د ښوونځي لیک | ژباړه: شیرین اغا جهانګیر

په سینګاپور کې د ښوونځي مدیر د زده کوونکو کورنیو ته دا لیک تر ازموینې وړاندې استولی:

درنو والدینو!

ستاسو د ماشومانو ازموینې به ژر پیل شي. مونږ پوهیږو چې تاسې غواړئ ماشومان مو په ښو نومرو بریالي شي، مګر هیله ده له یاده ونه باسئ چې:

د هغو زده کوونکو ترمنځ چې سبا ته به ازموینې ته ناست وي، یو تن انځورګر هم شته او هغه اړ نه دی چې په ریاضي پوه شي…د دغو زده کوونکو ترمنځ یو سوداګر او یو رئیس هم شته، هغوي اړ نه دی چې د انګلیسي ادبیاتو د تاریخ په اړه فکر وکړي.

د دغو زده کوونکو په منځ کې د موسیقۍ یو فنکار ناست دی چې د کیمیا نمرې يې ورته چندان ارزښت نلري. د دوي ترمنځ یو تن د منډې وهلو لوبغاړی دی، د هغه فزیکي جوړښت د فزیک تر نمرو زیات ورته ارزښتمن دي.

که اولادونه مو ښې نمرې واخیستې، ښه خبره ده، مګر که هغوي ونشو کولای ښې نمرې واخلي، هیله ده چې د هغوي پر خپل ځان باور او غرور تر پوښتنې لاندې را نه ولئ! هغوي ته ووایاست چې دا د خپګان خبره نه ده، دا یواځې یوه ازموینه ده او بس! د هغوي نمرې د ځینو نورو اړینو کارونو په خاطر کمې شوي، هغه کارونه چې ددوي په ژوند کې ارزښت لري.

خپلو اولادونو ته ووایاست چې د نمرو په اړه دې تشویش نه کوي!، ورته وښایاست چې له هغوي سره مینه لرې اوکله هم د نمرو له مخې يې په اړه قضاوت نه کوې.

هیله ده دا کار وکړئ، او کله چې تاسې دا کار کوې، بیا وګورئ چې اولادونه مو څنګه ټوله نړۍ درته فتح کوي.
یوه ازموینه، یا کمې نومرې به ددوي ارمانونه او وړتیاوې له دوي ونه تروړي. اوهو! لطفا داسې فکر مکوئ چې ډاکتران او انجینران د خمکې پر سر تر ټولو خوښ او بریالي خلک دي!.
په درناوي

ژباړه: شرین آغا جهانګیر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...