الوتونکی صندوق

  • Written by:

لیکوال: هانس کریستین اندرسن (H.C. Andersen)

ژباړن: آصف بهاند

(Den flyvende kuffert)

و، نه و یو دوکاندار و؛ هغه ډیر شتمن و، دومره شتمن چې کولای یې شول ټوله کوڅه په سپینو زرو فرش کړي، خو ده دا کار نه کاوه. ده خپلې پیسې هغه وخت کارولې چې گټه به یې وه، هلته به یې کارولې چې د یوې سکې په مقابل کې پنځه سکې ترلاسه کړي. په هر صورت، دی یو دوکاندار و، تر څو چې مړ شو.

کله چې مړ شو، ټول شته یې یوازیني زوی ته ورپاتې شول. زوی یې د پلار په څیر نه و، دی یو لاس خلاصی سړی و او څومره یې چې زړه کیده، هغومره پیسې یې مصرفولې. هره شپه به د گډا هغو محفلونو ته ورته چې خلک به له ماسک سره گډیدل او د ورځې له خوا به یې هم له پیسو سره لوبې کولې.

د سرو زرو سکې به یې موټی، موټی سیند ته غورځولې او له دې کار نه به یې خوند اخیست. دا کارونه یې دومره وِغځول چې په پای کې یې ټول شته له لاسه ووتل او له بې شمیره شتو نه یوازې د سرو زرو څلور سکې، یو جوړه څپلکې او یو هم د خوب اوږد کمیس ورته پاتې شول.

پر هلک باندې راټول شویو ملگرو چې دا حالت ولید، ټول ورنه ولاړل، یوازې یو تن چې یو څه زړه سواندی او مهربانه و، یو زوړ صندوق یې ورته راولیږه او ورته ووې ویل چې:

په دې کې کینه.

هلک بل څه نه درلودل چې ورسره وایخلي، نو خپله، په ډار سره په صندوق کې کیناست. دا صندوق کوډگر صندوق و، داسې چې که یې کولپ مخکته کیښکودل شوی وای، نو صندوق هوا ته الوت او د مرغانو په څیر الوته.

کله چې د دوکاندار زوی په دې راز باندې پوه شو، نو د صندوق کولپ یې مخکته کیښکود او پرته له دې چې هلک پوه شي چې صندوق چیرې ځي، په هوا شو. صندوق پاس لاړ او ډیر پاس، دومر جگ شو چې له وریځو نه هم پسې ورجگ شو، دومره جگ شو چې لاندې مځکه هم وړه ورته ښکاریده. الوتونکی صندوق لاړ پسې لاړ تر څو چې د ترکانو وطن کې ښکته شو.

د دوکاندار زوی صندوق په ځنگله کې تر وچو پاڼو لاندې پټ کړ او د ښار په لوري وخوځيد. په ښار کې خلکو د ده په لیدلو، هغه ته ځکه پام ونه کړ چې خلکو هم د ده غوندې اوږدې جامې اغوستې وې. د دوکاندار زوی په ښار کې گرځیده چې یوې پرتمینې مانۍ ته ورسید.   د مانۍ کړکۍ گانې ډیرې لوړې ایښودل شوې وې، دی هم په مینې او حیرانتیا ماڼۍ ته ورنږدې شو. هلته مانۍ ته نږدې له یوې ښځې سره مخ شو چې خپل کوچنی یې تر لاس نیولی و او له هغه ځایه تیریدله. هغه یې وپوښتله:

«دا ماڼۍ د چا ده؟»

ښځې په ځواب کې وویل:

«دا د بادشاه د لور مانۍ ده.»
پرته له دې چې د دوکاندار زوی بله پوښتنه وکړي، ښځې خبره داسې وغځوله:

«څه موده مخکې کوم فال لیدونکي، د بادشاه د لور فال لیدلی و او ورته ویلي یې وو چې کوم نارینه به ستا ریبارۍ ته راشي او تا به وغواړي، خو هغه سړی به نه یوازې دا چې دا نیکمرغه نه کړي، بلکې د هغې د نارامتیا سبب به شي، ستونزې او ویرونه به هم ورته پیښ کړي.

له هغې ورځې وروسته د بادشاه لور ځان په دې ماڼۍ کې زنداني کړی دی او نه غواړي چې له هیڅ نارینه سره مخ شي.»

د دوکاندار زوی له ښځې نه مننه وکړه او بیرته ځنگله ته ستون شو. خپل صندوق یې پیدا کړ، ژر یې په منځ کې کیناست، صندوق والوت، ماڼۍ ته یې ځان ورساوه او مخامخ د شهزادگۍ پر کوټه باندې ورښکته شو.

