د صنوبر ونه| لیکوال: هانس کریستین اندرسن

ژباړن: آصف بهاند

(Grantræet)

د ځنگله په منځ کې یوه ښایسته د صنوبر ونه ولاړه وه. دې ونې په ځنگله کې ښه ځای درلود، پوره لمر یې اخستلای شو، پوره هوا ور رسیده او په شا و خوا کې یې ښو غټو ونو د ملگرو په څیر سرونه هسک کړي وو، خو دې ونې په شته امکاناتو بسنه نه کوله او غوښتل چې نوره وده هم وکړي او ستره شي؛ آن تر دې چې کله به د کلي کوچنیان ځنگله ته د میوو ـ ټولولو له پاره راتلل، هغو ته به یې هم پاملرنه نه کوله. کله به کوچنیان له میوو ډکې ټوکرۍ سره راتلل او د ښکلې صنوبر د وړې ونې له اړخ سره به کیناستل او د دمې په ترڅ کې به یې مځکني توت په یوه نازکه لښته کې داسې سره پـیـیـل، لکه کباب چې په سیخ کې تیریږي او بیا به يې یو، یو خوړل، تل به یې د کاج د ونې صفت کاوه او ویل به یې چې:

«څومره ښکلې وړه ونه ده.»،

خو ونې دې خبرو ته هیڅ پام هم نه کاوه، لکه اوریدلې یې چې نه وي. هیله یې دا وه چې ډیر ژر ستره شي.

د صنوبر دا وړوکې ونه کال په کال غټیده او سټه یې نور هم قوي کیده، خو گوره چې د صنوبر یوه ونه څومره خوارۍ او زحمت او څو کلونو ته اړتیا لري چې دا ستره شي.

وړوکې صنوبر ونې په خپگان سره آه ایسته او له ځان سره یې ویل:

«کاشکې زه هم نن لکه دا نورې ونې یوه غټه او قوي ونه وای، خپلې څانگې به مې شا و خوا ځړولې او له خپلې پاسنۍ برخې نه مې دا نوره نړۍ لیدلای، مرغان به راتلل او زما په څانگو کې به یې ځالې جوړولې، او د باد له الوتو سره مې د نورو ونو په څیر کولای شوای سر وخوځوم.»

د صنوبر وړې ونې، د لمر له وړانگو، له الوتونکو او پر سر یې سهار او ماښام له روانو سرو وریځو څخه  رضایت نه درلود او له هغو نه یې هیڅ خوند نه اخیسته.

کله چې ژمی شو، د واورو سپنې دانې پرې را خورې شوې، یو شیطان او شوخ سوی به په خینجتو هلته راته او د صنوبر د وړې ونې له پاسه به یې خیزونه وهل، د ونې له پاسه به کیناسته او دې کار به د صنوبر ونه عصباني کوله!

دوه ژمي واوښتل، دریم ژمی چې راغي، د صنوبر وړه ونه دومره ستره شوې وه چې شیطان سوی نه شوای کولای د هغې له پاسه خیزونه و وهي او مجبور و چې شا و خوا ورنه راتاو شي.

د صنوبر ونې داسې فکر کاوه چې وده کول، غټیدل او زړیدل په نړۍ کې تر ټولو ښکلي شیان دي.

په مني کې به هر کله لرگي ماتونکي راتلل، څو تر ټولو سترې ونې به یې ماتولې او غورځولې. په هغه کال هم راغلل، د صنوبر ونه چې ښه غټه شوې وه، د هغوی په لیدلو سره، له ډاره وریږدیده. هغې لیدل چې سترې ونې لکه بریښنا داسې مخکته لویږي. لرگو ماتونکو به د هغوی څانگې غوڅولې، په کراچیو کې به بارولې، اسانو به کشولې او له ځنگله څخه به یې ایستلې، خو د صنوبر ونه په دې نه پوهیده چې غوڅې کړای شوې ونې چیرې وړل کیږي؟ او څه پرې کوي؟

