لـلو، لـلو | پوهندوی آصف بهاند

«LalloLallo»

(د ماشومانو له پاره ځانګړې کیسې)

«بيزوگۍ»

دویمه کیسه

بــیــبــو، بــیـبـو ښـایـستـه ده

دا د مـــــور د زړه ټـــوټـه ده

خـپــل غــاښـــونــه بـــرسوي

غـــاښ لـه درده، ځــان ساتي

بــیـبــوگـکـه اوس بـیـدیـــږي

سبـا گـل غــــوندې ویـښیـږي

لــــــلـــو،لــــــلـــو، لــــــلــــو

خوب دې درسي پـــــــه لیمـو

مخکې له دې چې زه په اصل مطلب پیل وکړم، د دې خبرې یادول راته اړین دي چې  د للو للو په لومړۍ برخه کې د «زموږ په هیواد کې د داسې کیسو تاریخي پس منظر ته یوه کتنه» تر سر لیک لاندې د دې کیسو پر لومړنیو تومنو غږیدلی وم. هلته مې دا موضوع هیره شوه چې دلته یې یادم:

په پخوانیو وختو کې به په ځینو کورنیو کې د کورنۍ مشرانو د ماخوستن له خوا ځینې کیسې کولې لکه: آدم خان درخانۍ، شرین فرهاد او …

او کله کله به یې د دیوانو او پیریانو ډارونکې کیسې هم کولې. دا کیسې به کله، کله دومره ډارونکې وې چې  تر کیسو وروسته به ماشومان له ډآره له کوټې نه هم نه شوای وتلی چې په دې صورت کې د دې کیسو له گټې نه تاوان ډیر و او له رواني پلوه به یې ماشومانو ته ضربه ور رسوله.  

او اوس هم د للو للو دویمه برخه:

د للو للو لومړۍ او دویمه برخه چې ما ولیدلې او د زړه په غوږ مې واوریدې، دا کیسې په خورا دقت او نوې بڼه د ماشومانو او کوچنیانو له روحیې او غوښتنوسره سمې لیکل شوې دي. دا چې نجیبې لېمې څنګه د ماشومانو کیسو لیکلو ته مخه کړه دا په خپله د دې کیسو د لیکلو د انگیزې په باب په ډیره هنري او ښکلې بڼه داسې لیکلي دي:

«له خړکۍ تر للوللو

د خړکۍ د کيسو نه وروسته چې ١٦ کاله مخکې مې ليکلې په منظمو ليکنو کې اوږده وقفه راغلې وه، ځان ته مې ليکلې خو د خپرېدو کار يي پاته و.

زه د د بي بي سي پښتو انلاين مشر اسماعيل مياخېل نه منندويه يم چې د کيسو د ليکلو غږ يې راباندى وکړ.

مياخېل صاحب د تل په شانې د نوښت په ډگر کې تر موږ ټولو دمخه دى، هغه راته د ټلويزيوني سټديو، نوي ډيزاين، پر ډيجيټلې نړۍ او ټلويزيون د خپرېدو او وروسته د کتاب انځور مخ ته کېښود، د ده د الوتنو کچ او ليوالتيا چې مې وليده نو ما هم ورته تکل وکړ.

يو وار بيا مې هغه لمبه را په زړه شوه کله چې مې خړکۍ ته کيسې پېل کولې، هغه وخت دوو پېښو پر ما خورا سخت اغېز کړى و.

څنګه مې خړکۍ ته پام شو؟

په کابل کې د ١٩٩٠ کلونو د کورنيو جگړو پر مهال مي څو کوچنيانو ته کتل، زه په دوهم پوړ کې ولاړه وم او د څلورو پنځو کلونو کوچنيانو لاندې د بلاک مخ ته لوبې کولې. دوي منډې وهلې، خندل يي او يو بل يي پوري وهل، خو چې غوږ مې ورته ونيوې نو د دوي خبرې د ماشومانو په شان وې، د سوځېدلي ټوټه شوي کابل جگړو د دوي خبرې هم اغېزمنې کړې وې.

د دوي په منځ کي يو څلور کلن هلک پروت و، د همدغه عمر نجلۍ نارې وهلې ” ژوندۍ به پاته شى، امبولانس راوغواړئ.”

بل کوچني هلک بيا ویل” ډېره وينه يې نه ده توې شوې، که خداى کول پاته به شي.” او بيا بله نجلۍ د امبولانس په شان د “تيو تيو” په غږ کې راغله.

دوهمه خاطره مې د بلوچستان د سرانانو د کمپ ده، د افغان کډوالو يوې کوټې ته ننوتم، څلور پينځه کوچنيان مې شاوخوا ولاړ وو، د دوي ويښتان د لمر په شان ځلېدل، بس په ټوله کوټه کې هم دغه رنگ و، د دوي مخونه لاسونه د يخ له امله نسوارې رنگه خيږ نيولى و، کالي يي شلېدلي او خيرن وو، شاو خوا په کوټه کې هر څه خړ پړ وو، د دغو کوچنيانو د شنو سترگو له پاره په دې کوټه کې رنگ نه و، هم هلته مې دا هيله را وټوکېدله چې کاشکي رنگه کتابونه راسره وای کاشکې د کوچنيانو کيسې راسره وای.

لندن ته له را رستنېدو وروسته مې د کوچنيانو کيسې پيل کړې.

نن ورځ که په افغانستان او پښتونخوا کې په پښتو ژبه خبري رسنيو، او ټلويزيونونو پرمختگ کړې خو په پښتو ژبه د ماشومانو له پاره د ليکنو ډېره اړتيا ليدل کېږې.

هيله لرم د “للو للو” دغه لړۍ تر کوچنيانو ورسېږي. د کيسو انځورگره مې د کابل يوه ۱۹ کلنه نسيمه محمدي ده چې زما کرکټرونو ته يي په خورا مينه مخونه ورکړى. د ميندو او پلرونو نه مو هيله دا ده چې د کوچنيانو غبرگون په ويډيويي توگه تر موږ راورسوي، چې د راتلونکو ليکنو پر مهال يي په پام کې ونيسو».   

د للو للو په دویمه برخه کې لیمې د بیزوگۍ کیسه د ماشومانو او کوچنیانو په ژبه او د دوی له دنیاگۍ سره برابره او په ماهرانه ډول یې ماشومانو او کوچنیانو ته په خطاب کې ویلې هم ده. په دې کېسه کې د میندو پلرونو او ماشومانو په منځ کې د باور موضوع چې د وړو په راتلونکې ژوند کې ډیره د ارزښت وړ موضوع بلل کیږي، مطرح شوې او دغه راز د پاکوالي په برخه کې د غاښونو ساتل او مخکې له خوبه د غاښونو برسول هم مطرح شوي دي. بیبو یا وړه بیوزوگۍ چې د غاښونو د نه ساتلو او نه پاکولو په منفي پایلو باندې پوهیږي، بیا نو د ډاکتر او مور خبرې مني او غاښونه پاکوي او ساتنې ته یې تل پام کوي، نو مور هم په ډیرې مهربانۍ سره له خوبه مخکې دا ترانه ورته وايي:

بــیــبــو، بــیـبـو ښـایـستـه ده

دا د مـــــور د زړه ټـــوټـه ده

خـپــل غــاښـــونــه بـــرسوي

غـــاښ لـه درده، ځــان ساتي

بــیـبــوگـکـه اوس بـیـدیـــږي

سبـا گـل غــــوندې ویـښیـږي

لــــــلـــو،لــــــلـــو، لــــــلــــو

خوب دې درسي پـــــــه لیمـو

د دویمې کیسې پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...