د دوکاندار زوي د کړکۍ له لارې د بادشاه د لور کوټې ته ورننوت. د بادشاه لور پر کوچ باندې غځیدلې او ویده وه. هغه دومره ښکلې او زړه وړونکې وه چې د دوکاندار زوی غوښتل ښکل یې کړي. هلک چې ورنږدې شو، جلۍ راویښه شوه او د هلک په لیدلو سره سخته وډاره شوه، خو د دوکاندار زوی ورته وویل: زه په هوا کې تا ته راغلی یم، تشویش مه کوه، زه د کیسو له وطن نه راغلی یم، څو تاسو ته ښکلې کیسې وکړم.

جلۍ د هلک خبره ومنله او یو د بل په څنگ کې سره کیناستل او په خبرو یې پیل وکړ. د دوکاندار زوی شهزادگۍ ته د تیارو سمندرونو، د سمندر ښاپیریو د لمبلو، په سپینو واورو پټو غرونو، قانسانو او د هغوی د ښکلو بچیانو په باب ښایسته او زړه وړونکې کیسې وکړې.

د شهزادگۍ کیسې ډیرې خوښې شوې، سمدلاسه یې هلک ته وویل:

«هوکې! د شنبې په ورځ، بادشاه او ملکه دلته زما لیدلو ته او د یو چای څکلو په پار راځي، هغوی به ډیر خوشاله شي چې پوه شي چې زه داسې یو ښه شخص سره مخ شوې یم.

موږ به چای سره وڅکوو او زه به له هغوی نه وغواړم چې تاسو سره وگوري، ته به هم هغوی ته همداسې خوږې او په زړه پورې کیسې وکړې، خو پام دې وي چې د مور مې روزنیزې کیسې خوښیږي او پلار مې خندونکو کیسو سره مینه لري.»

د دوکاندار زوی وویل:

«تاسو ډاډه اوسئ!

زه به یې ښه بوخت وساتم او د یوې ښکلې ناوې په څیر ښایسته کیسې به ورته وکړم.»

کله چې دوی سره جلا کیدل، شهزادگۍ په زرینو غمیو سینگار یوه توره ورکړه، هغه څه چې هلک اړتیا ورته درلوده، اوس کولای شي هغه وکاروي.

هلک له خپل صندوق سره والوت او بیرته ځنگله ته ولاړ. ځانته یې نوي کالي واخیستل او په دې یې سوچ کول پیل کړل چې تر شنبې ورځې پورې یوه نوې داسې په زړه پورې کیسه برابره او ولیکي چې هم د بادشاه خوښه شي او هم د ملکې او دا کار څه آسانه کار نه و، خو بیا هم ده خپل کار پای ته ورساوه.

په ټاکلې ورځ ‍، شاه، ملکه او درباریان د چای څکلو له پاره شهزاد ته ورغلي وو. کله چې د دوکاندار زوی راغی، ښه تود هرکلی یې وشو‍.

ملکې هلک ته وویل:

«تاسو لکه چې موږ ته کومه کیسه کوئ، نو پیل یې کړئ، خو پام مو وي چې انتباهي او روزنیزه بڼه ولري.»

بادشاه هم ورغبرگه کړه:

«البته چې لږ خندونکې او په زړه پورې هم وي!»

هلک وویل:

«زه به داسې کیسه تاسو ته ووایم، چې ستاسو ټولو خوښه شي؛ نو غوږ شئ!»

بیا هلک خپله کیسه داسې پیل کړه:

«و، نه و کلونه پخوا د گوگړو یو کوتی و چې ډیر مغروره او ځانغوښتونکی و. گوگړ په خپلو پلرونو او نیکونو باندې ویاړ کاوه او دعوا یې کوله چې د ده پلار د ځنگله د یو ستر صنوبر څخه و. د گوگړو کوتۍ به تل د پخلنځي په تاخچه کې د یوه بل اور لگونکي په څنگ کې له یوه زاړه دیگي سره ایښې وه. د گوگړو کوتۍ به ویل:

موږ په یوه شنه ځنگله کې وو او په خوښۍ او ښه بڼه مو ژوند کاوه. هره ورځ به مو چای،  د الماسو په څیر له رڼو څاڅکو نه ـ چې انسانان پرخه ورته وايي ـ برابراوه او څکه به مو او لمر به خپلې زرینې وړانگې پر موږ ځلولې، الوتونکو به تر ټولو ښکلې سندرې راته غږولې، موږ به غوږ ورته نیوه او په ریښتیا چې ډیر خوشاله وو. موږ دومره شتمن وو، چې تل به مو غوره او ښکلې جامې اغوستلې او هیڅکله به د نورو ونو په څیر لغړې نه پاتې کیدلو. زموږ به ان په ژمي کې هم شنې جامې په تن وې؛ خو له بده شامته چې یوه ورځ لرگی ماتونکی موږ پسې راغی او زموږ کورنۍ یې له منځه یوړله او موږه یې سره جلا کړو.

