سیوری | ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستین اندرسن

(SKYGGEN)

  1. C. Andersen

په گرمسیرو(تودو) هیوادونو کې هوا دومره توده او لمر دومر سوزنده دی چې د خلکو پوستکی یې، غنم رنگی یا قهوې ته ورته وي او تر دې نه هم په تودو هیوادونو کې لمر داسې سوزنده وي چې د خلکو پوستکی د تورپوستو په څیر تک تور اړوي.

کله له کوم ساړه هیواد نه کوم څیړونکی دانشمند یوې تودې سیمې ته لاړ. هغه داسې انگیرلې وه چې لکه خپل هیواد غوندې هر کله دی کولای شي له کوره په چکر ووزي، خو کله چې هلته ورسید، پوه شو چې د ده انگیرنه سمه نه ده او اړ شو چې لکه نور هوښیار خلک د ورځې له خوا د باندې ونه وزي او په کور کې پاتې شي.

هلته به ورځ دومره توده وه چې خلک اړ وو چې تر مځکې لاندې یو پناځي ته ننوزي. ټوله ورځ به کړکۍ او دروازې تړلې وې، داسې چې فکر کیده دا کورونه ټول ویده دي یا دا چې دلته هیڅ کورونه نه شته.

په هغې کوڅې کې چې څیړونکی اوسیده، هغه کوڅه ډیره سوروره وه او لمر به د هغې کوڅې مځکه او دیوالونه داسې سوزنده تودول، چې ده فکر کاوه چې په کوم داش کې ناست دی.

څنگه چې دانشمند سړی له یوه ساړه وطن نه راغلی و، نو د ده له پاره د هغه ځای تودوخه د زغملو وړ نه وه، دانشمند ناروغه شو، داسې ډنگر شو چې سیوری یې هم لا وړوکی او ډنگر شو.

د لمر په جگیدو سره به، د ده سیوری وړوکی کیده او د لمر په کیناستو په سیوری پسې اوږدیده. دې جریان ته به چې دانشمند کتل، خوند به یې ورکاوه چې سیوری څنگه وړوکی او غټیـږي. کله به چې سالون کې رڼا راولویده، سیوری به دیوال ته وخوت ځان به یې اوږداوه او بیا به پاس چت ته جگ شو.

کله به دانشمند برنډې ته ووت، د ځان شخي به یې ایستله، پاس په اسمان کې ستوري ځلیدل، ده به ښه هوا واخیسته او داسې به تازه شو لکه بیرته چې راژوندی شوی وي. په دې کوڅه کې د نورو خلکو هم د ده غوندې برنډې وي او په برنډو کې به یې تازه هوا اخیسته، خو هغوی ځايي اوسیدونکي وو، له دې هوا سره بلد وو او د بدن پوستکو یې قهويي رنگ درلود. دې کارونو داسې ښودله چې دلته حرکت او ژوند شته.

له لمر لیدو نه وروسته هره ورځ په ښار کې د خلکو گڼه گوڼه ډیریده. موچیانو، گنډونکیو، بقالانو خپل دوکانونه پرانستل او خلک به هم د خپلو اړتیا وړ توکو د اخیستو له پاره د باندې راوتل. چا به له خپلو دوستانو سره خبرې کولې، جا به بدلې ویلې، چا به خپله سودا کوله. گاډۍ به خوځیدې، اوښان به د ښار له کوڅو تیریدل او ګړینگیو به یې غږونه کول. خلاصه ښار به را ویښیده او ژوندی کیده، خوځیدل او هڅې به پیل کیدلې.

د څیړونکي دانشمند کور ته مخامخ کور سره له دې چې تش نه و، خو له لمر لویدو نه وروسته هم کوم حرکت او خوښي نه پکې لیدل کیده او تل به چوپتیا په کې حاکمه وه.

په برنډه کې یې ښایسته گلان ایښودل شوي وو. دا په دې مانا چې دلته څوک شته چې دې گلانو ته اوبه ورکوي او پالي یې، که نه گلان وچیدل.د انگړ ځواته کړکۍ به د شپې له خوا پرانستل کیده، خو کوټه به تل تیاره وه او یوازې د موسیقي زړه وړونکی غږ ورنه اوریدل کیده. د څیړونکي دانشمند له نظره دا موسیقي ډیره ښه او پرته له نیمگړتیا وه. هغه به ویل:

«د دې هیواد ټول شیان حیرانونکي، عجیب او د ستایلو وړ وو، نه ویل کیږي چې دا موزیک هم د کوم فکر او خیال زیـږنده وي»

هلته هر څه ښه و، خو یوازې لمر یې سوزنده او زورونکی و. دانشمند سره ډیرې پوښتنې پیدا شوې وې او کنجکاو شوی و. یوه ورځ یې د کور له خاوند څخه، د هغه مرموز کور په باب ځینې پوښتنې وکړې، خو د کور خاوند هم له ده زیات په څه شي نه پوهیده. نه د هغه کور د اوسیدونکو نومونه ورمالوم وو او نه یې څوک هلته لیدلي وو. حتی د موسیقي هغه غږ چې له هغه کور نه اوریدل کیده، ده ډیر ستړی کونکی گاڼه او ویل به یې داسې بریښي چې څوک د زدکړې له پاره کومه ټوټه موسیقي غږوي او پر له پسې یې بیا، بیا تکراروي، خو نه شي کولای چې زده یې کړي، عجیبه لویه حوصله لري!

