لـلو، لـلو | پوهندوی آصف بهاند

«LalloLallo»

(د ماشومانو له پاره ځانګړې کیسې)

د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په اتمه نیټه د بي بي سي له خوا په پښتو ژبه د ماشومانو له پاره د ځانګړو کیسو خپرېدل پیل شول. په دې باب بي بي سي پښتو داسې ولیکل:

«سر له ننه هره جمعه به تر راتلونکو ۱۰ اوونیو پورې له بي بي سي د للو للو په نامه ماشومانو لپاره ځانګړې کیسې خپرېږی.

د کیسو دغه لړۍ له بي بي سي پښتو او دغه راز افغانستان کې له شمشاد ټلویزیون او پاکستان کې له مشرق ټلویزیونونو کتلی شئ.

دغه لومړنۍ ګڼه د زرغونې او شاپېرۍ کیسه ده.»

دا یو ډیر اړین، په ځای او ښه عمل دی. زه د خپلې مقالې په پیل کې، د نوي نسل د روزلو د نهضت د یو لاروي او پلوي په توگه د دې پروگرام له جوړونکو، لیکونکو او خپرونکو نه مننه کوم، په ځانگړي ډول له آغلې «نجیبه لیمه» نه بیا، بیا مننه کوم چې دا کیسې لیکي او د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یې، د دوی له خوښې سره سم په خپل خواږه غږ کې اوروي.

کله چې په میډیا کې د دې خپرونې لومړني خبرونه راښکاره شول، زه ډیر خوشاله شوم، سمدلاسه په دې باب د یوې مقالې د لیکلو فکر راته پیدا شو، نو مې په لومړي سر کې دغه جملات ولیکل:

په دې نږدې وختونو کې د بي بي سي پښتو له لوري د ماشومانو له پاره د کیسو ځانگړې خپرونه « لـلو، لـلو (LalloLallo) د ماشومانو له پاره ځانګړې کیسې» پیل کیدونکې ده. د دې پروگرام په مسؤلینو کې د پښتو آنلاین مشر اسمعیل میاخیل او د بي بي سي اکاډمۍ نړیوالو پاڼو مشرې نجیبې لېمې نومونه یاد شوي دي.

د دې زیري له خپریدو سره سم، د نوي نسل د روزلو ځینو پلویانو چې شمیر یې بیخي لږ دي خپل نظریات څرگند کړل. د څو تنو نظریات را اخلم:

کریمه نعیمي داسې ولیکل:«

>> للو للو <<

د کوچینانو لپاره کیسې چي نجیبې لېمې لیکي او وړاندي کوي یې – نن د بي بي سي تر خبري خپرونې وروسته پر شمشاد 📺 تلویزیون : په کوچینانو یې لیدل مه هېروئ.  👩‍👧‍👧👨‍👧‍👧»

بیا ثنا ساپۍ داسې ولیکل:

 «که خپل بچي او په کور کې ماشومان لرئ دا کیسې پرې ګورئ. نجیبه جانې پرې ‌‌‌‌‌‌ډېره خواري کړې ده.  👌🏼👏🏻🙏🏻

‎ #تعلیم_فرض_دی  ☮️ #LiterateAfg»

په خپله نجیبه لیمه هم له بي بي سي سره په مرکه کې وویل او هم یې په خپله فیسبوک پاڼه کې د دې کیسو په باب ولیکل:

«للو للو، د ماشومانو لپاره د بي بي سي پښتو ځانګړې کیسې

هر جمعه پر بي بي سي پښتو پاڼو، شمشاد او مشرق تلویزیون»

#LalloLallo #للوللو #PashtoChildrenStories

ډير ژر له بي بي سي نه

دکوچنیانو له پاره د کیسو نوې لړۍ:

Starting soon! A new series of bedtime stories for children on BBC Pashto, Online and TV.«

د دې پروگرام او د دې کیسو د شکل او محتوا په باب د بي بي سي او د دې کیسو ځینو مسؤلینو خپل نظریات داسې څرگند کړي دي:

«د بي بي سي افغان څانګې مشره مینه بکتاش یې په اړه وايي:

زموږ دغه نوې لړۍ د ماشومانو لپاره ده او هدف یې دا دی، چې دوی ترې خوند واخلي او زده کړه وکړي. دغه راز دا کیسې د ماشومانو د مېندو او پلرونو لپاره هم دي، چې هيلمن يوو زموږ خپرونې په فعاله توگه وگوري، واوري او له محتوا یې برخمنې شي.

