د والدينو څو تېروتنې او حللارې يې| ژباړه: محب الله آرمل

ستاسې لپاره چې ماشومتوب مو کلونه کلونه شاته پاتې ، آسانه نه ده چې درک کړای شئ د ماشوم په ذهن کې مو څه ګرځي را ګرځي. يوازينې کار چې تاسې يې کولی شئ دا دی چې، خپل ځان ماشوم فرض کړئ، او بيا فکر وکړئ چې لويان بايد څنګه چلند درسره وکړي، البته هغه څه چې ستاسې سره په تېر ژوند کي شوي ممکن ستاسې ياد وي، که ښه وي هماغسې چلند له ماشوم سره هم وکړئ او کنه نوې لار وټاکئ.

اروا پوهان په دې نظر دي چې کوم کسان له زړو طريقو کار اخلي او يا خپل ژوند ماشوم ته الګو کوي په اصل کې سلګونه مشکلات خلق کوي، دا سمه ده چې موږ اکثره د خپلو والدينو د اشتباهاتو قرباني شوي يو او که هماغه له پلار نيکه راپاتې تجربې په اولادونو هم عملي کوو هغوی هم په سيند ډوبيږي. له بلې خوا د ماشوم د اروا پوهنې فعالان وايي چې د ماشومانو او لويانو افکار او اذهان دومره متفاوت دي چې هېڅ امکان نه لري هغه څه خامخا خپل ماشوم ته ور زده کړو چې انتظار يې لرو.

د دغه مطلب په لوستو به هغه تېروتنې و پېژنئ چې تاسې يې په ورځني ډول د خپلو اولادونو په وړاندې کوئ او د دغه تېروتنو پايلې به هم درته معلومې شي چې تاوان يې بېرته تاسې او ستاسې ماشومانو ته رسي، خو اندېښنه مه کوئ موږ به دلته داسې لارې چارې درته وښيو چې هم خپلو موخو ته ورسيږئ ، ستونزې مو حل کړئ او هم خپل اولادونه بهتره وروزلی شئ .

لومړۍ تېروتنه: مصلحتي دروغ واياست ؟

مور چې د زوي له دم ست ژړا تر دوه پوزو وه خپله وړه لور يې غېږ کې ونيوه او زوی ته يې په ګوته اشاره وکړه : هغه ځای وينې ؟ هلته پوليس دي او هغه ماشومان چې ډېر ژاړي په همدې ځای کې بندي  کوي ، ته که غواړې نور هم وژاړې نو پوليسو ته د په لاس ورکوم چې بندي  د کړي.

له هغې پس يې زوی ونه ژړل ، خاموشي يې اختيار کړه او له پوليس ويره يې زړه ته ننوته، په ټولګي کې به هم غلی و.

مور يې له ښوونکي و پوښتل زوی يې غلی دی آيا ټولګي کې هم همداسې دی. ښوونکي ورته وويل هو ستاسې ماشوم تل غلی وي او يوازې د پوليسو په اړه پوښتنې کوي او ټول سر و کار يې له پوليسو سره دی.

يوه غوره لار:

ماشوم مو مه اړ کوئ چې خپل احساسات پټ وساتي، هغه نه غواړي ستاسې نه جدا شي ، که هغه وړکتون ته لېږئ او تاسې کار کوئ نو بيا خو ضرور ده چې لا ډېر خيال يې وساتئ، اکثره وخت ماشوم له دې وېرې ژاړي چې ګواکي له مور پلار بېل وخت ورته سخت وي. مګر دغه سيکه يو بل مخ هم لري، هغه دا چې ستاسې ماشوم بايد اصول ومني. که غواړئ چې هغه ښوونځي ته لاړ شي نو هڅه وکړئ چې ښوونځي ته يې آماده کړئ ، ښه نو څه بايد وکړئ؟

مصلحتي دروغ آسان خو وسواسي کار دی تاسې بايد زړه ورکړئ او ريښتنی چلند ورسره وکړئ . کله چې ستاسې ماشوم ژاړي او نه غواړي ښوونځي ته لاړشي ، د دې پرځای چې ورته غوسه شئ هڅه وکړئ چې درک يې کړئ او ورته وواياست چې زه هم کله کله ستا غوندې نه غواړم دندې ته لاړ يا لاړه شم . ځينې وخت تر دندې دا بهتره بولم چې پارک ته لاړشم تا هم راسره بوزم ، خو انسان همېشه نه شي کولی يوازې هغه کارونه وکړي چې خوښ يې دي. ماشوم ته مو وواياست چې ښوونځي ته بايد خامخا لاړ شي او بله چاره نشته، ورياده کړئ چې هره ورځ مه ځان په عذابوه مه موږ .

