خپلو اولادونو ته څرنګه نومونه غوره كړو؟

ډاکترمحب زغم||

په بګرام كې د يو چا كره لور پيدا شوه. ده غوښتل چې خپلو اولادونو ته د قران شريف له مخې نومونه خوښ كړي. ده وويل: زه به د فال په دود د قران شريف يوه صفحه خلاصه كړم، چې هره كلمه مې مخې ته راغله، هماغه به مې د لور نوم شي. قران شريف يې چې خلاص كړ، هلته يې د ((زانيه)) كلمه وليده. ده د اكثرو نورو افغانانو په شان يوازې د قران شريف لوستل زده كړي وو، په معنا يې نه پوهېده، نو خپله لور يې ((زانيه)) ونوموله. يو وخت چې نورو ورته وويل ((زانيه)) خو له ((زنا)) راخيستل شوې ده او بده معنا لري ايله چې يې سر خلاص شو. وروسته يې پر لور باندې د ((عايشه)) نوم كېښود.

د اسلام دين له نظره پر پلار باندې د اولاد يو حق د مناسب او ښايسته نوم ايښودل دي. ارواپوهان وايي، ښكلى نوم د انسان پر شخصيت اثر غورځوي. كه د چا نوم رحيم وي او هغه پوه شي، چې رحيم يعنې رحم كوونكى او بخښونكى، نو دى به د همدغو نېكو خويونو د خپلولو هڅه وكړي.

هغه نومونه چې زموږ له تاريخي وياړونو سره رابطه لري، لكه ملالۍ، زرغونه، نازو، ميرويس، احمدشاه، خوشال او داسې نور په انسان كې د وطنپالنې او ملت ته د خدمت جذبه پيدا كوي.

ښه به دا وي، چې خپل اولاد ته تر زېږون د مخه نوم پيدا كړې. نن سبا خو الټراسوند يا ټلويزيوني معاينه د مور په نس كې د ماشوم هلك نجلۍ معلومولاى شي، كه دغه امكانات هم نه وي، كولاى شې د هلك او نجلۍ دواړو لپاره مناسب نومونه وټاكې او بيا ماشوم كه هلك و، د هلك نوم او كه نجلۍ وه د نجلۍ نوم ورباندې كېږدې.

اوس په كلينيكونو او روغتونونو كې د زېږون سند هم وركول كېږي، په دې سند كې معمولاً د نوزېږي پر ځاى د هغه د مور نوم ليكل كېږي، خو كه چېرې مور خپل ماشوم ته تيار نوم ولري، په كارت كې به خپله د ماشوم نوم راشي. البته دا كار له احصايې سره هم مرسته كوي.

د نوم په انتخاب كې سړى بايد خپلې ګاونډۍ ژبې هم هېرې نه كړي. ممكن يو نوم په پښتو كې ښه معنا ولري، خو په دري يا په اردو كې بده معنا. بر عكس د دري او اردو ځينې ښې كلمې بيا په پښتو كې ښه معنا نه لري.

زما يوه همكاره ده، تخلص يې ((غرجي)) دى، دا تخلص يې د مېړه له كورنۍ راخپل كړى دى، خو دا معمولاً چا ته خپل تخلص نه ښيي، ځكه چې ((غر)) په دري كې بده معنا لري.

ځينې خلك له خارجي نومونو سره علاقه لري او پر خپل اولاد باندې د نورو ژبو نومونه ږدي. دلته هم بايد لومړى د دغه خارجي نوم معنااو ښه او بد ځان ته معلوم كړو او بيا دې ته ځير شو، چې دغه نوم زموږ په ژبه يا زموږ په ګاونډيو ژبو كې خو به بده معنا نه لري؟

هغه نومونه چې د يوه توري يا د يوې هجا په بدلېدو په بله نامناسبه كلمه اوښتى شي، هم خطرناك وي. زموږ خلك په تېره بيا ماشومان عادت لري، چې د نورو نومونه د مسخرې لپاره اړوي. زما د ترورزي نوم نصير و. ((سير)) په دري كې يعنې ((اوږه)) نو موږ به ځوراوه، پرې غږ به مو كړل: نصير (نه سير)، نه پياز، نه كچالو.

زموږ د يوه ملګري نوم ((دولت)) و، نورو ملګرو به چې هغه وليد، زياړې به يې كړلې چې د دولت څه و څه. ده بيا جنګ كاوه، چې ما څه كړي دي؟ بيا به ملګرو ويل موږ خو ((دولت يعنې حكومت)) ته زياړې كوو.

ځينې خلك ګومان كوي، چې عربي نومونه اسلامي او د نورو ژبو نااسلامي نومونه دي. حال دا چې تر اسلام د مخه هم په عربو كې همدغه نومونه چې موږ يې اسلامي بولو، دود وو. هغه نومونه چې د الله نومونه يا صفات او يا د حضرت محمد(ص) نوم او القاب په كې وي، بې له شكه چې اسلامي دي، خو په عامه توګه هر عربي نوم خامخا له اسلام سره تړاو نه لري.

ځينې وګړي د سيمو او سيندونو نومونه لري. خيبر، ميوند، اباسين، آمو، اريانا داسې نومونه دي، چې په خلكو كې ډېر عام شوي دي. دغه نومونه پر خپلې ظاهرې معنا ورهاخوا بله معنا هم لري. خيبر او ميوند له مېړانې او اتلولۍ سره تړلي نومونه دي او په اباسين او اريانا كې خپل تېر برم وينو. خو ځينې خلك بيا پر خپل اولاد د داسې سيمې نوم ږدي، چې دغه بل كمال نه لري. په كابل كې يو ډاكتر قندهار نومېږي.

په انسانانو كې د ژوو او الوتونكو نومونه هم لږ نه دي. لكه مينا، طوطي، زمرى، هيلۍ، هوسۍ، بلبله، كوتره او داسې نور. زما په ګومان د ګلانو او بوټيو نومونه به ښه وي، خو د ځناورو او مرغانو نومونه له انسان سره ښه نه ښكاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...