د دې پروژې مشر او د بي بي سي پښتو ډیجټل څانګې ایډېټر اسمعیل میاخېل په دې اړه وايي:

پښتو ژبه کې د ماشومانو لپاره د دغه ډول مطالبو لږوالی له ورایه لیدل کېږي. له دغې نوې لړۍ سره چې په انځوریز او ویدیویي بڼې په زړه پورې کیسې په کې وړاندې کېږي، موږ هغو نویو مخاطبینو ته رسېږو چې له دغه ډول موادو لږ برخمن دي

د للو للو لړۍ کيسې په اسانه، روانه او پسته ژبه ویل شوې دي. دغه کیسې نجیبې لېمې لیکلي چې د بي بي سي اکاډ‌مۍ نړیوالو وېبپاڼو ایډیټره ده او له بي بي سي سره یې پښتو برخه کې د ژورنالیستې په توګه دنده پیل کړې وه.

په دغو کیسو کې د رښتینولۍ، په لارو کوڅو کې د خوندیتوب لارښوونو، لاس مینځلو او غاښونو پاکولو اهمیت په هکله خبرې شوې او دا له ماشومانو سره مرسته کوي، چې خپل شاوخوا چاپېریال ښه وپېژني.

د کیسو لپاره انځورونه کابل مېشتې ځوانې انځورګرې نسیمې محمدي کښلي دي، دغو خوځنده تصویرونو د کيسې ویلو پر مهال د نجیبې گرد چاپېره داسې چاپېريال جوړ کړى چې د ماشومانو لپاره خوندور او زړه وړونکى دی.»

د جگړې د سونامې او له هغې سونامې د رازیږدلو ناخوالو په دایره کې، زموږ د ټولنې د ډیری وگړو، په تیره ماشومانو او کوچنیانو د ذهن په هر کونج او پیچومي کې، د وینې په هر څاڅکي کې، په کتلو او حرکاتو کې یې او لا په هر تنفس کې یې، تاوتریخوالی، وهل ټکول، وژل، د وسلې کارول، ویر او… له ورایه ښکاریږي او احساسیږي.

د ټولو خلکو او په تیره ماشومانو او کوچنیانو له ذهن نه د دغو شیانو توږل، پاکول او لرې کول یوې سترې عاطفې ته اړتیا لري او دا عاطفه یوازې د ادبیاتو له لارې کیدای شي چې ماشوم ته، کوچني ته او نوي نسل ته ور ډالۍ شي.

اوس چې بي بي سي د ماشومانو له پاره د کیسو ویلو او وړاندې کولو دا لړۍ پیل کړې ده، ډیر امید دی چې دا هیله به پوره کوي او په معنوي لحاظ به د افغان ماشوم عاطفي لاسنیوی کوي.

او س چې د یوویشتمې پیړۍ د دویمې لسیزې په نیمايي کې د تکنالوژۍ له دومره امکاناتو سره ژوند کوو، نولازمه ده چې هغه قلموال چې د کوچنیانو د ادبیاتو په باب فکر کوي او څه تخلیقوي، داسې څه دې ولیکي چې هغه د کوچنیانو له پاره د درک او پوهیدو وړ وي، یعنې ساده او د هغوی په ژبه لیکل ورته وکړي.

هغه لیکوال او شاعران چې کوچنیانو ته څه لیکي، باید د کوچنیانو دنیا ته ور ننوزي، ځان هلته احساس کړي، کوچنی درک کړي او بیا د هغه له غوښتنو سره سم قلم وچلوي او داسې څه ورته ولیکي چې کوچني ته د اوسنۍ زمانې له غوښتنو او پوښتنو سره سم څه ورکړي، هغه څه ورکړي چې د کوچني په راتلونکي ژوند کې له هغه سره د لارښود په ډول مرسته وکړي.

