زموږ د اولاد لرلو فرهنګ | محب الله آرمل

  • Written by:

په دې مقاله کې به په دې باندې خبرې وشي چې د اولادونو ترمنځ په کاپي اندازه وقفې يا فاصلې مرعاتول څومره مهم کار دی، زموږ په ټولنه کې چې زيات اولادنه لرل د مور پلار آرزو ده، کومې ستونزې را منځ ته کوي، د ډېرو اولادونو روزنه او پالنه آسانه مسئله او که سخته.

په هغه ټولنو کې چې د کورنيو اقتصاد پياوړی وي، د ماشوم د روزلو زمينه پکې مساعده وي، ښوونځي، تفريحي پارکونه او نور آسانتياوې پکې موجودې وي، د نسبتا زياتو اولادونه روزل هم ممکن دي، مګر افغانستان داسې يو هېواد دی چې تر هرڅه کمه توجه پکې د ماشوم ژوند ته شوې، د ماشوم د اړتياوو په باره کې لازم غور نشته او محطي شرايط داسې دي چې  د ډېرو اولادونو سم روزل پکې تقريبا نا ممکن دي.

اول خو د ماشومانو د زيږون ترمنځ فاصلې بايد جدي ونيول شي، سر په سر اولادونه د ماشوم روزلو پروسه زيانموي او د مور صحت ته جدي ګواښونه پېښولی شي.

يوه ورځ مې هېواد د واکسين کولو لپاره روغتون ته بېولی وو، په انتظار خونه کې ولاړ وو،  چې نوبت راغی، د واکسينو شعبه ته لاړو، هېواد واکسين شو، ډاکټر په ملازم غږ وکړ بل کس را وغواړه ، کتل مې چې يو ځوان راغی چې يو ماشوم يې په غېږه کې دی او دوه سر بله پسې نور ماشومان چې د پنځو او شپږو کلنو ښکارېدل له شاپسې روان ول ، همدې وخت يې مېرمن هم را ښکاره شوه چې يو تيخوری ماشوم ورسره و، داسې ښکارېده چې ګواکي کال په کال به يې ماشومان زيږدلي وي، زه بهر را ووتم او ملګري ته چې ناروغ يې درلود انتظار شوم ، انتظار انتظار کې د همدې څلورو ماشومانو مور و پلار هم راغلل، زموږ له څنګ سره لمر ته تم شول، له ځوان سره مې جوړ پخير وکړل، خوش طعبه سړی وو، خبرې د ماشوم د ناروغيو يادې شوې .ځوان د ماشومانو او د ماشومامو د مور  له ناسم صحي وضعيت سر وټکاوه، ماوې خو احتياط کوه سړیه داسې ښکاري چې ماشومان به د کال په کال زيږېدلي وي. ده وويل: هو زياته فاصله نه لري بس يا کال يا يو نيم کال پس مې بل ماشوم پيدا شوی.

ورته کړه مې: خو د مخنيوي لپاره يې بېلابېلې لارې شته! ده وويل : هغه ګناه لري. زياته يې کړه چې له کوم ملا صاحب يې اورېدلي چې که مور د اولادونو د زيږون ترمنځ د فاصلې په موخه درمل وخوري نو لويه ګناه ده او آن داسې مانا لکه قتل يې چې کړی وي. ما ورته وويل ماته بيا يوه ملا صاحب ويلي ول چې د مور روغتيا هم بايد په نظر کې ونيول شي، که مور د دې جوګه وي چې بل اولاد پيدا کړي څه پروا نشته مګر که د مور صحت ښه نه وي او دا امکان وي چې کېدای شي خطر يا آن د مرګ خطر ور پېښ شي نو بيا يې پيدا ناپوهي او لوی ظلم دی. سړي وويل: ريښتيا!  ما وې هو .

دا کيسه مې تر دې ياده کړه چې زموږ په هېواد کې اکثره والدين فکر کوي چې که د اولادونو د ږيږون تر منځ فاصلې مرعات کړي نو ممکن د ګنا مرتکب شي، خو د ګنا ته يې پام نه دی چې د مور صحت ته څومره زيان اړوي او بيا د زياتو اولادونو پالنه هغسې چې اسلام يې حکم کوي ممکنه ده که نه ده.

د والدينو د زياتو اولادنو آرزو زموږ په ځينو ټولنيزو نا خوالو پورې هم کلک تړاوي لري چې کورنۍ د دېته هڅوي چې بايد زيات اولادونه ولري.

په کليوالو سيمو کې چې د چا يو زوی وي، د چم ګاونډ خلک تبصره پرې کوي چې ( يکه) يانې د مور و پلار يوازينې زوی دی، پخوا چې په يکه کسانو د تربرونو لخوا ظلمونه شوي او بې کسه کسان ځپل شوي، له کورنيو سره يې د زياتو اولادنو حرص پيدا کړی. دا متل د همداسې يوه بد ټولنيز عادت زېږنده دی چې ( تربرونو ته بې وروره مه شې او وروڼو  ته بې زويه )

له بله پلوه پخواني کيسه کوي چې د هرچا به درې څلور اولادونه د روغتيايي خداماتو د نه شتون په اساس مړه کېدل. مخکې وختونو کې چې واکسين يا نه ول يا خلکو ورته لاس رسی نه درلود، د ماشوم د مړينې کچه په بې ساري ډول لوړه وه، والدينو به که شپږ اووه اولادونه هم ولرل فکر به يې کاوه چې دوه درې تنه د نارغيو او نا امنيو ښکار بويه.

