له سترو کمپینو پر موبایلي لوبو د ماشومانو د روږدېدا د مخنیوي غوښتنه

تاند- د موبایل ټېلفون دوو سترو پانګوونکو پر موبایل د ماشومانو د روږدېدا د مخنیوي لپاره اپل کمپنۍ ته یو پرانیستی لیک استولی او له دې شرکت څخه یې په دې برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په نړۍ کې په ملیونونه ماشومان په موبایلي لوبو روږدي شوي دي.

د نیویارک جناپارټنرز کمپنۍ او د کلیفورنیا د متقاعدو ښوونکو سیستم په خپل پرانیستي لیک کې له اپل کمپنۍ غوښتي چې د اپل په خدماتو کې د ماشومانو د اعتیاد د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

دوی دغه راز اپل ته سپارښتنه کړې چې د اپل سافټوېر په داسې ډول اپ ګرېډ کړي چې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د روغتیا د ملاتړ لپاره زیات انتخابونه ولري.

په اپل کې د دغو کمپنیو ونډه ټولټال ۲ ملیارد ډالره ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...