مرغان| لیکوال: رحمت شاه فراز

مرغان الوزي، الوتنه په وزرو کوي، که وزري يې نه وي الوتنه نشي کولی، وزري يې له بڼکو جوړي دي. د الوتلو په وخت کې وزري پرانیزي او د ناستي په مهال وزري راټولي کړي.

په وزرو کې يې د خورېدو او راټولېدو وړتیا شته، دا وړتیا ورته لوی څښتن جل جلا له ورکړي. د وزرو بڼکي په خپل منځ کې همغږي دي. د خورېدو په وخت کې په یو بل کې نښلي نه او د راټولېدو په وخت کې ګډي وډي نه راټولېږي.

همدا همغږي د دې علت ګرځېدلي چې دوی سمه الوتنه وکړي او همدا رنګه له یخنۍ او تودوخې څخه يې وساتي.

که د بڼکو تر منځ يې فاصله زیاته وی، هوا يې د وزرو له منځه وتله او الوتنه يې نشوی کولی او دغه راز خپل ځان او بچوڼي يې له باران او واوري څخه نشوی ژغورلی.

کله مې چې په وزرو کې د بڼکو اهمیت او ارزښت ولېد، حیرانه يې کړم، د خدای قدرت ته ګوته په غاښ پاتې شوم.

یوه ورځ روان وم، د شپې مهال وو، نری ـ یخ باد لګېده. ډېر خوند مې ترې اخېسته. ومې لېدل چې یو څه د ځمکې پر مخ رغړي او باد يې له ځان سره وړي. تیاره زیاته وه، په اسانه نه ښکارېده، ښه ورته ځېر شوم ګورم چې بڼکه ده.

دا هماغه بڼکه وه چې له هوا سره يې ډغري وهلې او د هوا په اوږو به ګرځېده او نن يې باد پخپلو پښو رغړوي او دومره بې وسه شوي چې حتی ځان هم نشي ساتلی.

په هره خبره کې خبره وي. د خدای په کارونو کې ستر پند نغښتی که څوک ورته ځیر شي. تر څو چې بڼکه په وزور کې وي، ګټه يې هم شته او ځواک هم لري. خو که چېري له خپلې ټولنې (وزرو) رابېله شي نو همداسې بې وسه او بې کسه شي چې یو ناڅیزه شی يې هم په پښو کې رغړوي. ژوند په یو والي او اتفاق کې دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...