هغه ونه چې زما پلار و، تنه یې د یوې لویې کښتۍ د شاه تیر په ډول وکارول شوه او اوس دا کښتۍ، له نړۍ څخه د راتاویدو په سفر بوخته ده. زموږ د کورنۍ نورو څانگو ته هم درنې دندې ور له غاړې شوې دي، خو زه بد مرغه گوگړ شوم او اوس باید خلکو ته رڼا او تودوخه رامنځ ته کړم. او همداسې چې مو واوریدل، زه له دومره لوی او لوړ اصل او نسب سره، سره باید د پخلنځي په دې څنډه کې ژوند وکړم.

نا څاپه دیگي هم خوله پرانسته، په خبرو راغی او وې ویل چې زما برخلیک، ستاسو له برخلیک سره ډیر توپیر لري. له هغې ورځې چې زه زیږیدلی یم، کارول مې پیل شوي دي. څو، څو ځلې د پخلي له پاره کارول شوی یم، زه د دې کورنۍ د غړو له پاره ډیر مهم یمه. زما تر ټولو ښه او لویه تفریح دا ده چې د کار له خلاصیدو نه وروسته بیرته پخلنځي ته راشم او له دوستانو سره مې خبرې وکړم.

له بده شامته چې زموږ خبرې، هماغه زړې او بیخونده تکراري خبرې دي، ځکه چې موږ په دې څلورو دیوالونو کې بندیان یو، د پخلنځي له وره نه د باندې نه وزو، ځکه د ویلو له پاره کومه نوې خبره نه لرو. کله، کله د اوبو سطل له پخلنځي نه د باندې وزي او د سودا ټوکرۍ تل تشه بازار ته ځي او ډکه بیرته راځي، خو زما له نظره، هغه خبرونه چې ټوکرۍ د خلکو او حکومت په باب راوړي، چندان د ډاډ وړ نه دي، هغه هم په دې دلیل چې ټوکرۍ د یوه زاړه، لویدلي او مات شوي دیگ په باب نه غږیږي، خکه یې خبرې چندان د حساب وړ نه دي.

د گوگړ په څنگ کې بل اور لگونکي وویل:

«ته ډیر غږیږې!»

بیا یې خپله خوله خلاصه کړه او پړق یې وهل، شنه ښکلې لمبه یې راویستله او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل:

«پریږدئ چې نن شپه لږ دمه شو!»

گوگړ وویل:

«ښه به دا وي چې د ټولو نظر وغواړو چې د چا کیسه ډیره جالبه ده.»

نا څاپه گلدان د دوی په خبرو کې ورولوید او وې ویل:

«نه، داسې نه شي کیدای!

تاسو یوازې خپل صفتونه کوئ او بل څوک نه پریږدئ چې وغږیږي، ښه به دا وي چې هر څوک په خپل وار سره وغږیږي او خپلې تیرې کیسې بیا ووایي، تر څو مالومه شي چې څوک تر ټولو مهم او ښه دی.»

بیا گلدان خبره داسې وغځوله:

«ما د بالتیک سمندر پر څنډه ژوند کاوه، زموږ د اوسیدو ځای د ډنمارک د غنموله کروندو نه دومره لرې نه و.»

په همدې شیبه کې ټولو قابونو په یوه غږ سره وویل:

«دا څومره ښه پیل دی! دا هماغه کیسې دي چې زموږ غوښیـږي.»

گلدان خبره داسې پسې وغځوله:

«زموږ کورنۍ د سمندر په هغو ښکلو او آرامه سیمو کې، ښه ژوند درلود، موږ په سوله او صمیمت سره خپل ژوند کاوه، هلته به خلکو د کور د اړتیا وړ شیان جوړول، د کور غولی او پردې به هرو څوارلسو ورځو کې یو ځل پاکیدلې.»

ناڅاپه جارو غږ کړ او وې ویل:

«څه خوږه او جالبه کیسه ده! هر څه وللي دی او له هغوی نه د پاکۍ بوی راځي.»

په همدې شیبه کې د اوبو سطل له خوښۍ نه وښورید، را وړاندې شو، لږې اوبه یې د پخلنځي پر غولي وشیندلې او وې ویل:

«سمه ده چې ستاسو ژوند ډیر خوندور و.»

گلدان خپله کیسه پسې ویله، تر څو چې پای ته ورسیده او د کیسې پای یې هم د کیسې د پیل په څیر په زړه پورې او د اوریدلو وړ و.

قابونه له خوشالۍ نه سره وښوریدل، جارو او شنیلي گلدان ته مزاحمت کاوه. نن چې دوی ته مزاحمت کوي، ښايي سبا به موږ ته هم مزاحمت پیښ کړي.