یوه شپه دانشمند له خوبه اوچته راجگ شو، یوه عجیبه رڼا یې ولیده چې له مخامخ کور نه د ده په لوري ځلیده. د هغوی په برنډه کې چې کوم گلان ایښي وو، د اور لمبو غوندې یې رڼا کوله او د گلانو په منځ کې یوه ښکلې جلۍ ولاړه وه.

څیړونکي د خوب له تخت نه را ښکته شو او د کړکۍ په لوري ولاړ. پرده یې یوې خوا ته کش کړه، څو مخامخ کور ښه ولیدلای شي؛ خو کله چې کړکۍ ته را ورسید، ناڅاپه یې هغه لیدلې منظره له سترگو ورکه شوه. د هغه کور کړکۍ چې د برنډې په لوري وه، هماغسې خلاصه وه او د موسیقي غږ اوریدل کیده.

څیړونکي فکر وکړ چې ښايي کوم سحر او جادو به وي، په دې کور کې څوک اوسیدل؟ له کومې لارې کور ته ننوتل؟ د کور په لاندنې پوړ کې څو دکانونه و او داسې لار یا زینه نه لیدل کیده چې پاس دې ختلې وي.

بله شپه دانشمند د خپل کور په برنډه کې ناست و چې، شاتنۍ کوټه کې یې یوه شمعه بله وه، د ده سیوری د گاونډي پر دیواله ور لویدلی و. سیوری د مخامخ کور د گلانو په منځ کې ور برابر شوی و او د څیړونکي د هرې خوځیدا پېښې یې کولې.

دانشمند له ځان سره وویل:

«فکر کوم چې پرته زما له سیوري نه بل څوک نه شي کولای هغه کور ته ورننوزي، گوره څومره په ډاډ او درناوي  سره د گلانو په منځ او کړکۍ کې ناست دی! یوازې دی کولای شي پوه شي چې په هغه کور کې څه خبرې دي.»

بیا یې مخ سیوري ته ورواړاوه او په ټوکو یې ورته وویل:

«اوس دې کمال وښيـيه چې څه دې له لاسه کیږي، هغه کور ته ورننوزه او وگوره چې هلته څه روان دي!»

بیا یې په سر سیورې ته اشاره وکړه او سیوري هم ده غوندې سر وښوراوه. دانشمند وویل:
«ورشه، خو ډیر ځنډ و نه کړې!»

له دې خبرو وروسته، دانشمند له خپل ځای نه جگ شو، سیوری هم په مخامخ برنډه کې له خپل ځای څخه جگ شو. دانشمند سیوري ته شا واړوله او سیوري هم ده ته خپله شا واړوله. که څوک هلته وای، لیدلي به یې وو چې کله څ دانشمند خپلې کوټې ته ننوت او کړکۍ یې وتړله، سیوری هم د ودانۍ له نیمکښې کړکۍ نه کور ته ورننوت.

سبا ورځ دانشمند د ورځپاڼې د لوستلو او کافي چیکلو له پاره له کوره ووت، خو ناڅاپه یې غږ کړ او له ځان سره یې وویل:

«زما سیوری چیرې؟ نه ویل کیږي زما سیوری په مخامخ کور کې نه وي پاتې، یا پاکه ربه، دا خو ډیره خواشینونکې ده!»

دانشمند د دې پيښې په خاطر ډیر په قهر او نا ارامه شو، نه د دې له پاره چې سیوری یې ورک دی، بلکې په دې خاطر چې دی هم لکه د سړو سیمو ټول خلک، له هغه داستان نه خبر و چې یو سړي خپل سیوری ورک کړی و. دی پوهیده کله چې بیرته وطن ته ستون شي، او د خپل سیوري د ورکیدو کیسه خلکو ته ووايي، خلک به یې په ادبي غلا تورن کړي او د ده پر ځان نه لوریده چې داسې سپک شي‎؛ بیا یې هوډ وکړ چې په دي هکله به چا ته څه نه وايي او همداسې یې وکړل، هغه هیڅ چا ته ون ویل چې خپل سیوری یې ورک کړی دی.

