د میندو او پلرونو ذهني پریشاني پر ماشومانو یې اغېز لري

تاند- د لندن په یو سي ایل پوهنتون کې د بریتانیا او آیرلنډ پر نژدې ۱۴ زره کورنیو د یوې شوې څېړنې نتیجې ښيي چې د میندو په تېره بیا پلرونو ذهني پریشاني پر ماشومانو یې منفي اغېز لري او په حقیقت کې هم پلرونه او هم میندې د تنکیو زلمو او پېغلوټو د ذهني پریشانۍ په مخنیوي کې رول لري.

د دې څېړنیزې ډلې مشره ډاکتره جما لوییس وايي، دې ته په پام چې میندې له ماشومانو سره زیات وخت تېروي، د روحي روغتیا په اړه عموماً میندې ملامتېږي.

خو مېرمن لوییس وايي، په دې څېړنه کې ښودل شوي چې باید د پلرونو رول ته هم پام وشي.

ډاکتره لوییس زیاتوي«که تاسو داسې پلار یاست چې د خپلې ذهني پریشانۍ د درملنې غم نه خورئ، دا ستونزه مو پر اولادونو هم اغېز کولی شي.»

دې هیله څرګنده کړې چې دا نتیجه به سبب شي چې میندې او پلرونه خپلې ذهني پریشانۍ ته جدي پام وکړي او تداوي یې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...