یو بل چا هم په گډیدلو سره خپل غږ وایسته او وې ویل:


«زموږ وار به کله ورسیږي.»

د زړې چوکۍ پوښ هم چې په یوه څنډه کې ناست و او نورو ته یې کتل، تر شونډو لاندې یې ویل:
«دا ځینې څه بلا اخلاق لري.»

آ بل اور لگونکي له ځانسره وویل:

«آیا د گلانو تاج به زما په برخه شي او زما پر سر به کیښودل شي؟»

د گوگړو د کوتۍ له نظره دا یو ساده او احمقانه فکر و چې آ بل اور لگونکي داسې هیله درلوده.

د سودا ټوکرۍ د کرم له پاڼو نه یو تاج جوړ کړ او د گلدان پر سر یې کېښود، دا نور لږ خوابدي غوندي شول، خو وروسته یې له ځان سره فکر وکړ چې په بله لوبه کې به خپله گټونکی وي.

کاشوغو په شور و ځوږ سره وویل:

«اوس باید ولاړې شو او وگډیږو!»

او دومره وگډیدې او سره وې خندل چې په نسونو کې یې درد پیدا شو او د زړې چوکۍ پوښ هم له خندا نه دوه پلې شو.

بل اورلگونکي وویل:

«اوس د سماوار د سندرو ویلو وخت دی.»

خو د سماوار ساړه شوي وو او نه یې شوای کولای چې سندرې ووايي.

د کړکۍ خوا ته یې د زاڼې یوه غټه بڼکه ایښې وه، دا د چوپړې نجلۍ قلم و، چې له لیکلو وروسته یې له قیمتي کاڼو سره یو ځای کیښوده. دا قلم ډوله بڼکه ډیره مغروره وه او ځان یې له ټولو نه ښه او لوړ گاڼه.

بڼکې وویل:

«که سمار نه غواړي سندرې ووايي، ښه به دا وي چې له جشن څخه پښه وباسي.»

په همدې شیبه کې چوپړ کونکې نجلۍ پخلنځي ته راننوته او د هغې په راتگ سره ټول غلي شول. نجلۍ گوگړ را واخیست او د اور بلولو په پار یې ولگاوه.

گوگړ لمبه وکړه او له ځان سره یې سوچ وکړ چې ټول به اوس د ده صفت وکړي، خو مخکې له دې چې خپل سوچ کول پایته ورسوي، په ایرو بدل شو، د هغه ټول غرور او دعواوې په لوگو بدلې او هوا کې ورکې شوې.»

بادشاه او ملکې له کیسې نه ډیر خوند واخیست، د دوکاندار زوی یې هم ډیر خوښ شو او ژر یې د هلک او شهزادگۍ د واده پریکړه وکړه او د واده ورځ یې ورته وټاکله.

د هغوی د واده په شپه ټول ښار روښانه کړی شوی و، خلکو په واټونو کې گډا او خوشالي کوله. د دوکاندار زوی د اور لوبي توکي برابر کړل، په خپل صندوق کې یې کېښودل، له صندوق سره والوت او د ښار د پاسه یې رنگه فشنگونه ولگول او په دې ډول یې د ښار ټول آسمان رڼا کړ. خلکو په حیرانتیا سره پاس کتل او د دې منظرې له لیدلو څخه یې خوند اخیست او له خوشالۍ نه پورته، پورته الوتل.

هلک له صندوق سره بیرته راښکته شو، صندوق یې په ځنگله کې پریښود او خپله ښار ته راغی. ښاریان ورباندې راټول شول او داسې بریښیده چې خلک په دې خوشاله دي چې د دوی بادشاه داسې هوښیار زوم لري.

بله ورځ د دوکاندار زوی ځنگله ته لاړ چې خپل بکس سره بیرته د شهزادگۍ ماڼۍ ته راستون شي، خو وې نه شوای کولای خپل بکس پیدا کړي. وروسته له ډیر فکر نه پوه شو چې د بکس په یوه څنډه کې یوه نا چاودلې پټاقۍ نښتې وه او د هغې په چاودیدو سره بکس اور اخیستی او په ایرو بدل شوی دی. هلک له غمه ډک زړه په خپل مخه ولاړ.

شهزادگۍ تل د هغه راتگ ته سترگې په لاره وه، خو له ډیر انتظار سره، سره د هغه درک ونه لگید.

څوک څه پوهیږي!

ښايي شهزادگۍ تر اوسه هم سترگې په لاره وي، خو د دوکاندار زوی ښار په ښار گرځي او خلکو ته خوږې او په زړه پورې کیسې کوي، خو یوه کیسه یې هم د گوگړو د کوتۍ د کیسې په اندازه خوږه او په زړه پورې نه ده.

پای

منبع:

    H.C.Andersen Eventyr, 2, 7 – 19 s, 1994, Odnsa, Denmark

Loading...