د واورو سړی | لیکوال: هانس کریستین اندرسن

ژباړن: آصف بهاند

(SNEMANDEN)

H.C. Andersen

د واورو سړي وویل:

«څومره ښه ساړه دي چې ما خرپوي او غچهاري مې جگیږي. دا داسې هوا ده چې انسان ته نوې سا ورکوي. هلته پاس یو سور اورنی موجود په عجیب ډول ما ته راگوري.»

د واورې د سړي موخه د لمر سور گرد ټیکلی و چې ورو، ورو د لویدو په لور روان و.

د واورو سړي وویل:

«هر څه چې وکړي، زور یې پر ما نه رسیږي!»

د واورو د سړي د سترگو په ځای کې درې مثلث ډوله کودي ایښي وو او د غاښو او خولې په ځای کې یې یوه زړه اوسپنیزه شاخۍ ایښودل شوې وه. هغه د وړو هلکانو د خوشالۍ او شور په لړ کې زیږیدلی و او د لخچکونو گړینگیو او د قمچینو شړقهاري ښه راغلاست ورته ویلی و.

لمر ولوید او د څوارلسمې تکه سپینه، گرده او ښکلې سپوږمۍ په شنه آسمان کې را جگه شوه. د واورو سړي وویل:

«دا دی بیا له بلې خوا را ښکاره شو.»

د ده مقصد لمر و، ده فکر کاوه چې لمر بیا ځان را ښکاره کړ.

«اوس مې یې له کتلو سره ځان عادت کړ، راگورې دې، همالته دې را زوړند وي او ځلیږي دې، تر څو زه وکولای شم خپله شا و خوا وگورم. که زه پوهیدای چې څنگه له دې ځای نه حرکت وکړم، خامخا به مې دا کار کړی و. خوښیږي مې چې لاړ شم د هغو هلکانو په شان د یخ پر سر ځان وښویوم او تفریح وکړم، خو نه پوهیږم چې څنگه منډې وکړم.»

زاړه ساتونکي سپي وغپل:

لرې شئ!

لرې شئ!

د سپي غږ ناست و، هغسې یې چې زړه غوښتل، نه یې شوای کولای وغاپي. له کله نه چې د یوه کورني سپي په څیر د بخارۍ په څنگ کې اوږد وغځیږي، غږ یې داسې شوی و.

سپي د واورو سړي ته وویل:

«لمر به تا ته منډې وهل درزده کړي! داسې به ویلې شې چې په خوب کې دې هم نه وي لیدلي!

پروسږ کال ما همدا وضعیت، د واورو په هغه بل سړي باندې لیدلی و، له هغه پخوا مې د هغه بل باب هم لیدلی و!

لرې شئ!

لرې شئ!

او ټول لرې شئ!»

د واورو سړي وویل:

«انډیواله زه هیڅ نه پوهیږم چې ته څه وايي، هغه پاس شی گورې، هغه باید ما ته منډې وهل زده کړي؟»

د واورو د سړي مقصد پاس په اسمان کې سپوږمۍ وه.

خو تړلي سپي ورته وویل:

«ته په څه نه پوهیږې، ستا گناه نه ده، ځکه چې ته نوی جوړ شوی یې. دا څه چې ته پاس گورې، دا سپوږمۍ نومیږي او هغه بل چې لاړ، هغه لمر و. لمر سبا بیرته راځي او تا ته به یې در وښيي چې څنگه لاړ شې په غوچوړي کې څملې. ډیر ژر به هوا بدله شي، زه همدا اوس هغه په خپله چپه پښه کې احساسوم چې پښه مې زوروي، هوا به ژر بدله شي.»

د واورو سړي له ځان سره ویلې:

«زه نه پوهیږم چې دا څه وايي؟ خو داسې یې گڼم چې د کوم  نارامونکي شي په باب خبرې کوي؛ خو کولای شم دا احساس کړم: هغه ځلیدونکي غونډاري چې لمر یې گاڼه او ما ته یې په ځیر سره کتل، هغه زما ملگری نه دی.»

 ساتونکي سپي وغپل:

«لرې شئ،

لرې شئ!»

درې ځلې سره تاو شو او خپلې کوټنۍ ته ورننوت، تر څو ویده شي.

