د سفر ملگری

  • Written by:

لیکوال: هانس کریستین اندرسن    

ژباړن: آصف بهاند     

خوارکوټی یوهانس د خپل پلار د ناروغتیا له امله ډیر پریښانه و. د یوهانس پلار ناروغ، په بستر کې پروت و او ورځ تر بلې یې حال په خرابیدو و. د هغوی په وړه کوټه کې پرته له پلار او زوی نه، بل څوک نه و. نور نو نا وخته و، ماخوستن په تیریدو و، پر میز باندې ایښې ډیوه په غلې کیدو وه.

ناروغه پلار وویل:

«ته یو ډیر ښه او مهربانه زوی وې. زه له تا نه ډیر خوشاله یم، خدای دې له تا نه خوشاله اوسي او په ژوند کې دې مرسته درسره وکړي.»

پلار په جدي، خو مهربانه نظر ور وکتل، بیا یې ژوره ساه واخیسته او مړ شو او داسې پروت و، ته وا په خواږه خوب ویده دی.

یوهانس ژړل او پرته له ژړا نه په دې دنیا کې هيڅوک او هیڅ شی نه و ورته پاتې، نه مور، نه خور، نه ورور او نه هم پلار، خوارکوټی یوهانس!

هغه د مړه پلار د تخت خوا ته گونډه ووهله او د پلار لاس یې ښکل کړ، ډیر یې وژړل او ډیرې تړمې اوښکې یې تویې کړې. سر یې د پلار د تخت پر کلکه څنډه ایښی و، چې څنگه یې سترگې سره ورغلې، یو عجیب خوب یې ولید.

هغه په خوب کې ولیدل چې لمر او سپوږمۍ د درناوي په څیر سر ورته ټیټوي، بیا یې پلار ولید چې جوړ او خوشاله دی او لکه تیـر وختونه، په خوښۍ سره خاندي، په څنگ کې یې یوه جلۍ وه چې پر سر یې د اوږدو ویښتانو د پاسه زرین تاج ایښودل شوی و، مهربانه او اصیله ښکاریده.

پلار یې وویل:

«وگوره څه یوه ښکلې ناوې مې درته پیدا کړې ده، په ټوله نړۍ کې داسې ښکلې او مهربانه نجلي نه پیدا کیږي.»

ناڅاپه یوهانس له خوبه را ویښ شو، له راویښیدو سره سم، په خوب کې ورته راغلي هر څه ورک شول، په تخت کې د پلار کرخته او سوړ مړی او یوازې خوارکوټی یوهانس، نور هیڅ څوک هم ورسره نه و.

مړی باید خاورو ته سپارل شوی وای. یوهانس د تدفین په لټه شو او د تابوت او د تدفین د نورو اړتیا وړ شیانو د بیې پوښتنه یې وکړه. دی ډیر نا امیده شوی و، دومره نا امیده چې فکر یې کاوه چې زړه به یې وچوي. مذهبي سرود وویل شو، مړی خښ شو او یوهانس دومره وژړل چې ښه یې خپل زړه تش کړ.

لمر د ونو پر شنو پاڼو ځلیده او ځانگړې صافه هوا وه، داسې بریښیده چې لمر یوهانس ته وايي:

«ته باید نور خواشینی نه اوسې!

وگوره اسمان تک شین او ښکلی دی،

پلار دې هلته پاس دی او تا ته دعا کوي او له خدای نه غواړي چې ته په ژوند کې نیکمرغه اوسې او هر څه دې په خوښه وي.»

یوهانس له ځانسره وویل:

«زه به هرکله ښه اوسم او په پاکۍ او ښیگڼه به ژوند وکړم، څو لکه خپل پلار جنت ته لاړ شم، هلته به بیا یو بل سره وگورو، بیا به زه د ویلو له پاره ډیر څه ولرم او هغه به هم ما ته ډیر شیان راوښیي او د جنت د پرتم او عظمت په باب به خبرې وکړي.

هماغسې یې چې په خپل ژوند کې ډیر څه رازده کړل، په جنت کې به هم ډیر څه رازده کړي،

اوه، بیا به څه ښه خوشالتیا او نیکمرغي وي!»

د دې فکرونو په لړ کې، په داسې حال کې چې د یوهانس پر مخ تړمې اوښکې را روانې وې، نا څاپه موسکی شو، وې لیدل چې پاس په ونه کې یوه مرغۍ خوږې غاړې کوي، د مرغۍ غږ ډیر ښه لگیده. یوهانس فکر وکړ چې ښايی مرغۍ به هم پوهیږي چې دې مړه شوي سړي په دنیا کې ډیر ښه عملونه کړي چې اوس پاس اسمان ته تللی او هلته نیکمرغه دی.

یوهانس ولیدل چې مرغان له شنو ونو نه والوتل او د ده هم زړه وشو چې له هغوی سره والوزي، خو بیا فکر ورته پیدا شو چې له هر څه نه مخکې باید د پلار د قبر پر سر له لرگو نه یوه جوړه نښه (صلیب) کیږدي.

د همدې کار د تر سره کولو په موخه له هدیرې نه ووت، خو کله چې ماښام مهال بیرته راستون شو، وې لیدل چې پر قبر باندې گلان ایښودل شوي او ټول قبر په گلانو پوښل شوی دی. دا گلان هغو خلکو راوړي وو چې د یوهانس پلار ورباندې گران و، هغه پلار چې نور په دې دنیا کې نه و.

سبا سهار وختي یوهانس خپل پنډکی وتاړه او او خپل ټول شته یې چې پنځوس روپۍ (د هغه وخت پیسې)  او د سپینو زرو دوې سکې وې، له ځانسره واخیستې او وخوځید چې تر نړۍ گرد چاپیره د راتاویدو سفر پیل کړي.

لومړی د پلار هدیرې ته لاړ چې له پلار سره وروستۍ مخه ښه وکړي. په هدیره کې یې پلار ته د دعا په ترڅ کې وویل:

«خدای په امان گرانه پلاره!

زه به تل هڅه وکړم چې یو ښه سړی اوسم،

ته هم په زړورتیا سره لوی خدای ته دعا وکړه چې زه هم ښه او پر سمه لار روان شم.»

یوهانس وخوځید، په کومه شنه کرونده کې چې روان و، هلته لمر روښانه او تود ځلیده، ورسره پوست باد هم چلیده، گلانو سرونه جگ نیولي وو او ښوریدل او داسې بریښیدل چې یوهانس ته وايي:

«دې شنیلیو ته ښه راغلاست!

آیا دا ځای ډیر ښکلی او په زړه پورې نه دی؟»

خو یوهانس مخ را واړاوه څو یو ځل بیا زړې کلیسا ته وگوري، هغه ځای ته چې په ماشوموالي کې ده باندې د تمعید لمبل تر سره شوي وو او ده به هره یکشنبه هلته له پلار سره یو ځای مذهبي سندره ویله او دعا به یې کوله.

ناڅاپه یې د کلیسا په برج کې پرانستې کړکۍ باندې سترگې ولگیدې. د کلیسا زنگ وهونکی هلته داسې ولاړ چې، د تیرې څوکې لرونکې سره خولۍ یې پر سر ایښې وه او خپل ښي لاس یې، پر مخ باندې، لکه د سترگو سایوان داسې نیولی و. یوهانس د مخه ښې په دود لاس ورته وښوراوه، زنگ وهونکی هم لکه خطرناکو خلکو غوندې راتاو شو او خپله سره خولۍ یې د درناوي او بریا په دود له سر نه لږ جګه کړه، یو لاس یې پر زړه ایښی و او د بل لاس گوتې یې پر له پسې په دې خاطر ښکلولې چې هغه ته وښيي چې دی هیله لري چې یوهانس یوه ښه او بریالی سفر ولري.

