بلبل| ژباړونکی: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستسن اندرسن ||

څنگه چې پوهیږئ په چین کې، امپراتور چینایی دی او ټول هغه شیان چې لري لکه دربار او خلک، هغه هم د چین دي. دا کیسه ډیر کلونه پخوا پیښه شوې وه په همدې سبب، مخکې له دې چې هیره شي، ښايي چې یو ځل بیا و ویل شي.

د امپراتور ماڼۍ ډیره ښکلې او پرتمتنه وه. په دې ماڼۍ کې ډیره شیشه یا چیني کارول شوې وه او ډیر خرڅ پرې شوی و، ځکه یې د ماتیدو امکان ډیر و، تر دې پورې چې هر چا باید پام کړی وای چې لاس یې په څه شي و نه لگیـږي او دا کار ډیر ستونځمن و.

د ماڼۍ بڼ له ښکلو گلانو ډک و او تر ټولو ښکلو او جالبو گلانو په څانگو کې یې له سپینو زرو جوړ گونگړي (زنگونه) ځړولي وو او داسې غږونه ورنه جگیدل چې انسان نه شول کولای چې پرته له لیدلو او هغو ته پرته له پام کولو، ور نه تیر شي.

هوکې، د امپراتور په ماڼۍ کې هر څه په ډیرې ځیرکتیا سنبال شوي وو. بڼ دومره لوی و چې د بڼوالو مشر لا نه پوهیده چې د بڼ پای چیرې دی. که چا په بڼ کې چکر وهلی، په پای کې یوه ډیر ښکلي گڼ ځنگله ته، چې لوړې ونې یې لرلې او یوه ژور سین ته رسیده. ځنگل تر سین پورې غځیدلی و، داسې ژور اوبرنگی سین چې لویو کښتیو هم کولای شول چې د ونو تر څانگو لاندې حرکت وکړي.

هلته یو بلبل ژوند کاوه چې ډیرې ښې غاړې یې کولې، دومره ښې سندرې یې ویلې چې کب نیونکی یې له کب نیولو ایستلی و. خوار کب نیونکی به چې هره شپه راغی چې جال د کب نیولو له پاره او سین ته واچوي او کبان ونیسي، کله به یې چې د بلبل غږ واوریو، غلی به ودرید او ویل به یې: «ښاغلیه خدایه، دا څومره ښکلې غاړې کوي.»؛ خو نه یې شوای کولای چې د ډیر وخت له پاره د بلبل غږ ته، غوږ کیږدي. ده د خپل کار په خاطر ژر بلبل هیراوه؛ خو بله شپه به یې چې بیا د بلبل غږ واوریده، بیا به یې د تیرې شپې خبره تکرار کړه: «ښاغلیه خدایه، دا څومره ښکلې غاړې کوي.»

د امپراتور ځای ته به له گرې نړۍ څخه مسافر راتلل، تر څو د هغه د ماڼۍ او بڼ ستاینه وکړي، خو کله به یې چې د بلبل غږ واوریده، ټولو به ویل چې د بلبل غږ له هر څه نه ښکلی دی. کله به چې مسافر بیرته خپل هیواد ته ستانه شول، نو د امپراتور د ښار، ماڼۍ او بڼ په باب به یې ډیر کتابونه لیکل، خو بلبل به یې هم هیر نه و او تل به یې د کتاب په لومړنیو کرښو کې د بلبل یادونې کولې او هغوی چې شاعران وو، د هغه بلبل په توصیف کې به یې ښکلي شعرونه ویل، چې د ژور سمندر په اړخ کې په ځنگله کې اوسیده.

دا کتابونه به په نړۍ کې گردچاپیره، لاس په لاس گرځیدل. داسې هم وشول چې یو کتاب امپراتور ته هم په لاس ورغی. امپراتور پر خپله زرینه چوکۍ کیناست او پر له پسې لوستل یې پیل کړل. د لوستلو په ترڅ کې به یې چې د خپل ښار، ماڼۍ او بڼ ستاینه تر سترگو شوه، نو به په تایید په نښه سر ښوراوه؛ خو نا څاپه دې جملې ته ورسید: « خو د بلبل غږ تر ټولو ښکلی دی!»

