو ټول ښه ملګرتیا وکړئ ترڅو خپله هم ښه ملګري پیداکړئ.

یادونه: دا لیکنه په داسې حال کې کوم چې واقعاً د یواځیتوب احساسوم.

Loading...