خو کومې وعدې چې له ماشوم سره کوئ هغه خامخا ترسره کړئ ، که يې ښوونځي ته په دې بهانه لېږئ چې د جمعې په ورځ يې چکر ته بيا ييۍ نو بيا يې خامخا بوزئ . د غوسې په مرسته هېڅ کار نه ترسره کيږي خو نرمه غاړه چاړه نه وړي.

دويمه تېروتنه : ماشوم تهديدوئ؟

که غواړئ داسې کار وکړئ چې ماشوم مو هېڅ کله ستاسې خبره وا نه وري؛ نو تهديد يې کړئ او عمل مه کوئ ! او که غواړئ چې خوله درسره ووهي او هر وخت انتقام در څخه واخلي نو تهديد ته دوام ورکړئ . هغه ماشومان چې مور پلار تر اندازه زياتې غوسې ورته کوي او غواړي چې ماشومان د تشدد په زور سم سړي کړي، بدې پايلې په لاس ورځي، کله چې غوسې دايمي وي ماشوم نه ترې وريږي او بلکې لا هڅه کوي چې د زياتې غوسې د ايجاد لامل شي .

يوه غوره لار:

که تاسې غوسه ناک ياست نو بده ده، غوسې بدې پايلې لري چې جبران يې آسانه کار نه دی. کله چې ماشوم ته واياست که د بيا د تلويزيون ريموټ پر ځمکه وويشت بيا هېڅ وخت اجازه نشته چې لاس وروړې . پوهيږئ چې ستاسې ماشوم څه اوري؟ (( د دغه کار پايله دا وي چې ماشوم موقع ته ګوري کله چې مور يا پلار نه وي وايي نيم ساعت نور هم په ريموټ لوبې کولی شم ځکه مور نيم ساعت وروسته کوټې ته راځي. )) د دې چلند پر ځای تاسې کولی شئ ماشوم ته احساس ورکړئ چې له توکو سره بې غوري ونه کړي، که چېرې نه کېده کولی شئ پرته له تهديد يې کنټرول کړئ .

مثلا ورته وواياست که د تلويزيون ريموټ مات شي نو ته بيا د لوبو يا کودکو خپرونه څنګه ګورې ؟

درېيمه تېروتنه : آيا خپل ځان تېر باسئ؟

تر اوسه مو خپل ماشوم ته څو څو ځله ويلي : ته ودريږه پلار د راشي چې ښه د نرم کړي ! کېدای شي په دې ډول خپل ماشوم و ډار کړئ او د يو څه وخت لپاره يې کنټرول کړئ، خو پوهيږئ چې د دغسې چلند تر شا څنګه خبرې پټې دي؟ دا دا مانا لري چې زه يوه کامله مور نه يم چې تاته وښيم څه وکړه او څه نه او پلار د يو غوسه ناک سړی دی چې مازې شکايت ورته وکړم وهي دې.

دا يوه زړه طريقه ده چې ميندې او پلرونه يې کاروي خو ګټوره نه ده تاسې کولی شئ د ماشوم د لا ښې روزنې لپاره نورې لارې چارې ولټوئ او ويې ازموييئ .

يوه غوره لار:

د دې لپاره چې ماشوم مو تاسې بد ونه بولي او دا فکر ونه کړي چې د مور پلار تر منځ يې چندان همغږي نشته، نو اړينه ده دواړه د ماشوم پر وړاندې يوه خبره وکړئ . مثلا که غواړئ ماشوم له کوم کار منع کړئ نو دواړه په اتفاق او اتحاد شئ او بيا ورته وواياست چې دا کار مه کوه ښه نه دی او دغه دغه زيانونه لري. د دغسې چلند يوه ګټه دا هم ده چې ستاسې ماشوم پوهيږي چې مور پلار په يوه خوله دي، امکان نه لري چې مور پلار ته يا پلار مور ته واسطه کړم.

که مور په کومه تېروتنه يوازې لس د قيقې خپل ماشوم له تلويزيون ليدلو محروم کړئ اړتيا نشته چې په پلار يې ووېروي او اخطارونه ورکړي. تاسې کولی شئ هغه مجازات کړئ، مثلا رېموټ ترې واخلئ ، د لوبو سامان ترې کلف کړئ…

څلورمه تېروتنه : آيا ماشوم ته رشوت ورکوئ؟

د ليلا وړې لور به ماښام له چپس و پنير پرته درس نه لوست، مور آموخته کړې وه چې درس ووايي بيا په نو چپس و پنير ورته تياروي. مور يې فکر کاوه چې ګټه په تاوان کيږي او درس ويل په دې ارزي چې د چپس او پنير تاوان ته غاړه کيږدي.

اصل کې ليلا خپل لور په رشوت آموخته کړې وه، که به خوراکونه ول درس يې لوست او کنه درس به ترې پاتې وو .