کله چې بیا شپه شوه، دانشمند د خپل کور برنډې ته لاړ، شمعه یې چې لا مخکې لگولې وه، شا ته یې کېښوده، چې خپل سیوری په مخامخ برنډه کې وگوري؛ خو چې هر څومر، ښورید ټیټ او پاس شو او لاس پښې یې وښورول، سیوری یې تر سترگو نه شو.

دانشمند د خپل سیوري له ورکیدو او بیلتونه نه ډیر په قهر او خواشینی و، خو د تودو سیمو ښيگڼه دا ده چې هر شی چې هلته مړاوي یا وچ شي، بیا له ریښې او بیخ نه بیرته راشنه کیږي او په لنډ وخت کې وده کوي.

له دې پيښې نه اته ورځې نه وې تیرې چې په خوښۍ سره یې پام شو چې کله تر لمر لاندې روان وي، تر پښو لاندې یې یو نوی وړکی سیوری منډې وهي.

مالومداره وه چې د سیوري ریښه نه وه وچه شوې. درې اونۍ وروسته دانشمند یو بشپړ سیوری درلود او کله چې خپل هېواد ته ستون شو، سیوري دومره وده کړې وه چې دانشمند باور نه شو کولای، هغه خو یې په نیماي باندې هم قناعت درلود.

وروسته له هغه چې دانشمند خپل هېواد ته ستون شو، د نړۍ د ښکلا او حقیقت په باب یې ډیر کتابونه ولیکل او د چاپ او خپریدو له پاره یې کلونه، کلونه خوارۍ وکړي.

یوه شپه یوازې په خپله کوټه کې ناست و او مطالعه یې کوله چې ناڅاپه ور وټکید. دانشمند وویل:

«راځئ، دننه راشئ!»

خو څوک رانغلل. دانشمند پاڅیده، د وره خواته ولاړ او هغه یې خلاص کړ. د دروازې شا ته یو جگ قدی، ډنگر سړی ولاړ و چې ښکلې او قیمتي جامې یې په تن وې. نا اشنا سړی ډیر استواره او دروند ښکاریده.

دانشمند پوښتنه ورنه وکړه:

«له چا سره د مخامخ کیدو ویاړ لرم؟»

راغلي سړي په ځواب کې وویل:

«ما انگیرله چې تاسو به مې پیژنئ. زه اوس خپله ځان ته یو شی یم، ما کالبد، غوښه او پوستکی پیدا کړی او جامې مې اغوستې دي. تاسو خپل پخوانی سیوری نه پیژنئ؟

تاسو فکر کاوه چې یوه ورځ به بیرته تاسو ته راوگرځم؟

کله چې له تاسو نه بیل شوم، د ښه چانس له مخې د شتمنۍ، کور او ژوند خاوند شوم او اوس کولای شم خپله آزادي له تاسو نه په بیه واخلم.»

سیوري د غږیدا په ترڅ کې، په خپلو نازکو گوتو سره د خپل جیبي ساعت له زرین ځنځیر سره ــ چې د جامو له جیب نه یې را ځړیدلی وــ لوبې کولې او هغه یې شرنگاوه. په لاس کې یې قیمتي گوتې ځلیدلې.

دانشمند وویل:

«هیڅ پوه نه شوم! یعنې څه؟»

سیوري وویل:

«څه شی چې گورئ، ډیر عجیب او غیر عادي دي او تاسو پوهیږئ چې تاسو په خپله هم یو غیر عادي انسان یاست. تاسو پوهیږئ چې زه د زیږیدو له ورځې، قدم په قدم له تاسو سره، په تاسو پسې وم او په ځیر سره مې ستاسو د ټولو حرکاتو او ځوځیدا تقلید کړی دی، څنگه چې اوس گورئ، کولای شم په یوازیتوب سره ځان اداره کړم او په ژوند کې خپله لار پیدا کړم او وړاندې ولاړ شم. ښایي همدا دلیل به و چې تاسو زه ازاد کړم.

اوس زه یو بریالی سړی یم او یو شخصیت مې تر لاسه کړی دی. په دې وروستیو کې مې ډیر زړه غوښتل چې بیا تاسو ووینم، ځکه مې هوډ وکړ چې:

مخکې تر دې چې تاسو له دې نړۍ څخه ولاړ شئ، ستاسو لیدلو ته راشم؛ هم تاسو ووینم او هم مې وطن او د زیږیدو ځای.

تاسو پوهیږئ چې وطن پر انسان ډیر گران وي، هر چیرې چې وي، حتی که ډیر ښه او آرامه ژوند هم ولري، بیا یې هم د وطن د لیدلو شوق ور سره وي او نه یې هیریږي.