امپراتور و ویل:

«څه، څه شی، بلبل! زه خو هغه نه پیژنم! آیا زما د واکمنۍ په سیمه کې، په همدې بڼ کې داسې یو الوتونکی شته؟ ما هیڅ کله داسې څه نه دي اوریدلي! دا به داسې څه وي چې یوازې باید په کتابونو کې ولوستل شي»

امپراتور د دربار ریٔس راوغوښت. هغه یو شتمن او عزتمن سړی و. که له هغه سره د ده له مقام نه کوم ټیټ شخص خبرې کړې وای یا یې کومه پوښتنه ځینې کړې وای، یوازې یې ور ته ویل «پ» او «پ» هیڅ مانا نه درلوده.

امپراتور و ویل:

«په دې کتاب کې لیکل شوي دي چې په دې بڼ کې کوم الوتونکی دی چې بیلبل نومیږي. خلک یې داسې انگیري چې زما د واکمنۍ په لویه سیمه کې تر ټولو حیرانونکی شی همدا بلبل دی، ولې تر اوسه پورې ما ته چا د هغه په اړه څه نه دي ویلي؟»

د دربار ریس و ویل:

«ما هم هیڅکله څه نه دي اوریدلي، هیڅکله دربار ته نه معرفي شوی.»

امپراتور و ویل:

«غواړم چې همدا نن ماښام بلبل ماڼۍ ته راشي او ما ته سندرې و وايي، ټوله نړۍ هغه پیژني او زه یې نه پیژنم!»

د دربار ریٔس و ویل:

«ما مخکې له دې دا نوم هیڅ نه و اوریدلی. زه به پسې وگرځم او پیدا به یې کړم!»

خو چیرې به یې پیدا کړي؟ د دربار ریٔس په ماڼۍ کې ښکته پورته منډې وهلې، په زینو کې پورته، ته او ښکته راته، په لارو کې یې منډې وهلې او له هر چا نه یې پوښتنه کوله. له هغو خلکو نه یې چې پوښتنه کوله، هغوی د بلبل په باره کې هیڅ هم نه وو اوریدلي. د ناکام له مخې امپراتور ته راغی او ورته وې ویل چې دا داستان باید یو له هغو کبسو نه وي چې په متابونو کې یې لیکي او پسې وې غځوله:

«ښاغلی امپراتور باید پر هغه څه باور و نه کړي چې په کتابونو کې لیکل کیږي، دا ټولې هسې خبرې دي، دې ډول کارونو ته جادو او کوډې ویل کیږي.»

امپراتور و ویل:

«خو هغه کتاب چې ما ولوست، هغه د جاپان ځواکمن امپراتور را لیږلی و، په دې خاطر هغه نه شي کیدای چې ناسم وي. زه غواړم چې د بلبل غږ واورم، هغه هم همدا نن ماښام! او که بلبل رانه شي، امر کوم چې د ماښام له ډوډۍ نه وروسته دې، د ټولو درباریانو نسونه په سوکانو و وهل شي!»

د دربار ریٔس په ډار او وحشت سره و ویل:

«ت ــ پ» او بیا یې په زینو کې ښکته پورته منډې کړې، په لارو کې تیریده او ډیری درباریان له هغه سره ښکته پورته تلل او راتلل، ځکه هغوی نه غوښتل چې وروسته له ډوډۍ خوړلو نه یې نسونه په سوکانو و وهل شي.

هر چیرې د عجیب بلبل په باره کې خبرې کیدې چې ټولې نړۍ هغه پیژانده، خو په دربار کې چا نه پیژانده.

