د شخصیت جوړېدنې د ودې مراحل || جنت خان

څرنګه چی د هر یوه شخص عادات، شوق، فکر، جذبات، احساسات، د یو شان حالاتو یا یوې حادثې په مقابل کی فرق کوي دا چې دا توپیر ولې د انسانانو تر منځ ولی موجود ده علت یی غیر شعوري دماغ دي او غیرې شعوري دماغ د دماغو له هغی برخی څخه عبارت دي، چی غیرې ارادي کړنې او خاطرات پکې پراته وي، خو شخص نشی کولی چی هغه ذهن ته راولي او همدغه غیرې شعوري دماغ دي چی د مختلفو اشخاصو شخصیت تعینوي،که دیوه شخص تېرې او اوسنۍ ټولې کړنې،خاطرې راواخلو او په یوه پیاله شکله لوښي کې یې واچو، نولاندې برخوباندې یې ویشلی شو ( په یو دیاګرام کې د انسان ذهني حالت ته لنډه کتنه)

۱ ـ شعوري برخه (conscious mind):

د دماغ د حافظې سطحي برخه ده اودا هغه برخه ده چې مونږ یې په اوسني حالت کې لرو یعنې مونږ پرته له دې چی سوچ وکړو هغه کارونه چی زمونږ په شاوخوا کی موجودی ذهن ته راوړلی شو لکه اوسنی حالت کی پوهیږو چی زمونږ په شاخوا کی څوک دي، څه شی موجود دی، یا د نړۍ په کومه برخه کی مونږ موقعیت لرو او کوم وخت ده یعنی پدی پوهیږو چی شپه ده او که ورځ ده اویادشپی یاورځی کوم وخت ده.

۲ ـ تحت شعوری ( subconscious mind ) له هغی برخی څخه عبارت چی مونږ اوسنی حالت کی ورڅخه خبر نه یو او دهغی په باره کی مونږ سوچ هم نه کوو. او که لږ سوچ ورباندی وکړو نو هغه صحنه او یا خاطره ذهن ته راوستلی شو،دمثال په ډول لکه یوه میاشت مخکی کوم خارجی ملک ته تللی وم، په څه شی کی موسفر وکړو او هلته مو له چا سره ولیدل. اویا له یوچاڅخه یوڅوک پوښتنه وکړی چی تا مکتب چیرته ویلی ده، دی په باره کی که لږ سوچ وکړی نوورته په یاد به شی چی چیرته یی مکتب ویلی ده، یا څوک له چا څخه پوښتنه وکړي چی ښه او بده خاطره دی راته ووایه، نو دا شخص د سوچ او فکر کولو څخه وروسته هغه ښه یا بده خاطره ذهن ته راوستلی شی، چی مخکی پری تیره شوی وه.