یوهانس چُرت واهه چې په دې لویې او پرتمینې نړۍ کې به څومره ښکلي او په زړه پورې شیان وگوري. په همدې سوچونو کې روان و او د ښار شا و خوا ته یې کتل. دی روان و، دومره ولاړ چې له خپل ښار نه ښه لرې شو.

یوهانس هیڅکله له کور نه دومره لرې نه و تللی. هر څه یې چې په لاره کې لیدل، ورته نوي وو. هغه د خوب کولو له پاره کوم کټ نه درلود، دی اړ و چې لومړۍ شپه پر وچو وښو تیره کړي.

ده له ځان سره وویل:

«ډیره ښه ده، ښایي بادشاه هم داسې ارامه بستره ونلري.

یوه لویه او سوروره کرونده،

د مځکې فرش یې شین چمن او شا و خوا ته یې سپین او سره واړه گلان،

له بوټو او گلانو نه جوړ دیوالونه،

په هر لوري د گلو دستې،

د اوبو شرشرې او تازه اوبه،

له هر لوري نه په درناوي سره ویل کیدل: ماخوستن او سهار مو دواړه په خیر،

سپوږمۍ پاس په شنه چت کې د شپې د یو ریښتینې څراغ په څیر ځلیده،

یوه وړه رڼه چینه،

د وښو لوی او واړه درمندونه،

له ستورو ډک آسمان؛

دا ټول شیان څومره ښکلي او پرتمین دي.»

یوهانس په داسې یوه فضا کې تر سهاره پورې ښکلی او ارامه خوب وکړ. سهار مهال، لمر خاته کې په داسې حالت کې راویښ شو چې د ده چار چاپیره وړو مرغانو ښکلې د:

«سهار په خیر، سهار په خیر، ته لا نه یې ویښ؟»

سندرې غږولې.

دا د یکشنبې ورځ وه او د کلیسا زنگ کړنگیده، خلک د کلیسا په لوري روان وو چې د کشیش خبرو ته غوږ ونیسي او یوهانس هم ور پسې شو چې د خدای نوم او مذهبي سندره (نعت) واوري. دا مراسم داسې وو لکه د دوی د خپلې کلیسا، چیرې چې دی لمبول شوی و او همدا مذهبي مراسم یې له خپل مور پلار سره تر سره کړي وو.
د کلیسا په انگړ کې ډیر قبرونه وو، پر ځینو قبرونو باندې واښه راشنه شوي وو او قبرونه یې پوښلي وو، د دې په لیدلو سره د خپل پلار قبر ور په یاد شو او په زړه کې ور تیر شول چې د پلار قبر به یې هم یوه ورځ همداسې شي، لکه دا قبرونه، ځکه دی هلته نه شته چې د هرزه واښه ورنه لرې کړي او د قبر شا و خوا پاکه کړي.

همالته د قبرونو خوا ته کیناست او د هرزه وښو په شکولو یې پیل وکړ، د قبرونو لرگین صلیبونه چې پر مځکه لویدلي وو، بیرته جگ کړل او په خپلو ځایونو یې ودرول او د گلانو گیډۍ چې باد غورځولې وې، بیرته یې په خپلو ځایونو کیښودې، بیا یې په زړه کې ورتیر شول:

«د پلار د قبر له پاره مې هغه څه چې زه نه شم کولای، ښايي کوم بل څوک یې وکړي!»

له کلیسا د باندې یو بوډا سوالگر د پاړو په مرسته ولاړ و، یوهانس خپلې ټولې د سپینو زرو سکې چې ورسره وې، هغه ته ورکړې او په خوشالتیا او رضایت سره یې خپله لاره ونیوله.

لمر پریواته مهال هوا سخته خرابه او توفاني شوه، یوهانس بیـړه کوله چې ځان کومې سرپناه ته ورسوي، ځکه چې د شپې تیاره په غوړیدو وه. په پای کې یوې وړې کلیسا ته ورسید چې په یوه لوړ ځای کې پرته وه.

دروازه یې کیښکوده او د ننه یې ور وکتل چې دی باید د خرابي هوا په سبب دلته پاتې شي.

یوهانس وویل:

«زه باید دلته په یوه څنډه کې کینم، زه ډیر ستړی یم، زه اړتیا لرم چې لږ دمه وکړم. کیناست، لاسونه یې زوړند ونیول او ماخوستنۍ دعا یې وکړه، په چُرتونو کې ویده شو، خو د باندې تالنده او بریښنا روانه وه.

نیمه شپه وه چې راویښ شو. له کړکۍ نه پر ده باندې د سپوږمۍ رڼا راځلیدله، د کلیسا په منځ کې د یو نارینه مړی په تابوت کې ایښی و، د دې له پاره چې سبا ته یې خاورو ته وسپاري. یوهانس نه ډاریده، په دې چې ده پاک زړه او ارامه وجدان درلود او په دې خبره ښه پوهیده چې له مړو نه څوک باید ونه ډار شي، له ژوندیو نه ځکه وډار شي چې ځینې یې بد او خطرناکه دي. د تصادف له مخې د تابوت تر څنگه دوه همداسې بد خلک ولاړ وو. هغـوی غوښتل چې تابوت د کلیسا له دروازې نه د باندې وغورځوي، یوهانس له هغوی نه پوښتنه وکړه:

«دا کار ولې کوئ، هغه بیچاره آرامه پریږدئ!»

هغو دوو بدو خلکو وویل:

«ته خوشې خبرې مه کوه! هغه موږ غولولي یو، دی زموږ پوروړی و، وې نه شول کړای چې زموږ پور راکړي، اوس هم پرته له دې چې خپل پور ادا کړي، له دې نړۍ څخه ولاړ، اوس موږ نه شو کولای څه شی ورنه بود کړو، موږ هم د غچ اخستو له پاره د ده مړی له کلیسا نه دباندې غورځوو.»

یوهانس هغوی ته وویل:

«زه له پنځوس روپیو (د هغه وخت پیسې) نه زیات څه نه لرم، هغه هم په میراث کې راته پاتې دي. که تاسو دا سړی په خپل حال پریږدئ او له ما سره وعده وکړئ چې دې بیچاره ته څه نه وايئ، زه به دا پنځوس روپۍ تاسو ته درکړم. ما ته خدای روغ اندام راکړی، زه بې پیسو هم گوزاره کولای شم، خدای مهربانه دی، له ما سره هرکله مرسته کوي.»

هغو دوو بدو خلکو وویل:

«سمه ده! ته چې د دې پور ادا کوې، ته ډاډه اوسه چې موږ هم نور څه نه ورته وایو.»

بدو خلکو له یوهانس نه پیسې واخیستې، د ده پر دې کار یې په لوړ غږ سره خندل او په خپله مخه ولاړل.

یوهانس مړی بیرته په تابوت کې کېـښود، لاسونه یې پر سینه ورته برابر کړل او ورته وې ویل: خدای په امان، له خپل کار نه یې په رضایت سره په گڼ ځنگله کې، خپله مخه ونیوله.