په پسرلي کې، کله چې توتکۍ او ډینگ (لک لک) راغلل، د صنوبر ونې له هغوی نه پوښته وکړه:

«آیا تاسو پوهیږئ چې زموږ دوستان یې چیرې یوړل؟ په لاره کې مو هغوی ونه لیدل؟»

توتکۍ په څه نه پوهیدلې، خو ډینگ (لک لک) په متفکرانه ډول سر وښوراوه او وې ویل:

«هو، لکه چې ما ولیدل. کله چې د مصر په لوري تلم، ډیرې نوې کشتیانې مې ولیدلې. د هغو پر سر لوی او پرتمین شاتیرونه بار وو، که تیروتی نه اوسم، دا به زموږ هماغه خپلې ونې وې، د سروې او صنوبر بوی یې کاوه، ډیرې ښکلې او پرتمینې ښکاریدې.

د صنوبر ونې یو آه ویست او وې ویل:

«کاشکې ما هم کولای شول چې د سمندر پر سفر ولاړه شم! دا سمندر چې تاسویې یادوئ، دا څه ډول ځای دی؟ هغه څه ډول ښکاري؟»

ډینگ (لک لک) و ویل: «د دې شیانو په باب خبرې کول ډیر وخت غواړي.» دا یې و ویل او ایسته والوت.

د لمر زرینو وړانگو وویل:

«د ځوانۍ په ځواک دې پوه شه! باران به د ونې پاڼې ښکلولې، سهارنۍ پرخه به د هغې پر اوږو اوښکې تویولې»؛ خو د صنوبر ونه د هغوی په ژبه او خبره نه پوهیده.

د کریسمس وخت راورسید، لرگي ماتونکي په صنوبر ونو پسې راغلل او هغوی یې یوه، یوه غوڅې کړلې. هغوی څو ځوان صنوبر نیالگي هم غوڅ کړل، هغه نیالگي چې زموږ د کیسې له صنوبر نه هم واړه وو؛ بیا یې پرې شوې ونې پر خپلو گاډیو باندې کیښودې او اسانو په کشولو سره هغه له ځنگله څخه وایستلې.

د صنوبر ونې له ځان څخه وپوښتل:

«هغه چیرې وړي؟ هغوی تر ما وړې وې، هغه یې غوڅې کړې او وې یې وړې، خو زه یې وې نه وړم؟ هغوی چیرې روان دي؟»

خړو مرغیو په چقهاري سره وویل:

«موږ پوهیږو، موږ پوهیږو! کله چې دننه په ښار کې وو، د کورونو له کړکیو نه مو د ننه وکتل، موږ پوهیږو چې هغوی یې چیرې یوړې!

اوه! هغوی په داسې حالت کې دي چې فکر یې هم نه شې کولای، هغوی اوس په ډیر جلال او پرتم کې دي. موږ له کړکیو نه سرونه ور وړاندې کړل او ومو لیدل چې هغوی یې د یوه تاوده سالون په منځ کې درولې دي او په ډیرو ښکلو شیانو یې ګاڼلې دي. زرینې مڼې، له گبینه جوړ کیکونه، د لوبو رنگارنگ اسبابونه او سلگونو شمونه یې په کې راځړولي دي.»

د صنوبر ونه له احساساتو سره وریږدیده او وې پوښتل: نو بیا؟ هو، بیا څه وشول؟

«بلې، بیا موږ هیڅ و نه لیدل، خو هغه ځای بې جوړې و!»

