څنګه ماشومان مطالعې ته وهڅوو؟ / ډاکتر محب زغم

يوه ملګري مې شكايت كاوه، چې زوى يې سم درس نه وايي. د ده زوى په دويېم ټولګي كې دى او جومات كې هم سبق وايي. يو وخت كې زما مېرمنې هم همدا خبره كوله، ويل يې: ((ته چې په كور كې نه يې هلكان سبق نه وايي.)) جمعه زه په كور كې وم. هلكانو ته مې هېڅ ونه ويل، چې درس ووايئ، پخپله مې المارۍ نه يو كتاب راواخيست او په لوستلو يې لګيا شوم. كتل مې چې زامنو مې هم هر يو خپل كتاب رااخيستى، د كوټې په يوه كونج كې ناست دى او سبق وايي. مېرمنې ته مې وويل: ((وګوره! كه ته هم هره ورځ يو كتاب يا مجله ولولې؛ نو زامن به دې هم ناغېړي نه كوي.))

ماشومان ډېر ځله د لويانو پېښې كوي. كه ته سل وارې د يوه كار د كولو ورته ووايې، وبه يې نه كړي؛ خو كه پخپله هماغه كار وكړې؛ نو دوى به هم ستا په پېښو لګيا شي. ما خپله دغه تجربه ملګري ته مې هم وويل؛ خو د هغه خبره راته جالبه وه. ويل يې: ((زه كله دومره وخت لرم، ټوله ورځ په وظيفه كې يم، ماښام چې كور ته راځم، ستړى هلاك غځېږم، د مطالعې حوصله راته پاتې نه وي.)) ما ورته كړه: خو په زړه پورې كتابونه ولوله، چې ستړيا دې هم ورسره لرې شي او خوند هم ځنې واخلې، د كيسو كتابونه واخله، ناولونه ولوله. هغه وويل: ((هره شپه په ټلويزيون كې دوه درې سريالونه او ډرامې ګورم؛ نو د كيسې كتابونه به ولې لولم؟))

د تنظيمي جګړو پر مهال كابل پوهنتون درې كاله بند و او د بيا خلاصېدو درك يې هم چا ته نه لګېده، چې بيا به خلاص شي كه نه. ما نو دغه درې كاله د كتاب مخ نه و ليدلى، پوهنتون چې بيا خلاص شو، په لومړۍ ورځ مو د هضمي سيستم درس و. استاد نوټ راكاوه، د پوهنتون كتابخانه لوټ شوې وه، كتاب نه پيدا كېده؛ نو استادانو به نوټ راكاوه او موږ به ليكه. څو ورځې چې تېرې شوې، د هضمي سيستم نوټ مې ولوست كه ګورم چې په هاغه اوله ورځ مې ليكلي دي: د ژبې مخاطي غشا زخيمه ده. ((ضخيم)) مې په ((ز)) ليكلى و.

زموږ خلك چې له تحصيله فارغ شي بيا له مطالعې سره خداى پاماني كوي. همدا وجه ده، چې كه له چا د هغه د مسلك په اړه پوښتنه وكړې، وايي به چې: ((ولله ما ان لس كاله مخكې پوهنتون خلاص كړى، اوس مې دا شيان هېر دي.)) بهرنيان به دې ته متوجه شوي وي، چې انسان لټ او هېرجن دى. ځكه خو په بهرنيو موسسو كې هر كال دوه درې وارې د بيا يادولو ((refreshing)) سيمينارونه جوړېږي. په دې سيمينارونو كې ضروري شيان تكرارېږي او كاركونكي د څو ورځو يا د څو هفتو لپاره مطالعې ته هڅول كېږي.

زموږ ځينې ملګري، چې بهر ته تللي دي، وايي هلته چې په بس يا په اورګاډي كې سفر وكړې؛ نو وبه وينې چې اكثر خلك په لاره كې مطالعه كوي، يا به اخبار لولي يا كتاب او يا مجله. په غربي ملكونو كې اكثر وګړي هره ورځ اخبار يا ورځپاڼه ګوري. ما فكر كاوه، چې هلته اوس ټلويزيونونه ډېر دي، انټرنټ شته؛ نو ورځپاڼې به څوك نه لولي؛ خو داسې نه ده. دوى ته د ورځپاڼو لوستل د فرهنګ يوه برخه ګرځېدلې ده.

موږ هم كولاى شو د مطالعې فرهنګ خپل كړو. كه نور څه نه وي؛ نو لږ تر لږه د خپلو اولادونو د هڅولو لپاره بايد هره ورځ مطالعه وكړو. هغوى چې موږ ته وګوري، پخپله به هم كتابونه راواخلي، بيا چې لوى شي له مطالعې سره به روږدي وي او د عادت له مخې به هم مطالعه كوي او د مطالعې په بركت به مو ملك آباد شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...