د ځنگله د ونو له منځ نه د سپوږمۍ رنا ځلیدله او ځنگل یې یو څه روښانه کړی و. په ځنگله کې هم خزندې او نور واړه الوتونکي وو، هغوی یوهانس ته ځانونه ښودل په دې چې یوهانس بیگناه و او ښه سړی و، دا یوازې زشت او بد خلک دي چې دغه د ځنگله د منځ خزندې، نور واړه الوتونکي او عجیب مخلوقات نه شي لیدلای. د ځنگله دا مخلوقات ډیر واړه و او ځینې یې دومره وو لکه د یوې گوتې په اندازه، زرین اوږده ویښتان یې درلودل او د سرو زرو شیان په کې ټومبلي وو، د پرخو په څاڅکو کې به سره تاو شول. د زمرین څاڅکي پر پاڼو او جلګو باندې پراته وو او کله، کله به له پاڼو او لوړو ځایونو نه پر اوږدو جلگو باندې ورڅڅیدل او عجیبه خندونکې منظره یې جوړه کړې وه. هغوی به سندرې ویلې او یوهانس دا سندرې ځکه پیژندلې چې په ماشومتوب کې یې زده کړې وې.
جولا د سپینو زرو تاج پر سر له خپل بوټې تر بل بوتې پورې خیز اچاوه، تارونه به یې زغلول او زوړند پُل به یې ورنه جوړاوه او د ماڼیو په څیر ځالې به یې اوبدلې. کله به چې پر دې تارونو زمرین ولوید، او بیا به چې د سپوږمۍ وړانگې ورباندې ولویدې، داسې بریښیدل لکه ځلیدونکې شیشې.

دا کیسه تر لمر خاته پورې روانه وه، کله چې لمر راوخوت، خزندې او نور واړه الوتونکي د گلانو په غوټیو کې ننوتلې او باد هم د جولا جوړ کړي پلونه او له تارونو جوړې کړې ماڼۍ سره گډوډ کړل.

یوهانس له ځنگله څخه نور راوتلی و چې ناڅاپه یې د شا له خوا د یو نارینه غږ واورید. نا اشنا سړي ویل:

«انډیواله په کومې خوا روان یې؟»

یوهانس په ځواب کې ورته وویل:

«غواړم له نړۍ نه گرد چاپیره راوگرزم.»

نا اشنا سړي وویل:

«زه هم غواړم دغسې یو سفر وکړم، څنگه به وي چې گډ سره ولاړ شو!»

یوهانس وویل:
«هوکې، دا ښه خبره ده.»

په دې ډول دوی خپل سفر پیل کړ. په لږ وخت کې سره صمیمي او ملگري شول. دوی دواړه ښه خلک وو او یوهانس ډیر ژر پوه شو چې ملگری یې تر ده ډیر هوښیار دی. هغه تقریباً نیمه نړۍ لیدلې وه، په دې خاطر د نړۍ په باب، په ډیرو شیانو پوهیده او کولای یې شول د هغو په هکله وغږیـږي.

لمر خاته مهال تر یوې لویې ونې لاندې کیناستل چې دلداغی (سهارنۍ) وکړي. په همدې وخت کې یوه زړه ښځه راغله چې شا یې کړوپه شوې وه او د لکړې په مرسته روانه وه. یو څه خس یې چې په ځنگله کې ټول کړي او په شا کړي وو. د بوډۍ په لمن کې څو شنیلي او د ولې څو اوږدې لښتې له درې درملو ته ورته شنو څانگو سره ایښې وې. دوی ته چې نږدې شوه، ناڅاپه د یې پښه ونښته او ولویده، چیغې یې پورته شوې، د خوارکوټې پښه ماته شوې وه.

یوهانس غوښتل چې بوډۍ  ډیر ژر د هغې کور ته ورسوي، خو ملگري یې وروسته له ښه دقت نه وویل:
«بیړه مه کوه!»

د سفر ملگري یې په خپله توبره کې یو مرهم درلود، هغه یې راویسته او وې ویل:

«اوس به یې زه پښه په دې مرهم غوړه کړم او داسې به ښه شي، لکه هیڅ چې پښه ماته  شوې نه وي، داسې چې بیا په خپله کولای شي کور ته ولاړه شي، خو دا به هم په مقابل کې ما ته هغه درې دارو ته ورته شنې څانگې ما ته راکوي چې په لمن کې یې ټومبلي دي.»

زړې ښځې وویل:

«سمه ده!»

او هغه درې دارو ته ورته څانگې یې ورکړې. هغه سړي هم د بوډۍ پر پښه مرهم وسولاوه. زړه ښځه داسې روانه شوه چې له پخوا نه یې پښه لا ښه احساسوله. خو دا مرهم په درملتونه کې نه شو تر لاسه کیدای.

یوهانس خپل ملگری وپوښته:

«ته اوس په دې څانگو څه کوې؟»

ملگري یې وویل:

«دا درې ښایسته شنې دارو ته ورته څانگې دي، یوه ورځ به مو په کار شي، زه هم یو عجیب سړی یم!»

بیا دوی مخ پر وړاندې ولاړل. یوهانس مخامخ کتل او وې ویل:

«هوا مخ په خرابیدو ده، وگوره څه توره پنډه وریځ را روانه ده، کیدای شي دروند باران ووریږي.»

د سفر ملگري یې وویل:

نه، هغه اوره نه دي او خوځیږي هم نه، هغه غرونه دي، هغه ستر او پرتمین غرونه دي، کله چې سرته ور وخیژې، څوکو ته یې ورشې؛ داسې انگیرې چې اورو ته ورختلی یې. آیا باور کولای شې! سبا به له هغه ځای نه ټوله نړۍ وگورو.»

خو هغه غرونه لکه څنگه چې ښکاریدل، هغومره نږدې هم نه وو. یوه بله ورځ یې هم مزل وکړ، څو د غره لمنې ته ورورسیدل. هلته ونو سرونه هسک کړي وو، شا و خوا غټې تیږې لیدل کیدې، لکه یو ښار چې پروت وي. دا ډیر ستونزمن کار و چې سړی دې پاس لوړې څوکې ته ور وخیژي. دوی اړ وو چې د سبا ورځې مزله له پاره د چمتو کیدو په خاطر لږ دمه شي، د همدې له پاره هلته یوه میلمستون ته ورغلل.

په میلمستون کې خلک ډیر وو، هلته راټول شوي وو او  د هغه سړي په لیدلو بوخت وو چې د تارونو په وسیله یې د نانځکو د گډا ننداره وړاندې کوله. هغه د خپلې نندارې خونه نوې پرانستې وه او خلک هم د نندارې له پاره ورته راټول وو.

په لومړي کتار کې یو پنډ ځواکمن قصاب ناست او غټ قوي سپي یې هم ترڅنگه پروت و، سپی داسې و لکه چا ته چې خوله وراچوي، خو څه یې نه ویل او د نندارې په لیدلو بوخت و.

ډیر ژر کمیدي ننداره پیل شوه، ننداره په زړه پورې وه. بادشاه او ملکه پر ښکلي تخت باندې ناست وو، زرین تاجونه یې پر سرونو ایښودل شوي وو، قیمتي جامو یې اوږدې لمنې درلودې. د دروازو په څنډو کې لرگینې غټې ښایسته نانځکې درول شوې وې چې شیشه اي سترگې او غټ، غټ بریتونه یې درلودل او کړکۍ به یې د تازه هوا د راتلو په پار تړلې او خلاصولې.

ننداره داسې له خوښیو ډکه او خوندوره وه، چې هیڅ ستړې کونکې صحنه یې نه درلوده. کله چې ملکه جگه شوه او غوښتل یې د سالون غولي ته ولاړه شي، خدای پوهیږي چې سپی په کوم چورت کې و، خو ناڅاپه یې خیز کړل او د ملکې نرۍ ملا یې په غاښ کړه او داسې یې کېښکوده چې د ماتیدو تقهاری یې واوریدل شو. قصاب نه شوای کولای چې خپل سپی راونیسي. دا  داسې ډارونکې صحنه وه چې د ټولو حالت یې ور بدل او خراب کړ.