يوه غوره لار:

د ماشوم د کنټرولولو لپاره هغوی ته رشوت ورکول يوه آسانه لار ده . والدين کولی شي د ماشومانو بد عادتونه  په رشوت ورکولو له تشدد پرته اصلاح کړي . خو د دغسې چلند پايلې څه دي ؟ تاسې ددغه عمل په مرسته خپلو ماشومانو ته څنګه انګيزه او پيغام ورکوئ ؟ په اصل کې دوی ته واياست : هرکله چې ناوړه کار کوئ يوه جايزه يا ډالۍ تر لاسه کولی شئ . دغسې چلند اصل کې ماشوم ته ور زده کوي چې هر وخت وژاړي او د خپلې خوښې څيز د ژړا په مرسته تر لاسه کړي او يا چې د دوی غوښتنه پوره نه کړئ ستاسې نه پوره کوي.

ښه اوس خپله وواياست چې ماشوم په رشوت روږدي کول ښه دي که بد ؟ آيا دې ته حاظر ياست چې يو وخت داسې غوښتنې هم درڅخه ولري چې پوره کول يې ستاسې په وس کې نه وي ؟ ښه بيا څه ورسره کوئ؟

بهتره داده چې ماشوم ته د نېک کار د کولو انکېزه ورکړئ، په يو ژمن، صابر، په خپل نفس باوري انسان يې بدل کړئ د رشوت په ځای توضحات ورکړئ او خپله هغه کارونه ترسره کړئ چې له خپل ماشوم يې د اجرا تمه لرئ، که له ماشوم له زړه د يو بد عمل د پرېښودو هيله وکړئ ممکن در سره ويې مني .

پنځمه تېروتنه: ماشوم ته مو د بدو عمالو د زده کړې درس ورکوئ؟

پارسا به چې خپل زوی وليد چې له کتابخانې يې کتابونه را ايستلي او له پاڼو يې الوتکې سازې کړې غوږونه به يې ورتاو کړل، يا به يې چې د پخلنځي په لوښو ساتيري کوله نو وهل به يې خوړل، په دې ډول مور خپل زوی تر يو حده کنټرول کړی وو ، خو څه فکر کوئ چې ياده مور په خپل چلند کې بريالۍ وه ؟ اصل کې دغه مور نه پوهېده چې چلند يې څومره بدې پايلې لري .

يوه غوره لار:

ماشومان متحرکو وېډيويي کمرو ته ورته دي، چې د والدينو ټول حرکات، خبرې، عمال، اخلاقيات، د ژوند سبک، د کار او زيار طريقې ، د قوانينو مرعاتول … ذخيره کوي تر څو له هغه څه چې له مور پلار يې زده کړي ګټه ترې واخلي. د پارسا د زوی يو عادت دا وو چې که به يې په ښوونځي کې کوم ټولګي وال مازې بکس ته ګوتې ور نېږدې کړې سمدلاسه به يې وهل ټکول ورسره پيل کړل .

پارسا د يوې ښې مور په حيث کولی شوای چې ماشوم ته يې د خپل هر بد عمل په پايله کې توضحات ورکړي وای او بيا يې بښلی وای ، که يې جزا هم ورکولی بهتره وه چې د دوه ورځو لپاره يې د لوبو سامان ترې کلف کړی وای خو په وهلو ټکولو به يې نه روږدی کاوه .

شپږمه تېروتنه : ماشوم ته په ځنډ جزا ورکوئ؟

کله چې اتل او پلار يې له ترافيک سره په جنجال کې کښېوتل، ډېوه هم له موټر ښکټه شوه او د جنجال ځای ته يې ځان ورساوه ، پلار يې څو ځله ورته وويل چې موټر کې کښېني چې بل موټر يې خوږ نه کړي خو ډېوې ونه منله ، پلار يې غوسه شو او ډېوې ته يې اخطار وکړ چې کور به يې غوږونه ورتاو کړي. دوی درې واړه چې کابو له يو يا دوه ساعته ځنډ وروسته کورته راورسېدل، پلار زوی په غېږ کې ونيوه خو ډېوې سره سوړ چلند وکړ او نن شپه يې کيسه هم ورته ونه کړه .

يوه غوره لار

د هر پلار په څېر د ډېوې پلار هم حق درلوده چې ډېوه مجازات کړي او هغې ته ور زده کړي چې بد رفتار بدې پايلې لري. ښه نو ستونزه چېرته ده ؟ کله چې د ماشوم په تېروتنه وخت وزي او بيا يې وروسته جزا وينې نه شي تحليلولی چې د کومې ګناه جزا ورکول کيږي. ماشوم معمولا خپلې تېروتنې حافظې ته نه سپاري او که په ځنډ جزا ورکوو دوی ته خپله ګناه نه ورياديږي او فکر کوي هسې جزا وينې . بهتره ده چې ماشوم ته د غوسې تر سړېدو وروسته جزا ورکړئ او په دې يې و پوهوئ چې تېروتنې يې ستاسې غوسې را پآروي خو د هغوي په وړاندې کرکې مو هېڅ وخت نه پاريږي او نه زياتيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...