د ماشومانو روزنه| لیکواله: امنه عزیزي

  • Written by:

د ارواپوهنې له مخې د انسان ژوند بېلا بېل پړاوونه لری. یو هغه چې انسان ځان وپیژني ، خپل رب وپیژني، او خپله نړۍ وپیژني! د انسان د ژوند لومړنی پړاوو او لومړنئ دوره د ماشومتوب دوره ده.

د ماشومتوب دوره په مجموع کې یوه خپلواکه دوره ده. چې ماشوم کولی شي په خپلواکه توګه هر کار وکړي د نمونې په توګه: ماشوم کولای شي ازادنه لوبې وکړي که هغه هلک وي که انجلۍ په خپلواکه توګه یوځای لوبې کوي او کوم بندیز پري نه وي مثلا چې یو څوک دې خپلې ماشومې لور یا خور ته ووایې چې هلکانو سره لوبې مه کوه ! یا هم هلک ماشوم ته ووایې چې انجونو سره لوبې مه کوه .

نه ! بلکې ماشومان ازاد طبیعت لري او غواړي چې په هر ځای کې له نورو ماشومانو سره یو ځای لوبې وکړي ، شوخي دې وکړي ، ورانی دې وکړي او دې ته ورته نور فعالیتونه دې وکړي . ماشومانو ته هېڅکله هم باید ډار ، وېره او مایوسې ور ونه ښودل شي ! ځکه که هغوی لوی هم شي بیا تر ډیره په ژوند کې ډارن او بې زړه وي.

ماشومانو ته باید جرات، همت او زړورتیا ور زده کړل شي ځکه ماشوم بیا نه یوازې د ماشومتوب په پړاوو کې بلکې هغه چې کله ورو، ورو لویږي او د ماشومتوب له پړاوه وځي بیا نو د ژوند په هر پړاوو کې زړور وي او کولای شي چې خپلې زړورتیا، جرات او همت ته لا نوره وده ورکړي.

بله اهمه نقطه چې باید ماشومانو ته ونه ویل شي چې هغه هېڅ نه شي کولای ځکه که ماشوم بیا هم کوم کار کولای شي خو بیا وایې زه یې نه شم کولای ، باید ورزده کړل شي چې هغه هر کار کولای شي ځکه که په راتلونکې کې کوم کار ورته ناشونی هم وي بیا یې شونی کولای شي. کله چې ماشوم تعليمي عمر ته ورسیږي یعنې د ښوونځي د شامیلیدو شي، هغه باید ښوونځي ته د تللو او درس ویلو لپاره وهڅول شي. نه باید ور زده کړل شي چې په ټولکي کې دې شوخي او ورانی ونه کړي که، نه نو بیا دې ښوونکی په لښته وهي.

ماشوم خپلواکه طبیعت لري او خوښیږي یې چې لوبې ، شوخي او ورانی دې وکړي نو بیا داسې خبرې کول د ماشوم په ذهن منفي اغېزه کوي او روحیه یې وژني. هغه کیدای شی داسې فکر وکړي چې ښوونکی به کې دومره ظالم وي چې ما به په لښته وهي . نو بیا کله چې ښوونځي ته لاړ شي ژاړي او وایې چې ټولګي کې نه کېنم، یا هم کله چې ښوونکی درس ورکړي او پوښتنه وکړي نو بیا که هر څومره د ماشوم درس یاد وي له دې وېرې چې درس غلط نه کړي او بیا یې ښوونکی ووهی نو ټولګي کې درس هم نه وایې.

دا هغه نقطې دي چې باید هېڅکله ماشوم ته ونه ویل شي . ماشوم باید د ښوونځي له دورې مخکې ښوونځي ته د تللو او درس ویلو لپاره تشويق کړل شي ، بیا نو ماشوم په پوره شوق او مينې سره ښوونځي ته ځي او ښه درس وایې. د ښوونځي دوره او چاپېریال په لومړیو کې ماشوم لپاره ډیر تنګ وي ، خو که هغه په مینه او خوږه لهجه ښوونځي ته په وخت تللو او درس ویلو لپاره وهڅول شي نو بیا د ښوونځي د ماحول سره ځان عیارول ورته مشکل نه وي.

باید د ماشوم په درسونو کې له هغه څخه پوښتنه وشي ، که په درسونو کې ډیر ښه و نو هغه ته یوه کوچنۍ ډالۍ د انعام په ډول ورکړئ .‎ ځکه ماشوم ډیر خوشحالیږي او بیا تر هغې هم ښه درس وایې ، که چېرې په درسونو کې ډیر ښه نه و نو هغه درسونو ته وهڅوئ تشویق یې کړئ ځکه ستاسې تشویق به هغې ته روحیه ورکړي. هغې ته به قوت ، انرژې ورکړي تر څو په درسونو کې هڅاند اوسي.

د ښوونځي زده کوونکي عموما ماشومان وي ، نو باید د اوونۍ په لړ کې د کورنۍ د مشرانو لخوا تفریحې ځایونو ته یوړل شي چون د اوونۍ په لړ کې د زده کوونکو اذهان له ډیر درس ویلو سره ستړي کیږي، نو په تفریح کولو سره طبعا ذهن ارامیږي ، تازه کیږي او خوشحالیږې.

په دې کار سره به د ماشومانو له خپلو مشرانو سره مینه پیدا شي او داسې فکر به وکړي چې واقعا زموږ مشران زموږ په فکر کې دی او موږ سره مینه لري نو هماغه ده چې له مشرۍ یې هم مینه پیدا کیږي او په راتلونکې کې ښه مشران جوړېدلای شي.

Loading...