د صنوبر ونې په خوشالتیا سره وویل:

«ښايي زما راتلونکې به هم همداسې وي چې داسې یو پرتمین برخلیک را په برخه شي! دا خو په سمندر کې تر سفر کولو هم ښه دی، څومره د داسې یو حالت لیواله یم! کاشکې همدا اوس کریسمس وای او زه په یوه تاوده او خپلې خوښې وړ سالون کې، په ښکلاوو او پرتم کې درول شوې وای! او بیا؟ خامخا به د داسې ونې له پاره نور ښه هم په انتظار کې وای، ډیر جالب څه، که نه څه اړتیا وه چې ونه دې هغسې تزیٔن او سینگار کړي؟ باید له دې نه هم کوم مهم او لا پرتمین څه په مخ کې وي، خو څه شی؟ اوه! څومره زوریږم! څومره هیلمنه یم! زه خپله هم نه پوهیږم چې ولې؟ اې شینه ځنگله پوه شه!»

پاکې هوا او د لمر تودونکو وړانگو وویل:

«له موږ نه خوند واخله! په دې شنه ځنگله کې دې د ژوند او ځوانۍ په قدر پوه شه!»

خو د صنوبر ونې له دې شیانو خوند نه اخیسته او خوشحاله کیده نه، یوازې وده یې کوله او غټیده. ژمی او اوړی تیر شول او د صنوبر ونه له خپل جگ قد سره، هماغسې هلته ولاړه وه، هر چا به چې لیدله، ویل به یې:

«عجبه ښکلې او پرتمینه ونه ده!»

 د کرسمس له رارسیدو سره یې زموږ د کیسې صنوبر، له نورو ونو مخکې غوڅه کړه، تبر یې بدن ورڅیرې کړ او ونه په گړز سره پر مځکه ولویده. ټول وجود یې له درده ډک شو او عجیبه سستتیا او ضعف یې احساس کړ. په هغې شیبه کې یې نه شوای کړای د نیکمرغۍ او خوښۍ په باب فکر هم وکړي، خواشینې وه، ځکه چې له خپل کور کلي او هغه ځای نه چې دا په کې ستره شوې وه، جلا کیده. پوهیده چې نور خپل پخواني او گران دوستان نه شي لیدلای او دا له ویرونو ډک بیلتون یې بیخې نه خوښیده.

د صنوبر ونه هغه وخت په سد شوه چې د یوې لویې حویلۍ په مخکې یې له نورو ونو سره یو ځای، له کراچۍ نه ښکته و غورځوله، په همدې شیبه کې صنوبر یو غږ واورید:

«دا یوه بې جوړې ده، موږ همدا غواړو»

لږ څه وروسته دوه تنه چوپړان راغلل او د صنوبر ونه یې داسې یو لوی سالون ته ننه ایسته، چې پر ټولو دیوالونو یې نقاشي شوي ښکلي انځورونه را ځړول شوي وو، د سالون د لویې بخارۍ په څنگ کې گلدانونه ایښودل شوي وو چې د زمري په څیر سرپوښونه یې درلودل، یوه خوځیدونکې څوکۍ او د وریښمینو پوښونو لرونکي کوچونه، یو لوی میز چې ډیر مصور کتابونه ورباندې ایښودل شوي وو، یو څه د لوبو اسباب او په سلگونو سکې ایښودل شوې وې.

د کاج ونه یې په یو استوانه ډوله داسې لوی گلدان کې کیښوده چې له میده شگو نه ډکه وه، خو گلدان ځکه نه لیدل کیده چې شا و خوا یې په شنه ټوکر پوښلی و او گــلدان پر یوه غټ لکه لرونکي فرش باندې ایښودل شوی و.

اوه، ونه څنگه وریږدیدله! اوس به څه پیښیږي؟

چوپړانو ونه سینگار کړه او په څانگو کې یې د خلطو په څیر، رنگه جالۍ، جالۍ کاغذونو وځړول او دا خلطې یې په خوږو ډکې کړې. د زنگ په څیر لوښي او چارمغز ډوله شیان یې داسې په ونه کې را وځړول چې تا به وې چې همدلته را شنه شوي دي او څو شنه، سپین او سره واړه شمونه یې هم په څانگو کې وتړل.

