د کوچنۍ «ایدې» گلان | ژباړن: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن 

Den lille Idas

Blomster

لومړۍ برخه

کوچنۍ «ایدې» وویل:

«زما واړه بدمرغه گلان ټول مړه دي. پرون ماښام ډیر ښکلي وو، خو اوس یې ټولې پاڼې مړاوې شوې دي! »

بیا په کوچ کې ناستې یوې زدکونکې وپوښتل:

«ولې داسې شوي دي؟»

دا زدکونې د «ایدې» ډیره خوښیده، ځکه چې د هغې ډیرې ښکلې کیسې زده وې او کولای یې شول چې په بیاتي سره له کاغذ نه خندونکي انځورونه جوړ کړي. لکه: د گډا په حال کې له لوی زړه سره وړې ښځې، گلان او سترې مانۍ چې دروازې یې خلاصیدې. هغه یوه تانده او خوشاله زدکونکې وه!

«ایدې» په داسې حال کې چې یوه گیډۍ مړاوي گلان یې زدکونکې ته ور وښودل، پوښتنه ځینې وکړه:

«زما گلان ولې نن خراب او مړاوي ښکاریږي؟»

زدکونکې وویل:

«غواړې ووایم چې د هغو ستونزه څه ده؟ گلان بیگا په مجلس کې وگډیدل، له همدې کبله ستړي ښکاریږي او سرونه یې زوړند نیولي دي!»

وړې «ایدې» وویل:

«خو گلان نه شي کولای وگډیږي!»

زدکونکې وویل:

«البته چې کولای شي، کله چې لږ تیاره شي او موږ ویده شو، گلان خوشاله او په ترپیدو او غورځیدو شي او تقریباً هره شپه د گډا یو پرتمین محفل جوړوي!»

«آیا کوچنیان کولای شي د گډا مجلس کې گډون وکړي؟»

زدکونکې وویل:

«هوکې، د بابونې او نیلوفر واړه او نازک گلان کولای شي د گډا په مجلس کې گډون وکړي!»

وړې «ایدې» وویل:

«تر ټولو ښکلي گلان چیرې گډا کوي؟»

زدکونکې وویل:

«ته کله د بادشاه د اوسیدو د لویې ماڼې له دروازې سره نه وې، چیرې چې بادشاه په اوړي کې هلته ژوند کوي او هلته له رنگارن گلانو نه ډک بڼ لري؟ تا به هلته بتکې لیدلي وي، کله چې خڅوزي ور اچوې، ستا په لوري راځي؛ هماغلته سم دم د گډا بنډار جوړیږي. کولای شې وې منې!»

«ایدې» وویل:

«زه پرون له خپلې مور سره په بڼ کې وم، خو په ونو کې یوه پاڼه هم نه وه، یو گل هم نه و! ما هلته په اوړي کې ډیر گلان ولیدل، اوس هغه چیرې دي؟»

زدکونکې وویل:

«هغوی دننه په ماڼۍ کې دي!

کله چې شاه او درباریان ښار ته لاړ شي، گلان له بڼ څخه د مانۍ په لوري منډه کوي، تر څو خپل وخت ښه تیر کړي! ته باید هغوی ووینې! دوه تر ټولو ښکلي گلاب گلان پر تخت باندې کیني، هغوی د گلانو شاه او ملکه دي. د چرگ تاج په نامه ټول سره گلان په یوه کتار کې د درناوي له پاره دریږي، هغوی ځانگړي چوپړان دي. بیا تر ټولو ښکلي گلان راځي او د گډا پرتمین مجلس پیل کیږي، بنفشه گلان د سمندري ځواکونو زدکړیالان دي، هغوی له سنبل او زعفران گلانو سره گډیږي او هغوی ته پیغلې وايي! غاټول او سوسن زړې میرمنې دي، هغوی پام کوي چې ټول ښه وگډیږي، هر څه په ترتیب او سم وي!»