۳ ـ غیر شعوری دماغ ( unconscious mind ) دا دماغ غیری شعوری او اساسی اوډیری لوی برخی څخه عبارت ده چی هر شی دلته پکی ذخیره کیږی، هر هغه تیری کړنی که بد وی او که ښی دلته پکی پراته وی، دی برخه کی هر هغه څه ذخیره پراته وی چی د ژوند له شروع څخه بیا تر ننه پوری په یوشخص تیرشوی وي. مګر دغه د نورو دوو برخو یعنی شعوری او تحت شعوری دماغو په شان نده، چی د(شعوری)دماغ په شان چی یو شخص په اوسنی حالت کی تری خبر وی یاد(تحت شعوری)دماغ په شان چی د لږ سوچ کولو څخه وروسته یوتیره حادثه یا یوه واقعه ذهن ته راولی برعکس دابرخه یعنی غیرشعوری دماغ له هغی لوی برخی څخه عبارت ده که یو شخص هر څومره سوچ او فکر وکړی بیا هم نشی کولای چی له دی برخی کوم شی ذهن ته راولی. لکه یو څوک له چا څخه پوښتنه وکړی چی کله ته ماشوم او وږی وی او مور دی راغله اوتا ته شیدی یی درکړي، نو ستا په یاد دی؟ اویا که یو څوک له یو ۲۰ کلن څخه پوشتنه وکړی چی کله ته ماشوم او ګلاس درڅخه مات شو او پلار دی درته په غصه شو. او دی ورته نور کړه وړه چی د انسان په ژوند کی تیر شوی و ټول د دماغو په غیری شعوری برخه کی راټولیږي، او تر مرګه پوری پاتی کیږی، په حقیقت کی همدغه برخه د انسان د شخصیت د تعینولو سبب کیږی، دشخصیت ډیره برخه دماشومتوب له ابتدایی شپواوورځو څخه پیلیږی دمثال په ډول د ماشومتوب په دوره د ماشوم څخه داسی کړنیکیږیچی هغه د لویانو له خوا څخه د عکس العمل سبب کیږی نو دا عکس العمل به یا منفی وی یعنی ماشوم به رټل کیږی تهدیدیږی او یا به ورسره مثبته رویه کیږی یعنی نصحیت به ورته کیږی او ورته وایی به چی بیا داسی کار ونکړی، نو په راتلونکی ژوند کی چی ماشوم بالغ شی نو دا حادثه په غیر شعوری ذهنیت بدلیږی او شخصیت به په همغه ډول سره جوړیږی یعنی دماشوم دژوند کړنی او په مقابل کی دخلکو عکس العمل او دهغوکړنو په غیرارادی ډول سره په غرشعوری دماغ کی ثبت کیدل د ممثبت فکر یا منفی فکرجوړیږی.

تیرو مثالونو ته په کتنی سره که یو څه په وضاحت ووایو، مثلا که د یو ماشوم مور د هغه د یو کلنی څخه کمه عمر کی هوښیاره باتجربه او د ماشوم په غوښتنو پوهه وی، او کله چی ماشوم ‌ژاړی،ناروغ وی وږی وی پمپر یی لوند کړی وی نو د هغه په سمه توګه سره پالنه کوی یعنی چی کله ماشوم ژاړی نو مور په خاصه طریقه او د الله لو نارو سره په ډیر ناز ماشوم اراموی، کله چی وږی شیدی ورته په خپل وخت خپلی شیدی ورکوی وی او که چی ډکی او تشی بولی وکړی نو پاکوی یی کله چی ناروغ وی نو په وخت یی علاج کوی. دی وخت کی د ماشوم مثبت سوچ پیدا کیږی او هغه دا چی ماشوم وایی کله چی مور وی نو هر څه سم وی، او په دی وخت کی د ماشوم دکور هيڅ یو غړی نه پیزنی هغه هیڅ ډول غم او ښادی نه پیزنی او نه یی په باره کی سوچ او فکر کوی، دا ټولی کړنی یی د غیری شعوری دماغو یو برخه ګرځي او ذهنیت یی مثبت ګرځي او په راتلونکی وخت کی د هر څه په مقابل کی مثبت فکر پیدا کوی او که مور یی د پورته مواردو خیال نه وی ساتلی نوماشوم وایی چی هیڅ هم نشته چی زما پالنه وکړی نو دماشوم ذهنیت منفی جوړیږی نو راتلونکی د خلکو سره د هری معاملی په کولو کی منفی فکر کوی.

د شخصیت جوړیدنی په باره کی دوه روان پوهان ډاکتر ایریک اکسن او ډاکتر فرایډ څیړنی کړی دوی لاندی نتایجو ته رسیدلی دی.

دوی دواړه په دی نظر دی چی اولو وختو کی د ژ‎وند په تسلسل سره بعضی برخه د بدن مهمی برخی دی او دانسان دراتلونکی ژوند اکثریت کړه وړه ورسره تړاو لری.