د نندارې وړاندې کونکی د دې صحنې په لیدلو سره ډیر خوابدی او ناآرامه شو، ځکه چې د ده تر ټولو ښکلې او تر ټولو ظریفه نانځکه وحشي سپی ورته ماته کړې وه. ننداره بنده شوه او خلک ولاړل.

د یوهانس ملگری د نندارې وړاندې کونکي ته ورنږدې شو او ورته وې ویل چې دی کولای شي هغه نانځکه بیرته ورغوي او بیا یې له ځان سره لرلی ملهم د نانځکې پر ماتو شویو ځایونو وسولاوه او نانځکه له لومړني حالت نه هم لا ښه او روغه شوه، ان تر دې چې پرته له هغه چې څوک یې تارونه ښکته پورته کړي، هغې کولای شول وخوځیږي او خپل لاس پښې وښوروی.

نانځکه اوس د یو ژوندي انسان په څیر وه او کولای یې شوای د خپل بدن غړي خپله وخوځوي، یوازې یې خبرې نه شوای کولای. د نندارې وړاندې کونکی ډیر خوشاله شو چې نانځکه یې کولای شي خپله وگډیـږي او ځان پورته، پورته واچوي، خو نورو نانځکو یې دا کار نه شو تر سره کولای.

نیمه شپه وه، ټول ویده وو، چې نا څاپه د آه او زگیرویو عجیب غږ جگ شو او دومره سره وغځید چې ټول یې له خوبه راویښ کړل. ننداره وړاندې کونکی هم راویښ شو. هغه داسې گڼله چې غږ د نانځکو له صندوق نه راوزي، ځکه د نانځکو د صندوق خواته ورغی. د صندوق سر یې چې جگ کړ، وې لیدل چې همدا نانځکې دي چې په بد حالت سره زگیروي کوي او آه باسي. دا ځکه چې هغوی هم غوښتل د ملکې په څیر شي او د خپل بدن غړي خپله وخوځولی شي.

ملکه نانځکه په گونډو شوه او خپل ښکلی تاج یې د یوهانس او د هغه د ملگري خوا ته داسې ونیو لکه په زاریو سره چې وايي:
«دا تاج در واخلئ او په بدل کې یې زما د میړه او زما د درباریانو په لاس او پښو هم مرهم وسولوئ!»   

ننداره وړاندې کونکی ځان ټینگ نه شو کړای او په ژړا شو، بیا یې یوهانس او د هغه د سفر ملگري ته وویل:

«که زما ټولې نانځکې داسې ورغوي لکه ملکه نانځکه، هر څه چې وغواړئ، تاسو ته به یې درکړم.»

نا آشنا همسفر وویل چې د دې کار په بدل کې دی هیڅ هم نه غواړي، یوازې د نندارې د وړاندې کونکي هغه توره غواړي چې په ملا پورې یې تړلې ده. هغه هم ومنله او توره یې ورکړه.

د یوهانس ملگري هغه ملهم په نانځکو وسولاوه، نانځکو حرکت وکړ او خیزونه یې پیل کړل او داسې په گډا سر شوې چې تول ماشومان یې په گډا راوستل. هغه شپه په میلمستون کې داسې شور بگت جوړ شو چې راشه که یې گورې!

سبا ته یوهانس او ملگري یې له ټولو سره مخه ښه وکړه او د صنوبر د ونو په منځ کې یې د لوړو غرونو خوا ته مخه کړه. هغوی دومره پاس وختل او جگ ولاړل چې لاندې د کلیسا برجونه دومره واړه ښکاریدل لکه په ونو کې چې میوه زوړنده وي. یوهانس په خپل ټول عمر کې دومره ښکلاوې یو ځای او په یوه وار سره نه وې لیدلې.

په هغې تازه هوا او شنه اسمان کې لمر ډیر ښه ځلیده او د شپنو د شپیلۍ زړه وړونکی غږ په دښتو او غرونو کې انگازې کولې. د یوهانس په سترگو کې اوښکې راپیدا شوې او بې اختیاره یې چغې کړې:

«خدای پر موږ څومره مهرباني کړې ده چې دا نړۍ یې له دې ښکلا او پرتم سره رامنځ ته  کړې ده.»

د یوهانس د سفر ملگری غلی ولاړ و او د لرو، لرو ځایونو ننداره یې کوله، ناڅاپه یې له پاسه د یوه الوتونکي زړه وړونکی غږ واوریده. چې پاس یې وروکتل، که گوري چې د ایلۍ له کورنۍ نه یو سپین قانس په آسمان کې څرخونه وهي او داسې غږ یې ایسته چې تر نن پورې هغو دواړو هسې غږ نه و اوریدلی، خو د الوتونکي غږ ورو، ورو ټیټیده. بیا سپین قانس خپل سر ټیټ ونیو او لاندې پسې راته، ترڅو په پای کې د دوی له پښو سره، په بې ځانه حالت راولویده.

د یوهان ملگري وویل:

«څه ښکلي او پرتمین وزرونه!

څومره لوی، لوی او سپین دي!

دا وزرونه په ريښتا چې ارزښتمن دي، زه هغه د ځان له پاره راجگوم. اوس دې ولیدل چې دا توره مې څنگه په کار شوه؟»

بیا یې د سترگو په رپ کې د الوتونکي دواړه وزرونه غوڅ کړل. بیا وخوځیدل، ولاړل، ولاړل، تر څو یو لوی ښار ته ورسیدل. دې ښار په سلگونو برجونه او دیوالونه درلودل. د ښار په منځ کې یوه پرتمینه ماڼۍ جوړه شوې وه چې زرین بامونه یې درلودل او د بادشاه د اوسیدو ځای و.

له ښار نه د باندې میلمستون و، دوی هلته ولاړل، څو ځانو ته نوې جامې برابرې کړي او بیا پاک او په نویو کالیو سمبال، د ښار واټونو کې قدم کیږدي.

د میلمستون خاوند هغوی ته وویل:

«د دې ښار بادشاه ډیر ښه سړی دی او تر نن پورې یې هیڅ چا ته آزار نه دی رسیدلی، خو لور یې ډیره بدجنسه ده، هغه ډیره ښکلې جلۍ ده، خو څه گټه؟ هغه داسې بد جنسه سحرگره ده چې تر اوسه ډیرو زړورو د هغې له پاره خپل ځان بایلودی دی.

هغې له عادي خلکو نه نیولې، بیا تر شاهزادگانو پورې، د دې وطن ټولو نارینه گانو ته اجازه ورکړې چې د دې ریباري وکړي، خو شرط یې دا دی چې دوی باید د نجلۍ په سوچ باندې پوه شي او ووایي چې هغه په هماغې شیبې کې د څه شي په باب فکر کوي. که څوک بریالي شول، کولای شي له شهزادگۍ سره واده وکړي او د بادشاه له مړینې وروسته د هغه ځایناستی شي  او د هغه وطن واکدار شي، او که یې و نه شوای کولای د جلۍ د هغې شیبې فکر باندې پوه شي، نو شهزادگۍ امر کوی چې هغه شخص په دار وځړوي او یا یې سر ورباندې غوڅ کړي.

پلار یې دې حالت ته خواشینی دی، خو نه شي کولای خپله لور له کار نه لاس په سر کړي، ځکه چې پخوا یې لا ژمنه کړې وه چې لور به د خپل میړه په ټاکلو کې خپلې خوښې ته پریږدي. د همدې دلیل له مخې یې لور خلاص لاس لري چې هر څه یې زړه وغواړي، هغه به کوي.

