د بيزوګي غوږونه| سپين روان نورزی

بيزوګي ګړندي ګامونه اخيستل چې په مخه ليوه ورغلو. ليوه له بيزوګي پوښتنه وکړه چې چېرې ځې، بيزوګي ورته وويل،، د خور کره،، ليوه ورته وويل چې ما نه درسره بيايې، بيزوګي ورته وويل چې راځه.

دواړه روان شول، خو د بيزوګي د خور کور لرې و، له ډېر مزل وروسته مجبور شول چې په لاره کې شپه کړي.

کله چې شپه شوه بيزوګي ليوه ته وويل چې وروره شپه هم راغله  او د ډوډۍ درک هم نه شته، خو زه يو فکر لرم، هغه دا چې ستا غوږونه داسې دي لکه دوې تودې ډوډۍ او زما غوږونه داسې دي لکه د سهار ناشتې پاستي، راځه د شپې له خوا به ستا غوږونه وخورو او سهار ته به زما غوږونه وخورو.

ليوه هم د بيزوګي خبره ومنله او د ليوه غوږونه يې د شپې له خوا سره وخوړل.

کله چې د خوب وخت شو ليوه ويده شو، بيزوګي ليوه ويده پرېښود، دوې پښې يې خپلې کړې، دوې يې پردۍ او وتښتېدو.

سهار وختي يې بيا په ځنګله کې منډې وهلې چې له لرې د پړانګ سترګې پرې ولږدې او غږ يې پرې وکړ چې بيزوګيه وروره چېرې ځې.

بيزګی چې له ليوه په ويره کې و، په بيړه يې ورته وويل چې د خور کره ځم را باندې ناوخته ده، پړانګ ورته وويل چې زه به هم درسره لاړ شم.

بيزوګي ورته وويل چې راځه زما د خور کور لوی دی او هغه مېلمنو ته خوشاليږي هم.

کله چې سره روان شول بيا په لاره کې شپه پرې راغله، بيزوګي پړانګ ته وويل چې راځه ستا غوږونه به د شپې ډوډۍ شي او زما غوږونه به د سهار په چای پورې وخورو.

کله چې د پړانګ غوږونه يې وخوړل او ويده شول، بيزوګي بيا دوې پښې خپلې کړې او دوې پردۍ او له پړانګ په شپه شپه کې پټ شو.

بيزوګي ټوله شپه په منډه تيره کړه، کله چې سهار شو په لاره کې په ډېرې بيړې روان و، په مخه زوړ ګيدړ ورغلو، پوښتنه يې ترې وکړه چې بيزوګيه وروره چېرې داسې په تلوار روان يې.

بيزوګي ورته وويل چې د خور کره مې ځم، بيړه مې ده چې په لاره کې راباندې شپه رانه شي.

ګيدړ ورته ما نه درسره بيايې.

بيزوګي ورته وويل چې راځه.

دواړه سره روان شول، په لاره کې بيا شپه پرې راغله، بيزوګي د ليوه او پړانګ کانې په زاړه ګيدړ هم وکړې او د شپې ترې پټ شو.

سهار کله چې د خور کره ورسېد، دوې درې شپې يې سره وکړه او د خپل سفر کيسه يې ورته تيره کړه چې ما خو په لاره کې له ليوه، پړانګ او ګيدړ سره داسې دوکې کړي دي، ښايی له دې خوا چې ځم دوی مې په لاره کې مړ کړي.

خور يې بيزوګي ته وويل چې زه به يو چل درته جوړ کړم ترڅو له دې دښمنانو دې ځان سالم خپل ځای ته ورسوې.

د بيزوګي خور بيزوګی په کټوه کې کينولو او سر يې پسې بند کړ، بيزوګي ته يې وويل چې زه دا کټوه د غره له سره در پسې خوشې کوم، په لاره کې کله چې درپسې ودرېده، چې څوک په مخه درغلل، ورته ووايه چې د کټوې ته يوه لغته ورکړي، ترڅو تر خپله ځايه ورسېږي.

بيزوګي ورسره ومنله او همداسې يې وکړل، کله چې د غره له سره يې ګټوه راخوشې کړه، په لاره کې هماغه ليوه پرې راغلو چې، ده يې غوږونه خوړلي و.

ليوه ورته وويل چې کټوې خورې چېرې ځې، په کټوې ورته وويل چې د ځنګله خواته ځم، ته چېرې روان يې.

ليوه د بيزوګي کيسه ورته وکړه او ورته يې وويل چې اوس په دې سيمه کې پسې ګرځم چې پيدا يې کړم.

بيزوګي د کټوې له منځه ورته وويل چې ماته يوه لغته راکړه چې روانه شم، که په لاره کې ما بيزوګی وليدو بيا به تا ته خبر درکړم.

کله چې له ليوه لږ وړاندې لاړو، په مخه پړانګ ورغلو او همدا کيسه يې ورته وکړه، بيزوګي د کټوې له منځه ورته وويل چې ما ته لغته راکړه چې روانه شم، که په لاره کې بيزوګی راباندې راغلو نو تا به پسې را خبر کړم.

کله چې له پړانګ لږ وړاندې لاړل زوړ ګيدړ او د ګيدړ هوښياره مېرمن ګيدړه په مخه ورغلل، ګيدړ له کټوې پوښتنه وکړه چې ګټوې خورې چېرې روانه يې.

په کټوه کې پټ شوي بيزوګي ورته وويل چې د ځنګله خوا ته ځم، تاسو چېرې روان يئ.

ګيدړ خپله کيسه ورته وکړه چې يوه بيزوګي رانه غوږونه خوړلي دي اوس پسې ګرځو چې پيدا يې کړو.

ګيدړ او ګټوې دا خبرې سره کولې، ګيدړې يوه لويه تيږه راواخيستله او ګټوه يې پرې وويشتله، کله چې کټوه ماته شوه، بيزوګي ټوپ ترې وکړ او د ځنګله تر ټولو جګې ( هسکې) ونې نختر ته ترې پورته شو.

بيزوګی اوس هم د پړانګ، ليوه او ګيدړ له ويرې نه شي را کته کېدلی او د ځنګله په ونو کې ژوند کوي.

سپين روان نورزی
۱۳۹۶\۹\۱۰    

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...