زدکړې که نشه؟ د کوچنیوالي دنیاگۍ، که شاقه کارونه؟

پوهندوی آصف بهاند

دا ښه په یاد ولرئ:

تر څو نوی نسل په سمه توگه ونه روزل

شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل

له روزلو پرته به تل له ستونزواو بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

د یوې ټولنې او یوه هیواد اصلي شتمني د هغوی ماشومان، کوچنیان یا نوی نسل ده. د نوي نسل روزل، نه روزل، سم یا ناسم روزل؛ د هغو خلکو هغه هیواد او هغې ټولنې د راتلونکې سمول یا بربادول دی.

اوس زموږ په ټولنه کې له جگړې نه د رازیږیدلو سوناميگانو او غمیزو په څپو کې نوي نسل یا زموږ گلانو او کوچنیانو ته نه یوازې پاملرنه، نه شته؛ بلکې پر دې ټولنه او خلکو باندې د بد مرغۍ د راغلي سیلاب په څپو کې تر نورو ډیر غرق دي او لا پسې غرقیږي.

په عیني ډول لیدل کیږي:

ــ د دې پر ځای چې ماشومان ــ کوچنیان وړکتون او ښونځي ته وهڅوو، فزیکي شاقه کارونه ورله غاړې کوو،

ــ د دې پر ځای چې د زدکړو زمینه ورته برابره کړو، د نا غوښتو نشو دایرې ته ورپورې وهل کیږي،

ــ د دې پر ځای چې د کوچنیتوب په دایره کې، د دوی د کوچنیتوب حقونه ورکړو، موږ یې د خیټې د مړولو او لوڅ بدن د پټولو غم وکړو، د خپلې خیټې بار هم د هغوی پر اوږو ور اچوو او…

که څوک دا ماشومان او کوچنیان له نږدې وڅاري، وې ګوري، په گزارشونو کې له راغلو مالوماتو نه لا زیات، دوی په بلاوو اخته دي. اوس، اوس په میډیا کې د راغلو نویو راپورونو له مخې زموږ په ټولنې او زموږ په هیواد افغانستان کې سل زره ماشومان په نشه يي توکو روږد دي

د نوي نسل د ژوند او نوې ټولنې د جوړیدو په اړوند، د ماشومانو او کوچنیانو روږدیتوب ډیره جدي او مهمه ستونزه ده. دغه مهموالي ته په پام سره ما (آصف بهاند) څه موده پخوا «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالی ستونزه» تر سرلیک لاندې لس مقالې ولیکلې او خپرې مې کړې.

زما په لیکنو کې په راغلو مالوماتو، ستونزو او حلارو باندې نه دولتې مسؤلـیـنو او نه هم غیر دولتي اشخاصو غوږ وگراوه.

بیا چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د روان تاوتریخوالي، نه یوازې مخنیوی و نه شو، بلکې نور یې هم زور واخیست او نورې څانگې ور زیاتې شوې؛ نو مې د مقالو بله لړۍ راپیل کړه او سر لیک مې ورته ورکړ:

«له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي نوی باب»

هلته مې بیا هغه ستونزې په نښه کړې چې زموږ د نوي نسل او ټولنې د ډوبیدو او بربادۍ سبب کیدې، خو…

د دې مقالو د  لومړۍبرخې په یوه پروگراف کې داسې راغلي دي:

«هغه کسان چې د مخدراتو د قاچاق او خرڅلاو په ترڅ کې نیول شوي، په خپلو اعترافاتو کې یې ویلي دي چې د پولیسو ځینو کسانو دوی ته مخدره توکي ورکول چې معتادانو ته یې ورسوي. دې حال ته چې ولیدل شي، د غمیزې لمنه نوره هم توریږي او پراخیږي، پولیس چې خپله دا کار کوي، نو له نورو اړو یا اړکړای شوو کسانو نه څه ګیله ده «…عزیز ادعا کوي، په هغه سیمه کې چې ده اوبه خرڅولې، یوه امنیتي چارواکي ورته نشه یي توکي ورکول چې دی یې پر روږدو کسانو وپلوري.

څه ډول کیدای شي چې د دې غمیزې مخنیوی وشي؟ شخص، اشخاص، لیکوال، شاعر فرهنگي څنگه کولای شي چې د یوې مقالې یا شعر په لیکلو سره د دې کار مخنیوی وکړي؟ چې نه شي کیدای.

دولت خپله څه کوي، پولیس باید خپله د دولت د یوې لویې پښې یا یوه تکړه لاس په ډول د دې دیوال د شړیدو او لویدو مخنیوی کړای وای، خو د پولیس پښه هم په دې گنده گۍ کې ورننوتې ده. که د دولت اړوند اراکین او مسؤلې ادارې د دې مخنیوي ته نوې لارې چارې ونه سنجوي، دومره به د دې لمن پراخه شي چې د کابل په سیند کې به د اوبو پر ځای په مخدره توکو د روږدو کسانو سیلاو روان وي.»

او دا دی اوس هغه سیلاو راغی او روان دی او زموږ د ټولنې سل زره تنکي گلان په کې ډوب او لاس پښې وهي، خو د خلاصون او بچولو له پاره یې یو لاس هم نه شته چې ور اوږد شي.

له دې ټولو چغو سورو سره، بیا هم حالت نه یوازې ښه نه شو، بلکې په منفي لوري یې داسې په گړندیتوب سره منډې وکړې چې  د لویانو روږدو کیسه اوس د هیوادوالو او نړیوالو هیره ده، اوس یې په نویو رپوټونو کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د سل زره ماشوانو په شاو خوا کې روږدي دي.

د دې تر څنگه د ملگرو ملتونو په نویو رپوټونو کې داسې هم راغليدي:

«رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي. افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي. بل خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله تر بل هر وخت زیاته شوې.»

اوس د ستونزې لمن دومره پراخه شوې ده چې هم له هیوادوالو او هم له نړیوالو لار ورکه ده. یو شمیر زړه سواندو د روږدو مشرانو د ستونزو حللارې لټولې، چې اوس د کوکنارو یو بل گل (د ماشوانو روږدیتوب) هم را وغوړید. دا داسې گل دی چې نه یې پاللی شې او نه یې له بیخه ایستلی شې.

دولتي مسؤلین هم لگیا دي د راتلونکو ټاکنو له پآره رسمي او غیر رسمي هلې ځلې کوي. که یې کوم دولتې مسؤل شخص ته یا ارگان ته وریاده کړې چې وروره دا خو ستاسو او ستاسو د ارگان دنده ده چې د مخدراتو پرضد کار او مبارزه وکړئ، تاسو خو په بل څه لگیا یاستئ، دا ولې؟ هغه یا هغوی په یوه ترخه او خوږه موسکا کې درته وايي:

«…هر سړی پیدا دی خپل، خپل کار لره کنه»

که په ټول کې دولت او په ځانگړي ډول مسؤلې ادارې او ارگانونه د خلکو او کورنیو په گډې همکارۍ باندې سره سلا شي او یو بل ته لاس ورکړي، کیدای شي چې د دې سونامي مخنیوی وشي او که په همدې بڼه پریښودل شي د غمیزې لمن نوره هم پراخیږي.

اې مشرانو!

پر ماشومانو او کوچنیانو باندې او پر دې گلانو باندې رحم په کار دی.

دا ښه په یاد ولرئ:

تر څو نوی نسل په سمه توگه ونه روزل

شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل

له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...