ما ولیدل او ګورم یې، له هغې ورځې چې زه په ښه او بد پوه شوی یم، له هغې ورځې مې چې قلم چلول زده کړي دي، په تیره بیا له هغې ورځې مې چې د کوچنیانو په باب، د هغوی د روزنې په باب او د هغوی د دنیا او ادبیاتو په باب فکر کړی؛ موږ ډیر وخت او امکانات له لاسه ورکړي دي چې اوس یې په ارزښت پوه خلک، حسرت او افسوس کوي، خو تش حسرت او افسوس کول څه ګټه نه کوي. موږ باید له اوسنیو امکاناتو او ټولو تجربو څخه استفادې وکړو، په خپله کورنۍ او ټولنه کې ماشومان او کوچنیان وپیژنو، د هغوی روان او دنیا درک کړو او د نوي زمان له غوښتنو سره سم هغوی ته د کوچنیانو د ادبیاتو په نامه داسې څه ولیکو چې کوچنی د خیال او هوس له نړۍ نه وروـ ورو را وباسو او د ده په ژوند کې د راتلونکې نړۍ نه یې خبر کړو.

موږ باید له کوچنیانو سره په خپل چلن کې ژور بدلون راولوو. په ډیری افغان کورنیو کې ماشومان په ډار او تهدید ویده کولو ته اړ ایستل کیږي، چې دا د هغه په ذهن او راتلونکي ژوند باندې ژور منفي اثر بریباسي. هغه ته باید د خوب په وخت کې کیسې و ویل شي یا ولوستل شي، خو زموږ په ټولنه کې ډیری کورنۍ د خراب اقتصاد له کبله، د سواد د نشتوالي له کبله او د نه پوهیدنې په وجه ماشوم باندې د خوب په وخت کې نه یوازې پټکې کوي، بلکې د راتلونکې ورځې د جبري فزیکي کار او نویو ستونزو یادونه هم ورته کوي او کوچنی د ستونزو له یوه درانه بار، روحي فشار، تشویش او ډار سره ویده کیږي.

په پرمخ تللو هیوادونو کې د ماشوم د پالنې، روزنې، خوب خوراک او هر څه له پاره امکانات برابر دي او له پروګرام سره سم تطبیقیږي هم. په دې دلیل چې د ټولنې د پوهې کچه او د کورنیو او میندو پلرونو د پوهې سطحه لوړه ده . کوچنی پیژني درک کوي یې او هر هغه څه چې ورته اړین دي، هغسې یې ورته برابروي او هماغسې ورسره کوي، خو زموږ په هیواد کې او زموږ په ټولنه کې په دې برخه کې یا قوانین نه شته او که کوم قانون وي هم، هغه څوک نه تطبیقوي او زموږ د ټولنې ماشوم ته او بیا زموږ د ټولنې کوچني او تنکي زلمي ته د پرمخ تللو ټولنو د امکاناتو دوه درې یا پنځه سلنه هم نه وي برابر او پر ټولنه باندې د ډیر پخواني حاکم کلچر په دایره کې ماشوم او کوچنی د ژوند په داسې یو مجبور او تنګ چاپیریال کې را ګیر کیږي چې کوچنی له فزیکي او رواني پلوه د تباهۍ کندې ته ور پورې وهل کیږي.

په دغسې یو منفي او بد چاپیریال کې د کوچني د جسمي ودې مخه نیول کیږي، د ذهني جوړښت تهداب یې خرابیږي او د هغه د راتلونکي ژوند د تباهۍ بنسټ ایښودل کیږي. کله چې کوچنی په دغسې یو جسمي او ذهني خراب حالت کې لوی شي چې د هغه د کوچنیتوب د حق دوه سلنه هم ور نه کړل شي، بیا نو هیڅ څوک حق نه لري چې له هغه نه د مثبت عمل او کومې ښیګڼې تمه ولري. نه مور پلار، نه کورنۍ او نه هم ټولنه.

