نوی انسان؛ د عمر لومړنی کال| ډاکټر سباوون

  • Written by:

لاسونه ، پښې، د پستو ویښتانو ککرۍ، او روښانه سترګې چې مور ، پلار او نوې نړۍ ته ځیرې دي. نوی انسان چې  نړۍ ته ېې سترګې رڼې کړي څنګه وده کوي. دغه ماشوم لا هیڅ نه شي کولی خو ځانته خپله پیژندګلوي او شخصیت لري. دغه خاصه پیژندګلوي او ځانګړی شخصیت حتي زموږ ډیرو لوستو کسانو ته هم د درک وړ نه وي. ډیر کسان لا هم په دې فکر کې دي چې ماشوم د سپین کاغذ په شان دی خو مور پلار او چاپریال د هغه شخصیت جوړوي. او هر څه چې پرې غواړې لیکلی ېې شې. دا سمه ده چې چاپریال پر شخصیت اغیز لري خو هر انسان ځانګړی دی، او خپل خاص شخصیت او پیژندګلوي لري.

دغه وړوکې پرښته اړتیاوې لري، درد او لوږه احساسوي، او په خپلو خاصو حرکتونو سره نوې نړۍ ته زیګنالونه ورکوي، دغه نوی زیږیدلی ماشوم خپل ځانګړی شخصیت لري او ځآنته نړۍ ده ، خو یو لوي کس ته اړتیا لري چې دغه حرکتونه درک کړي، او پالنه ېې وکړي. له همدې ځایه له نړۍ او نورو انسانانو سره د ده تعامل پیلیږي. دغه تعامل هیڅکله یو طرفه نه وي. په دې معني چې ماشوم ته د هرڅه دیکته کول او ستاسو هر امر او دستور ته غاړه کیښودل د روزنې له اصولو سره هیڅ اړخ نه لګوي.

له زیږیدو سره سم بدن حرکت کوي او پنځه ګوني حواس له حده زیات زیګنالونه  تر لاسه کوي او دغه ټول زیګنالونه په مغزو کې حلاجي کیږي او ماشوم هڅه پیلوي چې له دغو ټولو زیګنالونو او محرکونو سره ځان برابر کړي او هغه درک کړي، په بله معني ژوند کول پیلیږي.

د انسان مازغه خاص او متنوع دي نه یوازې خاص او متنوع دي بلکه خارق العاده بلل شوي دي تر اوسه د انسان تر مازغو بل پرمختللی او خارق العاده شی نه دی موندل شوی. لویدیځوال محقق «لاورنس ویسکرانتز» وايي د انسان مازغه پيچلي دي، یوازې پیچلي نه ، بلکه  په خارق العاده ډول پیچلي دي.

د نوې زیږیدلي ماشوم په مازغو کې هم په میلیونونو او میلیاردونو بریښنايي او کمیاوي تعاملات روان وي، مازغه معلومات او زیګنالونه تر لاسه کوي ، تجزیه کوې ېې، ژباړي ېې، او هڅه کوي داسې یو سیستم جوړ کړي چې د ماشوم د شاوخوا نړۍ د درک او پوهیدا لپاره زمینه برابره شي. ویلی شو چې ماغزه له شاوخوا چاپریاله، خپل خاص داخلي موډل او سیستم جوړوي چې  د بهرنۍ نړۍ یا چاپریال کاپي ېې بلل شو. د چاپریال درک د همدغه موډل په اساس بڼه خپلوي. حرکتونه، احساسات او فکرونه سره یوځاي فعالیت کوي.

ډیری کسان فکر کوي چې نوی زیږدلی ماشوم هیڅ نه شي کولی او د فکر کولو او درک هیڅ وړتیا نه لري، خو دغه کوچني ماغزه د شاوخوا چاپریال د درک، او پرې د پوهیدا، او هغې ته د معني ورکولو لپاره شپه او ورځ کار کوي. له لومړۍ ورځې زده کړه پیلیږي او له شاوخوا چاپریال سره ډیالوګ پیل شوی وي. دا په دې معني ده چې د ماشوم روزنه د زیږیدو له لومړۍ ورځې پيلیږي. او مهمه دا ده چې دغه روزنه له لومړۍ ورځې یوه اړخیزه نه وي.

