شاهزادگۍ او نخود| ژباړونکی: آصف بهاند

لیکوال: هانس کریستین اندرسن  ||

و، نه و، یو شهزاده و. هغه غوښتل چې ځانته یوه شهزادگۍ پیدا کړي او واده ورسره وکړي، خو په دې شرط چې هغه په رښتیا یوه شهزادگۍ وي. په همدې موخه یې د نړۍ چارچاپیره یو اوږد سفر پیل کړ.

شهزاده په خپلو گڼو سفرونو کې، له بیلابیلو کورنیو سره ولیدل، خو د یوې کورنۍ لور یې هم خوښه نه شوه چې د خپلې میرمنې په توگه یې انتخاب کړي، نو نا امیده او خواشینی بیرته خپل وطن، کور او کاله ته ستون شو.

په یوه توفاني ماخوستن کې چې سخت وحشتناکه باران او تالانده وه، بریښنا به هر شیبه آسمان رڼا کاوه؛ د ځوان شهزاده پلار، یعنې شاه واوریدل چې څوک د ښار دروازه ور ټکوي. زوړ شاه ورغی چې دروازه خلاصه کړي. کله یې چې ور پرانست، که گوري چې یوه شهزادگۍ ولاړه ده او باران داسې لمده کړې ده چې له ویښتانو، پزې او ټول ځان نه یې اوبه ښکته پر بوټانو ورڅڅیدې، خو هغې و ویل چې دا یوه ریښتینې شهزادگۍ ده.

زړې ملکې له ځان سره و ویل: «موږ به ډیر ژر پوه شو»، خو په ژبه یې څه و نه ویل. زړه ملکه د خوب کوټې ته ننوته او د خوب له تخت نه یې د خوب ټول توکي لرې کړل او د خوب پر تش تخت یې یو نخود کیښود او د نخود پر سر یې شل توشکې کیښودې او د توشکو پر سر یې، له بڼکو جوړې شل بړستنې واچولې. نوې شهزادگۍ باید پر دې تخت باندې خوب کړی وای.

سبا سهار یې چې له شهزادگۍ پوښتنه وکړه چې د شپې دې خوب څنگه و، هغې په ځواب کې و ویل:

«اوه، په خواشینۍ سره مې ټوله شپه سترگې سره و رنغلې، ډیره ډارونکې وه، خدازده چې په بستره کې څه شی و، دومره پوه شوم چې کوم کلک شی و چې زما ټول بدن یې تور او شین راواړاوه.

څنگه چې شهزادگۍ د شلو توشکو او شلو بړستو د پاسه، بیا هم د یو نخود شته والي باندې پوه شوې وه، اوس نو ټول پوهیدل چې هغه یوه ریښتینې شهزادگۍ ده، یوازې یوه ریښتینې شهزادگۍ کولای شي دومره نازدانه او تنکۍ و اوسي.

شهزاده هغه ومنله او واده یې ورسره وکړ، ځکه هغه په دې پوهیده چې له یوې رښتینې شهزادگۍ سره واده کوي. هغه نخود یې د هنرونو په موزیم کې د ښودلو له پاره کیښود او تر اوسه هم هلته ایښودل شوی دی، چې تر اوسه چا ښورولی هم نه دی.

گوره! دا یوه ریښتیانۍ کیسه وه!

منبع:

H.C.Andersen Eventyr,1,fra s. 49-52,Odnsa,Denmark,1994.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...