بالاخره یې په پخلنځي کې یوه وړه بیوزلې جلۍ ولیده، هغې وویل:

« اوه، خدایه، بلبل! هو زه هغه ښه پیژنم، هغه غاړې کوي، کولای شي سندرې و وايي. هر ماښام چې زه اجازه اخلم او د ډوډۍ پاتې شونې خپلې بیوزلې ناروغې مور ته، چې د سمندر په څنډه کې ژوند کوي، ور وړم؛ د بیرته را تلو په وخت کې چې کله د ځنگله په لار کې دمه کوم، د بلبل سندرې اورم. د هغه د غږ په اوریدو سره مې په سترگو کې اوښکې را ټولیږي او داسې کیږم لکه مور مې چې ما ښکولوي!»

د دربار ریٔس و ویل:

«د پخلنځي وړوکې جلۍ!

نن شپه بلبل دربار ته غوښتل شوی دی، که ته موږ بلبل ته ورولې، زه به په پخلنځي کې تا ته دایمي کار او مقام درکړم، همدا راز ته به کولای شې چې د امپراتور ډوډۍ خوراک هم وگورې!»

دوی ټول، چې نیمايي درباریان هم ورسره وو، د ځنگله هغه ځای ته ور وخوځیدل، چیرې چې بلبل د خپل عادت له مخې هلته سندرې ویلې. دوی پر لاره وو، چې ناڅاپه یوې غوا په رمباړو پیل وکړ. درباریانو چیغه کړه او یوه یې و ویل:

«اوه! همدلته دی! وړوکی څاروی، څه دروند غږ لري، زه ډاډه یم چې دا غږ ما پخوا اوریدلی دی!»

د پخلنځي وړوکې جلۍ و ویل:

«نه، دا د غوا غږ دی چې رمباړې وهي! موږ تر اوسه له مقصد ځای نه ډیر لرې یو.»

بیا لږ وړاندې لاړل، چونگښو غاړې کولې. ناڅاپه د دربار چینايي کشیش و ویل:

«ښکلی دی! زه کولای شم د هغه غږ واورم، غږ یې داسې دی لکه د کلیسا واړه زنگونه!»

د پخلنځي وړوکې جلۍ و ویل:

«نه، دا د چونگښې غږ دی، خو فکر کوم چې ډیر ژر به د بلبل غږ هم واورو.»

شیبه وروسته بلبل په سندرو پیل وکړ. وړې نجلۍ و ویل:

«همدا دی، غوږ ونیسئ، واورئ! هغه دی پاس پر څانگه باندې ناست دی. او بیا یې پاس پر څانگه باندې ناست یوه واړه خړ رنگي الوتونکي ته اشاره وکړه.

د دربار ریٔس و ویل:

آیا دا کیدای شي، فکر مې نه کاوه چې داسې به وي! دا خو ډیر ساده ښکاریږي! داسې ایسیدل چې درباري سړي د دې هر څه په لیدلو سره رنگ بایلودی و.

د پخلنځي وړوکې جلۍ په لوړ غږ سره و ویل:

«وړوکیه بلبله! زموږ ښاغلی امپراتور له تا نه غواړي چې سندرې ورته ووايې!»

بلبل ځواب ورکړ:

«هو، په ویاړ سره!»

او بلبل تر ټولې ښې غاړې وکړې.

د دربار ریٔس و ویل:

غږ یې  داسې دی لکه واړه شیشه اې زنگونه، واړه ستوني ته یې وگورئ چې څنگه ریږي! ډیر عجیب کار دی چې موږ یې پخوا هیڅ کله غږ نه و اوریدلی، غږ ته به یې په دربار کې ډیره پاملرنه وشي او لویه بریا به وي!»

بلبل داسې و انگیرله چې امپراتو د دې خلکو په منځ حضور لري، ځکه یې وپوښتل:

«کولای شم یوه امپراتور ته یوه بله سندره و وایم؟»

د دربار ریٔس و ویل:

«زما بې جوړې وړوکیه بلبله!

زه کولای شم تا په ډیرې خوښۍ سره د دربار د نن شپې جشن ته ور وبلم، تاسو به په خپل زړه وړونکي غږ سره امپراتور پر ځان مین کړئ!»