په مازغو کې په میلیاردونو عصبي حجرې، په میلیاردونو او میلیونونو لارې او کرښې جوړوي، دغه لارې او کرښې له یو بل سره د ساینپسونو« عصبي غوټو» په وسیله وصل شوي وي او د دغو ساینپسونو له لارې عصبی سیګنالونه د مازغو بیلابیلو برخو اودغه راز ټول بدن ته رسیږي. د عصبي رشتو او دغو ساینپسونو وده په ماشوم کې له زیږیدو وروسته هم دوام کوي او په دې ډول د مازغو له بیلابیلو برخو سره تماسونه نور هم مذبوتیږي. د دغو عصبي رشتو او ساینپسونو وده له زیږیدو وروسته  په لومړنی کال بیخي ډیره وي .د دغو عصبي رشتو او ساینپسونو له برکته کله چې ماشوم د مور له تي شیدې رووي، د مور د بدن له بوي او د شیدو له روولو ماشوم ډیر خوند اخلي ، له دې سره سره چې فزیکي اړتیا ېې پوره کیږي، عاطفي او رواني اړتیا ېې هم پورته کیږي او وده کوي. څومره چې دغه ساینپسونه مذبوت او ښه وي هومره به دغه خوند او عاطفي احساس ښه وي. دغه خوند او احساس د ماشوم په ذهن کې پاتې کیږي او بل ځل چې کله مور ته نیژدې شي د امنیت او مینې احساس کوي.

طبیعي خبره ده چې د مازغو وده جنټیکي اړخ لري، او په طبیعي ډول په یوه محدود وخت او محدود حجم کې وده کوي، خو دغه خبره اوس ثابته شوې چې د ماشومتوب په وخت په تیره بیا له زیږیدو وروسته په یو کال کې د ماشوم سمه پالنه ، ښه خوب او ښه خواړه د مازغو په وده اغیز کوي. دا خبره هم باید هیره نه شي چې له زیږیدو سره سم له بیلابیلو حواسو سره د بدن تعامل پیلیږي ځکه خو باید له همدې عمره ټول حواس« سترګې، غوږونه، پوستکی…» او ټول بدن فعاله وساتل شي. د بیلابیلو غړیو دغه فعالیت باید په منظمه او سمه توګه ترسره شي. که څه هم ډیری دغه فعالیتونه په اتوماټیکه توګه ترسره کیږي او خپله طبیعي لړۍ کچ کوي خو منظم فعالیتونه په دې وده کې مرسته کولی شي. د مثال په توګه څیړنو ثابته کړې ده چې د ماشوم عمر ته په پام سره موسیقي او د کتابونو لوستل د اوریدو  د حس له ودې سره مرسته کوي. که د عمر په تناسب د دغو حواسو د ودې لپاره فعالیتونه ترسره نه شي په لویينې کې بیا ډیر کار ته اړتیا شته چې دغه وړتیاوې په انسان کې وروزل شي. البته مازغه ټول عمر د زده کړې او پوهې د جذب توان لري خو په لويينه کې دغه روزنه یو څه سخته وي او ډیر کار ته اړتیا لري. د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې څیړنې د دې ښودنه کوي د عمر لومړنی کال د مازغواو ذهن د ودې لپاره خورا مهم دي. ټول ماشومتوب مهم دی خو لومړنی کال د مازغو د ودې لپاره خاص اهمیت لري.

نظري او عملي څیړنو ښودلې ده چې حرکت او بدني فعالیت له شاوخوا نړۍ د درک او پوهې ، دغه راز د مازغو د ودې لپاره مهم دي.

ددې لپاره چې ماشوم نوې وړتیاوې، حرکتونه او لوبې زده کړي، د بدن غړي باید په میلیاردونو او میلیونونو زیګنالونه مازغو ته واستوي ،هلته  وڅیړل شي او یو موډل ورته جوړ شي ا وبیرته مختلفو غړو ته د اجرا او عملي کیدا امر وکړي . دغه پروسه باید څو څو ځله تر سره شي چې په ماشوم کې یوه وړتیا او حرکت بڼه خپله کړي او بیا وروسته له فکر کولو پرته په اتوماتیک ډول تر سره شي .او دغه چاره له سمو او سالمو عصبي لارو او ساینپسونو پرته شونې نه وي.په نورو څپرکو کې به  د پنځوګونو حواسو د فعالیت او اغیزمنتیا په ا ړه په تفصیل خبرې وکړو ځکه چې د مازغو او ټول بدن په وده کې حواس ډیر اغیز لري.

Loading...