کله چې کار خلاص شو، د ونې په څانگو کې د ریښتینو انسانانو په څیر داسې نانځکې تاو راتاو کیدې، چې ونې پخوا هیڅکله نه وې لیدلې او د ونې په تر ټولو جگه برخه کې یو غټ ستوري ایښودل شوی و چې رنگه او ځلیدونکې ستارې ورباندې ټومبل شوې وې، داسې چې بیخي بیساری و، بیخي بیجوړې.

ماخوستن ټولو په یوه خوله وویل:

«نن شپه د صنوبر ونه ښه ځلیږي!»

ونې چُرت وواهه:

کاشکې همدا اوس شپه وای چې څراغونه ژر لگول شوي وای!

دا به کله کیږي؟

آیا داسې کیدای شي چې نورې ونې زما د نندارې له پاره له ځنگله څخه راووزي؟

آیا مرغۍ به د کړکیو شا ته راشي؟

آیا زه به همدلته همداسې شنه یم او خپلې ودې ته به دوام ورکوم او ژمی وړی به همداسې ښکلې او سینگار شوې ولاړه یم؟»

د ونې هیلې او خیالونه له واقعیت نه لرې نه وو، خو د دې هیلو تر څنگه، د ملا ډیر کلک درد هم په عذاب کړې وه، داسې بد درد، لکه د انسان د سر درد.

شمونه بل کړای شول، څه رڼاوې او څه پرتمنینه ځلا، څه پرتم او جلال! ونه داسې سره وریږدیده، چې د یوې شمعې لمبې، یوې شنې څانگې ته اور ورته کړ او ایره یې کړه.

څو ځوانو نجونو چغې کړې:

«اوه خدایه!»

او په بیړه یې اور مړ کړ.

اوس د کاج ونې ریږدیدا ته هم زړه نه شو ښه کولای، دا څومره گرانه وه! ونه په دې هم ډاریده چې د دې په څانگو کې را زوړندې ناوکۍ اور وانخلي. دا له دومره ډیرې ښکلا او رڼا گانو نه په حیرانتیا کې ډوبه وه چې ناڅاپه د لوی تالار دروازې خلاصې شوې او څو کوچنیان په خوشالتیا او بیړې سره داسې راننوتل چې نږدې و د صنوبر ونه واړوي. مشران لږ څه په کرارۍ را ننوتل، واړه یوه شیبه غلي پاتې شول، خو لږ څه وروسته یې د خوشالۍ داسې چغې سورې جوړې کړې چې ټول تالار یې ښوراوه. کوچنیان د صنوبر ونې شاو خوا کې ښه په درزا سره گډیدل او د ونې له څانگو نه یې ډالۍ تر لاسه کولې.

ونې له ځان سره فکر وکړ:

«دوی څه کوي؟ اوس به څه پیښ شي؟»

شمونه ټول وسوزیدل، دومره چې آن تر څانگو پورې وسوزیدل. بیا مشرانو د شمونو اور یو ، یو مړ کړ او بیا یې کوچنیانو ته اجازه ورکړه چې هرڅه په ونه کې پاتې وي، وایېخلي.

کوچنیانو هم پر ونې ور منډه کړه او داسې یرغل یې پر وکړ او داسې په تندۍ یې خوراکي توکي تر لاسه کول چې د ونې د څانگو د ماتیدو غږ اوریدل کیده. که یې د ونې پر څوکه تړلی ستوری د سالون په چت پورې نه وای نښلولی، ونه به لا وختي چپه شوې وای.

کوچنیان د لوبو ښکلي اسبابونه په لاس، د ونې شا و خوا گډیدل. نور نو د صنوبر ونې ته هیڅ چا پام نه کاوه، یوازې یو بوډا سړی راغی او په ځیر یې د ونې څانگو ته په دې موخه کتل چې کوم انځر یا مڼه هلته پاتې نه وي.