هرکله چې کوم شهزاده د ریبارۍ په نیت خپل قدم شاهۍ مانۍ کې کیږدي او هڅه وکړي چې د شهزادگۍ په سوچ باندې پوه شي، نه یې شي تر سره کولای او په دې کار کې ماتیـږي او خپل سر بایلي. ټول ریباران په دې ښه پوهیږي چې پر څه پایلې باندې اوړي، خو د شهزادگۍ ښکلا دومره تاثیر ورباندې کوي چې تر وروستۍ شیبې له خپله هوډه نه اوړي.

عمر خوړلی شاه له دې بابته دومره خواشینی دی چې هر کال یو ځلې له خپلو ټولو سرتیرو سره د دعا له پاره په گونډو کیږي، دعا کوي چې د شهزادگۍ په پالیسۍ کې بدلون راشي، لږ را ښه شي او له دې ظالمانه کار نه لاس په سر شي، خو د پلار کارونه په هغې هیڅ تاثیر نه کوي. ښاریان له دې بابته ډیر خوابدي دي، هیڅ شی ښه نه ورته ښکاري.

یوهانس د دې خبرو له اوریدو وروسته وویل:

«عجیبه بد جنسه شهزادگۍ ده!

که زه د عمر خوړلي بادشاه پرځای واي، هغې ته به مې سم سبق ورکړای وای!»

په همدې شیبه کې څه غږځوږ له باندې ځای نه واوریدل شو، ځینو خلکو نارې وهلې:

«ژوندۍ دې وي شهزادگۍ!»

خلکو د شهزادگۍ د ښکلا تر تاثیر لاندې دا هیر کړي وو چې هغه څومره په زړه سخته او ظالمه ده، همدا چغې یې وهلې چې:

«ژوندۍ دې وي شهزادگۍ!»

شهزادگۍ پر داسې سپین اس باندې سپره وه چې د الماسو او یاقوتو په سلگونو غمیو باندې ښکلی کړای شوی و. د شهزادگۍ د سورلۍ جامې د زربفتو له ټوټې جوړې شوې وې. کومه متروکه یا قمچینه یې چې په لاس کې وه، داسې ځلیده لکه د لمر وړانگې، زرین تاج یې داسې بریښیده لکه د څو ستورو وږی او بې لستوڼو بالا پوښ یې د زرگونو رنگارنگ الوتونکو له وزرونو څخه جوړ شوی و او دولس ښکلې پیغلې چې سپین وریښمین کالي یې په تن وو، په لاسونو کې گلان او په تورو براق آسونو سپرې وي، د شهزادگۍ په بدرگه کې روانې وې.

کله چې د یوهانس سترگې په شهزادگۍ ولگیدې، لکه څڅیدونکې وینه، تک سور واوښت او ژبه یې بنده شوه. شهزادگۍ هغه چا ته ورته وه، چې ده په خوب کې لیدلې وه. ده ته شهزادگۍ ډیره ښکلې، پاکه او معصومه په نظر ورغله، نو له ځان سره یې سوچ وکړ:

«دا چې ویل کیږي شهزادگۍ بد جنسه سحرگره ده او که یې څوک د پوښتنو ځوابونه ونه شي ویلای، نو یا یې غاړه غوڅوي او یا یې په دار جگوي، گمان نه کوم چې دا به ریښتیا وي.»

همدلته و چې زړه کې یې غوټه کړه:

«هر څنگه چې کیږي، باید ماڼۍ ته ورشم او ځانته یې وغواړم.»

ټولو ورته وویل چې دا کار ونه کړي، ځکه دا به د سر په بیه ورته تمام شي. ملگري یې هم ډیره هڅه وکړه چې دی له دې کاره راواړي، خو یوهانس داسې گڼله چې په دې کار سره به دی ښه راتلونکې ولري.

ده ښه په ځان گوتې ووهلې، بوټونه یې برس کړل، مخ لاس یې ستره کړل، خپل ځلیدونکي ویښتان یې ږمنځ کړل او یکي یوازې سلطنتي ماڼۍ ته ورغی.

کله یې چې ور وټکاوه، عمر خوړلي شاه وویل:

«دننه راشئ!»

یوهانس ورننوت، شاه یې هرکلی وکړ. کله چې بادشاه پوه شو چې هغه یې د لور غوښتونکی دی، داسې په لوړ غږ یې وژړل چې سلطنتي زینتي لکړه یې پر مځکه ولویده. شاه په خپلې اوږدې لمنې، خپلې اوښکې پاکې کړې او وې ویل:

«راځه له دې معاملې تیر شه! ځکه چې یو ډارونکی برخلیک دې په انتظار کې دی.»

بیا یې هغه د خپلې لور ځانگړي بڼ ته بوته. څه عجیبه ډارونکې منظره وه: د هرې ونې پر سر د دې د لور د یوه خواستگار اسکلیت راځوړند شوی و او د شمال له لگیدو سره به اسکلیتونه ښوریدل او د هډوکو یو پر بل باندې د لگیدو غږ به اوریدل کیده. واړه الوتونکي به ډاریدل او دا زړه یې نه کاوه چې بڼ ته نږدې شي. بوټي او گلان له هډوکو نه راتاو شوي وو او ککرۍ داسې ښکاریدې لکه نیشخند چې وهي. د یوې ځوانې نجلۍ له پاره په ریښتیا دا یو عجیب بڼ و.

عمر خوړلي شاه وویل:

«وینې یې! ستا برخلیک هم همداسې دی! نو ښه به دا وي چې پر خپلې راغلې لار باندې بیرته ولاړ شې. که دا کار وکړې، زه به ډیر خوښ شم، ځکه چې هیڅ مې زړه نه غواړي چې ته هم ووژل شې.»

یوهانس د عمر خوړلي او مهربان بادشاه لاس ښکل کړ او وې ویل چې هر څه به په ښېگڼه پای ته ورسیږي، ځکه چې دی په شهزادگۍ باندې میین شوی او خدای به هم په دې کار کې له ده سره مرسته وکړي.

په همدې شیبه کې شهزادگۍ راورسیده، یوهانس او بادشاه وړاندې ورغلل او سهار په خیر یې ورته وویل. شهزادگۍ په ریښتیا ښکلې وه. بیا ټول د ماڼۍ تالار ته ننوتل، څو لږ دمه وکړي. چوپړانو ورته له مربا سره زنجبیلي ډوډۍ راوړه. شاه خواشینی و، نه یې شوای کولای څه وخوري او زنجبیلي ډوډۍ هم ډیره کلکه وه.

په پای کې داسې پریکړه وشوه چې یوهانس باید سبا سهار ماڼۍ ته راشي او د سلطنتي شورا د غړو او د ښار د قاضیانو په حضور کې د شهزادگۍ د فکر اټکل وکړي. یوهانس باید درې ځلې هلته تللی وای او ویلي یې وای چې شهزادگۍ په هماغه شیبه کې د څه شي په باب سوچ کوي او که نه، نو خپل سر به یې بایللی وای.

یوهانس د مسابقې د پایلې په فکر کې نه و. برعکس هغه ډیر خوشاله و او ډاډه و چې په دې کار کې به خدای مرسته ورسره کوي، دا چې په څه ډول او له کومې لارې، ښه یې گڼله چې په دې باب فکر و نه کړي.

یوهانس په خیزکونو، خیزکونو د میلمستون په لوري راغی، چیرې چې ده ته یې د سفر ملگری سترگې په لاره و.

دی پرلپسې په دې باب غږیده چې جلۍ څومره مؤدبه، نجیبه او شریفه ده. هغه په میړانې سره وویل چې له همدې شیبې نه د آزموینې له پاره چمتو دی، تر څو یې چې د شاه لور خپله کړې نه وي، کرار به کینني.