وړې «ایدې» وپوښتل:

«کله چا له گلانو نه پوښتلي چې ولې د بادشاه په ماڼۍ کې گډیږي؟»

زدکونکې وویل:

اصلاً څوک نه پوهیږي. کله، کله د مانۍ بوډا ساتونکی راځي، له هغه سره ډیرې کلیانې وي، د ده له راتگ سره کلیانې شرنگ، شرنگ کوي او کله چې گلان شرنگ، شرنگ واوري، د پردو شاته پټیږي، سرونه خم نیسي او ځانونه غلي نیسي! بوډا ساتونکی وايي:

دلته گلان دي، زه یې په بوی باندې پوهیږم، خو پوډا نه شي کولای هغوی وویني!»

وړې «ایدې» په داسې حال کې چې لاسونه یې پړکول، وویل:

«خندونکې ده! زه هم نه شم کولای چې گلان ووینم؟»

زدکونکې وویل:

«ولې نه، زه یې انگیرم چې ته کولای شې. په یاد دې وساته، بل ځلې چې هلته ولاړې د ماڼۍ له کړکیو نه دننه ور وگوره، ښايي وې لیدلای شې. ما همدا نن دا کار وکړ، یو اوږد زیړ نرگس پر کوچ باندې اوږ غځیدلی و او داسې یې ښودله چې یوه درباري میرمن وي!»

«ایدې» وپوښتل:

«آیا د شنلیو د بڼ گلان هلته تلای شي؟ کولای شي هغوی دومره اوږده لار ووهي؟»

زدکونکې وویل:

«بلې هغوی کولای شي راشي. گلان هر وخت چې وغواړي، کولای شي والوزي. آیا تا سره، زیړ او سپین پتنگان نه دي لیدلي؟ هغوی داسې ښکاري لکه گلان او دا هماغه څه دي، لکه یوه ورځ چې وو. دا هغه گلان دي چې یوه ورځ له خپلو څانگو نه هوا ته والوتل او الوتل یې زدکړل چې په خپلو پاڼو لکه وزرونه داسې والوزي او کله یې چې الوتل ښه زدکړل، هغوی ته د ورځې له خوا هم د الوتلو اجازه ورکړل شوه، پرته له دې چې بیرته کور ته راوگرځي او پر خپلو څانګو غلي کیني. په پای کې د گلانو وړې پاڼې، په ریښتینو وزرونو بدلې شوې.

تا خپله لیدلي دي! ښايي د شنلیو د بڼ گلان هیڅ کله هم د بادشاه ماڼۍ ته نه دي تللي، او یا هم نه پوهیږي چې د شپې له خوا هلته څه له خوندونو ډک ځای دی. اوس باید زه تا ته داسې څه و وایم چې د شنیلیو د بڼ د پروفیسور له پاره ــ چې په همدې څنگ کې ژوند کوي او ته یې حتماً پیژنې ــ  هم د تعجب وړ شي.

کله چې د هغه بڼ ته ورځې، ورو یو گل ته ووایه فلانۍ شپه په ماڼۍ کې د گډا مجلس جوړیدونکی دی، بیا وگوره چې څه کیږي. هغه گل به دا موضوع نورو گلانو ته ووايي او ټول به د ماڼۍ په لوري والوزي. کله چې د شنلي پیژندنې پروفیسور د بڼ په لوري ولاړ شي، یو گل به هم په بڼ کې نه وي او هغه به پوه نه شي چې گلان چیرې تللي دي.»

ــ «خو گلان څنگه کولای شي یو بل ته ووایي؟ گلان خو غږیدای نه شي!»

ــ «نه، په ریښتیا سره چې هغوی غږیدای شي! هغوی د پانتومیم په بڼه، یعنې د لاسونو او بدن په خوځولو دا کار تر سره کوي! نه دې دي لیدلي کله چې وږمه چلیږي، څنگه ټول گلان خپل سرونه ښوروي او ټولې شنې پاڼې ښوروي، داسې لکه د څه شي په باره کې چې خبرې سره کوي!»  

