ځیرک ماشومان له ځان سره خبرې کوي

مینه (صابر)  

پرون یوه څلورکلنه ماشومه نجلۍ له خپلې مور سره کلنیک ته راغله. لږ تر لږه دېرش دقیقې به مې يې له مور سره خبرې کړې وی. د خبرو په لړ کې مې دې وړې نجلۍته هم پام وو. د مېز له سره به یې کله قلم راواخيست او داسې به  ورسره په غږېدا شوه لکه له بل چا سره چې غږېږي. د سن‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ډایز بوتل ته به یې وکتل او په خبرو به یې پیل وکړ:

دا وینې؟ دا څه شی دی؟ 

نه نه دا څه چې ته فکر کوې هغه شی نه دي.

دا قلم دی! قلم، په دې لیکل کېږې .ګوره زه اوس ستا نوم پرې لیکم sanitizer . بیا یې رنګه قلمونه راواخیستل او هغه یې سنټایزر ته ور پېژندل:

دا رنګه قلمونه دي .په دې ښکلي رسمونه ایستلی شې. زه مې چې مور ته د مور د ورځې او یا هم د هغې دزيږېدو د کلیزې لپاره کارت جوړوم ورته په ښکلو رنګو لیکم: I love you mom مورې !په ما ګرانه يې بس دا ټول وخت یې د مېز په سر هر څه یو او بل ته ور پېژندل .کله کله به چې ما ورته وکتل را ته موسکی به شوه او بیرته به یې په خبرو  پیل وکړ. 

دا ټوله ورځ مې په دې فکر وکړ چې دا ماشومان ولې له ځان سره خبرې کوي؟ دا کوم ‌‌‌‌‌‌ډول روحي تکلیف دې او علتونه یې څه دي؟

د ماشوم د روانشناسي څېړنو ته په کتو هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې له ځان سره خبرې کوی ‌‌‌ډېرځیرک او هوښیار وي .هغوی په  ماشومتوب کې د هرې ستونزې د حل لاره له ځان سره په خبرو پیدا کوی او خپل مغز په کار اچوي. تر ‌‌‌‌‌‌ډېره  د ما شوم له خپل ځان سره خبرې هغه په  ځان متکي او همدارنګه د خبرو او په ټولنه کې د ودې او پرمختګ په برخه کې له هرې ستونزې سره د مخامخ کېدو لپاره آماده کوي. ‌‌‌‌تر پينځه کلنی پورې د ماشوم خپل ځان سره غږېدل  د ماشوم د ودې یو نارمل حالت دی. میندې او پلرونه باید ورته تشویش ونه لري او نه هم کوښښ وکړي چې ماشوم دې ته اړ کړي چې  له ځان سره له غږېدلو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي.

څیړنو دا هم ښوولې چې هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې د غږېدلو سره کومه ځانګړې  مینه نه ښیي تر ‌‌‌‌‌‌ډېره  په ټولنيزه برخه کې له ستونزو سره مخامخ وي. د ماشوم له ځان او یا هم د لوبو له شیانوسره خبرې په حقیقت کی د ماشوم د ژبې په پرمختګ او وده کې ډیره مرسته کوي. ماشوم کوښښ کوي چې خپل مغز په کار واچوي، د هر څه لپاره مناسب لغت پیدا کړي او په دې توګه یوه مکمله جمله ترې جوړه کړي. کله کله د لږ عمر ماشومان کوښښ کوي چې د یو لغت او یا هم نیمې جملې په ويلو سره مقابل لوری په خپل مطلب  پوه کړي .د ا د ماشوم د ودې یو بل پړاو دی چې ماشوم دې ته تیاروي چې له خیالي نړۍ نه انساني چاپېريال ته راووځي.

میندې او پلرونه باید کوښښ وکړي چې له ماشوم سره خبرې وکړي او په خبرو یې راولي. ‌‌‌‌‌‌داسی ډېر لیدل شوي چې میندې او پلرونه او یا هم د کورنۍ نور غړي د ماشوم په خبره نه پوهیږي او ځنې وخت شاید د ماشوم خبرې ته نامناسب او یا هم په قهر ځواب ورکړي.

د میندو، پلرونو او د کورنۍ د نور غړو داسې کړنه د ماشوم په روحیه منفی اغېزې درلودلی شي د کورنۍ د غړو داسې کړنه ماشوم دې ته اړ کوي چې له انساني چاپېريال نه لېرې د خپلې کورنۍ له غړو سره د خبرو کولو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړې او بېرته خپلې خیالي نړۍ ته مخه کړي. ‌‌‌‌‌‌د ماشوم دا حالت ددې سبب ګرځي چې هغه د خپل ژوند تر ‌‌‌‌‌‌ډیره  وخته پورې ټولنيز چاپېريال ته د وتلو جرئت ونه کړي او یا هم ستونزی ولري. ‌‌‌‌که غواړی چې ماشومان مو په یوه ښه کورني چاپېريال کې لوی شي او په راتلونکې کې د ژوند په نورو برخو کې ستونزې ونه لري نو  ښايي چې ماشوم ته مو په کورونو کې د خبرو کولو موقع ورکړې، خبرې یې واوری، په خبرو يې ځان پوه کړی، په نرمی او مینه یې سوالونو ته ځواب ورکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...