د ماشومانو پر ژوند د کورني چلند اغېزې

ثناءالله فیضي

ماشومان او نوي تنکي ځوانان د ټولنې تر ټولو لویه برخه تشکیلوي او د ټولنې هغه پانګه  ده چې پر مټ یې د یوې ټولنې برخلیک ټاکل کیدای شي. د دوی سالمه روزنه کولای شي یوه ټولنه یوې سالمې لار ته رهبري کړي، خو د دوی روزنه بیا د دوی د کورنیو مسؤلیت دی.

ماشومان چې نړۍ ته راځي د لوی ذات لخوا ورته ورکړل شوی عقل، فکر او ذهني جوړښت یې د نړۍ له موجوداتو سره په بشپړه توګه نا آشنا وي او اړتیا لري تر څو ورته دغه آشنایي یو څوک ورکړي او د دې اړتیا پوره کولو لپاره ماشومان په خپله یو طبیعي خاصیت لري، داسې چې د هر څه زده کړه ډیر ژر کوي او په راتلونکي کې په هماغه بڼه چې یې زده کړي وي، پلي کوي. د دوی لپاره د دغې زده کړي یوه اړینه سرچینه هغه انسانان چې دوی ورسره ژوند کوي، یعنې کورنۍ ده.

د ماشومانو په سالمه روزنه کې د کورنۍ مسؤلیت په ځانګړي ډول د مور او پلار ډېر دروند دی او  دا د ماشومانو پر دوی انساني او اسلامي حق دی نو دوی اړ دي چې د خپلو ماشومانو روزنې او پالنې ته له هر څه زیات پام وساتي. شاید ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو او اولادونو ته د روزنې ورکولو هنر نلري او تل د دغو پوښتنو د ځوابونو  فکر کې دي چې د ماشومانو سره څنګه چلند وکړي؟ څنګه پوهاوی ورکړي؟ څنګه یې نیکو کړنو ته را وهڅوي؟. د دغو پوښتنو ځواب د دوی سره دی، دا ځواب چې د دوی د ماشومانو روزل د دوی په لاس کې دي.

کله چې ماشومان د خپلو کورنيو غړو کړوړ تعقیبوي او دا ګوري چې مشران یې څنګه چلند کوي؟ د دوی تر مخې څنګه او کومې خبرې کوي؟ د مشرانو حرکات او عادتونه یې څه ډول دي؟ دوی یې ژر تر ژره یادوي، او وروسته یې په ښه توګه اجرأ کوي، نو که چیرې د کورنۍ هر غړی د خپلو ماشومانو پر وړاندې د نیک چلند کولو احساس ولري او دغه احساس یې عملي بڼه ترلاسه کړي. نو ښکاره ده چې د دوی دغه کار د ماشومانو پر روزنه مثبته اغېزه لري.

د ماشومانو سره د کورنۍ او مور او پلار له خوا د نیک چلند کول د ماشومانو د سالمې روزنې لپاره یو مثبت ګام دی، کورنۍ باید له ماشومانو سره په ډېرې نرمۍ چلند وکړي او ماشومانو ته باید د مور او پلار او یا د کورنۍ نورو غړو نصیحت تهدیدي بڼه ونلري. که چیرې ماشومان کوم بد عمل ترسره کوي باید ورته په نرمۍ سره د هغه کار ګټې او زیانونه ور په ګوته او د بیا نه تکرارولو وېل شي چې دا چلند به د دوی د ښې روزنې لپاره یو قوي ګام وي.

د ماشومانو پر روزنې د دوی د ژوند محیط زیات اغېز لري چې دغه محیط کې؛ د کلي، کوڅې، ګاونډ او ټولنې وګړي اوسیږي. ماشومان چې د خپل ژوند په محیط کې له کومو خلکو سره ناسته ولاړه لري هماغه لار زده کوي. مخکې له دې چې ماشومانو ته د بیدیا آداب او چلند ور زده کړل شي باید هڅه وشي چې ماشومان د کورنۍ په ټولو آدابو او چلندونو سمبال وي. هر کله چې ماشومان ټولنې ته د کورنۍ سالمې روزنې سره یوځای وړاندې شي نو اړتیا نه پیښیږي چې د ټولنې روزنه دې ورته ور وښودل شي او په خپله کولای شي چې د ټولنې لپاره د زیات او مؤثر خدماتو کولو جوګه وګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...