د ماشومانو د فشار او اندیښنې کمولو ۱۲ حللارې

ژباړه: واحد ګل هاشمي


ماشومان او ځوانان زیاتره وخت په سټریس یا اندیښنه باندې اخته کیږي، چې ددوي له ډلې کمه شمیره ځان کابو کولی شي او زیات شمیر یې بیا نشي کولای تر څو دا تشخیص کړي چې څنګه باید ځان لدې حالت څخه وباسم نو دلته پوښتنه دا پیدا کیږي چې څنګه کولای شو د ماشومانو په سټریس او اندښنې کمولو کې مرسته وکړو؟

۱) خپل ماشوم وهڅوئ تر څو د ویرې څخه د تیښتې پر ځای ورسره مخامخ شي.

طبیعي ده چې که چیرته مونږ او تاسې له یوه حالت څخه ویره لرو نو هڅه کوو چې ورڅخه لیرې شو، او نه غواړو چې داسې یو څه ته، یا یوه عمل ته ورنږدې شو چې مونږ ورڅخه په ډار کې یو.

ماشومان چې له کوم حالت څخه ویره لري که چیرته ورسره مخ شي نو په لنډ وخت کې به دا زده کړي چې دا ویره ورو ورو کمیږي او تر ډیره ثابته نه پاتې کیږي، د انسان بدن داسې یو سیستم لري چې که چیرته د یوه عمل د اجرا څخه تاسې ویره لرئ او وروسته ورسره مخ شئ دا ویره له ۲۰ تر ۴۵ دقیقو کې پخپله لمنځه ځي.

دلته یو څه باید اضافه کړم هغه دا چې زیاتره ماشوم له دې ویرې لري چې څنګه د ټول صنف تر مخ خبرې وکړم، څنګه په ستیج ترانه ووایم او داسې نور ځینې عملونه خو چې کله هم دوي دا جرعت وکړي چې ودریږي او پیل وکړي، ورو ورو دا ډاډ ترلاسه کوي چې ویره یې بې ځایه وه.

۲) د خپلو ماشومانو ځینې نیمګړتیاوې درک کړئ او ورته ووایاست چې تاسې مناسب یاست.

زیاتره وخت مونږ او تاسې غواړو چې کوچنیان مو باید په هره برخه کې په لوړه درجه بریالیتوب لاسته راوړي، یعنې له سپورت نیولې تر زده کړو او د ژوند تر نور چارو، مګر مونږ دا هیروو چې کوچنیان مو کوچنیان دي او باید ورسره د یوه کوچني په ډول چلند وشي. که چیرته د مکتب په یوه مضمون کې یا د ژوند اړوند په نورو چارو کې ښه نه ځلیږي ددې په ځای چې تهدید شي باید اړ کړل شي تر څو لا ښه هڅه وکړي، خو باید د لوبو سره یې فیصدي مساوي وي ځکه کوچنی نشي کولای د ژوند نورې داسې پر مخ یوسي لکه لوبې کول، مانا دا چې داسې مهالویش ورته برابر شي تر څو لوبې او نورې چارې سره په مساوي ډول پر مخ یوسي.

۳) د ماشومانو پر مثبو کړنو تمرکز وکړئ

که چیرته تاسې د خپل ماشوم پر منفي کړنو تر حده زیات ټینګار کوئ دا به ماشوم دې ته اړ کړي چې یواځې منفي فکر وکړي، او په راتلونکي کې هر عمل چې ترسره کوي یې په پوره ویرې او ډار سره به یې ترسره کوي، که هغه ډیر هم ښه کار وي، نو ددې لپاره چې خپل ماشومان له منفي فکر کولو وژغورو اړینه ده چې د هغوي پر مثبتو کړنو ټینګار وکړو، او هر وخت یې تشویق کړو تر څو ددې په ځای چې له منفي فکر وکړي لا د ښه عمل په کولو او مثبتو کارونو په اجرا کولو کې خپل وخت تیر کړي.

چې هم مهاله به مو هم ماشوم د منفي فکر کولو ژغورلی وي ورسره به مو د مثبت فکر کولو ذهنیت هم ورکړی وي. 

۴) د لوبوکولو مهالویش

کوچنیان لوبو کولو ته اړتیا لري نو ددې لپاره اړینه چې ورته مهالویش جوړ شي، ځکه دوي کوچنیان وي او پخپله د مهالویش جوړولو وړتیا نه لري. ددې لپاره چې کوچنیان په د لوبو کولو خوند واخلي اړینه ده چې داسې یوه لوبه ورته غوره شي چې دده خوښیږي او مناسبه وي، او بله دا چې باید دا وکتل شي چې ایا ستاسې کوچنی ذهناً د لوبو کولو ته چمتو دی او که نه؟

۵) ځان ساتنه، اخلاق او مثبت فکر کول

دا ښکاره خبره ده چې ماشومان هغه څه زده کوي چې تاسې یې کوئ، نو ددې لپاره چې تاسې کوچنیان په مثبت فکر کولو، ښه چلند او د ځان پاملرنې ته واداره کړئ اړینه ده چې تاسې دا ټولې کړنې په خپل ځان کې پیدا کړئ ددې لارې به ستاسې کوچنیان په ډيرې اسانۍ پورتني موارد په خپل ژوند کې پلي کړي، لنډه دا چې ستاسې اولاد ستاسې لپاره د ښیښې مثال لري څنګه چې تاسې یاست هغوي به هم همغسې لویږي.