بلبل ځواب ورکړ:

دا غږ، دلته په ځنگل کې، په شنیلي کې ښه لکیږي!»

خو کله چې پوه شو چې امپراتور ټینگار کوي، نو له درباریانو سره د مانۍ پر لوري وخوځید.

په ماڼۍ کې پوره پاکي صفايي شوې وه. دیوالونه او غولي چې له چیني څخه جوړ شوي وو، د زرگونو طلایي څراغونو تر رڼا لاندې ځلیدل! ښکلي گلان چې په وړو زنگونو سره نور هم ښکلي کړای شوي وو، په لارو کې ایښودل شوي وو، په گلانو کې را زوړند زنگونه دومره ښوریدل او غږ یې کاوه چې خلک یو د بل په خبرو سم نه پوهیدل.

د میلمستیا د سالون په منځ کې، د امپراتور د ناستې ځای ته نږدې، یوه زرینه کړۍ د دې له پاره را ځړول شوې وه چې بلبل ورباندې کیني. ټول درباریان را ټول شوي وو، د پخلنځي وړوکې جلۍ چې اوس یې «د پخلنځي جلۍ» نوم خپل کړی و، اجازه یې درلوده چې د یوې دروازې تر شا ودریږي او د بلبل غږ ته غوږ ونیسي. ټولو ښایسته جامې اغوستې وي او هغه واړه الوتونکي ته یې کتل چې امپراتور په ډیرې مینې سره خپل سر ورته ښوراوه.

کله چې بلبل سندرې پیل کړې، دومره ښې غاړې یې وکړې چې د امپراتور په سترگو کې اوښکې را ټولې شوې او کله چې د امپراتور اوښکې په تویدو شوې، واړه بلبل لا ښې غاړې وکړې، داسې ښه وچغید چې غږ یې ټول زړونه خوشاله کړل. د امپراتور دومره خوښ شوی و چې امر یې وکړ چې د ده زرینې څپلۍ ور ډالۍ کړي، خو بلبل له امپراتور نه په مننې سره و ویل چې ډیر ویاړ مو را په برخه کړ او زیاته یې کړه:

«ما د امپراتور په سترگو کې چې کومې اوښکې ولیدلې، هغه ما ته ډیر ارزښت لري! د امپراتور اوښکې عجیب ځوک لري، خدای پوهیږي، چې ما ته همدا بسنه کوي!»

او بیا بلبل په خپل زړه وړونکي غږ سره سندرې و ویلې.

د دربار ټولو میرمنو و ویل:

«دا تر ټولو هغه زړه وړونکی او مینه ناک غږ دی، چې تر اوسه موږ اوریدلی دی!»     

له هغه نه وروسته به یې کله چې له چا سره خبرې کولې، خولې به یې له اوبو ډکولې، څو وکولای شي له خولې ښه غږ را وباسي، هغوی داسې انگیرله چې د دې کار په کولو سره له دوی نه بلبل جوړ شي! تر دې پورې چې د دربار چوپړانې هم راضي وې او دې کار په رښتیا سره ارزښت درلود چې تر ټولو ستونزمن کار د هغوی راضي کول و! هوکې، په ماڼۍ کې د بلبل شته والی، تر ټولو ستر بریالیتوب و.

وپتیل شوه چې بلبل په دربار کې پاتې شي، یو کپس ولري او کولای شي دوه ځلې د ورځې له خوا او یو ځلې د شپې له مخې، په چکر ووزي. تل به دولس خدمتگاران ورسره وي، ټول چوپړان به په لاس کې د وریښمو یوه رسۍ لري چې یو سر به یې د خوارکوټي بلبل په پښه پورې تړلی وي. په داسې یو بد حالت کې، داسې یو چکر، په هیڅ ډول د خوښې وړ نه و.

د لومړۍ برخې پای

منبع:

H.C.Andersen Eventyr,2,fra s.149-170,Odnsa,Denmark,1994.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...