کوچنیانو په جگ غږ سره نارې کړې:

«یوه کیسه! یوه کیسه!»

او له دې چغو سره یې یو پنډ ټیټ قدی سړی په کشولو، کشولو د ونې خوا ته راوست. سړی د صنوبر تر ونې لاندې کیناست او وې ویل:

«سړی یې داسې انگیري چې د ځنگله په منځ کې ناست وي، د صنوبر ونه هم کولای شي زما کیسې ته غوږ شي، خو زه به یوازې یوه کیسه تاسو ته و وایم. اوس نو ستاسو خوښه چې د «ایوید ـ آوید» کیسه غواړئ، که د «کلومپي ـ دومپي» کیسه چې له زینو راولوید، مهم سړی شو او له شهزادگۍ سره یې واده وکړ؟»

ځینو نارې کړې:

«ایوید ـ آوید»

خو ځینو نورو بیا چغې کړې چې:

«کلومپي ـ دومپي»

چیغو سورو تالار په سر اخیستی و، یوازې د صنوبر ونه غلې وه او له ځان سره یې داسې فکر کاوه:

«آیا زه هم کولای شم یوه کیسه ونوموم؟»

پنډ ټیټ قدي سړي د«کلومپي ـ دومپي» کیسه وکړه چې له زینو راولوید، خو مهم سړی شو او له شهزادگۍ سره یې واده وکړ.

کوچنیانو لاسونه وپړکول او نارې یې کړې:

«یوه بله، یوه بله.»

هغوی غوښتل چې د «ایوید ـ آوید» کیسه هم واوري.

د صنوبر ونه غلې او په چُرت کې ولاړه وه. ځنگلي مرغانو خو هیڅکله دا کیسه نه وه کړې چې «کلومپي ـ دومپي» له زینو لاندې ولوید، لوړ مقام ته ورسید او له شاهزادگۍ سره یې واده وکړ!

د صنوبر ونې له ځان سره وویل:

«هوکې! د دنیا کارونه همداسې دي!» او ټوله کیسه باندې یې باور وکړ، ځکه چې د یوه مهربانه سړي له خولې یې اوریدلې وه.

بیا یې له ځان سره چُرت وواهه:

«وړاندې څوک څه پوهیږي؟ ښايي کومه ورځ زه هم له زینو نه لاندې ولویږم یوه شهزادگۍ پیدا کړم!»

د صنوبر ونه په ډیره مینه او امید سترگې په لاره شوه چې سبا شپه هم ښکلې او سینگار کړای شي، په څانگو کې یې شمونه، د لوبو اسباب، زرین شیان او میوې راوځړوي. صنوبر له ځان سره سوچ وکړ:

«سبا به زه و نه ریږدم، له هغه پرتم او ښکلا نه به خوند واخلم. سبا به بیا د «کلومپي ـ دومپي» یا ښايي د «ایوید ـ آوید» کیسه واورم.»

د صنوبر ونه ټوله شپه غلې ولاړه وه او همدا چُرتونه یې وهل.

سبا ته چې کارکونکي سالون ته رادننه شول، ونې فکر وکړ چې:

«اوس به مې ټول ښکلي او پرتمینې شیان رابدلوي»؛ خو هغوی ونه په کشولو سره له سالون څخه ویسته او هلته لرې یې په یوه خځلداني غوندې تیاره ځای کې وغورځوله.

«د دې کار مانا څه ده؟ اوس باید زه څه وکړم؟ مانا دا چې څه به پـیـښیـږي؟» ونې له ځان سره همدا چورتونه وهل. شپې ورځې یو په بل پسې تیرې شوې، خو څوک د خځلدانۍ خوا ته رانغلل، وروسته له ډیرې مودې کوم څوک راپيښ شول، هغه هم څه لوی صندوکونه هلته ایښودل او بیرته ته.