په هوا کې بدلون راغی. د سهارمخې ته یوې ټینگې درنې وریځې ټوله سیمه ونیوله، بیا ډیر سوړ باد پسې راوالوت. داسې بریښیده چې یخ د انسان هډوکي هم سړوي؛ خو کله چې لمر راوخوت، څه یوه پرتمینه ننداره رامنځ ته شوه:

ونې او بوټي، واورو او کنگل پوښلي وو، او د یوه مرغلین ځنگله په څیر ښاریده. داسې بریښیده چې هره څانگه له سپینو ځلیدونکو غوټیو ډکه وي، د څانگو هغه اندامونه چې په اوړي کې یې پاڼې پټوي، اوس ټول لغړ شوي وو، پنجه چنار ته ورته ونه ډیره ښکلې وه، ژوندۍ وه او باد، د نورو ونو په څیر داسې ښوروله لکه اوړی چې وي. کله به چې لمر ورباندې برابر شو، وبه ځلیده او د الماس په شان وړانگې به ورنه پورته کیدې.

یوه ځوانه جوړه (هلک ـ جلۍ) بڼ ته راغلل، غلي د واورین سري په څنگ کې ودریدل او په حیرانتیا یې کنگل شوو بلورینو ونو ته کتل. جلۍ وویل:

«داسې بیسارې ښکلا، اَن په اوړي کې هم څوک نه شي لیدلای.»

هلک هم همداسې گڼله، دوی دواړه په بڼ کې، د واورین سړي له څنگه ولاړ وو، د پنجه چنار او نورو ونو ننداره یې کوله او سترگې یې بریښیدلې.

نارینه په لاس واورین سړي ته په اشارې سره وویل:

«دی ډیر عالي دی، خو دا ښه دوست به مو په اوړي کې نه وینو!»

جلۍ وخندل او د واورو سړي ته یې سر وښوراوه، دواړه د واورو پر سر وخوځیدل، واورو یې پښو لاندې داسې سغهاری کاوه، لکه زگیروي چې کوي.

د واورو سړي له سپي نه وپوښتل:

«دا دواړه څوک وو، تا خو په دې حویلۍ کې ډیره موده تیره کړې ده، ته هغوی پیژنې؟»

ساتونکي سپي په ځواب کې ورته وویل:

«ښه یې پیژنم، هغه یوه یې زه څو ځلې نازولی یم او دا بل یې هډوکي او غوښه را راوړي دي. زه دوی نه داړم. (نه په غاښ کوم)»

د واورو سړي بیا وپوښتل:

«کیدای شي لږ یې نور هم راوپیژنې؟»

«هغوی سره دوستان دي، یو بل ته گران دي، کیدای شي نوی ژوند سره پیل کا.»

د واورو سړي بله پوښتنه وکړه:

«هغوی داسې موجودات دي لکه ما او تا، که څنگه؟»

سپي وویل:

«نه هغوی خانان او شتمن خلک دي. څنگه چې پرون زیږیدلی یې، باید په هیڅ شي هم خبر نه اوسې. زما عمر او مالومات ډیر دی، زه په دې ښه پوهیږم او د دې کور ټول غړي پیژنم. کولای شم هغه وختونه هم راپه یاد کړم چې: داسې نه وم لکه اوس چې په زنځیر تړلی یم، او تر واورو لاندې سړو ته پروت یم.

د واورو سړي وویل:

«ساړه خو ډیر ښه شی دي.

وغږیږه!

وغږیږه!

خو د خبرو کولو په وخت کې دې ځنځیر ډیر مه ښوروه چې شرنگ و پرونگ یې ما زوروي.»

سپي په غپا سره وویل:

«لرې شئ!

لرې شئ!

هغوی به ویل چې زه یو وړوکی ښکلی موجود یم. هغه وختونه به زه د یوه زاړه کوچ د پاسه اوږد غځیدم او د خان په کور کې دننه به ویده کیدم. هغوی به لاس راباندې تیراوه او نازولم به یې او غږ به یې را ته کاوه:

اې ښایستوکیه!

اې گرانه!