په هغو هیوادونو کې چې د ماشومانو اوکوچنیانو په ارزښت پوهیږي، کوچني ته او د هغو ادبیاتو ته دومره پاملرنه شوې چې د نوې تکنالوژۍ د نویو امکاناتو په چوکاټ کې، که په کمپیوتر کې یوازې ولیکل شي:«د کوچنیانو ادبیات» او کلیک شي، د کوچنیانو له پاره په سل ګونو او لا زر ګونو کیسې او شعرونه تر لاسه کیدای شي. په یادو هیوادونو کې د کوچنیانو په مورنۍ ژبه په سل ګونو کارتوني فلمونه او نور امکانات شته دي.

دا ټول د دې ګواهي ورکوي چې په هغو ټولنو کې ماشوم، کوچنی او د هغو نړۍ او روان پیژتدل شوې او درناوی یې کیږي، د پالنې او روزنې لازم چاپیریال ورته برابریږي، د هغوی له عمر او غوښتنو سره سم اړین کتابونه، کیسې او فلمونه ورته برابریږي. دا په حقیقت کې د هغو ټولنو هغه پانګونه ده چې راتلونکو نسلونو او راتلونکو ټولنو له پاره یې کوي. سم یې روزي چې په راتلونکې کې یو سالم او روغ کارګر، پوه انجنیر، سم ښوونکی، زیرک طبیب … او په وطن او خلکو مین رهبر ولري.

اوس چې بي بي سي پښتو د ماشومانو له پاره د کیسو دا لړلۍ پیل کړې ده، هیله ده چې د هغوی د کیسو او پروگرامونو د وړاندې کولو له لارې د یادو ښیگڼو څو سلنه زموږ د ټولنې ماشومانو ته ور په برخه شي.

زموږ په هیواد کې د داسې کیسو تاریخي پس منظر ته یوه کتنه:

پخوا له دې چې په افغانستان کې جګړه او له جګړې نه را زیږیدلې سونامي ګانې پیل شي، د کوچنیانو ادبیاتو ته د هغه وخت د پوهې او امکاناتو په چوکاټ کې پاملرنه شوې وه. کوچنیانو خپرونې درلودې، کیسې او شعرونه ورته چاپیدل، ځانګړې مجلې یې درلودې او په رادیو افغانستان کې د کوچنیانو په نامه مطالب خپریدل او د کوچنیانو د روزلو په نامه ټاکلی وخت ورته ځانګړی شوی و.

زما د خپل تنکي زلمیتوب وخت په یاد دی چې رادیو د کوچنیانو د پروګرام نه علاوه، ماښام مهال د ماشومانو د ویده کیدو په وخت کې د ماشومانو په ژبه، په ډیر خوږ او مهربانه انداز سره د پنځو دقیقو له پاره د کوچنیانو د آرامه ویده کیدو په غرض یوه کیسه خپروله او زه خپله سره له دې چې د کوچنيتوب دوره مې نوره پای ته رسیدلې وه، خو دې کیسو دومره خوند راکاوه چې ما به ټول کارونه پریښودل او د ماشومانو او کوچنیانو په ډله کې به ورته ناست وم، غوږ به مې ورته نیوه او حتی د هغو کیسو په فکر او خیال کې به ویده کیدمه، خو اوس…

د ظاهر خان او داود خان د واکمنۍ په وخت کې، په هماغه وروسته پاتې زمانه کې او د ډیرو لږو امکاناتو نه په استفادې سره د کوچنیانو غم تر یوې اندازې خوړل کیده. یعنې هیر نه وو، خو د سرو، شنو، سپینو او اوس لا تورو بادونو له را الوتلو سره سم د کوچنیانو له پاره هغه پروګرامونه، فکرونه او پلانونه لاړل په اوبو لاهو شول.

د کوچنیانو پروګرامونه لا څه کوې چې خپله کوچنیانو باندې څه راغلل او څه به ور باندې راشي. د ادبیاتو اوروزنې غم خو نه شته چې نه شته، د یوې مړۍ ډوډۍ او ژوندي پاتې کیدو سوال یې را مخته شوی دی.