ونې بیا له ځان سره و ویل:

«فکر کوم چې دلته یې زه د دې له پاره ایښې یم چې اوس ژمی دی، مځکه ډیره کلکه ده او ټول ځایونه واورو پوښلي دي او دوی نه شي کولای چې ما په بڼ کې کینوي، د دې له پاره زه باید تر پسرلي پورې دلته پاتې شم. رښتیا دوی څه ښه خلک دي! خو کاشکې دا ځای دومره تیاره او ډارونکی نه وای، حتی یو وړوکی ښکلی سوی هم دلته نه شته چې په ځنگله کې به د واورې له لویدو سره، زما شاو خوا او پر سر باندې خینجتې او خیزونه وهل، خو اوس دلته هغه څه نه شته، دا یوازیتوب، وحشتناکه دی.»

په همدې شیبه کې یې څرهاری واورید او د څه شي ښکالو یې تر غوږه شوه. که گورې چې یو وړوکی موږک ورته را نږدې کیږي. یو، بل ورپسې بل. ورو، ورو یې ونه بویوله او په څانگو یې ور ختل. یوه واړه موږک و ویل:

«دا ځای خو ډیر ښه ځای دی، خو افسوس چې ډیر سوړ دی! ته یې همداسې نه گڼې د صنوبر زړې ونې؟»

د صنوبر ونې وویل:

«زه خو زړه نه یم، تر ما مشرانې ونې هم شته.»

موږکانو پوښتنه وکړه:

«ته له کوم ځای نه راغلې یې او دلته څه کوې؟

موږ ته و وایه چې د نړۍ تر ټولو ښکلی ځای چیرې دی، آیا ته کوم ځلې هلته وې؟ آیا تا داسې خوړنتون لیدلی دی چې هلته پنیرونه په الماریو کې ایښي وي، غوښې له چت نه ښکته راځړیږي او سړی په گدا سره ډنگر ورننوزي او چاق بیرته ورنه راووزي؟»

ونې وویل:

«ما داسې ځای نه لیدلی او نه راته مالوم دی، خو ځنگل ښه پیژم، چیرې چې د لمر وړانگې په هر لوري خورې وي او الوتونکي سندرې وايي.»

بیا یې د خپلې ځوانۍ د دورې خاطرات هغوی ته وویلې. وړو موږکانو هیڅکله داسې شیان نه وو اوریدلي، ځکه یې په ډیرې مینې او پام سره غوږ ورته نیولی و. بیا موږکانو وویل:

«ډیر په زړه پورې شیان دې لیدلي دي! خامخا به هغه وخت ډیره خوشاله وې!»

د صنوبر ونې وویل:

«بلې!»

بیا یې د موږکانو د خبرو په باب فکر وکړ او وې ویل:

«هوکې! هغه ورځې په رښتیا سره چې ښې ورځې وې!»

بیا یې د کریسمس د شپې په باب هغوی ته کیسه وکړه چې په څانگو کې یې ډالۍ، خواږه او شمونه رازوړند کړي وو.

واړه موږک وویل:

«اوه! ته څومره نیکمرغه وې، زړې ضنوبرې!»

ونې وویل:

«زه خو زړه نه یم! زه په همدې ژمي کې له ځنگله نه راغلم! یوازې زما د بدن وده لږ سسته شوې ده!»

واړه موږک وویل:

«ته څه جالب او ښکلي داستانونه وايي!»

بله شپه وړوکی موږک له څلورو نورو موږکانو سره بیا راغلل څو د ونې کیسې واوري. د صنوبر ونه چې هر څومره د خپلو خاطراتو په باب غږیده، هغومره نور شیان هم وریادیدل او د نورو شیانو په باب یې فکر کاوه.

«په رښتیا هم ډیر ښه وختونه او خوشاله ورځې وې! کیدای شي چې بیا هغه ورځې راشي؟ «کلومپي ـ دومپي» له زینو ښکته راولوید او شهزادگۍ یې تر لاسه کړه، کیدای شي ما ته هم یوه شهزادگۍ را په برخه شي!»