خبر شوی یم چې تاسو بل سیوری پیدا کړی دی او ما ته نوره اړتیا نه لرئ، له دې ټولو سره زه هیله کوم را ته ووایاست چې زه د خپلې ازادۍ له پاره باید څومره مبلغ ورکړم؟»

دانشمند وویل:

«په ریښتیا دا ته یې؟

ډیره عجیبه ده! ه

هیڅ مې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به مې پخوانی سیوری غوښې، هډوکي او پوستکی پیدا کوي او بیا به د یو بشپړ انسان په بڼه بیرته ما ته را راځي.»

سیوري وویل:

«بیا هم هیله کوم ووایاست: په څومره قیمت سره ما ازادولای شئ؟

نه غواړم په دې نړۍ کې د چا پوروړی واوسم!»

دانشمند وویل:

«پوروړی یعنې څه؟

زه ستاسو په بریالیتوب او روغتیا باندې خوشاله یم. پخوانیه ملگریه، راځه کینه، را ته ووایه چې په هغه تاوده ملک کې دې، هغه شپه په هغې کوټې کې څه ولیدل؟»

سیوري وویل:

«ډیر ښه، اوس به یې درته ووایم، خو په دې شرط چې په دې ښار کې به یې چا ته نه وايي چې زه پخوا ستا سیوری وم، ځکه چې ما پریکړه کړیده چې واده وکړم، زه دومره شته لرم چې اوس کولای شم ځانته کورنۍ جوړه کړم!»

دانشمند وویل:

«ډاډه اوسه، ژبه کوم چې چا ته به نه وایم.»

وروسته له دې خبرو سیوری په غرور او ځانښودنې سره کېناست، د دې له پاره چې دانشمند ته خپل قیمتي چرمي بوټان وښيي، خپلې پښې یې د دانشمند پر نوې سیوري ور کیښودې او نوی  سیوری چې د هغه په مخ کې د سپي غوندې د پښو پر سر غلی ناست و او په ډیر ځیر سره یې غوښتل پوه شي چې د دوی له خبرو نه څه ډول پایله راوزي او پخوانی سیوری غواړي څه ډول ځان ازاد کړي.

سیوري وویل:

«کولای شې اټکل وکړې چې په هغه کور کې څوک و؟

هلته د یوې ښکلې او با عزته نجلۍ کور و چې شعر نومیده او زه درې اونۍ هلته پاتې شوم. دا درې اونۍ ما ته داسې وې لکه درې زره کلونه مې چې ژوند کړی وي. هلته مې ډیر شعرونه ولوستل او له یاده مې کړل او وتوانیدم هر څه ووینم او ورباندې پوه شم.

دانشمند چغې کړې:

«شعر!

هوکې ته ریښتیا وايې. هغه په ښارونو کې د یوه څنگ ناستي (گوشه نشین) په ډول ځان را څرگندوي. ما یوازې یو ځل، د یوې شیبې له پاره لیدلې، هغه هم هغه مهال چې خوب مې سترگې راپټولې، هغه د خپل کور په انگړ کې د سپیده داغ په شان ځلیدله! ښه اوس به یې پاتې کیسه ته وکړې، کله چې له دروازې نه هغې کوټې ته ور ننوتې، څه دې وکړل؟»

سیوري وویل:

«کله چې کور ته ورننوتم، ځان مې په یو سر پټي ځای کې احساس کړ، هیڅ ډول رڼا نه وه، هلته لکه ماښام نیمه تیاره وه، خو ډیر ژر مې سترگې د سر پټي ځای په دوو خواوو کې، په هغو کوټو ولگیدې چې دروازې یې خلاصې وې او په څنگ کې یې یوه سالون ډوله کوټه وه چې لږ روښانه وه»

دانشمند د سیوري د خبرو په منځ کې ور ولوید او وې ویل:

«ښه ودې نه ویل چې هلته دې څه ولیدل؟»

سیوري وویل:

«ومې ویل هلته هر څه چې وو، ټول مې ولیدل، خو تاسو نه یوه هیله کوم، هغه دا چې نور ما ته د «ته» خطاب مه کوئ!»

دانشمند وویل:

«زه له تاسو نه بښنه غواړم، د پخواني دود له مخې مې تاسو ته د «ته» خطاب وکړ، نه د بې پروایئ او ټيټ شمیرنې له مخې! تاسو حق په جانب یاست. اوس ووایاست چې هلته مو څه ولیدل!»

سیوري وویل:

«ومې ویل چې ټول شیان، هوکې ما هلته ټول شیان ولیدل او ومې پیژندل!»

