تور غنم | لیکوال: هانس کریستین اندرسن

ژباړن: آصف بهاند

Boghveden

له یوې تالندې بریښنا او توفاني هوا نه وروسته که سړی د تورو غنمو د کروندې له اړخه تیر شي، هغه داسې تک تور ښکاري لکه په اور کې چې سوې وي.

بزگر وايي:

«دا له تندر او بریښنا نه راپیښ شوي دي.»

خو دا خبره ولې پیښه شوه؟

دا هماغه څه دي چې زه غواړم تاسو ته یې کیسه وکړم، البته چې ما کیسه له مرغۍ نه اوریدلې ده او مرغۍ هم دا کیسه له هغې زړې ولې (بید) اوریدلې وه چې د کروندې په څنگ کې ولاړه ده، ونه اوس هم هلته ولاړه ده.

هغه یوه ستره او با ارزښته ونه ده، خو زړه شوې او لږ څه له کاره لویدلې ده. تنه یې په منځ کې دوه جایه شوې، واښه او مرخیړي په کې راشنه شوي دي. ونه په ملا کې کږه شوې او څانگې یې داسې را زوړندې دي لکه اوږده ویښتان.

د دې زړې ونې پر شا و خوا د اوربشو، جودرو او تورو جودرو کروندې راتاو دي. تورې اوربشې ډیرې ښکلې دي. کله یې چې وږي پخیږي، داسې بریښي لکه زیړې کنري مرغۍ يې چې پر ډنډر باندې ناستې وي، د تورو اوربشو دانې چې څومره بخیږي، وږي یې مخ ښکته زوړندیږي.

هلته د تورو غنمو یوه کرونده هم وه او دا کرونده مخامخ زړې ولې (بید) ته پرته وه. تور غنم ځان نه ټیټاوه، ډیر مغرور وو، داسې نه و لکه نورې غلې دانې، خپل سر یې نه خماوه او ویل به یې:

«زه هم لکه دا نور وږي له دانو ډک یم، خو له هغو نه ډیر ښکلی یم. گلان مې د مڼې د غوټیو په څیر ښکلي دي، هیڅ څوک یې په لیدلو نه مړیږي، ته ووایه زړې ولې(بید)، په دې دنیا کې دې تر ما ښکلی او پرتمین کوم څه لیدلي دي؟»

ونې په داسې ډول سر وښوراوه لکه چې وايي:

«هو لیدلي مې دي.»

تور غنم چې ډیر مغرور او ځانخوښی و، ویل به یې:

«څه بې عقله ونه ده! دومره زړه ده چې پر خیټه باندې یې واښه راشنه کیږي.»

یوه ورځ ناڅاپه ډارونکی توفان پیل شو، په سیمه کې، د لويې ونې شا و خوا، ټولو شنیلیو او گلانو خپل سرونه او پاڼې لاندې خوا ته د دې له پاره خمې کړې چې توفان ضرر ور ونه رسوي؛ خو تور غنم په هماغه غرور او کبر سره خپل سر جگ نیولی و. گلانو ورته وویل چې:

«سر دې د موږ په شان لاندې ونیسه!»

خو تور غنم ورته وویل:

«زه مې سر نه ټیټوم!

ولې دا کار وکړم؟»

نورو خاشو، دانو او وږیو ورته غږ وکړ:

«ته هم لکه موږ غوندې خم شه او سر دې ټیټ کړه! اوس به توفان راورسیږي، که دې سر خم نه کړې، مخکې له دې چې کومه هیله ورنه وکړې، ټولې دانې او وږي به دې له منځه یوسي.»

تور غنم وویل:

«له دې ټولو خبرو سره مې هم زړه نه غواړي چې ټیټ شم او سر مې زوړند کړم.»

زړې ولې (بید) وویل:

«گلان دې وتړه او پاڼې دې ټيټې کړه، کله چې بریښنا د اسمان زړه ورڅیري، مه ورته گوره! حتی انسانان هم دا کار نه کوي، هغه هم د دې له پاره چې کیدای شي ړانده شي، موږ خو لا له انسانانو نه ډیر ضعیفه یو، هلته به بیا پوه شې چې پر موږ څه کیږي!»

تور غنم وویل:

«څه، موږ له هغوی نه ضعیفه یو! که دغسې وي، زه اسمان ته گورم، تر څو پته ولګیږي چې څوک ډیر ضعیفه دي.»

غنم په ډیر غرور او ځانغوښتنې سره دا کار ترسره کړ. په اسمان کې داسې بریښنا وشوه چې تا به وې دنیا اور اخیستی دی.

کله چې توفان پای ته ورسید، وږي او گلان چې باران لامده کړي وو، په پاکه او زړه وړونکې هوا کې سرونه جگ کړل؛ خو تور غنم بریښنا داسې سوزولي وو چې تور سکاره یې ورنه جوړ کړي وو.

زړې ولې خپلې څانگې باد ته نیولې وې او له شنو پاڼو نه یې د باران څاڅکي داسې پر مځکه څڅیدل چې تا به وې ژاوړي.

مرغۍ ونه وپوښتله:

«ولې ژاړې؟

دلته خو هرڅه ښه او تازه دي، نو بیا د څه له پاره اوښکې تویوې؟

گوره لمر څه ښه ځلیږي او په اسمان کې اوره څنگه یو په بل پسې منډې وهي!

د گلانو زړه وړنکی بوی نه احساسوې؟

بیا دې نو ژړا د څه له پاره؟»

همالته و چې ولې (بید) د تور غنم کیسه مرغۍ ته وکړه، هغه تور غنم چې ډیر مغروره او ځانخوښی و او د خپل غرور پایله یې ترلاسه کړه.

ما هم دا کیسه له مرغیو اوریدلې وه، یوه ورځ مې له هغوی نه وِغوښتل چې یوه کیسه راته وکړي، هغوی هم همدا کیسه راته وکړه.

پای

منیع:

    H.C.Andersen Eventyr, 2, 137 –141 s, 1994, Odnsa, Denmark

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...