انگور د خدای په رضا | ژباړه: حامد حقمل

  • Written by:

یو غریب کس یو د انګورو پلورنځي ته لاړ، او انګور پلورونکي ته یې وویل:

ماته خو د خدای په رضا لږ انګور راکړه!

ډیر غریب یم او هیڅ نلرم!

انګور پلورونکي د انګورو خوا ته مخ کړ او یو خراب چې هیڅ د خوراک نه یو وږی ( ښاخ) را واخیست او غریب ته یې ونیو.

غریب انګور ترې واخیستل او کله یې چې ورته وکتل چې انګور د خوراک ندي!

هغه کومې پیسې چې ورسره وې انګور پلورونکي ته ورکړې او ورته یې وویل چې د دې پیسو په اندازه ماته انګور راکړه!

انګور پلورونکي بیا انګورو ته مخه کړه او د انګورو څخه د پیسو په اندازه ښه انګور وتلل او غریب ته یې وریې کړل.

غریب د انګورو دواړه برخې اسمان ته ونیولې او په ډیر سوړ اسویلي سره یې وویل: اې خدایه خپل بنده ګان د ووینه!

دغه خراب انګور یې ستا په خاطر راکړل!

او دغه نور چې ښه انګور وو د پیسو په خاطر راکړل!

Loading...