خو د سفر ملگري یې په خواشینۍ او زوړند سر ورته وویل:

«زه له تا سره عادت شوی یم او مینه مې درسره پیدا شوې ده! موږ کولای شول چې اوږده موده سره دوستان او د لارې ملگري واوسو، خو افسوس چې ډیر ژر به زه تا له لاسه ورکړم. خوارکوټیه ملگریه! زړه مې غواړي وژاړم، خو دا سمه نه ده چې زما او ستا د یو ځایوالي دا وروستۍ شپه خرابه کړم. نن شپه به خوښ او خوشاله اوسو او سمه تفریح به وکړو! سبا ته چې ته په خپله مخه ولاړې، زه به په یوازیتوب او آرامه فضا کې وژاړم.»

دا خبر په ښار کې ډیر ژر خپور شو چې د شاه لور ته یو نوی خواستگار پیدا شوی دی، د همدې په پار د ښار د خلکو پر زړونو باندې لویه خواشیني غالبه شوې وه. نندارتونونه وتړل شول او قنادانو پر خپلو خوږو باندې تورې ټوټې وغوړولې. بادشاه او راهبان په کلیساوو کې، د دعا له پاره په گونډوشول او دعاوې یې کولې. له هر کور څخه د آه او افسوس غږونه راجگېدل؛ ځکه هغوی داسې انگیرله چې یوهانس به هم له هغو نورو خواستگارانو نه کوم ښه برخلیک تر لاسه نه کړي.

څنگه چې شپه شوه، د یوهانس ملگري هغه ته یو عجیب شربت ورکړ او ورته وې ویل:

«یوهانسه اوس هغه شیبه ده چې باید خوښ اوسو او جشن جوړ کړو.»

یوهانس لا د هغه شربت دوه گیلاسه نه و چیکلي چې خوب یوړ، ملگري يې په آرامۍ سره جگ کړ او په بستره کې یې څملاوه. بیا چې ښه تیاره شوه، د قانس بڼکې یې په خپلې شا پورې وتړلې، بیا یې د یو بوټي ډنډر راواخیست او په جیب کې یې کېښود. د کوټې کړکۍ یې پرانسته او په الوتلو د بادشاه د ماڼۍ خوا ته ورغی. کله چې ماڼۍ ته ورسید، د شهزادگۍ د کړکۍ په څنډې کې په انتظار کېناست.

ټول ښار غلی او آرامه و، په ماڼۍ کې سلطنتي ساعت دولس ځلې وټنگید، شپه نیمايي ته رسیدلې وه. نا څاپه د کوټې کړکۍ خلاصه شوه، شهزادگۍ له تورو وزرونو او سپین بې لستوني بالا پوش سره راووته او په الوتلو سره، چیرته لرې د یو ستر غره په لوري ورغله.

د یوهانس د سفر ملگري، د دې له پاره چې شهزادگۍ یې ونه ویني ځان داسې کړ چې ونه لیدل شي، بیا په هغې پسې وروالوت. په تگ، تگ کې یې، په ډنډر سره شهزادگۍ باندې داسې کلک وارونه کول چې له بدن څخه یې وینه جاري کیدله، چغې یې آسمان ته جگېدلې او همدا عمل ورسره ښاییده.

په سپین بې لستوڼو بالاپوش کې یې باد ځاله کړې وه، د سپوږمۍ رڼا ورنه تیریدله او داسې یې په ځان پسې څښاوه، لکه بادبان چې وي. په پای کې هغه یوه لوی غره ته ورسیده. ور یې وټکاوه، لکه تالنده یو دروند او ډارونکی غږ، تر غوږه شو. غر په منځ کې پرانستل شو او هغه وردننه شوه، د یوهانس ملگری هم په چټکۍ ورپسې ور دننه شو.

هغوی دواړه له یوې اوږدې او لويې لارې تیر شول، داسې ځای ته ورسیدل چې دیوالونه یې په عجیب ډول ځلیدل. پر دیوالونو باندې تر زرو زیاتې ځلنده غڼې ښکته پورته تللې او لکه اور داسې ځلېدلې. بیا داسې یوه ستر تالار ته ورسیدل چې له سرو او سپینو زرو جوړ شوی و. پر دیوالونو باندې، د لمر گلي په اندازه سره او آبي گلان ځلیدل، خو هیڅ چا دا گلان ټولولی نه شول، ځکه چې ډنډرونه یې په اصل کې زشت او زهر لرونکي ماران وو او له خولو نه یې اور بادیده. د ماڼۍ ټول چتونه په داسې چنجیانو سمبال کړای شوي وو، چې د شپې له خوا به ځلیدل او رڼا به یې کوله، په زرگونه آسمانڅکالي ور نه راځړیدل او خپل نازک وزرونه یې ښورول. په ریښتیا سره یوه زړه بدونکې منظره وه.

د تالار په منځ کې سلطنتي تخت د څلورو اسانو د اسکلیت پر شا باندې داسې ایښودل شوی و چې په څلور څنډو کې یې د سرو غڼو څلور اورینې خولې ایښودل شوې وې. خپله تنخت له یوې ځانگړې شیشې نه جوړ  شوی و چې د شودو په څیر رنگ یې درلود، بالښتونه یې واړه تور موږکان وو چې تل به یې یو د بل لکۍ په غاښ کولې. د تخت پر سر باندې د غڼو له ښکلو تارونو نه جوړ چتر لیدل کیده او ډیر ښکلي شین رنگه حشرات داسې په کې کارول شوي وو چې د گاڼو په څیر ځلیدل.

د تخت پر سر باندې، زرین تاج پر سر، یو عمرخوړلی جادوگر ناست و. جادوگر د جلۍ لاس ونیو او هغه یې په خپل څنگ کې کېنوله، بیا موسیقي پیل شوه. تورو ملخانو نغمه غږول پیل کړل، کونگ خپل وزرونه سره سولول او د دیگي د سر پوښ په څیر غږ یې ایسته، څو تنه تور ټیټ قدي چې فانوسونه یې پر سر نیولي وو، په تالار کې پورته، پورته لوېدل، خو هیڅ چا نه شوای کولای چې د یوهانس د سفر ملگری وویني، هغه د لوی تخت تر شا ولاړ و، ټول یې لیدل او هر څه یې اوریدل.

په تالار کې کوم درباریان، چوپړان او سرتیري چې ښکته پورته کیدل، ډیر په عزت او پرتم سره وو، خو دا ټول د جارو له ډکو نه جوړ وو چې د کرم پاڼې یې پر سر ورته ایښې وې او جادو گر په خپل جادو سره هغوی خوځول او هغوی ته یې د زرو په تارونو گنډل شوې جامې وراغوستې وې، خو هغو هیڅ ارزښت نه درلود او یوازې د یوې نندارې او بوختـتیاله پاره برابر شوي وو.

لږه دمه اوتفریح یې چې وکړه، جلۍ سحرگر ته وویل:

«نوی ریبار راپسې راغلی دی، وایه څه وکړم چې هغه زما فکر ونه شي لوستلای؟»

سحرگر وویل:

«ته باید یو ساده او آسانه څه وټاکې، داسې څه چې هغه یې فکر هم ونه شي کړای. د ساري په توگه د خپل یو بوټ په باب فکر وکړه، د هغه به هیڅ پام نه شي. هلته ته کولای شې سر یې پرې کړې، خو هیر دې نه شي چې سبا شپه کله بیا ماته راځې د هغه سترگې درسره راوړه چې زه یې وخورمه.»

جلۍ په درناوي سره تعظیم وکړ او وې ویل چې سترگې به هېرې نه کړي.