خو کله چې غټ شوم، زه یې د کور تحویلدار ته وسپارلم او ځای مې تاخانې ته ورسید. همدلته چې ولاړ یې، کولای شې سر دې ور وړاندې کړې او زما پخوانۍ کوټه ووینې.

هوکې زه په ریښتیا د تحویلدار په کوټه کې داسې وم لکه خان، خو هغه ځای له پاسنۍ کوټې نه لږ کوچنی و، خو زه په کې آرامه وم او کوچنیانو به په غیږ کې دا خوا هغه خوا نه کشولم، خوراک څښاک مې له پخوا نه هم ښه شوی و. خپل ځانگړی بالښت مې درلود، یوه وړوکې بخارۍ مې هم درلود چې په داسې ساړه فصل کې ډیر ښه شی گڼل کیږي. زه به د بخارۍ په اړخ کې پریوتم او کرار به اوږد وغځیدم، اوه! تر اوسه مې هم هغه بخارۍ هیره شوې نه ده.

لرې شئ!

لرې شئ!»

د واورو سړي وپوښتل:

«آیا بخارۍ په ریښتیا ښکلی شی دی؟

ما ته پاتې کیږي، که څنگه؟»

سپې ورته اوږده کړه:

«نه! بیخي تا ته نه پاتې کیږي، بس یوه تور کارغه ته ورته ده. غټه تنه او اوږده غاړه یې ده، وچ لرگي یې خوراک دي او له خولې نه اور راباسي، انسان یې باید په څنگ یا اړخ کې کیني. همدلته چې ولاړ یې، کولای شې له کړکۍ نه دننه وگورې او وې وینې.

واورین سړي هغې خواته وکتل او یو ځلیدونکی شی یې ولید چې له برنجو نه جوړ دی او له ښکتنۍ برخې نه یې اور راوزي.

واورین سړي ته عجیب حالت پیدا شو، داسې یو حالت چې نه یې شوای کولای هغه توضیح کړي؛ خو ټول هغه کسان چې واورین نه دي، کولای شي دا حالت درک کړي او وې پیژني.

واورین سړي وپښتل:

«ولې دې هغه پریښود؟

ته څنگه له داسې ښه ځای څخه لاس په سر شوې؟»

سپي ځواب ورکړ:

«مجبور شوم، هغوی زه له کور نه وایستم او دلته یې په ځنځیر وتړلم، ما د خان د واړه زوی پښه په غاښ کړې وه. کله چې ما هډوکی زدویه، هغه زما هډوکی په لغته و واهه او یوې خوا ته یې وغورځاوه. ما هم وویل چې: هډوکی د هډوکي په مقابل کې او د هغه پښه مې وداړله!

د همدې کار په خاطر، له هغه نه وروسته زه په دې ځنځیر وتړل شوم او خپل صاف غږ مې له لاسه ورکړ، گوره غږ مې څنگه ټپ دی:

لرې شئ!

لرې شئ!

نه شم کولای لکه نور سپي خپل غږ وباسم.

لرې شئ!

لرې شئ!

دا هم زما کیسه!»

خو واورین سړي نور د سپي خبرې نه اوریدې، هغه په تلخونه کې د تحولدار کوټې ته کتل، هغې کوټې ته چیرې چې بخارۍ په خپلو څلورو اوسپنیزو پښو باندې ولاړه وه، داسې موجود لکه د واورین سړي په څیر.

واورین سړي له ځان سره وویل:

«په وجود کې مې څه ترق و تروق روان دی!

آیا کله به هغې کوټې ته ورننوزم که نه؟

دا زما لویه هیله ده او لویې هیلې تر سره کیدونکې دي.

زه باید ځان هغې کوټې ته ورسوم او په هغې ښکلې بخارۍ یو ځل ډډه ووهم، حتی که اړ شم کړکۍ به هم ماته کړم او له هغې لارې به ورننوزم.»

سپي وویل:

«ته هیڅکله نه شې کولای چې هغې کوټې ته ننوزې، ځکه چې که ته بخارۍ ته ورنږدې شې، ویلې کیږې. لرې شئ!»

واورین سړي ځواب ورکړ:

«زه هسې هم د کرښې په ورکیدو یم، زه یې داسې انگیرم چې سره ماتیږم.»