 دانشمند وویل:

«د هغه کور تالارونه څنگه وو؟ هغه کوم شنه او تاند ځنگله ته یا کومې سپیڅلې کلیسا ته او یا له ستورو ډک کومه شنه اسمان ته نه پاتې کیدل؟»

سیوري وویل:

«سره له دې چې زه تالارونو ته ور دننه نه شوم، خو له سر پټي ځای نه مې ولیدل، ټول دغه شیان چې تاسو یاد کړل، هغوی ته پاتې کیدل. که تاسو هغه کور ته ورننوتي وای، نه مو شوای کولای چې ما غوندې غټ سړی شئ، خو زه غټ سړی شوم. ما هلته وکولای شول چې خپل پټ استعداد کشف کړم او ومې شول کولای چې په دې پوه شم چې څومره له شعر سره مینه لرم، مگر هغه وخت چې په تاسو پسې وم، په دې هکله په هیڅ هم نه پوهیدم.

زه به د لمر ختو او لمر پریوتو په وخت کې له تاسو نه ډیر غټیدلم او کله به چې سپوږمۍ وه، هم به له تاسو نه غټ ښکاریدم؛ خو هغه وخت ما ځان نه پیژانده. هغه ورځ چې تاسو له ځان نه لرې کړم، بیخي غټ شوم. زه مو په ناڅاپي ډول لوڅ لپړ پریښودم او ما ته مو شا کړه او په خپله مخه ولاړئ؛ کله مې چې ځان په هغه حالت ولید، په رښتیا ډیر وشرمیدم.

زه جامو، بوټانو، خولۍ او نورو ټولو هغو شیانو ته چې یو انسان اړتیا لري، اړ وم. ډیر ځلې به مې ځان له خلکو پټاوه. البته تاسو ژمنه کړیده چې دا خبرې چې تاسو اورئ، نه به یې چا ته وایئ او نه به یې چیرې لیکئ او نه به یې چاپوئ.

ډیر ځلې به د ورځې له خوا پټیدلم او د شپې له خوا به د سپوږمۍ رڼا ته په کوڅو کې گرځیدلم، پر دیوالونو به ختلم او بیرته به راښکته کیدلم او له کړکیو نه به مې کورونو ته ورکتل. ما  داسې څه ولیدل چې هغه چا نه شوای لیدلی. ما په نارینه وو کې، په ښځو او ګلالیو ماشومانو کې داسې  شیان ولیدل چې اټکل یې هم نه شې کیدلای، ما کولای شول چې راتلونکې هم ووینم.

هر ښار ته به چې رسیدم، خلک به له ما نه تښتیدل، البته هغوی به هم له مانه ډاریدل او هم یې خوښیوم. د خپلو ډیرو زدکړو تجربې په پار به استادانو او پوهانو د خپل استاد په توگه ومنلم، خیاطانو به جامې را ته گنډلې، اوس څو جوړې ډیر ښه کالي لرم. د بانک ریٔس، د سرو زرو ډیرې سکې راته راوړې. هوکې، په دې ډول و چې زه دې بڼې ته را واوښتم.

له دې ټولو سره، سره، زه ستاسو منندوی یم. دا هم زما پته! لمر ته نږدې زما کور دی، د اوریها په ورځو کولای شئ ما په کور کې وگورئ!»

د دې خبرو له ویلو نه وروسته سیوری جگ شو او له دانشمند څخه رخصت شو.

سیوری یو کال وروسته بیا د دانشمند پوښتنې ته راغی.

دانشمند په قهر سره وویل:

«هر څه چې د ښیگڼو او ښکلاوو په باب لیکم، لږ پاتې دی چې نا هیلی شم.»

سیوري وویل:

«تاسو تیروتنه کوئ! وگورئ زه څومره چاق او تندرسته شوی یم. زه تاسو ته وړاندیز کوم چې یو بل سفر وکړئ. زه هم غواړم په اوړي کې په سفر ولاړ شم. که مو خوښه وي، کولای شئ زما د سیوري په ډول له ما سره ولاړ شئ، زه به ډیر خوشاله شم چې د سفر یو ملگری ولرم،! حتی کولای شم ستاسو د سفر مصارف هم پریکړم.

دانشمند وویل:

«ورو! تاسو ډیره لویه نیولې ده.»

سیوری له خپل ځای نه جگ شو او وې ویل:

«هو! ژوند همداسې دی!

تل همداسې و او تل به همدا شان وي. تاسو سره ژمنه کوم چې دا سفر به تاسو ته ډیر گټور وي. که مو خوښه وه چې زما سیوری شئ، ما خبر کړئ!

سیوري دانشمند پریښود او د باندې ووت. دانشمند ورځ تر بلې ستړی او مړاوی کیده. حال یې ورځ په ورځ خرابیده. خبرو او لیکنو ته یې چا پام نه کاوه، خلکو به ورته ویل:

«تاسو داسې شوي یاست لکه سیوری!»

او دی به د دې خبرو په اوریدو سره ریږدیده.

