له کوچنیانو سره د تاوتریخوالي نوی باب|پوهندوی آصف بهاند

په جگړه ځپلو ټولنو کې، چیرته چې د قانون د حکم پر ځای د ټوپک د شپیلۍ غږ او شپیلۍ غږونکی حکومت کوي، د ټولنې له هر قشر سره د هرڅه کیدو امکانات شته، په تیره له ماشومانو او کوچنیانو سره.

د افغانستان په نامه ټولنه کې د نارواوو او ظلمونو ډیر ډولونه آزمیل شوي، تطبیق شوي او اوس هم جریان لري؛ خو تر ټولو ناروا او ظلم د ماشومانو او کوچنیانو په حق کې شوی او اوس هم په پټه او ښکاره روان دی.

دا په حقیقت کې نه یوازې د هغه ماشوم او کوچني په حق کې ظلم دی چې د نارواوو، ظلمونو او تاوتریخوالي ښکار کیږي، بلکې د راتلونکي نسل او راتلونکې ټولنې په حق کې ستره جفا ده، داسې جفا چې بیا نه جبرانیږي، نه یې پور ادا کیدای شي او د اوس له پاره یې د مخنیوي او اصلاح کومه امید هم نه شي کیدای.

له ماشومانو او کوچنیانو سره زور زیاتي او تاوتریخوالي ډیر ډولونه اوریدل شوي او لیدل شوي دي، خو اوس میډیا واي چې د افغان ماشومانو او کوچنیانو په حق کې د یو نوي ظلم، نوې جفا او نوي تاوتریخوالي ډول په رواجیدو او زیاتیدو دی:

د مخدراتو په قاچاق او خرڅلاو کې له کوچنیانو نه استفاده کول.

د بي بي سي په یوه تازه راپور کې راغلي دي چې د مخدره توکو په ناقانونه وړو راوړو او خرڅلاو کې د مخدراتو مافیا اوس، اوس له کوچنیانو کار اخلي، هغه هم د دې له پاره چې پر کوچنیانو باندې د شک نظر یا هیڅ نه وي یا لږ وي.

کوچنیان په بیلابیلو ډولونو اړ ایستل کیږي چې د مخدراتو قاچاق ته  مخه کړي چې اقتصادي ستونزې یې غوټه برخه جوړوي.

د بي بي سي په راپور کې راغلي دي چې څنگه یو شپاړلس کلن پلار مړی کوچنی د پلار د لس زره افغانیو د پور په ونج کې د مخدره توکو وړلو ته اړ ایستل کیږي. د دې کوچني داستان د بي بي سي په نوي راپور کې داسې راغلی دی:

«په افغانستان کې پولیس وایي، د تېرو پنځو کلونو په پرتله د نشه يي توکو په پېر، پلور او قاچاق کې له ماشومانو ګټه اخیستل زیات شوي دي.

د نشه يي توکو په کاروبار کې د ماشومانو د ور ښکېلولو یو لامل دا ښودل کېږي چې پولیس پرې لږ شک کوي او سزا یې هم نسبتاً کمه ده.

16 کلن احسان چې اصلی نوم یې بل څه دی نژدې لس میاشتې وړاندې کابل ته د راتګ پرمهال د نشه یې توکو د قاچاق په تور و نیول شو .

احسان الله وايي، تېر کال یې پلار مړ شو او د خپلو پورونو پېټی یې ده ته ورپرېښود.

د هغه په خبره، له پلاره لس زره افغانۍ پور ور پاتې وو، خو ده یې د خلاصولو کومه لار نه لرله:

“هغه کس چې زما په پلار یې پور و، ما ته به یې ویل، که دا نشه یې توکي نه وړې بندي کوم دې، په دواړو څپلیو کې یې نشه یې توکو را ته ځای پر ځای کړل”

احسان په دوه کاله بند محکوم شوی دی چي دمګړۍ د کابل په اصلاح مرکز کې ساتل کېږي.

احسان د پلار په ژوند هم له سختیو ډک ژوند لاره؛ دی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ترې په څلورم ټولګي کې ښوونځی پاتې شو او د خښتو په بټیو کې یې کار  کاوه.»

په دې لړ کې بله غمیزه دا ده چې له کوچنیانو نه د مخدراتو د وړو راوړ ترڅنگه، هغوی دې ته هم اړ باسي چې د مخدراتو په خرڅلاو کې له مافیاي کړیو سره مرسته وکړي.

هغه کسان چې د مخدراتو د قاچاق او خرڅلاو په ترڅ کې نیول شوي، په خپلو اعترافاتو کې یې ویلي دي چې د پولیسو ځینو کسانو دوی ته مخدره توکي ورکول چې معتادانو ته یې ورسوي. دې حال ته چې ولیدل شي، د غمیزې لمنه نوره هم توریږي او پراخیږي، پولیس چې خپله دا کار کوي، نو له نورو اړو یا اړکړای شوو کسانو نه څه ګیله ده.

«عزیز ادعا کوي، په هغه سیمه کې چې ده اوبه خرڅولې، یوه امنیتي چارواکي ورته نشه يي توکي ور کول چې دی یې پر روږدو کسانو وپلوري.»

څه ډول کیدای شي چې د دې غمیزې مخنیوی وشي؟

شخص، اشخاص، لیکوال، شاعر فرهنگي څنگه کولای شي چې د یوې مقالې یا شعر په لیکلو سره د دې کار مخنیوی وکړي؟

دولت خپله څه کوي، پولیس باید خپله د دولت د یوې لویې پښې یا یوه تکړه لاس په ډول د دې دیوال د شړیدو او لویدو مخنیوی کړای وای، خو د پولیس پښه هم په دې گنده گۍ کې ور ننوتې ده. که د دولت اړوند اراکین او مسؤلې ادارې د دې مخنوي ته نوې لارې چارې ونه سنجوي، دومره به د دې لمن پراخه شي چې د کابل په سیند کې به د اوبو پر ځای  په مخدره توکو د روږدو کسانو سیلاو روان وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...