ما (آصف بهاند) د کوچنیانو د ادبیاتو په باب په خپل یو اثر (د کوچنیانو ادبیات، دویم ټوک، ۳۲ ــ ۳۴  مخونه) کې د یوې اوږدې څیړنې په پایله کې لیکلي دي چې:

د ظاهر شاه او دواود خان د واکدارۍ په زمانه کې د کوچنیانو له پاره ټاکلې چاپي خپرونې او په رادیو کې د کوچنیانو له پاره له ټاکلی پروګرام نه علاوه، ماښامنۍ کیسې اورول کیدې. پخوا یې زما د کار کوونکو نومونه لا په یاد وو، خو اوس مې یوازې د آغلې ستاره امیني نوم په یاد ده، هغه هم بل چا را په یاد کړ.

کله مې چې د کوچنیانو د ادبیاتو د مقالو پر همدې لړۍ او همدې برخې باندې څیړنه کوله، د ستاره امیني نوم مې هم هیر شوی و، نو مې لطیف لالا(ډوکتور لطیف بهاند) ته په چت کې ولیکل:

سلامونه، پخوا له انقلاب نه په رادیو کې یوه میرمن وه چې د ماښام له خوا به یې د پنځو د قیقو له پاره ماشومانو ته، د ماشومانو په ژبه د خوب په وخت کې کیسې کولې، هغه څه نومیده؟

لالا بیرته راته داسې ولیکل:

«سلامونه ، یوه خو ستاره امیني وه او لږ بوډۍ زلیخا فخري. له هېواد دوسته هم وپوښته. هغه کله، کله د ماشومانو خپرونې ته ورته.»

بیا مې پر کاره فرهنګي، ښاغلي یوسف هیواد دوست سره د تیلیفون له لارې دا موضوع مطرح کړه او وریاده مې کړه چې د ستاره امیني کیسه کول دې په یاد دي که نه؟

هیواد دوست صاحب لطف وکړ او له ستاره امیني نه ور وړاندې یې څه نور خلک را یاد کړل او په دې باب یې مفصل ځواب را کړ. لنډیز یې په دې ډول دی:

«په ۱۳۴۶ او ۱۳۴۷ کلونو کې:

ــ د سالار زي په نامه څوک و چې د ماشومانو له پاره به یې کیسې کولې،

ــ بله میرمن ظریفه نومیده چې د وړو له پاره به یې نصیحت ډوله کیسې او نکلونه برابرول او اورول،

ــ وروسته بیا کاکا منجاني را پیدا شو چې همدا اوسنی مرزا قلم یا استاد امان اشکریز دی چې د ماشومانو په ژبه به یې دوی ته خوږې کیسې کولې،

ــ بیا د ویاند په نامه هم چا کیسې کولې،

ــ بیا بل څوک راغی چې طوطاخیل نومیده او همدا د کوچنیانو پروګرام یې چلاوه،

ــ وروسته بیا صایمه مقصودي راغله او څه موده یې دا پروګرام وچلاوه،

ــ بیا همدا ستاره امیني راغله او ښایسته ډیره موده یې په ډیره ښه وجه د ماشومانو د کیسو پروګرام پر مخ بیوه،

ــ له ستارې نه وروسته بیا خپله ماشومانو ته وخت برابر شو او تمثیل به یې کاوه او په خپل غږ او هڅو سره یې د کوچنیانو د خوښې وړ مطالب برابرول او خپریده به.»

وروسته له هغه چې په وطن کې د ټوپک شپیلۍ سُر شوه، نو لکه سونامي چې راغلي وو هر څه گډوډ شول چې تر یوې اندازې یې ما جریان د کوچنیانو ادبیات دویم ټوک کې لیکلی دی.

وروسته له هغه چې په ۱۹۹۲ ام کال کې زه له خپلې کورنۍ سره د وطن پریښودلو ته اړ شوم، نو مې د کوچنیانو بد حالت ته په پام سره او د نوي نسل د روزلو د نهضت د بیا خوځولو په غرض د یو لړ مقالو لیکل پیل کړل او چې بیا ډنمارک ته را ورسیدم او لکه د چا خبره لږه مې دمه جوړه شوه، نو د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزلو په نیامت مې خپله مطالعه او خپل لیکل سم منظم کړل چې د پایلو یوه برخه یې د کوچنیانو ادبیات دویم ټوک دی.