بیا د ماڼۍ په لوري والوتله. د یوهانس د سفر ملگری ورپسې و او بیا یې دومره قمچینې ورحواله کړې چې د جلۍ چغې جگې شوې او په ټول توان سره یې، د خپلې خوب کوټې له خلاصې کړکۍ نه ځان کوټې ته وروارتیږه. د یوهانس ملگری په الوتلو سره ځان میلمستون ته ورساوه. د هغې ورځې په سبا، کله چې یوهان له خوبه جگ شو، د سفر ملگري یې ورته وویل چې بیگاه شپه یې د شهزادگۍ او د هغې د بوټ خوب لیدلی او یوهانس ته یې وویل چې د شهزلدگۍ د پوښتنې په ځواب کې ورته ووايي چې هغه د خپل بوټ په باب فکر کوي.

یوهانس وویل:

«ډیره ښه، همدا کار به وکړم. ښايي ستا لیدلی خوب سم وي، خو له دې سره، سره زه له تا سره مخه ښه کوم، ښايي یو بل سره ونه وینو.»

بیا یې د مخه ښې په دود یو بل سره ښکل کړل او یوهان د ښار په لوري وخوځید چې د بادشاه ماڼۍ ته ورشي. هلته تالار له خلکو ډک و، قاضیان پر لرگینو څوکیو ناست وو او د بڼکو پَستو بالښتونو ته یې ډډې لگولې وې ځکه چې ژور او مهم سوچونه یې کول.

عمر خوړلی شاه له تخت څخه جگ شو، خپلې اوښلنې سترگې یې په سپین دسمال پاکې کړې او په همدې شیبه کې شهزادگۍ هم تالار ته راننوته. هغه له پرون څخه نن نوره هم ښکلې، جذابه او په زړه پورې شوې وه. هغې په ځانگړي درنښت سره ټولو ته درناوی وکړ، بیا یې یوهانس ته لاس ورکړ او ورته وې ویل:

«سهار مو په خیر!»

اوس باید یوهانس اټکل وکړي چې هغه د څه شي په باب فکر کوي. اوه چې هغې څومره په مینې سره یوهانس ته کتل، خو څنگه یې چې د بوټ توری تر غوږه شو، د څیرې رنگ یې د گچ په څیر تک سپین شو او ټول وجود یې سره وریږدیده، ځکه چې د یوهانس اټکل ریښتیا و او دا څومره عجیبه وه!

عمر خوړلی شاه د زړه له کومې داسې خوشاله شو، چې ده ته نږدې خلک یې خپله غیږ کې ټینگ ونیول او ټول یې جلا، جلا ښکل کړل. ټولو حاضرینو د یوهانس په ویاړ لاسونه وپړکول. یوهانس یوازینی څوک و چې وې کولای شول چې د شهزادگۍ د سوچ اټکل په سمه توگه وکړي.

د یوهانس ملگري چې کله د هغه د بریا واوریدل، ډیر خوشاله شو. یوهانس هم له هغه نه مننه وکړه او ډاډه و چې بیا به هم مرسته ورسره وکړي.

ماخوستن بیا هم لکه پرون کله چې یوهانس ویده شو، د سفر ملگری یې بیا په جلۍ پسې تر غره پورې ور والوت او بیا یې هماغسې قمچینې ورحواله کړې. کله چې جلۍ کوډگر ته ورورسیده، کوډگر ورته وویل:

«ښه به وي چې سبا ته د خپل لاسپوښي په باب فکر وکړې.»

سبا ته چې کله یوهانس له خوبه راویښ شو، د سفر ملگري یې ورته وویل:

«د دویمې پوښتنې ځواب مې هم په خوب کې ولید.»

په دې ډول یوهانس وتوانید چې د دویم ځل له پاره هم د جلۍ د فکر اټکل په سمه توگه وکړي.

په تالار کې د خوښۍ لویه غوغا گډه شوه، شاه او درباریانو یې د خوښۍ نارې وهلې، خو نجلۍ غلې او غمجنه وه، پر تخت باندې ناسته او څه یې نه ویل.

اوس نو یوازې یوه پوښتنه پاتې وه، که یې یوهانس سم ځواب ووایي، جلۍ به د تل له پاره د هغه شي، خو که ونه توانیږي، ژوند به بایلي او سترگې به یې کوډگر ته ورسیږي.

هغه شپه یوهانس ژر بسترې ته لاړ، خپله ماخوستنۍ دعا یې وویله او په آرامتیا سره ویده شو؛ خو د ده د سفر ملگری لکه دوې تیرې شپې خپل وزرونه پر شا پورې وتړل، درې ډنډره یې له ځان سره واخستل او د شاه د ماڼۍ خوا ته وروالوت.

تکه توره شپه وه، داسې توند باد لگېده چې د بامونو کودي یې له ځانسره وړل او د شهزادگۍ د بڼ ونې له اسکلیتونو سره، لکه د ولو څانگې خمیدې، تالنده او بریښنا شیبه په شیبه ډیریده او ډارونکي غږونه یې پسې غځیدل.

تر لږ ځنډ وروسته د جلۍ د کوټې کړکۍ پرانستل شوه او هغه په الوتلو له ماڼۍ څخه راووتله، رنگ یې د مړي په څیر الوتی و، د هوا حالت ته یې په لیدو سره وخندل او له ځانسره یې وویل:

«تر اوسه پورې هوا ډیره خرابه شوې نه ده!»

بې لستوڼې سپین بالاپوش یې بیا د شپې په تیارې کې د سپین بادبان په څیر، په خوځیدو شو. د یوهانس ملگري دا ځل هم هغه د خپلو دریو متروکو تر گوزارونو لاندې داسې ونیوله چې وینې یې له مخ او سر نه په بهیدو شوې. هغه چې نور څه نه وو ورپاتې، مټکې یې ځان تر غره پورې ورساوه.

جلۍ د کوډگر په لیدلو سره وویل:

«څه ډارونکی باد او گلۍ ده! ما په ټول عمر کې داسې طوفان نه و لیدلی!»

سحرگر وویل:

«نارامه کیږه مه، زه به دا ځل د داسې څه په باب فکر وکړم چې د هغه خوارکوټي په فکر کې به هم ونه گرځي. ته دا هیر کړه، اوس د تفریح او خوشالۍ وخت دی»

بیا هغه ټیټکي خندونکي چې فانوسونه یې پر سر نیولي وو، په گډا پیل وکړ. سرې غڼې په خوشالۍ سره پر دیوالونو ښکته پورت تللې راتللې، کونگ ډول غږاوه او چرچري (چرچرک) شکیلی واهه، ځیږه تورو ملخانو چنگ غږاوه؛ عجب شور بگت جوړ و.

کله چې ښه تفریح وشوه او د جلۍ د بیرته تگ وخت شو، کوډگر وویل چې دی به په خپله له هغې سره تر ماڼۍ پور ولاړ شي او هماغې بدې طوفاني هوا کې د ماڼۍ په لوري والوتل.

د یوهانس ملگری هم په دوی پسې شو او دواړه یې په خپله متروکه باندې وهل. کوډگر هغه نه لیده او داسې یې انگیرله چې دا د گلۍ دانې دي چې په ده باندې لگیږي.

د ماڼۍ له دروازې سره سحرگر د مخه ښې په شیبه کې د جلۍ په غوږ کې وویل:

«زما د سر په باب فکر وکړه.» د یوهان د سفر ملگري دا خبره هم واوریدله.