۱ ـ د خولی برخه:ماشوم دژوندپه اولو څومیاشتو کی یواځی خوراک پیژنی او هر څه چی لاس ته ورشی نو خولی ته وړی. نوموړی عالم وایی په اولو میاشتو د ژوند کی د ماشوم ټول تمرکز په خولی باندی وی، او که د هر ډول فشارونو سره مخ هڅه کوی(ژاړی)او کله چی یوشی ورته ورکړل شی نو سمدستی ورسره غلی کیږییعنی هغه که د مور تی وی او که چوشک وی نوماشوم ورسره ارامیږی چیدغه حالت په غیر شعوری دماغ کی ځای پر ځای کیږی او کله چی شخص په راتلونکی عمر کی هم د بعضی فشارونو سره مخ شی نو د خولی برخی ته بیرته مراجعه کوی، مثلا که یو څوک تریو ډول فشار لاندی راشی نوکوښښ کوی چی د حده زیات خوراک وکړی چی موجوده فشاردکم کړی یا ځینی خلک دفشار سره دمخامخ کیدلو په صورت کیخ خپل نوکان خوری یا یی په غاښ باندی خپل نوکان شکوی او یا هم زاولی زویی، او یا هم سګرټ څکولوترڅو پدی سره نوموړی ستړی حالت یاروانی فشارکم کړی، که یو چاته ووایی چی د سګرټ په ځای داغه نیکوټونیک ماده یانور مواد چی په سګرټ کی دی له بلی لاری واخله فرضا دزرق له لاری نو خوند نه ورکوي،له سکړټ هغه واقعی تاثیر څخه چی دهغه دمحتویاتو له کبله مینځته راځی ډیر نه ارامیږی بلکه اکثر خلک سګرټ دخولی له لاری اخیستل اودود یی بیرته دخولی له لاری خارجولو سره ډیر دارمتیا احساس پیداکوی.

بل عالم یعی فرایډن بیا وایی که دماشومتوب په اولووختود عمر کی څوک وږی شی، یا یی یخنی او ګرمی وشی، یا درد یانورو حالتونو سره مخامخ شینو دی سوچ کوی چی مورمی شته او سوچ کوی چی موریی د پورته ټولو حالاتوسره دمخامخ کیدلو په صورت کی دهغه په خدمت کوی ځکه ماشوم په دی وختو کی بله اسره غیر له مورڅخه نه لری ماشوم نه پلار،ورور،خور یادکورنی نور غړی پیژنیبس یواځی مورپیژنی نو ماشوم باور او یقین پیدا کوی که چیری یی مورهوښیاره او دماشوم دټولوپورته ذکر شویو خالت باندی پوهیدلی شی او په دهری غوښتنی ته په وخت او په سمه ډول ځواب ووایی او پالنه وکړی نودماشوم ډاډه وی چی که هر ډول ستونزه ورته پیداشی نو موریی ورته پوره کوی په دی ډول ماشویومثبت اوسم فکر اختیاروی او په راتلونکی عمر کی هم که له هرډول ناخوالویاحالتو سره مخامخ شی نوهیله اوامید ورسره وی چی داحالت به ډیرژر سم شی او دناامیدی اندیښنه هیکله ورسره نه پیداکیږی نوموړی عالم وایی چی غیر شعوری دماغ کی نوموړی د کوچنیتوب داولومیاشتواوشپواورځوحالات ذخیره وی او غیر شعوری دماغ نوموړي فعالیتونه د راتلونکی عمرلپاره یو ااساس جوړیږی یعنی که د هر ډول مشکلاتو یعنی هغه که اقتصادی ، اجتماعی،سیاسی اوروانی ناخوالوسره مخامخ شی وی نو امیدورسره وی چی دا وختونه به تیر شی او دا هر څه به الله سم کړی داپه هغه صورت کی دنوموړی ماشوم په غیرشعوری دماغ کی دماشومتوب په اولو وختو کی دیو مثبت فکر لپاره په غیرشعوری ډول سره اساس جوړشوی وی او که چیری مور دماشوم غوښتنی اوضرورتونه په سمه توګه نه وی پوره کړی نو بیا ورسره یومنفی فکر پیداکیږی او په راتلونکی عمر کی به یی شحصیت دناامیدی خواته وده وکړی او دهری راتلونکی واقعی په مقابلی کی به ناامیده وی.

نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...