د ماشومانو ترانې

۷۷.د باران ورځ

…………..

دښته کې باران و.

بابا مې را روان و

لاس کې يي لکړه وه

کڅوړه کې بانجان و

موږ په کور کې ناست و

بابا غریب پریشان و.

خټي وې چکړې وي

لوند، خیشت يي ټول ځان و

ملا صاحب له جوماته

بوخت په خپل اذان و.

د سرای تر ونو لاندې

ولاړ یوڅو چرګان و

زه ښه پورته ولاړم

وریځ نه وه اسمان و

بیرته راغلم کښته

شنه سمسوره ځمکه وه

دا زموږ کیسه وه

له ډیره خونده ډکه وه

……..

۷۸- شنه اوزرغونه

د غره په لوړه څوکه

یوه ډ بره بوکه

نري باران پریولې ده

دکلي خوا لاښکلې ده

شنه او زرغونه راغله

په غره باندې تازه راغله

ترخی اوګلان ګوره

شاوخوا يي مرغان ګوره

څرې ښایسته میږي

هرې خواته وري لیږي

کښته داوبو چینه

سپینه دهیلې سینه

دنګې، جګې ونې دي

پاڼې يي لاپلنې دي

ناستي پرې مرغۍ دي

څومره ګلالۍ دي

هالته زموږ کلی دی

زړه مې پرې بایللی دی

******

اسدالله بلهار جلالزی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...