سیوری یو ځل بیا د دانشمند لیدلو ته راغی او وې ویل:

«ستاسو د ستړیا او ناروغۍ چاره، د سمندر په څنډه کې د تودو اوبو چینې دي. زما هم ویښتان تویږي، دا زما ستونزه ده او غواړم هلته ولاړ شم! راشئ چې زه مو د سفر خرڅ درکړم او تاسو زموږ د سفر څرنگوالی ولیکئ. دا به زموږ دواړو له پاره یوه ښه بوختـتیا وي. راخئ د تیر په شان لکه دوه یو زړي دوستان په سفر ولاړ شو.»

بالاخره دانشمند راضي شو، د سفر وسایل یې سره برابر کړل او تودو اوبو او د سمندر څنډې پر لوري وخوځیدل، خو دا ځل سیوری مشر لارښود او دانشمند سیوری و.

هر چیرې سره یو ځای وو، د لمر تر رڼا لاندې، یو مخکې او بل ورپسې روان وو، خو هیڅکله نه سره بیلیدل. سیوری ډیر ښه پوهیده چې څنگه د خپل پخواني خاوند ځای خپل کړي. څنگه چې دانشمند د یو مهربانه زړه خاوند و، ځکه راضی و او د خپل پخواني سیوري له غوښتنو څخه نه خوابدی کیده.

یوه ورځ دانشمند سیوري ته وویل:

«موږ تل سره یو ځای وو او یو ځای سره لوی شوو، اوس بیا له کلونو، کلونو وروسته سره یو ځای او دوستان شولو او همسفره هم یو؛ تاسو خو به مخالفت نه لرئ چې وروسته له دې تشریفات یوې خواته کړو او په دوستانه فضا کې یو بل ته د «ته» خطاب وکړو؟»

سیوري چې اوس د دانشمند د بادار حیثیت درلود، وویل:

«تاسو ډیر ساده او بې ریا خبرې کوئ، زه هم غواړم خپل نظر په ډاگه ووایم:

تاسو یو پوه سړی یاست او پوهیږئ چې نړۍ له عجایبو ډکه ده. داسې خلک شته چې که په یوه خړه پاڼه لاس ووهي، ناروغه کیږي او داسې کسان هم شته دي چې که یوه کوکه په یوې شیشې او یا تیږې وټکول شي، نارامه کیږي؛ زه هم په دې نه خوابدی کیږم چې څوک د«ته» خطاب را ته وکړي. دا توری ما وړوکی او ذلیلوي او هغه ورځې را په یادوي چې له تا سره وم.

له دې سره بیا هم زه حاضر یم چې وروسته له دې ستاسو د خوښۍ له پاره، تاسو ته د «ته» خطاب وکړم، په دې ډول به ستاسو نیمې غوښتنې ترسره کړم.

له هغې ورځې نه وروسته سیوري خپل پخواني څښتن ته «ته» غږ کاوه، خو دانشمند اړ و چې سیوري ته د «تاسو» توری وکاروي.

کله چې هغوی دواړه د تودو اوبو چینو ته ورسیدل، له نورو خلکو سره مخامخ شول چې له نورو هېوادونو څخه راغلي وو. د هغوی په ډله کې یوه شهزادگۍ هم وه چې له یو ډول ناروغۍ څخه رنځیدله. هغې کولای شول هر څه وگوري، کله چې شهزادگۍ سیوری ولید، په خپل درد پوه شوه او خپلو ملگرو ته یې وویل:

«دا سړی وايي چې د ویښتانو د تویدو د مخنیوي له پاره دلته راغلی دی، خو دی دروغ وايي، د ده نیمگړتیا د سیوري نه درلودل دي، غواړي خپل سیوری پیدا کړي!»

یوه ورځ شهزادگۍ د قدم وهلو په ترڅ کې له سیوري سره مخامخ شوه. د ځیرتیا (کنجکاوي) له مخې یې له سیوري سره خبرې پیل کړې. څنگه چې تعارف یې نه خوښیده، پرته له مقدمې یې سیوري ته وویل:

«ستاسو اصلي ستونزه دا ده چې نه شئ کولای ځانته سیوری پیدا کړئ!»

سیوري یې په ځواب کې وویل:

«ډیر خوشاله یم چې شهزادگۍ خپله روغتیا بیا موندلې ده. فکر کوم چې ستاسو ناروغي د هر څه او هر چا د واقعیتونو لیدل وو، له خدا نه منندوی یم چې تاسو روغه شوې یاست. ستاسو پام نه دی شوی چې زه سیوری لرم، هغه هم یو ډیر عالي او بې نظیره سیوری! دا سړی چې وینئ، تل په ما پسې وي، همدا مې سیوری دی. البته زما غوندې د یو چا سیوری نه شي کیدای چې عادي او بې ارزښتنه سیوری وي، د همدې دلیل له مخې مې هغه ته ځانگړي او گرانبیه کالي ور اغوستي، شخصیت مې ورکړی او د نورو خلکو په څیر مې سمبال کړی دی، حتی یو سیوری مې هم ورته برابر کړی دی. زما خوښیږی، هغه څه چې نور یې نه لري، زه یې ولرم او د دې کار د تر سره کیدو له پاره هر مبلغ چې وي، لگولی یې شم!»

