ایا خبر وئ؟ | ژباړن: محمد عزیز پردېس

په نړۍ کې تر ټولو عام او استعمالېدونکی نوم (محمد ) دی.

  • د ټولو لويو وچو (قارو) نومونه چې په کومو تورو پيلېږي، نو په همغه تورو سره پای مومي.
  • د انسان په بدن کې ( ژبه) تر ټولو کلکه ټوټه ده.
  • د ټایپ ماشین « TYPEWRITER» کليمه تر ټولو اوږده کليمه ده چې، د ليکدړې  (Key board ) د يوې ليکې څخه په ګټې اخېستو سره ليکل کېږي.
  • د ښځو سترګې تقريبا د سړيو په پرتله دوه برابره زیاتې رپېږي.
  •  د خپل نفس په قيدولو څوک ځان وژنه نه شي کولی.
  • دا ناممکنه ده چې خپل ليچي ښکل کړئ.
  • کله چې اپرنجی کوئ، نو خلک يې تاسو ته په ( د الله رحمت دې وي په تاسو ) په ويلو ځوابوي، دا ځکه کله چې پرنجی کوئ، نو ستاسو زړه د يوې ثانيې د يو ميليونيم په اندازه درېږي.
  • خوګان د خپل د فزيکي جوړښت په اساس، په دې نشي بريالي کېدای چې اسمان ته وګوري.
  • د موټرونو د ښيښو واوره پاکوونکي، ليزري پرنټر، د مرمۍ او د اور ضد د ښځو لخوا رامنځ ته شوي دي.
  • يوازيني خواړه چې هېڅکله نه خرابېږي، هغه شات دي.
  • کروکوډيل نشي کولی چې خپله ژبه بهر ته راوباسي يا را اوږده يې کړي.
  • حلزون کولی شي چې د درې کلونو لپاره هم ويده پاتې شي.
  • ټول قطبي  ( اېږې ) خرسونه کيڼ لاسي دي.
  • په کال ۱۹۸۷ کې د ( امريکن اېرلاينس ) د هوايي خدمتونو شرکت وشو کولی چې خپلو لومړۍ درجه پروازونو لپاره د برابر شوي سلادونو څخه د يو زيتون په لرې کولو سره، خپل څلوېښت زره ډالره صرفه کړي.
  • بوراګانې په خپلو پښو سره د هرشي مزه څکي.
  • ۴۰۰۰ کاله مخکې، هېڅ يو ژوی (حيوان ) هم اهلي نه و.
  • مېږيان تل خپل ښي اړخ خواته سقوط کوي.
  • دوه، ډاګييز ( صحرايي ) موږکان د ۱۱ مياشتو په لړ کې په دې بريالي کېدای شي چې يو ميليون اولادونه ولري.
  • الکتريکي څوکۍ د غاښونو د يو ډاکتر لخوا رامنځ ته شوې ده.
  • تاسو د يوې ورځې په لړ کې په منځني ډول ۱۵۰۰۰ ځلې سترګک وهئ.
  • ستاسو زړه د يوې ورځې په اوږدو کې ۱۰۱۰۰۰ ځلې تپېږي.
  • د انسانانو د لاسونو نوکان، د پښو په پرتله ۴ ځلې ډېر او په چټکه توګه غټېږي.
  • د پياز د پوستولو پر مهال، د ژاولو ژدول مو د اوښکو څخه ژغوري.
  • لئو نارډو داوينچي کولی شول چې په همهاله ډول په يوه لاس ليکل او په بل لاس سره نقاشي وکړي.
  • د حمام يو سوسک کولی شي چې د ۹ ورځو لپاره پرته له سر څخه ژوند وکړي، ترڅو چې د ولږې له امله ومري.
  • د رياضي يو جالبيت په دې کې دی چې، کله د ۱۱۱۱۱۱۱۱۱  عدد په خپلو کې سره ضرب کړئ، نو ځواب به يې داسې وي: ۱۲۳۴۵۶۷۸۹۸۷۶۵۴۳۲۱
  • د موبايل او ليکدړې پر مخ د # دکمې نوم ( اُکتُسرپ ) دی.
  • د يو ميليارده خلکو له ډلې څخه يوازې يو شخص د ۱۱۶ کلونو څخه ډېر عمر کوي.
  • سمندري ستوری مغز نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...