د غونځې ستن|ژباړن: آصف بهاند

(Stoppenålen)

لیکوال: ایچ سي اندرسن

وه نه وه، د غونځې یوه ستن وه، چې ځان یې له ټولو ښه گاڼه او په ټولو یې منلې وه چې دا د گنډلو یوه ښه ستن ده.

یوه ورځ یې هغو گوتو ته چې دا یې نیولې وه، وویل:

«ما ټینگه ونیسه، که پر مځکه ولویدم، نوره به مې پیدا نه شئ کړای! زه ډیره نازکه، ښایسته او ارزښتمنه یمه!»

گوتو هغه نوره هم ټینگه کړه او وې ویل:

«مغروریږه مه!»

اوږد تار یې په ستن کې واچاوه، خو هیر یې شو چې د تار وروستۍ برخه غوټه کړي. گوتو ستن د پخلنځي په یوه پسته څپلکه کې، چې څیرې شوې وه، ننه ایسته چې وې گنډي، خو ستن ماته شوه.

د غونځې ستن وویل:

«ومې نه ویل چې زه ډیره ظریفه او نازکه یم، ماتیږم!»

میرمن چې ستن یې په لاس کې نیولې وه، وویل:

«دا ستن هیڅ په درد نه لگیږي.»

بیا یې د پخلنځي د جامو په لمن کې وټومبله.

ستن خوشاله شوه او له ځان سره یې وویل:

«څومره ښه، اوس زه د ټټر یو سنجاق شومه! پوهیدم. پوهیدمه چې آخر به داسې یو ځای او مقام ته ورسیږم، ځکه که څوک استعداد ولري، خامخا هغه ځای ته رسیږي، چې غواړي یې.»

ستنې وخندل:

«پوهیږمه چې هیڅ چا تر اوسه د غونځې د ستنې خندا نه ده لیدلې.»

ستنې د ښځې د پخلنځي په لمن کې ځان داسې گاڼه لکه یوه شهزادگۍ چې په زرینه گاډۍ کې ناسته وي، او په ویاړ سره شا و خوا ته گوري.

ستنې په لمن کې له یوه سنجاق نه چې په څنگ کې یې ټومبلی و، پوښتنه وکړه:

«کولای شم له تاسو نه یوه پوښتنه وکړم؟

آیا ستاسو زرین یاست؟ بڼه خو دې ښه ښکاري، ښه وړوکی سر او ځان! هڅه وکړئ چې سر مو لږ غټ شي. تاسو پوهیږئ چې هر څوک سر لري، خو دا نیکمرغي هر چا ته نه ور په برخه کیږي چې آشپز یې په خپل ټټر کې وټومبي.»

څنگه چې ستن ډیره مغروره شوې وه، غاړه یې تازه کړه او خپل قد یې جگ کړ، په دې کار سره له لمنې نه د لوښو مینځلو غوړو او مردارو اوبو ته ولویده او آشپز هم هغه اوبه ایسته واړولې.

مغرورې ستنې له ځان سره وویل:

«هیڅ مهمه نه ده. زه یوه سفر ته ځمه، یوازینۍ هیله مې دا ده چې ورکه نه شم.»

خو هغه له هغه څه چې ډاریده، ورباندې راغلل او د ککړو اوبو یوې ویالې ته ور ولویده، نو له ځان سره یې وویل:

«سره له دې چې زه ډیره نازکه او ښکلې یم، خو ښه استعداد لرم، او دا خپله یو لوی نعمت دی!»

همالته یې سر په غرور سره جگ ونیو، هماغسې مغروره وه او له خپلو پوچو افکارو نه یې لاس نه ایسته. رنگارنگ شیان لکه: د لرگیو پرخچې، خس خاشاک، د ورځپاڼو ټوټې او ځینې نور شیان یې له څنگه تیریدل، د غونځې ستن له ځان سره وویل:

«گوره چې دوی څه ډول روان دي، هغوی نه پوهیږي چې څه یو قیمتي شی یې په څنگ کې دی. له دې سره هم زه دلته په عزت او شان سره دلته دریږم. وگوره! څه یو ټوټه لرگی په تیریدو دی، خامخا د ځان په باب فکر کوي، پرته له ځانه، بل څه نه ویني.

عجیبه ده!

هغو خسپلو ته وگوره! څنگه خپل ځان پورې تاویږي!

گوره دومره مه مغروریږه!

ښايي د ویالې د غاړې په تیږو باندې ولگیږې، بیا به حرکت نه شې کولای!

دا هم یوه ورځپاڼه چې زما په مخ کې روانه ده، خو زه دلته غلې او کلکه دریږم او صبر کوم، ځکه زه په خپل ارزښت پوهیږم او په هغه باور لرم!

یوه ورځ د غونځې ستنې څنگ ته یو ځلیدونکی شی ښکاره شو، د غونځې ستنې فکر وکړ چې دا کومه ټوټه الماس دی، ځکه یې ځان ورنږدې کړ او ځان یې ور وپیژاند. هغه ځلیدونکی شی د ماتې شیشې یوه ټوټه وه او د ستنې خبرو ته یې غوږ نیولی و.

د غونځې ستنې وویل:

«آیا تاسو الماس یاست؟»

د شیشې ټوټې وویل:

«هوکې، دغسې یو شی باید اوسم!»

هغوی دواړو یو بل گران بیه وگڼل، دواړو د زړه خواله پیل کړه او د لیدلي غرور او ځانخوښونې په باب یې یو بل ته کیسې وکړلې.

د غونځې ستنې وویل:

«ما د هغې میرمنې په صندوقچه کې ژوند کاوه چې کار یې پخلی و. د هغې په هر لاس کې پنځه گوتې وې، ما له هغو پنځو گوتو نه پرته له ځانخوښونې بل څه و نه لیدل، د هغوی کار دا و چې ما له صندوقچې را وباسي او بیرته مې په کې کیـږدي.»