شهزادگۍ له ځان سره وویل:

«څنگه؟ یعنې زه ښه شوې یم؟

چې داسې ده، نو ریښتیا د دې ځای تودې اوبه روغتیا بښونکې دي. بې ځایه نه ده چې د دې ځای حمامونه دومره مشهور شوي دي. که زما صحت ښه شوی هم وي، له دې ځای نه چیرې نه ځم. دلته زه خوشاله یم، زړه مې خلاص او خوشاله کیږی او غمونه مې هیروم.

دلته هر څه شته دي او ښه هم دي، که زه روغه شوي واوسم، بیا نو ما د دې سړي په برخه کې تیروتنه کړې ده چې د هغه اصلي ستونزه د ویښتانو تویدل دي!»

د همدې ورځې په ماخوستن کې د گډا په لوی سالون کې سیوري او شاهزادگۍ سره گډیدل. شهزادگۍ سپکه (کم وزنه) وه، خو سیوری تر شهزادگۍ هم سپک (کم وزنه) و. شهزادگۍ هیڅکله داسې گډا نه وه لیدلې.

شهزادگۍ سیوري ته وویل چې له کوم ځای نه دلته راغلی دی، خو سیوری په ټولو شیانو پوهیده او شهزادگۍ یې پیژندله، ځکه چې هغه یې د کور د کړکۍ له شانه لیدلې وه. سیوری د هغو شیانو په باب غږیده چې په اوریدلو سره یې شهزادگۍ هکه پکه پاتې کیده.

په لږ وخت کې شهزادگۍ پوه شوه چې سیوری په ریښتیا سره د درناوي وړ سړی دی، هغې سیوري  سره علاقه پیدا کړې وه؛ خو څنگه چې دا ډیره هوښیاره او ځیرکه جلۍ وه، په دې هکله یې خبرې نه کولې.

شهزادگۍ له ځان سره وویل:

«هغه د درناوي وړ سړی دی، خو زه باید وگورم چې د سواد او معلوماتو کچه یې څومره ده. دا ډیره مهمه ده او د پوهیدو له پاره باید هغه وآزمیم.»

شهزادگۍ له سیوري نه داسې پوښتنې کولې چې د هغو په ځواب خپله هم نه پوهیده. سیوری به د دې پوښتنو په اوریدلو سره نارامه کیده. شهزادگۍ څو ځلې وویل:

«اوه، آیا نه شئ کولای زما د پوښتنو ځوابونه ووایئ؟»

سیوري وویل:

«دا څه وايې، البته چې کولای شم. زه له کوچنیوالي څخه د دې پوښتنو په ځواب پوهیدم. د دې په ځوابونو حتی زما سیوری هم پوهیـږي!»

 شهزادگۍ وویل:

«تاسو څه وايئ؟ سیوری خو نه شي کولای زما د پوښتنو ځوابونه ووايي. ریښتیا هم چې ډیره عجیبه او د نه باور وړ خبره ده!»

سیوري وویل:

«زه هم ډیر ډاډه نه یم، خو فکر کوم وبه شي کړای. ډیر کلونه کیـږي چې په ماپسې راغلی دی او هر کله راسره وي، البته همدا اوس باید عرض وکړم چې تاسو باید له هغه سره د انسانانو په څیر چلن وکړئ، پرته له هغه د تاسو پوښتنو ته ځواب نه درکوي.»

شهزادگۍ وویل:

«ډیره ښه ده. هر ډول چې تاسو غواړئ، زه له هغه سره هماغسې چلن وکړم.»

سیوري شهزادگۍ دانشمند ته وروسته او هغې له دانشمند څخه د سپوږمۍ، لمر، طبیعت او انسانانو په باره کې پوښتنې وکړې. څنگه چې مناسب او وړ ځوابونه یې واوریدل، نو له ځان سره یې وویل:

«د چا چې سیوري دومره باسواده وي، نو خپله به خامخا لوی او بې جوړې پوهاند وي! دا به زما د هیواد او خلکو له پاره څومره لوی خیر او برکت وي!»

په دې ډول شهزادگۍ او سیوري پریکړه وکړه چې واده سره وکړي  او تر څو چې د شهزادگۍ وطن ته نه وي تللي، له دې پریکړې نه به څوک نه خبروي.

سیوري وویل:

«هیڅ څوک باید له دې موضوع نه خبر نه شي، حتی زما سیوری هم.»

