ماشومان او ټولنیزې رسنۍ | محب الله زغم

فېسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ د هرې بلې پدیدې په شان ګټې او زیانونه لري. سره له دې چې کم عمره ماشومان د فېسبوکي حساب د جوړولو حق نه لري خو ځینې ماشومان خپل عمر لوی ښيي او ځان ته حساب جوړوي. دلته به پر دې موضوع خبرې وکړو چې فېسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ پر ماشومانو څه رنګه اغېزې لري. لومړۍ به یې ګټې وګورو، بیا یې زیانونه.

ګټې

  • ټولنیزې رسنۍ له ماشومانو سره مرسته کوي چې اجتماعي مهارتونه زده کړي. په تېره بیا هغه ماشومان چې یو څه بې زړه او شرمېندوکي وي او مخامخ خبرې نه شي کولی، په ټولنیزو رسنیو کې دا کار کولی شي او ورو ورو یې جرأت زیاتېږي.
  • ماشومان چې ټولنیزې رسنۍ کاروي، دا زده کوي چې خپلې مفکورې، خپل احساسات او خپل نظر بیان کړي. له دې سره د ماشومانو خلاقیت زیاتېږي.
  • ماشومان له نورو سره خواخوږي زده کوي. د نورو احساسات او عواطف درک کوي او د مخالفو نظرونو اورېدل او زغمل زده کوي.
  • ټولنیزې رسنۍ ماشومانو ته مختلف او په زړه پورې معلومات ورکوي. د دوی پوهه او معلومات زیاتوي.
  • ماشومان په ټولنیزو رسنیو د ملګرتیا د جوړولو او ټینګولو چلونه زده کوي.
  • د ښوونځیو شاګردان کولی شي د کورنۍ دندې او ګروپي کارونو په ترسره کولو کې له ټولنیزې رسنۍ کار واخلي. مثلاً له خپلو ټولګیوالو مرسته غوښتلی شي او که ګروپي کار یې وي، کولی شي د خپل کار نتیجه له ټولګیوالو سره شریک کړي او د هغوی نظر واخلي.2
  • ټولنیزې رسنۍ ماشومان له نوې ټکنالوجۍ سره بلدوي.

تاوانونه

  • فېسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو ډېر وخت ضایع کوي. له بده مرغه کله چې سړی په دې شیانو بوخت شي، د وخت په تېرېدو نه پوهېږي او یو وار چې په کې ور ننوت، ساعتونه ور سره بوختېږي. دا کار د ماشومانو د مطالعې او درس ویلو وخت نیسي.
  • کله چې ماشومان ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي، دوی به خامخا چېرته ناست یا غځېدلي وي. دغه د بدن نه حرکت، د ماشومانو د چاغښت سبب کېږي، د لوړ فشار، قلبي ناروغیو، شکرې او د هډوکو د ورستېدو زمینه برابروي. همدارنګه دا کار کله کله ماشومانو ته د هاضمې کمزوري او قبضیت پیدا کوي او که قبضیت ډېر وخت پاتې شي، د بواسیر سبب کېږي. هغه رڼا چې د موبایل یا کمپیوټر له سکرین څخه را وځي، پر سترګو ناوړه اغېزه کوي. کله چې انسان د کمپیوټر، موبایل یا ټلویزیون سکرین ته ډېر وخت ګوري، سترګې نه ځمبي نو سترګې یې وچېږي او کېدای شي د سترګو کسي یې خراب شي. ماشومانو ته ووایئ چې په هر وار تر نیم ساعت زیات کمپیوټر، ټلویزیون یا موبایل ته کې نه ني او په هرو څو څانیو کې باید څو وارې سترګې وځمبي. همدارنګه تر هر نیم ساعت وروسته باید یو څو دقیقې وګرځي.

البته دا زیانونه یوازې د ټولنیزو رسنیو نه دي، بلکې ویډیو ګېم او کمپیوټرې لوبې هم دغسې دي. د ماشومانو د بدني ودې او روغتیا له پاره، خوځښت او فیزیکي فعالیت ډېر مهم دي نو هڅه وکړئ چې خپل ماشومان فیزیکي لوبو لکه خوسی، کرېکټ، فوټبال او نورو لوبو ته وهڅوئ.

  • مخکې مو وویل چې ټولنیزې رسنۍ له ماشومانو سره مرسته کوي چې اجتماعي مهارتونه حاصل کړي خو دا خبره هر وخت سمه نه وي. کله کله یې نتیجه اپوټه وي ځکه چې دا مجازي دنیا ده او په حقیقي دنیا کې ملګرتیا او اجتماعي کېدل ور نه توپیر لري. هغه ماشومان چې ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو بوخت وي، کېدای شي منزوي شي، ځان یوازې وګڼې، له همزولو سره له ناستې پاستې ډډه وکړي، کېدای شي په ژور خپګان او اضطراب یا بې ځایه وېره اخته شي.
  • ځینې ماشومان نیمه شپه را جګېږي او ټولنیزو شبکو ته ور ننوځي. له دې سره د دوی خوب نه پوره کېږي ځکه چې ماشومان په شواروز کې نهه نیم ساعت خوب ته ضرورت لري. کم خوب د ماشومانو پر روغتیا او زده کړو منفي اثر کوي.
  • کېدای شي ماشومانو د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره د جنايت کارانو ښکار شي. ځینې بچه بازان او هغه کسان چې له ماشومانو سره د جنسي رابطې شوقیان دي، ماشومانو ته پیغامونه لېږي او ځانونه د هغوی همزولي معرفي کوي. بیا د دوی د کور، مکتب او د لوبو د ځایونو آدرسونه اخلي او د ناوړې استفادې هڅه کوي. کله کله د دوی له خولې د دوی رازونه رامعلوموي او بیا یې ګواښي چې که دغه کار و نه کړې، رازونه به دې افشا کړم. کېدای شي ځان ماشوم ته د مخالف جنس همزولی/ همزولې معرفي کړي او پاروونکې خبرې ورسره وکړي، بیا یې لوڅ عکسونه یا فلمونه واخلي او په دې شیانو یې وګواښي. البته دا کارونه په غرب کې زیات کېږي. ځینې کړۍ د ماشومانو د سکسي فلمونو کار و بار کوي. دوی د غریبو ملکونو ماشومان تېر باسي، انلاین فلمونه یې اخلي او پر بچه بازانو یې پلوري.
  • موبایلونه داسې راډیو – فریکونسي څپې لري چې انسان ته زیان لري. دغه زیان ماشومانو ځکه څو چنده زیات دی چې د هغوی پوستکي، هډوکي او پلې نرۍ دي او د دې څپو زیاته برخه جذبوي. دغه څپې ممکن د مغزي تومور او ان د سرطان سبب شي. دا زیان هله لا زیاتېږي چې د مخابراتي شبکې آنټن کمزوری وي او همدارنګه په هغو ځایونو کې چې مخابراتي شبکو ستنې (آنټنونه) لګېدلي دي.
  • ناسم معلومات: ومو ویل چې ماشومان د ټولنیزو رسنیو له لارې خپله پوهه او معلومات زیاتولی شي خو اکثره وخت په دې رسنیو کې ناسم معلومات، درواغ او غلط خبرونه خپرېږي. له دې سره کېدای شي په ماشومانو کې تبعیض او تعصب پیدا شي. همدارنګه بنسټپال او ترهګر د ټولنیزو رسنیو له لارې ماشومان بې لارې کوي، د دوی احساسات او جذبې را پاروي او قتل و قتال ته یې هڅوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...