په هماغې شیبې کې چې جلۍ د خپلې خوب د کوټې له کړکۍ نه مانۍ ته ننوتله، سحرگر یې تر اوږدې ږیرې راونیو او د خپلې تورې په وسیله یې سر ورنه په داسې چټکۍ غوڅ کړ چې حتی سحرگر هم پوه نه شو چې وژونکی یې څوک دی.

د یوهانس د سفر ملگري د سحرگر بدن سمندر ته وغورځاوه چې د کبانو خوراک شي، سر یې را واخست پاک یې پریوی او هغه یې د خپل جیب په وریښمین دسمال کې تاو کړ او له ځان سره میلمستون ته یوړ.

سبا سهار یې وریښمین پنډکی یوهان ته ورکړ او ورته وېویل:

«کله چې شهزادگۍ تا وپوښتي چې هغه د څه شي په باب فکر کوي، دا پنډکی پرانیزه او ور وېښیه.»

دا ځل د ماڼۍ لوی تالار ته دومره خلک راټول شوي وو چې د پښې ایښودلو ځای هم نه و پاتې. د شورا غړي پر پستو او ارامه څوکیو باندې ناست وو، عمر خوړلي شاه هم خپلې رسمي جامې اغوستې وې، رینتي لکړه او سلطنتي نښان یې ښه ځلیدل. خلاصه ټول شیان ښکلي او پرتمین شوي وو، خو د شهزادگۍ رنگ الوتی ښکاریده او داسې تورې جامې یې اغوستې وې، لکه د فاتحې په مراسمو کې چې گډون کوي.

کله یې چې یوهانس ولید، هغه یې وپوښته:

«وایه چې زه د څه په باب فکر کوم؟»

یوهانس سمدلاسه د دسمال غوټه پرانسته، داسې چې دی خپله هم د جادوگر د زشت او ډارونکي سر په لیدو وډار شو. ټول حاضرین وډار شول، ډیره ډارونکې منظره وه. جلۍ لکه مجسمه په خپل ځای داسې ولاړه پاتې وه، چې یوه کلمه یې هم پر ژبه نه شوه راوړلای.

په پای کې له خپل ځایه جگه شوه، یو آه یې ویست او وېویل:

«ته اوس زما خاوند یې، موږ به همدا نن ماښام واده وکړو.»

شاه وویل:

«ډیر ښه وشول، دا هغه څه وو چې ما غوښتل!»

ټولو حاضرینو په یو غږ د «هورا» غږونه ویستل.

د موزیک ډلې، د ښار واټونو کې موزیک غږول پیل کړل، ساعتونه وکړنگېدل او شیریني خرڅونکو له خپلو دکانونو څخه تورې غوړیدلې ټوټې لرې کړې، ځکه چې نور د ویر ساعت پای ته رسیدلی و، درې غوايي کباب کړای شول، چرگان او بتکې هم خوراک ته چمتو شوې او د ښار په واټونو کې د خوراک له پاره اېښودل شوي وو، د ښار له فوارو نه واین جاري وو، که د ډوډۍ پخولو په دکان کې جا شپږ وړې گرې ډوډۍ اخیستې وای، نو یوه د ممیزو ډوډۍ وړیا ورکول کیده، د شپې له خوا ټول ښار ښکلی کړای شو و، عسکرو په توپونوسره د خوشالۍ ډزې کولې او هلکانو په وړو دانو ډزې کولې.

خوراک او چیکل روان وو، گیلاسونه سره جنگول کېدل، په شاهي ماڼۍ کې د خوشالۍ درزودروز روان و او هلکانو او ښکلو نجونو گډا سره کوله او دا سندره سره ویله:

«دلته ډیرې ښایسته نجونې دي،

دوی غواړي یو څوک گډا ورسره وکړي،

ښایسته نجلۍ تاو راتاو شه،

گډا کول او پښه پر مځکه وهل،

داسې دې پښه پر مځکه ووهه چې د بوټانو تل دې وخیژي!»

خو شهزادگۍ تر اوسه داسې ده لکه سحرگره او له یوهانس سره یې هیڅ مینه نه درلوده. د سفر ملگري دې ټکي ته پام و چې جلۍ یوهانس ته پاملرنه نه کوي؛ د همدې له پاره هغه یوهانس ته د قانس درې بڼکې او له هغه سره یې په یوه بوتل کې قطره چکان هم  ورکړل او ورته وې ویل چې باید د ناوې د تخت په څنگ کې له اوبو ډک، یو لوی لوښي کیږدي. کله چې شهزادگۍ غوښتل تخت ته وخیژي، یوهانس باید داسې ډکه ورکړي چې اوبو ته ور ولویږي او له بڼکو سره قطره چکان هم ور واچوي او جلۍ دې درې ځلې د لوښي د اوبو په منځ کې ډوبه کړای شي. وروسته له هغه نه جلۍ د سحر له تاثیر نه خلاصیږي او له یوهان سره مینه پیدا کوي.

یوهانس ټولې هغه مشورې ترسره کړې، چې د سفر ملگري ورته ورکړې وې. کله چې یوهانس شهزادگۍ په اوبو کې غوټه کوله، هغې په لوړ غږ سره چغې وهلې، د یوهانس لاسونه یې له ځانه لرې کول، چې ځان ورنه خلاص کړي، ډیره قهرجنه او کرکجنه ښکاریدله. له دویم ځل غوټه کولو نه وروسته چې شهزادگۍ له اوبو نه راجگه شوه، په سپین قانس بدله شوې وه؛ په دې توپیر چې نوره ټوله سپینه وه، یوازې په غاړه کې یې یوه توره حلقه پاتې وه.

یوهانس د خدای دربار کې دعا کوله او دریم ځل یې داسې تر اوبو لاندې کړه، چې اوبه د پاسه ورباندې وزغلیدې او له دریم ځل غوپه کولو نه وروسته له سپین قانس نه په یوې ښکلې شهزادگۍ بدله شوه. هغه پخوا هم ښایسته وه، خو اوس تر پخوا هم ښکلې ښکاریده او په داسې حال کې چې سترگې یې له اوښکو ډکې وې، له یوهانس نه یې مننه وکړه چې دا یې د سحر او جادو له دایرې نه را خلاصه کړه.

د مبارکي ویونکو له ډلې نه تر ټولو وروسته د یوهانس د سفر ملگری توبره په شا او لکړه په لاس، د مخه ښې له پاره راغی. یوهانس هغه په غیږ کې ونیو، ښکل یې کړ او ورته وېویل چې ته چېرې مه ځه، دلته له موږ سره پاتې شه، دا ستا برکت و چې ما ته خوښي او نیکمرغي را په برخه شوې ده؛ خو د سفر ملگري په آرامتیا او مینې سر وښوراوه او وې ویل:

«نه، زما وخت پوره ده. ما خپل پور ادا او دنده مې تر سره کړه. ستا هغه مړ شوی سړی په یاد کیږي چې هغو خرابو خلکو په تکلیفاوه؟ او تا خپل شیان هغو خلکو ته د دې له پاره ورکړل چې هغه مړی په خپل قبر کې ارام وکړي؛ هغه مړی زه یم!»

په دې شیبه کې هغه له سترگو پناه شو.

د واده مراسم یوه میاشت روان وو. یوهانس او شهزادگۍ له یو بل سره مینه درلوده. عمر خوړلي شاه ډیرې ښې او خوشاله ورځې تېرې کړې او پوره راضي و.

د یوهانس او شهزادگۍ بچیان یې پرېښودل چې د هغه پر ځنگنو کیني او د هغه د لاس له زینتي لکړې سره لوبې وکړي او یوهانس د ټولې امپراتورۍ واکمن و.

پای

منبع:

    H.C.Andersen Eventyr, 1, 101 _ 143 s, 1994, Odnsa, Denmark

Loading...