۶) د خپل کوچني لاسته راوړنې ونمانځئ

که چیرته یو کوچنې له داسې مناسب عمل سره مخ کیږي چې پخوا یې ترې ویره درلوده او په بریالیتوب یې پای ته رسوي تاسې هڅه وکړئ تر څو هغه ونمانځئ او جایزه ورکړئ، خیر که یوه ښه خبره وي، تاسې یې تشویق کړئ دا به بیا ددې لامل شي چې نوموړی کوچنی په ډیرو داسې مسایلو کې ډاډه او زړور وي.

۷) ښه خوب درلودل

ښه خوب هم کولای شي چې ستاسې ماشومان له سټریس او ویرې څخه لیرې وساتي، تاسې هڅه وکړئ چې د خپلو ماشومانو لپاره د خوب وخت منظم وټاکئ، که چیرته ستاسې ماشومان منظم خوب ولري دا به ورسره د ډیرو رواني ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.

۸) خپل ماشومان دې ته وهڅوئ تر څو خپله اندښنه څرګنده کړي

کله چې ستاسې ماشومان د ویرې احساس کوي او بیا یې له تاسې سره شریکوي، نو تاسې هڅه وکړئ تر څو د نوموړي په ستونزه ځان پوره پوه کړئ او بیا یوه پریکړه وکړئ، نه دا چې تاسې ورته لنډ ځواب ورکړئ چې رک روغ یې، یا هم هسې اخته یې ته نه یې ویرېدلی، د کوچنیانو سره داسې چلند به ددې باعث شي چې دوي بیا ډیر څه له تاسې پټ کړي او درته ونه وايي، چې دا عمل بیا ډیر بد عوقب لري.

۹) د خپلو کوچنیانو سره مرسته وکړئ چې ستونزې حل کړي

هڅه وکړئ چې د خپلو کوچنیانو د ستونزو حلولو کې مرسته وکړئ، دا کړنه به ددې لامل شي چې ستاسې کوچنیان به په دې وپوهیږي چې که چیرته دداسې ستونزې سره مخ کیږي څنګه یې باید حل کړي او څنګه ورته د حل لار ولټوي.

۱۰) ارام اوسیدل  

ماشومان لکه څنګه مو چې پورته یادونه کړې تل خپلو مور او پلار ته ګوري او همغسې عکس العمل کوي، که چیرته غواړئ د کوچني حالت کنترول ووسي اړینه ده چې والدین یې هم باید په خپل حالت کنترول ولري، مثلاً که چیرته غواړو د ماشوم خپګان راکم کړو اړینه ده چې لومړی د خپل ځان غم وخورو او خپل ځان په ظاهري ډول برابر کړو، په یاد ولرئ زیاتره کوچنیان د خپل مور او پلار په خپلو کې د ښه چلند نه موجودیت له کبله په ذهني نارامي اخته کیږي.


۱۱) ځینې اراموونکي تمرینات

ځینې وخت د خپګان په لمنځه وړلو کې اراموونکي تمرینات هم مرسته کوي،  لکه مثلاً که تاسې په دې پوه شوئ چې ستاسې ماشوم خفه دی یا سټرس لري نو تاسې ورته د ځینو تمریناتو سپارښتنه وکړئ، لکه ژوره ساه اخستل، یا ورته ووایاست چې سترګې پتې کړئ او ځان په یوه اراموونکي ځای کې احساس کړئ لکه ساحل او یا داسې نور تمرینات دي چې د کوچني سره په خپګان ختمولو کې مرسته کوي.

۱۲) نه نا امیده کیدل

د اندښنې او فشار پر وړاندې اوږدمهاله مبازره کولی شي دا ستونزه له منځه یوسي، یعنې زیاتره وخت مونږ د یوه عمل په نیمایي کې راګرځو چې بیا زمونږ تیرې هڅې هم په اوبو لاهو کیږي، تاسې هڅه وکړئ خپلو کوچنیانو سره د خپګان په لمنځه وړلو کې پورتنۍ عملیې تر یوه وخته تکرار کړئ دا چاره به ددې لامل شي چې هم به د ماشوم خپګان له منځه لاړ وي او هم به یې د بیا لپاره د مبارزې کولو چل زده وي، یعنې ستاسې په نه موجودیت کې به هم په دې توانیدلی شي چې څنګه یو ستونزه مهار کړئ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...