د يوې ونې په زړه پورې کيسه

ژباړه: حيات رحمانزی |

په پخوا وختونو کې د مڼې يوه ونه وه، يو کوچنی ماشوم  به هميشه ددې مڼې سيورې ته راتلو او لوبې به يې کولې. يوه ورځ ماشوم ونې ته وروختلو، هلته يې ډېرې مڼې وخوړې. له خوراک وروسته يې د ونې لاندې يوه شيبه سترګه پټه کړه، ځان يې ارام کړ.

ماشوم او ونې دواړو له يو بل سره مينه درلوده او لوبې به يې سره کولې. د وخت په تيريدو ماشوم لوی شو، نور يې د ونې سره لوبې نه کولې، يوه ورځ هلک ونې ته راغی، ونې په مسکا له ماشوم څخه د لوبو کولو غوښتنه وکړه، هلک ځواب ورکړ، چې دی نور لوی شوی، د پخوا په شان لوبې نه کوي.

هلک له ونې وغوښتل چې د نورو لوبو شيانو دپاره يوه اندازه پيسو ته ضرورت لري، ونې ورته وويل چې نغدې نلرم، خو داسې درته کولای شم، چې زما ټولې مڼې درسره وشکوه او بازار کې يې خرڅې کړه، په پايله کې به پيسې پيدا کړې. هلک همداسې وکړل، له ونې څخه رخصت شو خو ونه ورپسې خفه وه. له ډېر وخت وروسته، هلک بېرته راغی، دا ځل ډېر لوی شوی ؤ، خو په راتګ ېې ونه ډېره خوشحاله شوه.  ونې بيا له هلک څخه د لوبو کولو غوښتنه وکړه، هلک دا ځل هم د ونې غوښتنه رد کړه. او ورته دا خبره يې هم وکړه، چې بايد يو کور ولري، د کور جوړولو دپاره پيسو ته اړتيا ده، که ونه د کور جوړولو لپاره د پيسو مرسته وکړي. مڼې وويل پيسې نلرم، خو ته يو کار کولای شې، زما اضافي ښاخونه درسره پرې کړه، خرڅ يې کړه، څو پيسې پيدا کړې. هلک همداسې وکړل او په خوښی له ونې رخصت شو. ونه خوشحاله وه چې خپل ملګری يې ترې خوښ دی، خو پدې خفه وه، چې ممکن هلک بيرته را ونه ګرځې او لوبې به ورسره ونه کړي او په ليدو به يې تنده ماته نشي.

له ډېر ځنډ وروسته چې ډېر لوی شوی ؤ هلک بيرته راغلو. د ونې پر مخ مسکا خواره شوه، ډېره زياته خوښه شوه چې ملګري يې بيرته ليدو ته راغلی. ونې بيا هم دلوبو غوښتنه وکړه. ځوان ته يې وويل چې ډېره ناارامه ده، غواړي په لوبو ورسره ځان ارام کړي، خو ځوان دا ځل بله غوښتنه درلود.  له ونې څخه ېې د کښتۍجوړولو غوښتنه وکړه،  ونې يې بيا هم خبره رد نه کړه او ورته ويې ويل، چې زما ټولې زړې سټې درسره اره کړه، ځان ته پکې کښتي جوړه کړه. ځوان خوښ شو، د ونې ټولې سټې يې اره کړې او په خوښی له ونې رخصت شو. ونه د پخوا په څېر بېرته خواشيني شوه، ځکه دا ځل يې د ځوان د راګرځيدو تمه نه درلوده.

کالونه وروسته يو سړی راغلو. ونه يې په ليدو خوښه شوه، خو  ورته ويې ويل بښنه غواړم، زه اوس ډېره زاړه شوي يم، نور نه ستا لپاره مڼې لرم او نه د کښتۍ لپاره سټې. په ټوله کې ستا لپاره هيڅ شی هم نلرم. صرف يو شی پاتې دی؛ زما ريښې. سړي ځواب ورکړ، زه هم اوس زوړ شوی يم د مڼو د خوراک لپاره غاښونه نلرم. ځواني مې اوس ختمه ده، صرف ارام کولو ته ضرورت لرم. د ارام لپاره هم يوازينی ځای ستا ريښې دي. ونې هم د تل په څير بوډا ته وويل چې ورشي ارام وکړي. سړی ورغی، ونه خوښه وه.

دا زموږ د ټولو کيسه ده. زموږ ميندې او پلارونه هم کټ مټ د ونې په مثال دي، کله چې موږ ماشومان وو له مور او پلار سره لوبې کوو، چې لوييږو له دوی هرڅه غواړو، دوی زموږ د خوشحالی لپاره له موږ هيڅ شی هم نه سپموي. موږ ته هرڅه په مينه او خوښی راکوي. تاسو ممکن فکر وکړئ، چې ماشوم له ونې سره څومره ظلم کاوه، خو په حقيقت کې موږ ټول له خپلو ميندو او پلارونو سره همدا ډول برخورد کوو. دوی موږ ته هرڅه راکوي خو، موږ يې په قدر نه پوهيږو، څومره چې لازم دی، هغومره ښه برخورد مو ورسره نه دی کړی.

يادونه: مخکې له دې چې ميندې او پلارونه مو زاړه او په عمر تېر شي، درناوی يې وکړئ، په قدر يې پوه شئ، څو په راتلونکي کې ستاسو ماشومان له تاسو سره ورته برخورد وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...