د کوچنیانو په زده‌کړه کې د مور او پلار رول څه شی دی؟

  • Written by:

ژباړه: نصیراحمد نظري

  • کوچنیان باید د کورنۍ دندې ترسره کولو ته وهڅوي
  • د خپلو کوچنیانو د زده‌کړو په اړه کنجکاو و اوسي
  • خپلو کوچنیانو سره د زده‌کړو په اهمیت خبرې وکړي
  • د خپل ماشوم زده‌کړې د هغه له ژوند یا بېرونۍ نړۍ سره وتړي
  • په کور کې د زده‌کړو فعالیتونو رایج کړي او کوچنیان ورته وهڅوي
  • په کوچني باندې ډېر فشار وا نه چوي؛ د تفریح لپاره ورته وخت ځانګړی کړي
  • د ماشوم لپاره له ټولګي څخه بېرون د زده‌کړو فرصت برابر کړي (د بېلګې په توګه، موزیم ته یي بوځي)
  • کوچنیان وهڅوي چې د زده‌کړو ترڅنګ په بدني فعالیت (سپورت او لوبو) کې هم برخه واخلي
  • د خپلو کوچنیانو استادانو ته په خواره سترګه ونه ګوري
  • د خپلو کوچنیانو هڅې او خوارۍ وستايي
  • له کوچنیانو سره مرسته وکړي چې د خپلو زده‌کړو مسؤلیت واخلي
  • د خپلو کوچنیانو لپاره د زده‌کړو یوه نمونه و اوسیږي
  • په زده‌کړو کې خپلو کوچنیانو ته لارښوونه وکړي، ورسره کمک شي او ویې هڅوي
  • له کوچنیانو سره مرسته وکړي چې له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي
  • کوچنیانو ته احترام او درناوی ور زده کړي
  • د مطالعې پر مهال د کوچنیانو لپاره مزاحمت کم کړي (درس ته د کوچنیانو له بې‌پامۍ مخنیوي وکړي)
  • له استادانو او نورو زده‌کوونکو سره د اغیزمنو اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي او و یې هڅوي
  • کوچنیانو ته څرګنده کړي چې تېروتنې یوه معمولي موضوع ده
  • له استادانو او ښوونځیو سره اغیزمنې اړیکې جوړې کړي
  • د تعلیمي سیر له طریقه د خپلو ماشومونو په پرمختګ پوه شي او په دې برخه کې ورسره لازمې همکارۍ وکړي.
Loading...