«ایدې» وپوښتل:

«آیا د بڼ پروفیسور د هغوی په اشاري ژبه (پانتومیم) باندې پوهیږي؟»

زدکونکې ځواب ورکړ:

«البته چې پوهیږي! یوه ورځ سهار دی کله چې لاندې خپل بڼ ته راغی، وې لیدل چې جگ سوځونکي بوټي په خپلو پاڼو سره، د لونگو سره گل ته اشارې رسولې. جگ سوځونکي بوټي په خپلو دې حرکاتو سره غوښتل ووايي:

ته ډیر ښایسته یې او ته په ما ډیر گران یې، خو د بڼ پروفیسور دا خبرې نه خوښوي، په همدې دلیل یې د سوځونکي بوټي پانو ته یو گزار ورکړ، سوځونکي بوټي د هغه لاس وسوځاوه او له هغه نه وروسته پروفیسور هیڅکله زړه ښه نه کړ چې د سوځونکي بوټي خوا ته لاس ور اوږد کړي!»

وړې «ایدې» وخندل او وې ویل:

«ډیره خندونکې ده!»

د پوهنتون ریٔس چې د لیدلو له پاره راغلی و، له خپلې ستړې کونکې څیرې سره هلته پر کوچ ناست و ، د دوی خبرې یې واوریدې او وې ویل:

«دا څه چټیات دي چې د کوچنیانو ماغزه پرې ډوکوئ!»

د پوهنتون د ریٔس دا محصله هیڅ نه خوښیده. محصلې به چې کله په بیاتي سره، له کاغذ نه خندونکي انځورونه جوړول، په هغه به په قار کیده او ورباندې غوریده، اوس محصل داسې یو انځور جوړ کړی و چې یو سړی په دار ځړول شوی او په لاس کې یې یو زړه دی، ځکه چې په دار را ځړول شوی سړی د زړونو غل و. اوس یو بل انځور، داسې چې یوه سحرگره ښځه، له خپلې اوږدې پزې سره پر یوه اوږده جارو باندې سپره ده او خپل میړه لیږدوي.

د پوهنتون ریٔس دا کارونه نه خوښول، اوس یې بیا لکه مخکې ځل وویل:

«دا څه چټیات دي چې د کوچنیانو ماغزه پرې ډوکوئ! دا څه احمقانه خیالپلو دی!»

خو وړې «ایدې» د زدکونکې د خندونکو خبرو په باب، چې د دې د گلانو په هکله یې و ویلې، ډیر فکر وکړ. د گلانو سرونه زوړند دي، دوی ستړي دي، ځکه چې ټوله شپه گډیدلي دي، حتماً به ناروغه وي. ځکه یې خپله د گلانو گیډۍ جگه کړه او د هغه میز پر سر یې کیښوده چې د دې د لوبو اسباب پرې ایښي وو. دې یوه ډکه ټوکرۍ د لوبو اسباب درلود، همدا راز یوه نانځکه یې درلوده چې د خوب پر تخت اوږده غځیلدلې وه. د هغې نوم «سوفیه ــ Sophie» و. وړې «ایدې» نانځکه را جگه کړه او ورته وې ویل:

«سوفیې ته باید جگه شې او نن شپه په ټوکرۍ کې ویده شې، خوارکوټي گلان ناروغه دي، هغوی به ستا پر تخت ویده شي، ښایي چې را ښه شي!»

دغسې یې نانځکه راجگه کړه، خو نانځکه د خوب د تخت د پریښودو په وجه ناراضه ښکاریده او اعصاب یې خراب و، خو څه یې و نه ویل.

د لومړۍ برخې پای

منبع:   

  H.C.Andersen Eventyr, 1, 53 – 69 s, Odnsa, Denmark,1994

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...