کله چې هغوی د شهزادگۍ وطن ته ستانه شول، سیوري دانشمند ته وویل:

«انډیواله غوږ ونیسه:

اوس زه د ځواک او نیکمرغۍ لوړو پوړیو ته رسیدلی یمه. غواړم درته وښیمه چې زه له تا سره څومره علاقه او مینه لرمه، وروسته له دې به ته زما په مانۍ کې ژوند کوې. هلته به په بشپړه خوشالتیا کې ژوند کوې، په سلطنتي گاډۍ کې به زما تر څنگه کښینې او هر کال به په سلگونو زره معاش تر لاسه کوې؛ خو شرط به یې دا وي چې تل داسې وښيي چې ته زما سیوری یې! هیڅکله باید چا ته ونه وايي چې ته انسان یې. زه هر کال یو ځل هغه وخت چې د لمر وړانگي ځلیږي، د ماڼۍ برندې راځم او ځان خلکو ته ورښيم؛ په هغې ورځ ته باید د یو سیوري په شان زما تر پښو لاندې اوږد وغځیږي!

ته پوهیږې چې زه او شهزادگۍ واده سره کوو او نن شپه په همدې مناسبت په مانۍ کې ستر جشن جوړیږي.»

دانشمند وویل:

«دا سم لیونتوب دی، زه په دې نه پوهیږم، زه دا نه شم کولای! دا یوه تیرایستنه ده دا له ټول هیواد سره جفا ده، دا له شهزادگۍ سره جفا ده. زه ټول شیان وایم:

زه حقیقت وایم چې زه یو انسان یم او ته زما سیوری یې هسې کالي دې اغوستي دي.»

سیوري وویل:

«تا خپل عقل له لاسه ورکړی دی، که څنگه!

هیڅ څوک ستا خبره نه مني. که غلی نه شې، زه ساتونکو ته غږ کوم او په لاس دې ورکوم.»

دانشمند وویل:

«زه همدا اوس شهزادگۍ ته ورځم!»

سیوري وویل:

«زه به تر تا مخکې ورشم! او هغې ته به ووایم چې ستا د نیولو امر وکړي.»

له دې خبرو نه وروسته سیوري، ساتونکو ته وویل چې دا سړی ونیسئ او په بندیخانه کې یې واچوئ!

بیا سیوری د شهزادگۍ لیدلو ته ورغی او شهزادگۍ داسې وویل:

«تاسو ته څه درپیښ دي؟ ولې ریږدې؟ ځان ته مو پام وکړئ! باید د واده په شپه ناروغه نه شئ!»

سیوري وویل:

«تاسو یې فکر هم نه شئ کولای!

ډیر عجیبه او وحشتناکه پیښه شوې ده:

سیوری مې لیونی شوی دی، پرله پسې وايي چې دی انسان دی او زه سیوری یم!»

 شهزادگۍ وویل:

«عجیبه ده!

په ریښتیا چې ډیره عجیبه ده. کاشکې دې امر کړی وای چې په جیل کې یې واچوي!»

سیوري وویل:

«همدا کار مې وکړ، خو زه ډاریږم چې حال به یې را ښه نه شي.»

شهزادگۍ وویل:

«خوارکوټی!

زړه مې ډیر ورته خوږیږي. زما په نظر تر ټولو ښه کار به دا وي چې:

مخکې له دې چې نور رنځ وگالي او یا په دې موضوع نور خلک خبر شي، ښه دا ده چې ځان ورنه بیغمه کړو.»

سیوري داسې وښوده چې د دې خبرو په اورید خواشینی دی، نو وې ویل:

«څه غملړلی او وحشتناکه پای! زه په دې پیښه کې خپل ریښتینی خدمتگار له لاسه ورکوم!»

شهزادگۍ له ځانه سره وویل:

«څومره ښه سړی دی! حتی نه غواړي چې خپل سیوري ته هم ضرر ورسوي!»

هغه شپه یې ښار په څراغونو سینگار کړی و، د واده د خوښۍ په پار د ټوپونو څو ډزې هم وشوې، له هر لوري د سندرو او خوښۍ غږونه اوریدل کیدل. شهزادگۍ او سیوری د سلطنتي ماڼۍ برنډې ته راغلل، هغه خلک چې تر برنډې لاندې راټول شوي وو، د ناوې او زوم په لیدلو سره خوښ شول او د خوښۍ نارې یې وهلې.

دانشمند خوارکوټي ونه شول کړای چې د واده دا پرتمین جشن وویني یا څه واوري، ځکه چې هغه په زندان کې هر څه له لاسه ورکړي وو.

پای

منبع:

H.C.ANDERSEN, EN EVENTYRLIG DIGTER,2004, 182—193 s

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...