د شیشې ټوټې پوښتنه وکړه:

«آیا هغوی کومه ځلا هم درلوده؟»

د غونځې ستنې وویل:

«نه هغوی ځلا نه درلوده. هغوی ډیر مغرور وو. هغوی پنځه ورونه وو چې په ډیر تکبر سره یو د بل په څنگ کې ولاړ وو، خو قدونه یې سره په توپیر کې وو.

لومړنۍ یې گټه گوته وه چې لنډه او چاقه وه او د نورو گوتو له کتار نه لږ جلا وه. هغې په څټ کې یو بند درلود چې کولای شول چې قات شي. هغه ډیره مغروره وه او تل به یې ویل:

«که مې د کوم نارینه له لاس څخه غوڅه کړي، هغه نور نه شي کولای د عسکرۍ خدمت تر سره کړي.»

دویمه گوته د شهادت یا اشارې گوته وه چې ځان به یې په هر خواږه او تروش پورې سولاوه او یا به یې سپوږمۍ او لمر ته اشاره کوله او هغوی به یې ښودل او یا به یې د لیکلو په وخت کې قلم ټینگ نیوه.

دریمه یې منځوۍ گوته وه چې تر ټولو گوته اوږده وه او له پاس نه یې گوتو ته کتل.

څلورمه گوته د چلې گوته وه چې تل به یې یوه زرینه کړۍ په ملا کې وه.

او وړه یا خچۍ گوته چې هیڅ یې هم نه کول او په همدې خاطر مغروره وه. هغوی دومره ځانستاینه وکړه چې زه یې د لوښو میځلو په مردارو اوبو کې واچولم او زه ورکه شوم.»

د ماتې شیشې ټوټې وویل:

«او اوس زه او ته دلته ناست یو او ځلیږو.»

په همدې شیبه کې په ویالې کې اوبه راغلې، داسې اوبه چې د هغوی مخ یې وپوښه او شیشه یې لږ له ځان سره یوړه.

د غونځې ستنې وویل:

«هغه هم له دې ځای نه ولاړه، خو زه دلته پاتې کیـږم؛ ځکه چې زه ډیره نازکه او ارزښتمنه یم.»

ستن هماغسې په غرور سره په خپل ځای باندې ناسته وه او په خپلو فکرونو کې ډوبه وه او سوچ یې کاوه:

«فکر کوم چې زه به د لمر له وړانگو پیدا شوې یم. داسې ښکاري چې هره ورځ لمر تر اوبو لاندې په ما پسې گرځي، مگر په خواشینۍ سره چې زه دومره نازکه او ظریفه یم چې حتی مور مې هم و نه شوای کړای چې ما پیدا کړي.

آه! که مې سترگه له لاسه نه وای ورکړې، کولای مې شول چې وژاړم، خو نه! زه باید ونه ژاړم، ژړا د مهمو شیانو کار نه دی.»

یوه ورځ څو کوڅه ډب هلکان راغلل. هغوی له ویالې نه څو زنگ وهلي میخونه، څه وړې پیسې او څه نور ټک و پوک راجگول چې د یوه هلک په گوته کې ستن وخلیده او چغې یې کړې:

«آخ! څه یو ملگری!»

د غونځې ستنې وویل:

«زه ستا ملگری نه یم، زه د غونځې ستن یم!»

خو چا د هغې خبرې وانه وریدې.

د ستنې رنگ تک تور اوښتی و او په دې تورواله کې دا ډیره ډنگره ښکاریده، په همدې دلیل هغې داسې فکر کاوه چې دا له پخوا نه ډیره نازکه او ظریفه شوې ده.

د هلکانو ور پام شو او وې ویل:

«گورئ! د اوبو پر سر د هگیو پوستکی را روان دی.»

بیا یې د هگیو پوستکی راونیو او ستن یې په پوستکي کې ورننه ایسته.

ستنې وویل:

«په زړه پورې ده! سپین پوستکی له تورې ستنې سره څومره جالب ښکاري، اوس نو ټول ما ویني، هیله لرم چې نوره په اوبو کې ډوبه نه شم.»

او نور په اوبو کې کومه ستونځه ورته پیدا نه شوه. ستنې له ځان سره وویل:

«څوک چې په کښتۍ کې سپریږي، باید لوی زړه ولري، تر څو د سمندر له ستونزو او زړه بدوالي نه په امن کې پاتې شي. په دغسې حال کې بیا کولای شي ځان یو څه تر نورو ښه وگڼي.»

او بیا یې پسې وغځوله:

«زه له داسې یو فکر سره، هیڅکله په اوبو کې له ستونزو سره نه مخ کیږم، ځکه چې:

هر څومره چې یو څوک نازک او ظریف وي، هغومره کولای شي د سمندري سفر ستونزې وزغمي.»

په همدې شیبه کې یې پر سر یوه عرابه تیره شوه او تق شو د هگۍ پوستکی مات شو. ستنې وویل:

«آخ! څومره دروند و، وگوره څنگه یې زما کشتۍ ماته، ماته کړه. اوس به بیا په اوبو کې ستونزه راته پیدا شي، دا دی ماتیږم او له منځه ځم.»

خو سره له دې چې یو دروند ټیر یې پر سر تیر شوی و، هغه ماته نه شوه او په اوبو کې هم کومه ستونزه ورته پیښه نه شوه، یوازې پر مځکه اوږده وغځیده، البته د تل له پاره.

پای

    H.C.Andersen Eventyr, 2, 305 –312 s, 1994, Odnsa, Denmark

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...