اوس چې د بي بي سي درنو همکارانو دا سلسله راپیل کړه، نو زما د هیلو یو بله غوټۍ هم وغوړیده، خو له ډیرو ښیگڼو سره دې نه یوازې د بي بي سي د همکارانو دې ستونزې ته پام وي چې د دوی خواري او غږ د افغانستان تر ټولو ماشومانو او کوچنیانو پورې نه رسیږي، او د دې په باب بیا فکر کول په کار دی. زه فکر کوم چې په رادیو او تلویزیون کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د کیسو ویل له ډیرو اړخونو نه تر کتاب ښه دي او د دې پروگرام د لیکونکو، او مسؤلینو پام دغو ټکو ته را اړوم:

ــ ښه لار مو انتخاب کړې چې دا کیسې په وړیا ډول پرته له مصرف نه تر ماشومانو او کوچنیانو پورې رسیږي،

ــ که سواد ولري که یې ونه لري، هغوی په پښتو باندې پوهیږي او د کیسه ویونکې مطلب اخیستلای شي،

ــ مهمه دا ده چې داسې مواد او کیسې ورته برابرې کړای شي چې له یوې خوا هغوی ته په زړه پورې وي له بلې خوا د جگړې، کرکې او نفرت بوی او فکر د هغوی د ککرې له دایرې نه وباسي،

ــ او دا کار داسې کیدای شي چې کیسې د معلوماتي اړخ تر څنگ باید ډیر عاطفي اړخ هم ولري یعنې ډیره عاطفه په کې نغښتې وي،

ــ دا مسأله ډیره سلنه میندو پلرونو پورې اړه لري چې ماشومان او کوچنیان د رادیو له اوریدلو سره او د تلویزیون له لیدلو سره عادت کړي، په تیره د دې کیسو له اوریدلو سره یې بلد کړي او ارزښت یې ورته بیان کړي،

ــ هغه ماشومان او کوچنیان چې د تلویزیون د لیدلو امکانات نه لري، باید د بي بي سي د کیسو دا لړۍ د محلي رادیو گانو له څپو نه، له ځانگړو توضیحاتو سره مل خپاره شي.

څنگه چې پاس یادونه وشوه د ماشومانو له پاره د کیسو د دې لړۍ لومړنۍ کیسه «زرغونه او ښاپیرۍ» نومیږي چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په اتمه نیټه خپره شوه. په دې کیسه کې ماشومانو ته د عاطفي مسایلو تر څنگ د ریښتیا ویلو او له مور پلار سره د ښو اړیکو یو لوی درس نغښتی دی. او نجیبه لیمه یې هم په داسې ماشومانه انداز او د ماشومانو په ژبه وايي چې هر ماشوم فکر کوي چې نجیبه هم ماشومه ده او له دوی سره ډیره صمیمي ملگرې هم ده.

د کیسې په پای کې داسې ښکلي منظوم جملات راوړل شوي دي چې ماشوم په ډیر آرام ډول ورسره ویده کیدای شي. دا شعر ډوله جملات د ښاپیرۍ له خوا ماشومې زرغونې ته داسې ویل کیږي:

«للو، للو، للو

خوب دې درسي په لیمو

زرغونه ده ښه نجلۍ

ده تر ټولو گلالۍ

خبرې نه کوي بیدیږي

سبا گل غوندې ویښیږي

للو، للو، للو

خوب دې درسي په لیمو»

په پای کې زما هیله دا ده چې د للو للو د پروگرام مسؤلین باید د بي بي سي له ټولو امکاناتو نه په استفادې سره، چې د دوی په واک کې دي، د دې کیسو لړلۍ وِغځوي او د نورو لیکوالو له لیکنو، تجربو او ټولو لاس لرلو امکاناتو څخه دې، د افغان ماشوم او کوچني په روزلو کې خپله انساني او افغاني دنده تر سره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...