واورین سړی ټوله ورځ همالته ودرید او له کړکۍ نه یې دننه کوټې ته کتل. لمر لویده مهال کوټې بل ډول ښکلا پیدا کړه، له بخارۍ نه یوه رڼه شان وړانگه جگیده، داسې وړانگه چې نه لمر ته پاتې کیده او نه هم سپوږمۍ ته، بلکې دا د هغې بخارۍ ځلا وه چې نس یې ډک و، دهغې بخارۍ ځلا او رڼا چې د خوراک له پاره یې یو څه درلودل. کله چې د کوټې دروازه خلاصیده او پورې کیده، د بخارۍ له خولې نه به یوه لمبه راووته او دا عادت په ټولو بخاریانو کې شته. د بخارۍ د لمبې رڼا د واورین سړي پر سپنه څیره لویده، سر او ټټر به یې سور بخون کاوه.

واورین سړي وویل:

«نور یې نه شم زغملای، زړه مې بوټ راوزي، کله چې خپله ژبه دباندې راباسي، څومره ښکلې او زړه وړونکې ښکاري!»

هغه شپه ډیره سړه او اوږده وه، خو د واورین سړي له پاره دومره اوږده ځکه نه وه چې په هغو سړو کې یې بدن ترق و تروق کاوه  او دی په خپلو ښکلو خیالاتو کې ډوب و.

سهار مهال د تلخونې کړکۍ کنگل شوې وې او داسې ښکلې او زړه وړونکې منظره یې پیدا کړې وه لکه کنگلي گلان چې واورین سړي په ټول عمر کې نه وه لیدلې، خو کنگلي پردې بخارۍ له نظره پټه کړې وه او واورین سړي نه شو کولای خپله د خوښې وړ بخارۍ وویني. د بخارۍ د لیدلو هیله یې په ټول وجود کې ښکته پورته کیده او له ټول بدن نه یې د ترق و تروق غږونه جگیدل، دا هماغه سړه هوا وه چې هر واورین سړی یې غواړي، خو ده خوند نه شو ورنه اخستلای، هغه چې یوې تودې او سرې بخارۍ ته مایل او پرې مین شوی و، څنگه یې کولای شول چې له داسې سړې هوا نه خوند واخلي.

سپي وویل:

«دا د یو واورین سړي له پاره بده او ناآرامونکې ناروغتیا ده. زه هم ورباندې اخته شوی وم، خو بیا ورو، ورو ښه شوم.

لرې شئ!

لرې شئ!»

له غپلو وروسته یې بیا زیاته کړه:

«هوا ژر بدلیږي»

همداسې هم وشول. هوا په تودیدو شوه او واورین سړی وړوکی او پسې وړوکی کیده او په پای کې یوه ورځ سهار نور هم ویلې شو او راولوید.

په هغه ځای کې چې دی پخوا ولاړ و، اوس هلته د خځلو لوښي ته ورته یو لوړ څه لیدل کیږي چې یو سر یې په مځکه کې خښ شوی و. دا هماغه لرگی و چې کوچنیانو د هغه په شاوخوا کې د واورین سړي تنه جوړه کړې وه چې ښه کلک ونیول شي.

د دې نندارې په لیدلو سره سپي وویل:

«اوه!

زه اوس پوه شوم چې هغه ولې غوښتل بخارۍ ته ورشي. هلته چې کوم څه لیدل کیږي، هغه د بخارۍ د پاکولو خځللوښی دی چې هغه یې د لرگي پر سر تړلی  دی. زموږ واورین سړي د بخارۍ د پاکولو یو خځللوښی په خپل ټټر کې درلود او همدا دلیل و چې هغه وهڅوي او څه یې په سر کې ور وگرځي.

ښه دا دور هم تیر شو، نور به هغه و نه رنځیږي.

لرې شئ!

لرې شئ!»

سپی غپیده او وړو نجونو په انگړ کې د پسرلي د راتگ بدلې ویلې:

نور هیڅ چا د واورو د سړي په باب فکر نه کاوه!

پای

منبع:

H.C.ANDERSEN, EN EVENTYRLIG DIGTER,2004, 102—107 s

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...