د صنوبر ونه د یوې بلې وړې ونې په چورت کې لاړه چې په ځنگله کې، د دې په څنگ کې شنه شوې وه. دا وړه ښکلې ونه د صنوبر ونې له پاره یوه ریښتینې شهزادگۍ ښکاریده.

وړو موږکانو پوښتنه وکړه:

«دا «کلومپي ـ دومپي» بیا څوک دي؟»

د صنوبر ونې ټول داستان ورته بیان کړ. ونې کولای شول د هغه داستان هره کلمه په یاد کړي. موږک د داستان په اوریدو سره، له ډیرې خوشالۍ نه د ونې لوړو څانگو ته ورخیز کړل. بله شپه نور موږکان هم صنوبر ونې ته راغلل او د یکشنبې په ورځ دوې مږې (غټ موږک) هم له نورو موږکانو سره یو ځای صنوبر ونې ته راغلل، خو د ونې کیسه یې دومره خوښه نه شوه او په دې باندې واړه موږکان خواشیني شول. اوس د وړو موږکانو ته هم د صنوبر د ونې کیسه دومره په زړه پورې نه ده او چندان خوند نه ورکوي. مږو (غټو موږکانو) د صنوبر ونه وپوښتله:

«د تا یوازې یوه کیسه زده ده؟»

ونې په ځواب کې ورته وویل:

«هو، همدا یوه کیسه مې زده ده! او دا مې هم د خپل ژوند په تر ټولو ښه او خوشاله شپه اوریدلې ده، هغه وخت نه پوهیدم چې زه څومره نیکمرغه وم!»

موږکانو وویل:

«دا داستان له موده لویدلی او خراب دی، کوم داسې داستان چې د ډوډۍ د میز په باب وي، نه دې ده زده؟

ونې وویل:

«نه»

مږو (غټو موږکانو) وویل:

«سمه ده، مننه!»

او خپلو ملگرو ته ورغلل.

څو ورځې وروسته واړه موږکان هم له صنوبر ونې څخه ولاړل. ونې سوړ اسویلی وایست او وې ویل:

«کله به چې واړه موږکان شاو خوا را ته ناست وو او زه به ورته غږیدم، څومره ښه و، اوس هغه ورځې هم تیرې شوې. کله مې چې له دې ځایه وباسي، کیدای شي بیرته خوشاله شم.»

دا څه پیښ شول؟

یوه ورځ سهار مهال و، چې خلک راغلل او د خځلدانۍ توکي یې لاندې باندې کړل، لوی صندوقونه یې یوې خواته کړل، ونه یې له هغه ځایه راویسته او پر مځکه یې کلکه وغورځوله. یو تن راغی او ونه یې په کشولو سره له زینو څخه لاندې یوړله. رڼا ورځ وه، ونې  له ځان سره فکر وکړ:

«لکه چې بیا ژوند له سره پیل کیږي!»

تازه هوا او د لمر لومړنۍ وړانگه یې احساس کړه. یوه شیبه وروسته بیا د حویلۍ په منځ کې پرته وه. دا هر څه په ډیره چټکتیا تر سره شول. د ونې شا و خوا ته د لیدلو له پاره هر څه نوي وو او دې هیر کړل چې د ځان په هکله فکر وکړي.

حویلۍ داسې وه لکه یو بڼ، بوټو او ونو غوټۍ کړې وې، سره گلاب تازه او پر اوسپنیزو کټارو باندې را زوړند وو او ښه بوی ورنه جگیده، د ونو غوټۍ هم ډیرې ښې ښکاریدې، توتکۍ په هوا کې الوتلې او چقهاری یې کاوه.

ونې په ډیرې خوشالتیا سره وویل:

«بیا راژوندۍ او تازه کیږم!»