د زياتو اولادونو د پيدا کولو يو بل عامل دا هم دی چې، که په کور کې سر په لوڼې پيدا شي او زوی نه وي، نو تر هغه وخته مور و پلار د اولاد پيدا کولو ته ادامه وروکوي ترڅو يې زوی نه وي پيدا شوی، ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې د والدينو سر بله پسې شپږ اووه لور ګانې پيدا شوې خو د زوی د لرلو په آرمان يې اولاد نه دي بس کړي.

په کورنيو څه د پخواني ظلم او جبر خپسې ناستې دي، څه د مړينې او جګړو وېره پرې غالبه شوې او د کورنيو لاشعور ته يې لار کړې چې بايد زيات اولادونه پيدا کړي.

له بلې خوا زموږ په ټولنه کې چې ښځې د نارينه په شان آزادي نه لري او د ډوډۍ پيدا کولو زمينه سازي ورته نه شته، د نارينه  قشر قدر زيات کړی، که موږ د نجونو ښوونځي لرلی، لوستو مېرمنو د نورو اسلامي ملکونو په شان د معلمې، ډاکټرې، پوليسې…په حيث کار کولای شوای او د معاش جوګه وای، هم ممکنه وه چې د زياتو اولادونو د پيداکولو تنده کمه شوې وای.

ښځې چې د کار او زيار مخه يې ټولنې ډپ کړې يوازې د وسيلي په سترګه ورته کتل کيږي او د اوزارو (افزارو) په شان يې پېر و پلور روان دی، چې د ولور پيسې يې هم پلار جېب ته اچوي، که يوه نجلۍ پلار ته ووايي چې د ولور پيسې مې ماته را کړه، پلار شايد بې ځنډه ورته ووايي چې شل کاله مې در باندې مصرف کړی، را لويه کړې مې يې ، نو دا زما حق کيږي. خو نجلي نه شي ورته ويلي چې نو ولې د پيدا کولم ؟

زموږ د ټولنې د اکثره واده شوو نجونو راتلونکی له ستونزو خالي نه وي، ځوان په شپږ لکه افغانيو  واده وکړي، څلور پنځه لکه نور لګښت پرې راشي، چې ټولې نهه يا لس لکه افغاني شي. دغه تعداد پيسې نو يو ځوان ايله په پنځو شپږو کلونو کې ګټلی شي، يا هغه پيسې چې ځوان پرې له خپلې مېرمنې سره د راتلونکي ژوند بنسټ جوړولی شي د خوسرګنۍ بوديجې ته اضافه.  

د نن ورځې د جګړو يو لوی علت دا دی چې اولادونه سم نه دي روزل شوي، له دوی سره سم چلند نه دی شوی، د دوی ستونزې نه دي هوارې شوې، د دوی غوښتنې نه دي محوه شوې او ډېرو موقع نه ده موندلې چې ښوونځی او پوهنتون ولولي، همدغه ډله اولادونه چې ګنګس لوی شوي او د ژوند سل دروازې يې پرمخ بندې دي نن سبا د وسلوالو مخالفانو په ليکو کې جذب دي او د نورو ژوند ته يې هم ګواښ پېښ کړی چې مسئوليت د والدينو په غاړه دی.

خبره داده چې مور و پلار بايد د اولاد د پيدا کولو لپاره پلان او پروګرام ولري، د اولاد د روزلو مصارف وسنجوي او د خپل وس مطابق اولادونه پيدا کړي. اوسنۍ طبي څېړنې په ډاګه کوي چې يوه مور په خپل طبعي ډول څلور اولادونه لرلی شي. يانې که مور څلور اولادونه ولري روغتيا او او راتلونکې ته يې کوم زيان نه شته خو که تر څلورو ډېرېږي، معنا يې داده چې مور اضافي بار وړي.

دغه راز ماشوم بايد د مور پلار مينه تجربه کړي، له بده مرغه څومره چې اولادونه زياتيږي په هماغه اندازه مينه هم ويشل کيږي، د مور و پلار مينه د ماشوم روحي خوراک دی چې بايد ورکړل شي. له دې سربېره ماشوم ته مناسب لباس چې پرې و نه شرميږي بلکې د همزولو لخوا وستايل شي په کار دی، ښوونځی او تر ښوونځي وروسته پوهنتون بايد ولولي، آزادي ورکړل شي او په نفس د باور روحيه يې پياوړې شي.

کلي کور کې مو که پام کړی د کومو کسانو چې لږ اولاونه دي ژوند يې نظر هغوی چې زيات اولادونه لري بهتره دی، زموږ کلي چې وروڼه تر پنځو شپږو اضافه شوي دوه درې پکې په نشه يي موادو روږدي دي او کابو ټول يې له ليک لوست پاتې شوي، خو هغه کسان چې په کور کې ډېر ګڼ نه دي هم لوستي دي او هم بېلارې نه دي.

له بلې خوا ځينې ښار مېشتې کورنۍ بيا د کمو يا بيخي يوه اولاد لرل بهتره ګڼي چې دا هم مناسب کار نه دی، اروا پوهان وايي ماشوم بايد ورور يا خور ولري چې دی ورسره سيالي وکړي او راتلونکی ژوند يې له ناکاميو خالي وي، هغه ماشومان چې بيخي يوازې لوييږي په اروايي لخاظ تکميل نه وي او د تجسس حس يې مړاوی وي. خو هر رنګ چې وي مور پلار مسئول دي چې د خپلو ماشومانو راتلونکې تضمين کړي، د ماشومانو بې لارې کېدل د مور پلار د بېغورۍ پايله ده، والدين که هر څو ووايي چې اولاد ته يې خدای هدايت نه دی کړی له مسئوليت ځان نه شي خلاصولی، د اولاد هدايت د مور و پلار د وس خبره ده او بايد له خپل وس پوره ګټه واخلي.

۱۳۹۵ – ۷ – ۱۷

Loading...