نـاز او مـیـنـه | روف جان

 د خپلې مور یکي نازولۍ زوی و. چې هر سهار به یی په ډیر ناز ښوونځۍ ته رخصتولو او بیرته په راتګ به یی مور په دروازه کې په انتظار ناسته وه. روف جان به په ډیر مکر او ناز خپلې مورته په سلګئ وویل مورې معلم صاحب مې هسې واهي او ټکوي. ښوونځۍ ته نور نۀ ځم.

مور به بیابیا سهار ښوونځۍ ته په ناز سره رخصت کړلو روف جان ته چې د خپلې مور ناز معلوم وو په تفریح کې به هم راپټ شو. خپلی مور ته به یی په سلګۍ كي وویل مورې معلم مې هسې واهي نور نو نۀ ځم. مور هم ورسره ومنله.

زویه معلم د لاسونه مات شي نور نو مه ځه الله روزي رسان دی. نو هم هغه وو چې روف جان د کوترو او پتنګ په الوځولو شروع شو. یوه ورځ د کوټې په سر پتنګ الوځاوي چې اقدام ناسپه لې کوټی سر نه را ولویدو یوه پښه یی ماته شوه. روف جان اوس نۀ د خپلې مور د خدمت شو نۀ د ښوونځۍ شو او نۀ د لوبو. نو په کلي کې اوس ګډ روف نومیږي.

د  رحـمـن ګـل [رحـمـانـي]لیکنه

نتیجه :: ډیره مینه او ناز اولاد بې لارې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...