خپلې څانگې یې سره خلاصې کړې او وې غوړولې، خو په خواشینۍ سره چې ټولې څانگې زیړې او وچې شوې وې. ونه د حویلۍ په یوه څنډه کې د خسو او هرزه گیاوو په منځ کې پرته وه او د نوي کال کاغذي زرین ستوری یې پر سر باندې لا بند و او د لمر تر وړانگو لاندې ځلیده.

هلته په حویلۍ کې څو بې پروا کوچنیان په خوشالۍ سره لوبې کولې. دا هماغه کوچنیان وو چې د کرسمس په شپه یې د همدې صنوبر ونې چارچاپیره گډا کوله او د همدې ونې په پار یې خوښي او مستي کوله. د دې کوچنیانو له ډلې نه تر ټولو کوچني منډې کړې، کاغذي زرین ستوری یې له څانگې څخه راوشکاوه او نورو ته یې غږ وکړ:

«وگورئ چې په دې بدرنگه او زړې ونې پورې څه شی نښتي دي!»

او دومره یې د ونې د څانگو د پاسه خینجتې ووهلې چې څانگې یې ټوټه ، ټوټه کړې. ونې د گلانو بوټو او له غوټیو ډکو ونو ته کتل، بیا یې ځان ته وکتل او د زړه له کومې یې هیله وکړه چې کاشکې په هماغې تیاره خځلدانۍ کې پاتې وای.

ونې د خپلې ځوانۍ، په ځنگله کې د خپل ژوند، د نوي کال له خوښیو ډکې شپې او د وړو موږکانو په باب فکر کاوه چې څنگه هغوی د «کلومپي ـ دومپي» کیسې ته غوږ نیولی و.

بد مرغې ونې وویل:

«اوس ناوخته ده، کار له کاره تیر دی، کاشکې زه هم د ژوند په قدر پوه شوې وای او خوند مې ورنه اخیستی وای، افسوس چې هغه وخت تللی او اوس پښیماني کومه گټه نه لري!

د کار عمله بیرته راغله او په یو تیره تبر سره یې ونه ټوټې، ټوټې کړه او د سون توکي یې ورنه جوړ کړل.

کله یې چې د ونې ټوټې په نغري او دیوالي بخارۍ کې کیښودې او اور یې ور واچاوه، لمبو یې کوټه روښانه کړه، نو صنوبر د زړه له تل څخه یو آه ویست. کوچنیان په منډه راغلل، اور ته کیناستل او ننداره یې کوله او ونې په جگ ترقهاري سره آهونه ویستل:

«پیف، پف، پوف!»

د اور له هر سپخنکي سره، چې د ونې آهونه وو، صنوبر ته د ځنگله د اوړي  یوه ورځ او یا د ژمي د یوه شپه وریادیدله، هغه ستوري به ور په یاد کیدل چې د دې سر پورې به ځلیدل. هغې د کرسمس د شپې او «کلومپي ـ دومپي» د کیسې په باب فکر کاوه، د هغه یوازیني داستان په باب چې په ټول عمر یې یو ځل اوریدلی و او کولای یې شول چې بیا ځلې یې ووايي. په لږ وخت کې ټوله ونه وسوځیدله او په ایرو بدله شوه.

کوچنیانو لا په حویلۍ کې لوبې کولې او تر ټولو کشر یې د ونې هغه ستوری پر سینه ټومبلی و چې د نوي کال په شپه د صنوبر د ژوند په تر ټولو ښه شپه پر سر درلود.

څنگه چې هغه شپه تیره شوه او د ونې ژوند پای ته ورسید، دا کیسه هم پای ته ورسیده. تیر، تیر دي، ټول داستانونه به یوه ورځ پای ته ورسیږي.

پای

منبع:

H.C.Andersen Eventyr, 2, 199 – 216 s, 1994, Odnsa, Denmark

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...